محمد آصف خواتی

غلطې نسخې دهيڅ درددوا نه کوي

 په دې وروستيو دريو لسيزوکې افغانستان  هغه  ناروغ ټپی ته ورته دۍ چې دمرګ په بسترکې پروت دۍاوهرچا غوښتې دي چې دهغې ددرملنې په پلمه پرهغې  خپلې مختلفې نسخې تطبيق اوډول ډول دجراحۍ عمليات  ترسره کړي خوعملا يې غوښتې دي چې داناروغ جوړنشي ، پخپلوپښوونه دريږي او دوی ته اړ اوسي ، داډول چلندونه اودا راز دوستی اوخواخوږې  ددې سبب شوله چې ناروغې يې مزمنه  اوټپونه يې دناسورزخم بڼه ونيسي ٠ سربيره پرهغې دې غلطو نسخو نورې ناروغۍ اورنځونه  هم پری وراضافه کړل٠  که ديرش کاله پخوازموږولس دبې وزګارۍ ،بيوزلۍ اوبيسوادۍ څخه رنځ ووړنن مهال ددې رنځونوترڅنګ يې شخړې اوجګړې ، بې امنی ،بې اتفاقی ،دپرديوفرهنګې تيری ،دمخدره توکوداعتيادګواښونه،بنسټپالنه ،مقدساتواوتاريخ ته يې سپکاوی ، دکډوالۍ ستونزمن ژوند، پردی پالنه ،اودهيواددتجزيې خطرهم ځوروي داټول دهغوغلطو نسخوشوم ميراث دۍ چې پردې ولس تطبيق اووآزمايل  شوې  ٠ زموږ يوشمير روڼ اندوشپږکاله پخوا کله چې دامريکې متحده ايالتونواودهغې ستراتژيکو متحدينودتروريسم سره دمبارزه په نامه دبنسټپالوطالبانو واکمنی رانسکوره اودبن دکنفرانس دپريکړوپر بنسټ ښاغلی کرزی واک ته ورساوه فکريې کاوه  چې هغوی به دافغان ولس د ناسورزخم په  درملنې سره  هغه  پخپلوپښوودروي٠  دوی داځکه داسې انګيرل چې امريکا اودهغې  متحدين له يوې خوا شتمن دي اوله بله پلوه هغوی د ولسواکۍ اوږده تجربه

لري نوزموږد هيواددبياجوړونې اودمتمدنې ټولنې دجوړښت لپاره به داسې نسخې وړاندې اوعملی کړي چې داولس به لکه نورپرمختللې ولسونه متمدن  ژوندته مخه کړي٠ خوله بده مرغه دطالبانو وروسته افغانستان وښودل چې داسې ونشول اودپرمختللی افغانستان په لوردګامونوپورته کول  يوخوب او خيال و، اووينوچې افغان ولس دپخوا په څير دخپل ناسورزخم څخه کړيږي  اوددرملنې اوسلامتيا کومې نښې نښانې يې  هم نه ليدل کيږي  ٠ يوشمير وطنوال واکمن وضعيت ته په کتلوسره د دووکلونوراهيسې ديولړکنفرانسونو، غونډو اومختلفوتحريکونواوخوځښتونوپه جوړولوسره  هڅه کړې ترڅو ددې ځورونکی وضعيت څخه دوتلولارې چارې ولټوي اودهيواددغميزی دحل يا ددې ناسورزخم ددرملنې لپاره يې د مختلفو نسخووړانديزکړی چې  غوڅ اکثريت يې د  لاندې دوو  نسخوپه پلې کولوکې دنظر اتفاق لري   اوهغه دا چې :

الف - دافغانستان په هکله دبن دکنفرانس په شان ديوه بل نړيوال کنفرانس جوړيدل ،

ب - دمختلفو تحريکونو،خوځښتونواوکاری ډلودايجادولو هڅې چې ترڅوهغوی اوسنی دولت اودهغې حاميانوته سلا مشورې ورکړي چې بايدڅه وکړي ؟

