|
ايتلافۍ ځواکونه بايد پخپل سر عمليات ترسره نکړی
نن
دغويی پر لسمه نيټه په ولسۍ جرګه کې يوشمير وکيلانو دايتلافۍ ځواکونو
دفعاليتونو دڅرنګواې په اړوند خپلې انديښنې څرګندې کړی اوپردې يې ټينګارکاوه چې
هغوې بايددقانون په چوکاټ کې اوددولت دسلا اومشوروپه رڼا کې فعايت وکړی ٠
داغبرګون وروسته له هغۍ وښودل شو چې تيره ورځ په ننګرهار کې دامريکايی پوځيانو
دبمباريو اوعملياتو له امله يوشمير ملکې وګړۍ ووژل شول چې دسيمې خلکو مظاهرې
وکړې چې په هغې کې دکرزې ضد اوامريکايی ضد شعارونه ورکړل شول ،دبيګناه خلکو
دوژلو اودهغوۍ دبندې کولودمخنيوۍ غوښتنه يې کوله او نن ورځ بيا دهرات دشيډنډ په
ولسوالۍ کې دايتلافۍ ځواکونو دعملياتو له کبله چې د١٣٦ تنو دوژنو خبرې کيژی ددې
ولسوالى په زرګونو تنو پراخې مظاهرې وکړې چې دقهر اوغضب له امله يې دولتې
ودانيو ته اورواچاوه اودشپژو تنو دټپۍکيدو خپرونه هم خپاره شول ٠ دولسې جرګې
داغونډه دنظر داختلافونو اودګډودى له کبله کومې نتيجې ته ونه رسيده خو ځينو
وکيلانو دايتلافۍ ځواکونوخپل سريو ته ګوته ونيوله اوداغوښتنه يې لرله چې بايد
هغوۍ ددولت ترکنتول لاندې عمليات وکړی اوکه نه نو غوره داده چې دهيواد څخه ووزی
که نه نو حالات به لانور خړپړشی ٠
دآريانا تلويزيون دغويی لسمه |