|
اهلبېت پښتو اکېډيمۍ پېښور د خدای د ګران رسول (ص) د ميلاد په لړ کښې غونډه
وکړه
د اهلبېت پښتو
اکېډيمۍ تر سيوري لاندې د خدای د ګران رسول (ص) د ميلاد په لړ کښې يوه ستره
غونډه په پېښور کښې د اکېډيمۍ دفتر شاهين ټاون کښې جوړه شوه چې پکښې ګڼ شمېر
مختلف شخصيتونو،پوهانو، شاعرانو او ليکوالانو ګډون وکړ د غونډې دوه ناستې وشوې
په يوه ناسته کښې چې مشري يې ښاغلي نسيم خان نسيم کوله او د پېښور رېډيو مشهور
فنکار اديب او شاعر عبدالله جان مغموم يې مشر مېلمه ؤ او د نظامت چارې يې د
اکېډيمۍ سرپرست انور شاهين خانخېل ترسره کولې يوه نعتيه مشاعره وشوه چې پکښې
شاعرانو د خدای ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) ته منظومې پېرزوينې وړاندې کړې.
په بله ناسته کښې چې مشري يې د اکېډيمۍ مشر پخواني خداي خدمتګار ليکوال او د
اکېډيمۍ اوسني مشر ښاغلي سعدالله خان بليغ کوله او مشهور شاعر او ليکوال
عبدالهادي حېران يې مشر مېلمه ؤ ازاده مشاعره وشوه چې پکې شاعرانو په مختلفو
موضوع ګانو خپل کلامونه ګډون کوونکو ته وړاندې کړل او د مسلمانانو او په تېره
بيا د پښتنو د يووالي او بېدارۍ په دعا سره دغه غونډه پاې ته ورسېده. |