داډله روڼ اندی يا سياسی فعالين چې زياتره يې په بهراوپه تيره امريکا اواروپا کې ميشت دي دافغانستان درښتينې وضعيت څخه يا بيخبره دي اويا نه غواړې واقعيتونه څرنګه چې دي ومني نوله دې امله   دافغانستان داوسنی  واکمن حالت اصلی لامل  ته نه ګوري ، يا هغه نشي درک کولای اويا نه غواړی پرهغی ځان پوه کړي ٠ فرعياتوته چې هغه علت نه بلکه معلول دۍ ګوته نيسي  ٠ دمثال په توګه ځينې يې د ښاغلی  کرزی ضعيف

مديريت يا دمصلحتونو تګلارو  ته دانتقادګوته نيسي ، يوشمير يې بيا ملې جبهه ( پخوانۍ شمالې تلواله ) ګرمه بولی ، يوه ډله انجوګانې ددولت په منځ کې دبل دولت په توګه ملامتوي ، يوشمير کسان د دولت دنړيوالوملاتړکونکودولتونو ترمنځ دهمغږۍ نه شتون اودسليقې اوتکتيک اختلاف  داوسنی دولت دناکاميوعلت ګڼي اوداسې نور٠٠٠                                                                                                                                       مخکې له دې چې دستونزی اصلی لامل ته اشاره وکړم لازمه ګڼم چې په لنډه توګه دپورتنيودوونسخو دمبتکرينواودهغې پلويانو پام لاندې کرښوته راواړوم اوورسره جوخت هغوی ته يوه يوه پوښتنه راجع کړم ٠

دلومړې ډلې نوښتګرو ته چې دبن دکنفرانس په شان دبل کنفرانس دجوړيدولپاره هلې ځلې کوي که پوښتنه و شي چې په دې تيروشپژوکلونوکې په نړيواله کچه کوم تغييرات راغلی (  يعنې دسترودولتونوترمنځ دې قواووپه تناسب کې کوم بنسټيز بدلون ترسترګوکيږي  )  چې ددې تغيراتوله کبله دبن دکنفرانس په څير دبل کنفرانس په دايريدو کې  دځواکمن هيواديا زبرځواک  اراده   تحميل نشي؟ داډله ادعا کوي چې په نوموړی کنفرانس کې  دامريکې متحده ايالاتوديوازينې زبرځواک په توګه خپلې غوښتنې  پر ملګروملتواودکنفرانس په ګډون کونکوتحميل کړی چې پايله يې ديوه کمزوری مشرتابه چې دولس استازيتوب يې نشوای کولای و ټاکل شو٠ فکرکوم چې اوس اوس هم اتازونی دنړۍ ديوازينی  زبرځواک په توګه پخپل قوت  پاتې ده اوپه نړيوالومسالو اوقضاياوو کې دهغی خبره وروستۍ اوټاکونکې ده٠ که بل کنفرانس جوړيږي بيا به هم دواشنګتن رول پريکنده او ټاکونکی وي ٠ خواصلی خبره داده چې داډله کسان ددې په خاطر دبل کنفرانس دجوړيدولپاره مټې رانغښتې دي چې پدې توګه ځانونه مطرح کړي اووکولای شي کنفرانس اوپه وروستی تحليل کې دهيوادراتلونکی مشرتابه ته لاره پيدا کړي ٠ ددې خبرې داثبات لپاره غواړم يومثال راوړم تيرکال ددسمبرپر( ٩ - ١٠ ) نيټه په هالندکې د(( په افغانستان کې دسولې اوثبات دټينګښت ، ستونزې اودحل لارې ))  ترنامه لاندې کنفرانس جوړشوخوددې کنفرانس سمبالونکوهڅې داوي چې ددوی پرته نور په کنفرانس کې ګډون ونه کړي ترڅو دکنفرانس کوربه هيواداونورو نړيوالوته يوازې خپلې خبرې ، خپلې غوښتنې اووړانديزونه دافغانانوپه استازيتوب واوروي ( ګران لوستونکی کولای شي د٢٨- اسد په ويب پاڼه کې څو مقالې  ولولی چې ديوشمير وطنوالوداعتراض ښکارندوی دي چې دکنفرانس سمبالونکوڅرنګه  دنورودګډون مخنيوی کاوه اودکنفرانس موخه څه وه ) (١ )

