|
Afghanistan Social Democratic Party
د انجينير اجمل شمس تر مشرۍ لاندی افغان ملت ملي مترقي ګوند رسمي شو
د افغانستان
ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي )
ګوند
د روان کال د ثور په
۲۶
(د ۲۰۰۷
م دمۍ په
۱۶
) د افغانستان اسلامي جمهوريت د عدلي وزارت څخه د ازاد سياسي فعاليت لپاره
رسمي جواز تر لاسه کړ .
دلته يو وضاحت
لازم ګڼو او هغه دا چه د افغانستان ټولنپال ولسواک (افغان ملت ملي مترقي )
ګوند نوې ګوند نه بلکه د افغانستان اسلامي جمهوريت د عدلي وزارت سره نوې رسمي
شوې ګوند دې چه د ارواښاد شمس الهدا شمس د وفات څخه وروسته يی مشري ښاغلي
انجينير اجمل شمس ته سپارل شوی.
دا چی د ښاغلي
ډاکټر انورالحق احدی صيب تر مشرۍ لاندې افغان ملت ګوند څو کاله وړاندې رسميت تر
لاسه کړی وو نو د شمس صيب ډلې د احزابو د قانون په اساس خپل نوم کې لږ بدلون
راوست او څو ورځې وړاندې يی د ډير انتظار نه وروسته د افغانستان ټولنپال
ولسواک (افغان ملت ملي مترقي )
ګوند
تر نامه لاندی خپل
قانوني او جمهوري حق تر لاسه کړ .
د انجينر اجمل شمس لنډه پيژندنه
انجينر اجمل شمس د ارواښاد شمس الهدا شمس ځوې دې چه د ٢٠٠٥ ع کال د اکتوبر
راهيڅې د ګوند منتخب رئيس دې ـ اجمل شمس په ١٩٧٢ ع کال کښې
د کنړ ولايت په نورګل ولسوالۍ کښې زيږيدلې او لمړنۍ زدکړې ئي د نورګل په مزار
ليسه کښې سرته رسولي ـ د کمونست رژيم د راتلونه وروسته کله چه ئي کورنۍ پيښور
ته هجرت وکړ نو اجمل شمس هلته خپلو زده کړو ته دوام ورکړ ـ د پيښور په اسلاميه
کالج کښې ئي تر دولسمه زده کړې وکړې او د فارغيدو وروسته د پيښور په انجينرۍ
پوهنتون کښې شامل شو ـ په ١٩٩٦ م کال کښې د نوموړي پوهنتون دتعميراتو د څانګې
څخه ئي د لسانس سند تر لاسه کړ ـ وروسته د پيښور په خيبر انسټيټيوت آف
ټيکنالوجي کښې دانجينرې د استاد په صفت
مقرر
شو ـ څو کاله روسته د امريکا د متحده ايالاتو د ساوت ډکوټه د پوهنتون په دعوت
امريکا ته ولاړ او په ٢٠٠٢ ل کال کښې ئي د نوموړي پوهنتون څخه د آبي وسائلو او
د چاپيريال ساتنې په څانګه کښې ماستري تر لاسه کړه ـ او څه د پاسه يو کال ئي د
امريکا د فلوريډا ايالت کښې ئي د آبي وسائلو د انجينر په صفت ئي دنده سر ته
ورسوله ـ دخپل پلار ارواښاد شمس الهدا شمس په مشوره او د وطن سره زياتې مينې
خپل هيواد ته بيرته راستون کړ تر څو هيواد په بيارغونه کښې فعاله ونډه واخلي ـ
وروسته ئي دوه کاله د مهاجرت نړيوال سازمان ( IOM)
کښې
د آبي وسائلو د بخش د رئيس په توګه وظيفه اجرا کړه او بيا ئي څه موده د کليو
دبيا رغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام د انجينرۍ د څانګې د رئيس
په توګه هم وظيفه اجرا کړه ـ.
انجينر اجمل
شمس د خپل مسلک تر څنګ په سياست کښې هم فعاله ونډه اخيستې
او د خپل مرحوم پلار سره ئي اوږه په اوږه مبارزه کړې په ګوندي غونډو ، مظاهرو
او نورو فعاليتونو کښې ئي ګډون کړې او تر خپل وسه ئي د ګوند هر راز خدمت تر
سره کړې ـ د کورني او نړيوال سياست ژوره مطالعه لري ـ په پښتو او انګليسي ژبو
ئي دافغانستان په سياسي او اجتماعي مسايلو زياتې ليکنې چاپ شوي ـ انجينر
اجمل شمس مترقي فکر لري او د هيواد د بيارغونې او پرمختګ په
باب معقول او عملي نظريات لري ـ افغان ملت ملي مترقي ګوند په دې باور دې چه د
انجينر اجمل شمس ځوان قيادت به نوموړې ګوند نور هم پياوړې کړي ـ
دافغان ملت ملي مترقي
ګوند د نشرياتو څانګه
Afghan Mellat Central Office ,
Jalalabad, Shaheen Plaza, PO BOX
5595,
Kabul, Afghanistan
Tel: +93(0)70-234-207
E-mail: Afghanmilat@yahoo.com |