|
دکندهار پوهنتون دڅښاک اوبه
نلري
دکندهار پوهنتون چې پوره شپاړلس کاله يې دجوړيدو څخه تيريږي دزياتو ستونزو
سربيره دڅښاک
اوبه نلري
اوله بلې خوا دا پوهنتون داحاطې دلرلو نه هم برخمن نه دۍ چې هرڅوک کولاۍ شي
پوهنتون ته را ننوزي دزده کړو بهير اخلال اويا ترهګرو ته ښه هدف وګرزي ٠
له همدې امله ددې تعليمۍ موسسې زده کونکۍ شکايت کوي چې دهغوۍ دزده کړې بهير ته
کله ناکله مزاحمت پيښيږي ٠ دا پوهنتون چې دڅلور وپوهنځيوپه لرلو سره
اوه سوه تنه زده کونکى لري دسيمۍ ځوانان دلوړوتحصيلاتو دوزارت څخه غوښتنه لري
چې په دې پوهنتون کې دې نورپوهنځۍ هم پرانيزۍ تر څو په سلګونوتنه زده کونکې چې
دزده کړې ليوال دي هلته په زده کړو بوخت شي٠ همدا رازمحصلين داستادانو دکمښت
سره مخامخ دي اوددې موسسې مشرتابه وايي چې يوشمير زيات پخوانۍ استادان ددې له
کبله په بهرنيو موسسو کې کارکوي چې هلته زيات معاش اخلۍ اوهغوې ددولت څخه غواړي
چې دې مسالې ته پام راوګرزوي اوداسې شرايط برابرکړي ترڅو استادان په تعليمۍ
موسسو کې کاروکړي ٠ديادولو وړده چې دڅښاک داوبونشتوالۍ په هيواد کې يوه سرتاسرى
ستونزه ده چې دهيوادپه کچه په سلو کې اويا اوپه پلازميينه کابل کې پنځوس فيصده
خلک دڅښاک دپاکو اوبو څخه محروم دي٠ خو په يوه عالۍ موسسه کې دڅښلو داوبو او
احاطې نشتوالې دتعجب اوانديښنې وړ خبره ده چې يوازې په افغانستان کې کيداۍ شي
داسې وضعيت
وليدل شي ٠
دسلام وطنداره راديو
|