بل داچې د نوموړی کنفرانس د پريکړې  په يوه برخه کې په افغانستان کې دناټو دپوځيانوپه پوځی عملياتونيوکه شوې وه چې په هغې کې بيګناه ملکې وګړوته دسراومال زيانونه رسيږی اوبايد چې دهغې مخنيوی وشي٠ د کنفرانس  يوه درانه ګډون کونکې چې دچا خبره په زور سره په نوموړی کنفرانس کې ګډون کړی وپه دې اړوندداوړانديزکوي چې دناټو په پوځې عملياتو کې  دبيګناه وګړووژنه په پرله پسې توګه ادامه لري ددی لپاره چې داوژنې تکرار نشي ښه داده چې  موږ ( دکنفرانس ګډون کونکی ) په لاهه يا بروکسل ( دناټودعمومی قوماندانی دمقر ) مخې ته داعتراض په توګه

 په مظاهرواودخيمو په درولولاس پورې کړو ترڅويې  موږ ته  تضمين نه وی راکړی دخپل اعتراض څخه به لاس  

نه اخلو خوددی وطنوال خبره چا ونه منله داځکه چې د کنفرانس موخه دستونزوحل  نه وبلکه دکنفرانس دسمبالونکوسياسی لوبې وې چې پکې ځانونه مطرح کړي   اوله بله پلوه  دکنفرانس سمبالونکونه غوښتل  چې ددې ستراوځواکمن نړيوال سازمان دخواشينۍ سبب شي٠  اوس ګران لوستونکې قضاوت کولی شي چې دکنفرانس سمبالونکوموخه دهيواددستونزوحل نه بلکه هغه سياسی لوبې دي چی ترڅو وکولای شي ځانونه  پکې مطرح کړي  ٠

ددوهمې ډلې فعالينوپام دې ټکې ته راګرزوم چې  نن مهال دهيوادهرجګپوړی  چارواکی بهرنی سلاکار  چې دزياتوامتيازاتوڅخه برخمن دي لري اوددولت رئيس خوبيا دڅلويښتوتنوپه شاه اوخوا کی مشاورين لري چې د دې زيات شمير سلاکارانوشتون دچاروپه ښه کيدوکوم مثبت اغيزنه دی کړی   اوکه تاسې هم پرې ورزيات شۍ ستاسوشتون  به څه ګټه ولري اوڅوک به ستاسو سلاکارانو اوکارپوهانوخبرواووړانديزونوته غوږونيسي اوکه  چا ستاسو وړانديزونو ته  ارزښت ورنکړبيا نوڅه کوۍ؟

اوس راځم دليکنې اصلی اومرکزی ټکې ته چې هغه ددې خبرې سپينول دي چې زموږ دهيوادداوسنی واکمنۍ دکمزورۍ اوناکامۍ لامل يا علت څه دۍ هغه دهيواددادارې وړتيا نلري يا داچې علت بل شی دۍ٠ زموږ سياستوالواودقلم خاوندانوته لازمه ده چې واقعبينه اوسي اوټولنيزو- سياسی پيښواوقضاياوو ته د کوچنيانو په شان ونه ګورې  بلکه هغه په ژوره  اوهراړخيزه توګه وڅيړی اولازمې پايلې تری واخلي اويا اړينونتيجو ته ورسيږي ٠  که چيرې دوی په رښتيا سره دخپل وطن اوولس سره مينه لري اوپه هيوادکې دموجوده ستونزودحل غوښتونکې وي هغوی بايد چې دافغان حکومت عملی امکاناتواودبهرنيانورول ته چې دافغانستان په سياسی اوامنيتی بهيراودچاروپه سمبالتياکې  لري په نظرکې ونيسي  اودې پوښتنې ته ځواب پيداکړي چې اصلادافغانستان دغميزې دحل واک دچا سره دۍ ؟ ددې لپاره چې پورتني پوښتنې ته  ځواب پيدا شي دګران لوستونکی پام لاندی مثال ته راګرزوم:

ښاغلی کرزې دروان کال دسپتمبر پر نه ويشتمه نيټه هغه ورځ چې په کابل کې ديوه ځانمرګی بريدله امله دديرشوشاه اوخواه پوځيان مړه اوهمدومره نورټپيان شول په يوه مرکه کې وويل   :

 ((کاشکې زه پوه شم چې ملا عمر دطالبانو مشر دى، ادرس او د تيليفون نمبر لري چې موږ کس ور وليږو او و رته ووايوچې دافغانستان او د طالبانو په ورانى کې دې څه گټه ليدلې، را ځه دا کار بند کړه او همدارنگه حکمتيار صاحب. که يې ادرس پيدا کړم د دې اړتيا نشته چې هغوى راشي، زه پخپله ور ځم له هغوى سره اړيکه نيسم )) ( ٢ )

دښاغلی کرزی ددې خبرې څخه بيله ځنډه په کابل کې دملګروملتو( م، م ) استازی اوهمدا راز دبريتانيا صدراعظم ملاتړوښودخوبرعکس دامريکې دخارجه چارووزارت  دتروريستانويولست خپورکړچې په هغی کې دالقاعده دتروريستی شبکې سربيره دطالبانو دمشرتابه اوهمدارازدحزب اسلامې دمشر نومونه خپاره شول چې دهغې دنيولوپرسر انعامونه هم ټاکل شوی وو٠ همدارازدوه ورځې وروسته دجمهوررئيس وياند داخبره وکړه چې دښاغلې کرزی دخبرو څخه غلط تعبير شوې  دجمهوررئيس هدف داو چې  ګواکې ملاعمراوحکمتيار آدرسونه نلري٠

که چيرې دښاغلی کرزی خبروته چې په ساده الفاظواوعام فهمه ژبه يې دملاعمر اوحکمتيارسره دخبرواتروسرته رسولولپاره چمتووالی ښودلی و اوويانديې بيا وايي چې دهغې دخبروڅخه نادرسته تعبيرشوی دۍ سړی ورته  هک پک پاتې کيږي چې ددولت مشر څه وايي او وياند يې  دهغه خلاف بل څه  ٠  د دې متضاده څرګندونوڅخه څرګنديږي  هغه مهال چې  ښاغلې کرزې دخپلووطنوالومرګ اوژوبلې انديښمن کړی و بيله دې چې د چاسره مشوره وکړي وغوښتل دخپل زړه خبره ،باطنی احساس  اوانسانی عواطف څرګندکړي اوهيله يې لرله چې نوربه هم دهغې سره همغږې شي  چې له بده مرغه امريکايي مقامات  چې دتروريسم سره دمبارزې مشری يې په غاړه ده په اوس مهال کې دستونزې دحل لپاره د دې ډول خبرو  اړتيا نه وينی نو يې نوموړی لست خپوراوددولت رئيس يې دې ته اړ کړ چې ويانديې دهغې دخبرو څخه دغلط تعبير مساله رسنيوته ووايي ٠ اوعجيبه لا داچې دم ، م استازی هم  خپله خبره  بيرته واخيستله اودا خبره يې چې دهغه تورلست تورن کسان  چې د م ، م دامنيت شورا منلې دۍ دهغوی سره خبرې اومذاکرې ناشوني دی ٠ 

