|
د٢٨ –
اسد ويب پاڼه پخپل دريم نشراتی کال پيل کوی
دری کاله پخواه داکتوبر پر شپږمه نيټه د٢٨
–
اسد ناپييلې سياسی ، اجتماعی او فرهنګی ويب پاڼې په پښتو اودری ژبو خپرونې پيل
کړې ٠ دې پاڼې دزياتو نيمګړتياوو سره چې دپاڼې دسمبالونکو دژورنالستيکې پوهې
اوتجربې دنلرلو اومالی ستونزوله کبله موجودې وې اودي وکولای شول چې ددرنو وطنوالو
پام ځانته را وګرزوی اودهغوی دمتضادو ( مثبتو او منفی ) غبرګونونوسره مخامخ شی چې
دا غبرګون يوه طبيعی پديده ده چې په پاڼه کې خپاره شوی مطلبونه دګرانو لوستونکو
دسياسی –
ټولنيزدريځ ،عقيدو اونظريوسره په مطابقت اويا مخالفت کې دريږی چې غبرګونونه به
منطقا متضاد وی ٠ دپاڼې چلونکی هڅه کوی اوزيار باسی چې په خپلو خپرونوکې دافغان
جګړې ځپلی اودپرديو دتيريو اولاسوهنو څخه ستومانه اوځورېدلی اودزورواکانو په
منګلوکې داسيراولس غږ پورته کړې٠ موږدخپلو دايمی قلمی همکارانو څخه دمننې په
څرګندلوسره دپاڼې دتولو مينه والونه هيله کوو چې دپاڼې د خپرونو دکيفيت دلوړولو
اواغيزمنتوب په خاطر خپل وړانديزونه اونظريی رواستوۍ تر څو ستاسوګرانو وطنوالو پر
مټ وکولای شودپاڼې دخپرونوکيفيت لوړ کړواو خپلې شته نيمګړتياوې ليرې کړو.
په درنښت |