دپوهنمل حاجی محمد نوزادی ليکنه

دناروغ زړه تماشا مه کوه

      دقلندر عبدالرحمن دملنګې په کچکول کښی داسی مرغلری هم موندلای سو :

  زه ملهم دزړه له چا غواړم بی خدايه

  چه کړای  نشی طبيبان  ملهم د زړه

  دخليل  تر کعبی دا کعبه  ده  لويه                    

   که اباد کا څوک ويران حرم د زړه

  عبث وائي غم دزړه وبوالهوس ته

  څه  پوهيږی هلکان  په غم د زړه

خو رحمان بابا داښکلۍ اميل هغه وخت دمعنوی زړه دپاره پيئلۍ دی اواوس د بيولوژيکی اوفزيکی زړه دپاره پاک خدای طبيبانوته هم موثر ملهم پلاس ورکړيدی چه په هکله ئي کيدلای سي و بوالهوس ته هم څه وويل سي او هلکان يعنی ناخبره خلګ هم ور باندی پوه کړل سي٠

јхихزړه دانسان په بدن کښی دهغو نجيبو غړو دجملی څخه دی چه فعاليت ئي دژوند دپايښت لومړنۍ او بنسټيز شرط دی ،داځکه چه دبدن دهری حجری فعاليت دټول ژوند په هره ثانيه کښی دزړه په فعال خوځښت، انقباض و انبساط پور ی تړلې دې ٠ دزړه دمعنوی ارزښت په هکله موږ هر يو دډيرواړه سن څخه نيولی د ژوند تر پايه پوری هره ورځ   په شعرونو ، عشقی او تراژيدی داستانونو ٠ لنډيو ،سندرو او نورو هنری څرګندوونو کښی رنګارنګ بيانونه اروو ٠ داسی څوک به پيدانشی چه دزړه درد ئي хихددغه ډول هنری لاروڅخه درک کړی نه وی او يا ئي هم پخپله د زړه نه دشکايت، ګيلو او دهغه څخه دخوښۍ ښودلواو ستايلوپه هکله په لس ګونولنډۍ، غزل، څلوريځی

اودشعر نور ډولونه په ياد نه وی ،همدا اوس چه د ليکنی اصلی موخه می دزړه ديوی ځانګړی ناروغې په هکله دلنډ معلومات ليکل دی ، دخيال جلو می بی اختياره دزړه په اړه دشعر دنيا ته بيائي 

او قلم می د نورڅه وليکلو ته کشوی ٠ ښه به دا وی چه اصلی خبری ته راوګرځم چه هغه د زړه خيالی دنيا نده بلکه دهغه دمادی ژوند په هکله دځينوفزيکی نيګړتياو څرګندونی او روغتيائي نا خوالی دی هغه دوستان چه ځما سره نژدی پيژندګلوی لری،خبر دی چه ځمامسلک دځمکی دزړه سره تړاو لری نه دانسان ، يعنی ما د معدن پيژندنی ديوه متخصص په حيث پيژنی ٠ له نوموړو دوستانو څخه پرته به ځينی وطنداران هم وی چه کله ناکله به ئي ځمايو نيم شعر يو يا بل ځای تر سترګو سوی وی او يا به ئي ځما ځينی سياسی ليکی لوستی وی ٠ دغو ټولو ته به دحيرانتيا وړ ښکاره سي چه د طبی ليکنو سره ځما څه اړه سته ؟ داځکه چه زه خو طبيب يا ډاکتر نه يم اوبيانو ددغه ډول ليکنوحق ځان ته په کوم صلاحيت ورکوم ؟ زه هم په نظر کی نه لرم چه پښی می دخپلی توشکی نه زياتی اوږدی وغځوم ٠ خو خبره بيخی بل ډول ده ٠ هغه ناروغی چه زه غواړم په هکله ئي لنډ معلومات وړاندی کړم، دزړه دهغو شيريانوتنګوالۍ او بشپړ بنديدل دی چه همدااوس نه يوازی دپاخه سن والا خلګ ، بلکه تر ډيره ځايه ځوانان هم ورسره لاس او ګريوان دی ٠ که چيری پر خپل وخت و دغی ناروغی ته پام وا نه ړول سی خبره د زړه و په ټپه دريدويعنی سکتی ته رسيږی چه علاج ئي بيا ستونزمن کاردی او اکثره وختونه ئي پايله مړينه ده ٠د هغو کسانو دجملی څخه چه بايد ددغی ناروغۍ قربانی سوی وای يوهم زه پخپله يم ٠ دلومړی ځل د پاره ٢٠٠٥کال په اکتوبر کښی نوموړی ناروغۍ زه مجبوره او ودی ته ئي وهڅولم چه جدی پام ورته راوګرځوم او په اړه ئي وډاکتر مراجعه وکړم ٠ دډيرو او پرله پسی اوږدو معاينووروسته چه څو مياشتی وخت ئي ونيوی ،اخيرنۍ تشخيص و سو ٠ کله چه داکتر راته اعلان کړه چه دزړه هغه شيريانونه می کوم چه پخپله دزړه وعضلوته وينه رسوی بيخی بند سويدې او دعلاج يواځنۍ چاره ئي بايپاس عمليات دی ٠ او بيا ئي د نوموړو عملياتو په هکله جزئيات راته څرګند کړل ، داچه اولين وار می دا خبره اوريده او تر دغه ګړيه می په اړه هيڅ ډول ژور معلومات نه درلود نو دومره وارخطاشوم چه له ډاره می ويښتيان پر سر جګ ودريدل ٠ پهرصورت ٠ دروان ٢٠٠٦ کال د مۍ په ١٥ نيټه د ډنمارک هيواد د اغوس Arhus ښار په سکايبوSkejby نومی روغتون کی می چه په اروپاکښی يو دډيرو مجهزو روغتونونو دډلی څخه دی ، دجراحی عمليات په پوره برياليتوب سره پاي ته ورسيده، او او دلوی خدای په فضل می روغتيااوس په چټکۍ سره مخ په ښه کيدوده ٠ د فرصت نه په استفاده غواړم دنوموړې روغتون دټولو هغو ډاکترانو او نرسانوڅخه چه په ډير زړه سوی سره ئي ځما تداوی کوله او همدارنګه د هغو دوستانو څخه خڅه چه ځما او ځما دکورنۍ سره ئي ځما د ناروغۍ پر وخت بيساری خواخوږی وښوده، دزړه دکومې مننه وکړمپر ډيرو کسانو باندی د عملياتو نه مخکښی ډار اوتشويش او دعملياتو نه وروسته عمومی ضعف ،د دواوؤجانبی منفی تاثيرونه او په دايمی ډول ددوا وخوړلو ته احتياج دومره ژوری اغيزی ښندلی دی چه دسختو روانی ناخوالو سر لاس اوګريوان دی ٠ هرڅومره چه موږ ددغی ناروغۍ په هکله پوره لازم معلومات ولرو ، په هم هغه اندازه مخ د واره پدی باندی پوهيږو چه دا ناروغی د شلو کلنو مخکی پشان دنننی طبی تخنالوژی او دپوهی داړينو پرمختياوؤ په نظر کښی نيولو سره اوس يوه دډار وړ ناروغی نده او په عملياتو کښی ئي جراحانو ستری تجربی پلاس راوړی دی ٠دبلی خوانه زموږ ضروری پوهه پدی هکله مرسته کوی ترڅو د علايمو له مخی ور باندی خبراود تشخيص او درملنی دپاره ئي ډاکتر ته ولاړ سو

په همدغه لحاظ د وطندارانو سره د مرستی په خاطر ، ما دډنمارکی او انګريزی منابعو څخه په استفاده يو لړ اړين معلومات راغونډ کړيدی او هيله ده چه لوستل به ئي په زړه پوری او په پام کی نيول به ئي دومره ګټور وی چه په ډير سخت حالت کښی د ژ وندی پاته کيدو سره مرسته کولای سی ٠ اوس به دلوړی نسبتا اوږدی مقدمی وروسته و اصلی خبری ته را وګرځم

زړه دپمپ کولو ديوی الې په توګه  :

دژوندی موجوداتو په بدن کی زړه يوه تر ټولو ضروری عضله ده چه په انسانانو کښی دسينی

دقفس کيڼی خواته پروت دی ٠ دغه منځ خالی عضله ديوه داخلی ديوال پواسطه پر دوو برخو

 ويشل سويده چه هره نيمه برخه ئي بياپه خپل وار دوی حصی لری، يو ئي بطن اوبل ئي جوف يادوی ٠ دکيڼ بطن

 دلاری دزړه دسره راټوليدو او انقباض پواسطه وينه دبدن ټولو ساحوته پمپ کيږی  ٠ هغه رګونه چه دزړه څخه وي

نه و ټول بدن ته رسوی د شيريانو پنامه ياديږی ٠  وينه دبدن ټولوحجروته اکسيجن رسوی   

او بيکاره مواد تری ليری کوی ٠ ددغه مهمو دندو دتر سره کولو وروسته وينه دوباره دټول بدن

 څخه بيرته دزړه دپراخيدو او انبساط په  حالت کښی دزړه ښې برخی ته راځی او هغه رګونه چه

 وينه بيرته زړه ته رسوی د وريدونو پنامه يادوی٠ لدی نه وروسته بيا وينه له دغه ځايه څخه و سږو ته پمپ کيږ

ی ٠ د وينی هغه جريان چه وينه دبدن وټولو برخو ته بيائي او بيرته ئي تر زړه پوری

 رارسوی ، دوينو دلوی دوران پنامه اوهغه جريان ئي چه وينه دزړه ځخه وسږو ته بيائي او بيرته

وزړه ته راولی ،دوينو کوچنی دران پنامه يادوی ٠

    په سږو کښی وينه دهغی هواڅخه چه د تنفس پواسطه ورځی اکسيجن اخلی اوبيرته دکوچنی دوران په بشپړول

و سره دسږو څخه دزړه کيڼ طرف ته ځان رسوی ٠دغه اکسيجن دی چه وينه ئي دخپل لوی دوران دلاری دبدن وټو

لو ارګانو ته ور ليږدوی ٠ ددی دپاره چه دبدن حجري ژوندی او فعالی وی،زړه بايد په يوه ټاکلی ګړندتياسره نوم

وړی دوران په منظمه توګه ترسره کړی ٠ د زړه اساسي

 دنده په برياليتوب سره دهمدغه دوران تامينول دی ٠ په ځينو حالاتو کښی مثلادمنډی وهلو پر

 وخت دبدن حجری واضافی اکسيجن ته ضرورت پيداکوی چه پدی صورت کښی بايد زړه دوينو

 پمپ کول په لازياته چټکتيا سره سرته ورسوی  ٠

دبدن دنورو ټولو برخو پشان پخپله دزړه عضلی هم و اکسيجن ته ضرورت لری اوبيله هغه څخه 

خپلی دندی تر سره کولای نشی ٠ نوموړې اکسيجن بايد دوينی دلوی دوران په ترڅ کښی دوينو

 پواسطه دغو دزړه عضلوته ورسيږی ٠ دزړه دعضلو وټولوبرخوته وينه ددرونسبتا لويو شيريانو

 دلاری ځان رسوی، کومچه بيا په خپل وار په متعددو کوچنيو ښاخونو ويشل کيږی او پدی توګه نو دنوموړی 

عضلې  وهری برخی ته ځان رسولای سی تر څو داکسيجن ضرورت ئي ورپوره کړی ٠

 دانسان دبدن لوی شيريانونه چه قوی عضلې لری