دامريکايي چارواکواودم،م داډول منفی غبرګون ددې ترخه  حقيقت   ښکارندوی دۍ چې هغوی دافغانستان دمشرتابه اودهغو غوښتنوته هيڅ پام اوارزښت نه ورکوي ،دخپلو ستراتيژيواوموخودپلې کولوپه کارلګيادي اودافغانستان مشرتابه  دنوښت اومستقل فعاليت واک اواختيارنلري  اواړدي چې يوازې اويوازې  دخپلوحاميانودمشوروپراساس عمل وکړي  ٠ پدې ترخوواقعيتونونن  نه يوازې زموږ واقعبينه اوپروطن مين وطنوال پوهيږې بلکه نړيوال هم پرې پوهيدلې دي اوکله ناکله هغه په نړيوالو رسنيوکې انعکاس مومی چې ښه مثال يې دګاردين هغه مقاله ده چې په يوه برخه کې يې راغلی دي : (( ٠٠٠ دخارجې پوځونوڅخه يو هم کرزی ته پام نلري٠ )) ( ٣ )                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                            havati

زما له نظره  پورتنۍ جمله زموږدهيواددمشرتابه دواک اواختياردکچې اوامکاناتورښتينۍ انځورکاږي چې پرهغې دتبصرې اړتيا نه ليدل کيږي  ٠خودحيرانتيا خبره داده هغه دوستان چې دافغانستان دکړکيچن وضعيت  پړه پراوسنيو چارواکو اچوي اوغواړی چې هغه ګوښه کړل شي څرګنده بې انصافی اوپرواقعيتونوسترګې پټول دي ٠ فکر کيږي چې هغوی پر هرڅه پوهيږي هغوی هغه څه چې وايي هغسې فکرنه کوي بلکه ددې څرګندونوترشاه نورپلانونه اوموخې لري ٠دخلکو خبره دوی هغه کسان دي چې ترکاسولاندې يې نيم کاسې دي ٠ ددې هلوځلوڅخه يې موخه اودافغانستان دستونزودحل لپاره يې دنسخووړاندې کول ددې لپاره دي چې ځانونه په سياست کې مطرح کړي اوکه وکولای شي دپرديودسخاوت له برکته لعنتی قدرت ته ورسيږي اوهغه د چور اودجيبونوډکولوسيالی اولوبه چې نن په  بې خاونده هيواد يا دزيات شميرخاوندانوپه هيواد کې روانه ده دوی هم څه ترلاسه کړي ٠

پورتنی څرګندونې اودافغانستان واقعيتونه ښيي چې دهيواداوسنی مشرتابه ديوه خپلواک دولت په توګه دهيوادپه اداره کې آزادلاس اوواک نلري ،هغه ژمنې اووعدې چې ددولت په اصطلاح منتخب جمهوررئيس کړې وي اونه عملی کيږي دهيوادمشرتابه په بې کفايتۍ کې نه  بلکه دهغه د خارجې حاميانوپه پاليسيوکې بايدولټول شي  چې دهغې څخه يې دنوښت اودعمل دآزادۍ واک اخيستی دۍ ٠ هغه ډله وطنوال چې دبن دکنفرانس په څير دبل کنفرانس دجوړيدواوپه هغه کې دافغانستان لپاره دنوی مشرتابه د ټاکلوليوال دي  ، که احيانا داسې کنفرانس تدويراونوی مشرتابه هيوادته پکې ټاکل کيږي هغه به هم  دښاغلی کرزی برخليک لري اودخپلو وطنوالوبدمرغيوته به لکه دافغان لاس تړلی اودزورزياتۍ په منګلوکې اسيرولس په څير  ګورې  دهغې به ننداره کوي ،دخپل ولس په مرګ اوژوبلې باندې  به اوښکی تويوي اوددې مرګونودمخنيوی لپاره به هيڅ عملی ګام نشي اخيستلای ٠ 

په نتيجه کې ويلای شو چې زموږدهيوادداوسنيوستونزواصلی لامل اوسنی چارواکی  نه بلکه دهغې خارجې حاميان دي اودا ددې معنی نلري چې چارواکی اوپه تيره ددولت رئيس په دې هکله کوم قصور يا ملامتې نلري بلکه هغوی  وجدانا اوقانونا مسؤليت  لري   چی دخپلو وطنوالودسوکالۍ اودې هيواددآبادۍ لپاره عملی ګامونه پورته اوپرخپلو  ژمنو عمل وکړې اوکه دانشی کولای دمتعهدوسياستوالوپه شان دې ګوښه شي ، هغه ډله روڼ اندی چې پورتنې دوه ګونې نسخې يې دافغانانودغميزې دحل لپاره وړاندې کړې يا وړاندې کوي اودخپلو نظرياتودپلې کيدولپاره هلې ځلې کوي هغوی ته بايدوويل شي چې دا نسخې د هيڅ درددوانه کوي  ځکه چې له يوې خوا هغه  دهيوادد ژور ،هراړخيزه اوصحيح تشخيص پر بنسټ نه دې چمتوشوې اوله بله پلوه دهغې دنوښتګرو پررښتينولۍ اوصداقت کې شک اوترديدموجوددۍ اوکه پرهغې عمل کيږي اويا دهغوپربنيادپرناروغه افغانستان دجراحۍ عمليات ترسره کيږي  دافغان ولس ناسورزخم لا هم مزمن اوژوريږي  ، ددې کړيدلې اوځپل شوې ولس کړاوونه اودردونه  لاپسې زياتيږي  ،  په کارده چې دستونزواصلی علت ته ګوته ونيول شي اودافغان دولت په نړيوالوملاتړکونکوفشارواچوي  چې دافغانستان په هکله پخپلو پاليسيوکې يوبنسټيزبدلون راوړي اوداپاليسۍ دمتقابله  ګټو پراساس تنظيم اوعملی شي نه داچې يوازې خپلې ګټې په پام کې ولری او دافغانستان ګټې  له نظره و غورزوي ،داسې نسخې  وړاندې  ،هغه تجربه اوپلې کړي چې دافغانستان دولت پخپلوپښوودريږي ، خپل  ملی پوځ ولري ، قانون واکمن شي اودهغې سره جوخت دهيواددستونزې دحل لپاره دسياسی اودپلماتيکولارونه کارواخيستل شي اودمخالفينوسره بيله قيداوشرطه خبرواومذاکروته لاره پرانيستل شي داهغه يوازينۍ نسخه ده چې دافغان ولس دناسورزخم درملنه کولای شي  ،هغه ددې ديرش کلن ناورين له ناوړه اوکرغيړن ميراث دپراخيدواوژوريدو څخه ژغورلی شي اوولس ته دافرصت اوزمينه برابروي چې دموجودو ستونزواوګواښونوسره  دمقابلی امکان ورکړي اوپرهغې بری ترلاسه شي

ماخذونه :

١ - د٢٨ - اسد دويبا ڼې دمقالو آرشيف

الف -ترکاسې لاندې به خونيم کاسې نه وي د٢٠٠٦ کال دنوامبر شلمه

ب- خطاب به فارو: من درافغانيت ووطندوستی خودراازهيچکس کم نميدانم د٢٠٠٦ کال دنوامبرڅلورويشتمه

ج - ها ترکاسې لاندې نيم کاسې وې د٢٠٠٧ کال دجنوری لومړې نيټه

٢ - دبی بی سی دانترنيت  پښتوپاڼه (  د٢٠٠٧ کال دسپتمبر نه ويشتمه )

٣- افغان - جرمن پورتال ( امريکا درباطلاق افغانستان فروميرود - د ٢٠٠٧ کال داګست مياشت ) 

    ١- ١١- ٢٠٠٧ 

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM