دهغې الوتکی پيلوټ مړشوچې پر هيروشيمائې اټم بم استعمال کړ

ژباړونکي : حبيب الله غمخور

دويستي .رو او انترفکس دخبري اژانسونو دخبرله مخی هغه امريکايي پيلوټ چې دجاپان دهيروشيماپرجزيره باندي ئې اټم بم غورځولی وو نن دنومبردمياشتي پرلومړۍ نیټه د((۹۲))کالوپه عمرداوگايوپه ښار کې پخپل کورکښي پسله دومياشتوسختی ناروغۍ نه مړشو.

 دغه پيلوټ متقاعد جنرال((پولتېبيتس )) دآمريکادستراتيژيکي الوتکود هغه الوتکی هواباز ووکوم چي دهغې پوسیله په ۱۹۴۵ م کال داگست پر شپږمه نېټه آمريکادجاپان دهيروشيماپر جزيره باندي دلومړی ځل لپاره  داټم بم استعمال کړ.

 پوځئ الوتکي پيلوټ وچې ددوهمی نړيوالی جگړې B-29   پولئتیس دآمريکاد Пол Тиббетс

په پاي کښې ئې دامريکادهغه وخت دجمهور رئيس په هدایت دهروشيماپر ښار داټم بم وغورځاوه .کله چې دابم مځکي ته ورسيد له مځکي نه دپوڅکۍ په شکل يو غبار لکه اوريځ هواته پورته شواوپه هغه لحظه یې د((۱۴۰))زره انسانوژوندله ځنه سره واخيست .البته تر هغه وروسته هم تر نن پوري دهمدې وحشيانه بم دپايلوله مخي انسانان ژوند دلاسه ورکوی .ديادولووړده چې دا الوتکه  پول تېبيتس د((اينولاگي ))چې دده موروه  په نامه يادکړه  نوموړي پیلوټ جنرال  تېبيتس په۱۹۳۷ کال کې دآمريکاهوايي قواوته شامل اوپه ۱۹۶۶ م کال ئې  تقاعد ترلاسه کړ .   

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM