|
دافغان
ملت
منتقدين او د دغه ګوند موقـف
له منتقدينو سره بحث
:
دايو ښکاره واقعيت دي چې دافغانانو په بهرنۍمطبوعاتو باندې اوس کلکه بي
مسئوليتي حاکمه ده .
هره هفته په بيلوبيلو جرايدو او انټرنټي پاڼـو کې په مختلفو شخصيتونو او
سياسي ډلو باندې تجاوزونه
کيږي . څرنګه چې دافغانانو نشرات اوس دکوم خاص قانون سره سم فعاليت نه کوي ،
هيڅ چاته ددي موقع
نشته چې په قانوني ډول د مطبوعاتو دتجاوزله امله له ځان نه دفاع وکړي .مطبوعاتي حملي اوس هر اجتماعي افغاني شخصيت او سياسي ډله تهديد وي ،
دويب پاڼو دمسئولومديرانو توجه دي ټـــــــکي ته راواړوچې د دوي مسئوليت فوق
العاده دروند دي ځکه
چې افغاني نشرات دقانون له لاري نه اداره کيږي اوکه دنشراتو مسئول خلک له
مسلکي مسئوليت سره سم
حرکت ونه کړي ، ازاد مطبوعات به فوق لعاده بدنام شي ، اوس دافغانانو نشرات
اکثرآ په څيړني ولاړ ندي
اواکثره ويب پاڼي دښکنځلو تختي دي چې هر څوک ورباندي خپلي کنځلي ټومبي ډير
مسئول مديران يا خومنفي پروپاګند تشويقوي اويا خو دغه تکليف نه مني چې ديو شخصيت يا ډلي په هکله
څه خبري ليکل شوي
وي دهغو دحقانيت په برخه کې لږ څه څيړنه وکړي . نتېجه يې داده چې اوس افغان
نشرات نه يواځي داچې ټيټه
سويه لري بلکه هيڅ شخصيت يې ثابت ندي پريښي او ازادومطبوعاتو ته يې بدنوم
ورکړي د دغسي منفي نشراتو توجه دافغان ملت ګوند ته هم ډېره شوي . نوځکه
غــــواړم چې په لاندي څو موضوعاتو باندي رڼا واچوم . ددغي منفي پروپاګندي
په سر کې دستميانو ادعا ، چې اوس د سيد احمد شاه دولتي فاريابي له خوا
نشر يږي ، دافغان ملت دګوند سره دفاشيست ، افغان نازي ، هتلر کلمه ورزياتوي
.
ښکاره ده چې فاشيزم ېوه منفوره سياسي فلسفه ده او دافغان ملت ګوند فاشيزم په
کلکه سره غندي .
فاشيزم يو ديکتاتور سيستم دي .
په فاشيزم کې قايد پرستي عمده رول لري .
په فاشيزم کې افراد د دولت په مقابل کې حقوق نه لري .
په فاشيزم کې دولت له اتباعونه اولويت لري په فاشيرم کې ازادمطبوعات او ازاد
انتخابات نشته .اوحتي فاشستي ډلي نژاد پرسته دي .په دغو ټولو ټکوکې دافغان
ملت موقف دفاشيزم په ضد دي . دافغانملت ګوند په پوره وضاحت سره هر ډول
ديکتاتوري ردوي او په ديموکراسي باندي ټينګار کوي . دافغان
ملت ګوند په منتخب مشر عقيده لري او دګوند مشر دګوند غړو او حاکم ګوند ملت ته
مسئوليت لري . زمونږ په مرام نامه کې د دولت په مقابل کې د افرادو دحقوقو په
خوندي کيدو ټينګارشوي او په دي برخه کې زمونږ مفکوره دفاشيزم او نورو توتاليتر
سيستمونو سره په سلو کې سل متضاده ده . مونږ دمطبوعاتو په ازادي عقيده لرو او
دملي زعامت دټاکلو لپاره ازاد انتخابات غواړو . مونږ دهيواد ټولو اتباعو ته
قانوني مساوات غواړو او هيڅ قوم ته قانوني برتري نه غواړو.
هــــــو مونږ دپښتو ژبي تعميم غواړو او دهيواد پخواني حکومتونه په دي ملامتو
چې دپښتو ژبي تعميم ته يې
توجه نده کړي . خو مونږ فارسي (دري) هم دهيواد د رسمي ژبي په صفت منو اودهيڅ
قوم لپاره قانوني برتري نه غواړو . داچې ستميان
،مونږ
دژبي دتعميم له امله فاشيستان بولي ترډيره حده له مونږ سره د دوي ددښمني او يو
څه په سياسي فلسفه کې د دوي دبي خبري محصول ده .
که دملي ژبي دتعميم نه ملاتړ فاشيزم وي ، نوددنيا په لوي اکثريت به فاشيزم حاکم
وي .
خو واقعيت دادي چې فاشيزم يومنفوره فلسفه ده او په دنيا کې لږ ملاتړ لري او
دستمي ډلي نېمه تيوريسنان
اصلآ په سياسي فلسفه کې نيمه بيسواده دي .
دستميانو دغه ادعا چې مونږ يواځي د پښتنو لپاره کارکو غلط ادعا ده ،خو مونږ په
پوره صراحت سره دا خبره کو چې د پښتو ژبي تعميم زمونږ يو اساسي رکن دي او په
دي برخه کې مونږ هيڅ چاته نه تيريږو .
مونږ نه غواړو چې له دغو بي ادبه نيمه باسواد او له دښمني نه ډک منتقدينو سره
ناندري ووهو .
مونږ دعامو افغانانو نه غوښتنه کوو چې زمونږ په هکله دې زمونږ دمرام نامې ،
زمونږ رسمي ليکنو او ويناو
پر اساس قضاوت وکړي او د دښمنو منتقدينو په دروغجنو نشراتو تير نه وزي .
دافغان ملت ګوند موقف :
(
ملي هـويت
" افغان " )
د
دولت او ملي هويت په ټاكلو كې د
اكثريت قوم هويت مهم رول لري .
تر دې وړاندې چې انګرېزانو نيمايي
پښتانه لـه افغانستان نه بېل كړل، پښتنو په افغانستان كې دومره غټ اكثريت درلود
چې
پښتو به د افغانستان يوازې رسمي او ملي ژبه واى
.اوس
هم
په
افغانستان كې د پښتنو شمېر په سلو كې تر پنځه پنځوسو ډېر دى او پر دې اساس،
پښتو
بايد رسمي او ملي ژبه وي .
په افغانستان كې بېل بېل قومونه
ژوند كوي . كه څه هم د قومونو د تناسب په هكله يې د علماوو د اټكلونو تر منځ
توپير
شته، خو ډېر پوهان په دې نظر دي چې د افغانستان نفوس لا اقل پـه سلـو كې پنځه
پنځوس
پښتانه دي
.
چې له ټولو قومونو نه د پښتنوشمير ډېر دي .
د ملي ټولنې د جوړېدو لپاره ضروري ده چې د يوه نامتجانس هېواد ټول وګړي د
دولت او ملي ټولنې پر هويت باندې موافقه وكړي او د ولت د دغه هويت د تعميم په
لاره
كې هڅې وكړي .
په افغانستان كې د ملي ټولنې د جوړېدو په لار كې په زړه پورې پرمختـګ نه دى
شوى، دا كار درې غټ عوامل لري
:
قومي توپيرونه، په عمومي ډول د حكومتونو بې پروايي
او كله نا كله پر يوه وخت د سياسي انكشاف لـه بېلو بېلو مرحلو سره مخامخ كېدل،
او د
ملت جوړولو لپاره د يوې واضحې ستراتيژۍ نشتوالى .
څرنګه چې په قومي لحاظ افغانستان يوه نامتجانسه
ټولنه ده. لـه بېلو بېلو قومونو نه ملي ټولنه جوړول اّسان كار نه دى . دغه كار
روڼ
فكر، معقولـه ستراتيژي، قوي عزم او دوامداره هڅې غواړي .
په افغانستان كې د سياسي
انكشاف هڅې اكثره د دولت د جوړولو تر مرحلې نه، نه دي اوښتي، او كله كله چې پر
دولت
جوړېدو سر بېره نورو موضوعاتو ته توجه شوې ده، حكومت د سياسي انكشاف لـه بېلو
بېلو
مرحلو سره پر يوه وخت مخامخ شوى او دغه حالت د ملت جوړولو پروسه لـه مشكلاتو
سره
مخامخ كړې ده. خو د ملي ټولنې په جوړېدو كې تر ټولو نه مهم د دولت د مشرانو
سياسي
پوهه، سياسي ثبات، جرئت او د څرګندې معقولې ستراتيژۍ درلودل دي .
ملي ټولنه هغې جامعې
ته وايي چې اوسېدونكي يې لـه قومي، ژبني، او مذهبي توپيرونو سره سره ځانونه د
هغې
منلي غړي وبولي؛ هغې ته نهايي وفاداري ولري او لـه بلې هرې ټولنې نه زيات لـه
هغې
سره كلك اجتماعي، سياسي او رواني تړون احساس كړي. ژبني، قومي، مذهبي، ديني او
تاريخي يووالى ټول كولاى شي چې د ملي ټولنې لـه جوړېدو سره مرسته وكړي، خو د
ملي
يووالي احساس په دغو فكتورونو پورې منحصر نه دى. په نړۍ كې داسې ټولنې شته چي
وګړي
يې په هر لحاظ سره متجانس دي لكه جاپان او يا په ډېرو اړخونو كې سره توپير لري
لكه
سويس. په متجانسو ټولنو كې د ملي ټولنې جوړول نسبتاً اّسان دي خو په نامتجانسو
ټولنو كې د ملي ټولنې جوړول نسبتاً ګران دي او هغه روڼ فكر، قوي عزم، او پرلـه
پسې
هڅې غواړي .
په
نامتجانسو ټولنو كې د ملي ټولنې د جوړېدو غټ ټكي د ټولنې پر هويت باندې موافقه
دي.
د
ملي ټولنو په هويت كې د اكثريت قوم عمده رول لري. په جهان كې اكثره دولتونه
قومي
هويت لري. په اروپا كې دا حكم بالكل عام دى. فرانسه، جرمني، پولينډ، هنګري،
يونان
او يو شمېر نور هېوادونه يې څرګند مثالونه دي .
زمونږ په فكر د ملي وحدت لپاره لاره پيدا
كول اوس ډېر مهم سياسي ضرورت دى. تر څو پوري چې قومي روابط د سياسي عدل او
صداقت پر
اُصولو ونه دريږي ملي هويت تعين او تعميم نه شي، د افغانستان سياسي انكشاف به
پر
ښوېيدونكي بېخ ولاړ وي. لـه اساسي موضوعاتو نه تېښته مشكل نه شي رفع كولاى .
د
افغانستان سياسي ډلې او سياسي شخصيتونه بايد په دې برخه كې ژور فكر وكړي او كلك
موقف ونيسي.
زمونږ په فكر د ملي ټولنې د هويت په هكلـه بايد د قومونو د وګړو شمېر
او ځينې تاريخي واقعيتونه په نظر كې ونيول شي. په دې كې شك نه شته چې د
افغانستان
لـه ټولو قومونو نه د پښتنو شمېر ډېر دى. دا هم ښكاره ده چې پښتون او افغان په
اول
كې مترادفې كلمې وې او وروسته د افغان كلمه عام شمولـه شوه او د هېواد ټول وګړي
يې
په غېږ كې ونيول. همدغه دليل دى چې د دولت هويت تل افغان و. په نړۍ كې
افغانستان
يوازينى افغان دولت دى. زموږ په سيمه كې نور قومونه ځانګړي دولتونه لري.
تاجكستان،
ازبكستان، تركمنستان، اېران او تركيه ټول قومي دولتونه دي، د دغو ټولو دولتونو
هويت
د
هر هېواد د اكثريت په قوم پورې تړلى دى. څرنګه چې په افغانستان كې پښتون لـه
ټولو
نه لوى قوم دى، د ملي ټولنې هويت بايد چې افغان وي، پر دې اساس، كه لـه اول نه
د
افغانستان سياسي انكشاف د نورو ډېرو هيوادو د سياسي انكشاف مسير تعقيب كړى واى،
پښتو بايد د افغان يوازينۍ رسمي او ملي ژبه واى او اوس بايد پښتو د افغانستان د
ټولو اوسېدونكو د تفاهم وسيلـه واى. خو په افغانستان كې سياسي انكشاف لـه
نورمال
مسير نه اوښتى دى او سره لـه دې چې د پښتنو نفوس په سلو كې تر پنځه پنځوسو زيات
دى.
ګڼ شمېر اقليتونه د پښتو پر ځاى
فارسي
زده كړې او موږ بايد دغه واقعيت د ملي ټولنې په
جوړولو كې په نظر كې ونيسو. پر دې اساس، ښه به دا وي چې پښتو او
فارسي
دواړې رسمي ژبې
وي؛ خوسياسي عدالت، تاريخي واقعيت او په هېواد كې د پښتنو اكثريت دا حكم كوي چې
پښتو دې د افغانستان ملي ژبه هم وي. په دې ارتباط زمونږ موقف د هېواد د 1964 م
كال
اساسي قانون ته چې د مشروطې پاچاهۍ په لسيزه كي حاكم و ورته دى. د 1964م كال
اساسي
قانون پښتو او
فارسي
د هېواد د رسمي ژبو او پښتو د هېواد د ملي ژبې په صفت پېژندلې.
خو د اساسي قانون دغه حُكم ښه تطبيق نه شو او په رسمي چارو كې حتي د پښتنو په
منطقو كې هم يوازې
فارسي
مروجه وه. دغه حالت سر بېره پر دې چې د ملي هويت لـه تعميم
سره مرسته نه كولـه، پر پښتو ظلم و او پښتنو ته د منلو وړ نه و .
ژبه د ملي هويت په تعين كې لوى نقش لري. كه د افغانستان تاريخ او د
پښتنو شمېر په نظر كې ونيسو، لـه پښتو پرته بلـه ژبه نه شي كولاى چي په
افغانستان
كې ملي حيثيت تر لاسه كړي. د پښتو د ملي حيثيت مخالفين تر اوسه په دې نه دي
قادر
شوي چې د پښتو په مقابل كې دليل وړاندي كړي. كه هدف متحد افغانستان او د ملي
ټولنې
جوړول وي. بايد پښتو د ملي ژبې په صفت ومنل شي او د تعميم ملا تړ يې وشي
.
خو سره
لـه دې چې ژبه د ملي هويت په تعين
كې د ملي ټولنې په جوړېدو كې په عمل او تيوري كې
لوى رول لري، د افغانستان ځينې روښان
فكران او سياسي ډلې د پښتو لـه تعميم سره حساسيت
لري. په دوى كې حتى ځينې د بې علمۍ په وجه او يا د پارونې په مقصد پر هغو كسانو
باندې د فاشستۍ تور لګوي چې پښتو ته په ملي حيثيت قايل دي او پر تعميم باندې يې
ټينګار كوي. كه د ملي ژبې ټاكنه او د هغې تعميم فاشستي حركت وي نو لـه سويس او
كوم
بل مملكت نه پرته به پر ټولـه دنيا باندې فاشيزم مسلط وي، ځكه چې د نړۍ
دهېوادونو
لوى اكثريت رسمي او ملي ژبې لري. د هېواد ملي او رسمي ژبه زياتره يوه وي خو په
ځينو
هېوادو كې لـه يوې ژبې نه زياتې ژبې رسمي دي. د
ملي ژبې تعين او تعميم په ډېرو هېوادو كې مروج دى. زموږ په منطقه كې هم ټول
دولتونه
ملي ژبې لري. د مثال په ډول، په اېران كې
يوازې فارسي ملي او رسمي ژبه ده؛ په تركيه
كې يوازې تركي ملي او رسمي ژبه ده، په ټولو عربي هېوادونو كې يوازې عربي ملي
اورسمي
ژبه ده، په تاجكستان كې يوازې تاجكي ملي او رسمي ژبه ده؛ په ازبكستان كې يوازې
ازبكي ملي او رسمي ژبه ده، په پاكستان كې يوازې اردو ملي او رسمي ژبه ده، او په
هند
كې لااقل په تيوري كې هندي ژبه ملي ژبه ده. كه د پښتو پر تعميم ټينګار د فاشستۍ
دليل وي نو پر دغه اساس دغه پورته ذكر شوي دولتونه هم بايد فاشستي خاصيت ولري.
اما
دا علمي حكم نه بلكې د پښتو د مخالفينو پرتې دي .
د
ملي هويت تعين او تعميم يوه
داسې اساسي موضوع ده چې بې لـه هغې نه د ملي ټولنې جوړول ډېر ګران دي. همدا
رنګه تر
څو پورې چې ملي هويت تعميم نه شي، د هېواد د بېلو بېلو قومونو ملتپالانو تر
منځه
اتحاد هم ګران دى. هر كله چې د ملي هويت مشكل رفع شو، بيا د افغانستان د ټولو
قومونو ملتپالان په يوه سياسي سنګر كې د اسلام، استقلال، ديموكراسۍ، د افرادو
حقوق،
پرمختـګ، د هوسايۍ ژوند او د يوې مدني ټولنې لپاره په ګډه مبارزه كولاى شي. په
افغانستان كې همدا اوس د ملتپالانو د بې اتفاقۍ يو لوى عامل د ملي هويت او ملي
ژبې
د
تعميم مسئله ده .
د
ملي هويت په تعين كې د ژبې موضوع ډېر اهميت لري .د ملي هويت روزنه د ملي ژبې پر
تعميم سربېره د واحد ملي كلتور ودې
ته هم ضرورت لري. خو كله چې د ملي ژبې موضوع حل شي، په هېواد كې اقتصادي فعاليت
د
هېواد بېلې بېلې برخې سره ونښلوي، معارف وده وكړي، او د ټولنيزو اړيكو وسايل
(mass media)
عموميت پيدا كړي، د ملي كلتور وده ډېره چټكيږي .
د
ملي ټولنې د جوړولو
دويم غټ اساس د هېواد د وګړو تر مينځ قانوني مساوات دى، كه يوه ټولنه لـه قومي
او
دينـي لحاظـه متجانسه هم وي تر څو پورې چې د دغې ټولنې وګړو ته مساوي حقوق ورنه
كړل
شي هلته ملي ټولنه نه شي جوړېداى .قانوني مساوات كه
څه هم د ملي ټولنې د جوړېدو عمده اساس دى. تر څو پورې چې پر ملي هويت باندې
موافقه
نه وي حاصله شوې، قانوني مساوات نه شي كولاى چې د ملي ټولنې د جوړېدو پروسه پر
مخ
بوزي. په ځينو غير متجانسو ټولنو كې چې د ملي هويت موضوع نه وي حل شوې،
ډيموكراسي،
چې د قانوني مساوات اعلي شكل دى، حتى سياسي ناكراري منځته راوړي او د ملي ټولنې
د
جوړېدو مشكل نور هم قويكوي
.
پر دې اساس، د ملي ټولنې پر هويت باندې موافقه او د
ملي هويت تعميم د ملي ټولنې د جوړېدو او سياسي انكشاف لپاره لومړي ضروري شرايط
دي
.
لكه څنګه چې يادونه وشوه په ملي ټولنه كې دا هم ضرور وي چې د
ټولنې ټول وګړي د مساوي حقوقو او وجايبو خاوندان وي كه د كوم قوم، ژبې او يا
كومې
منطقې خلكو ته قانوني او يا بالفعله امتيازات وركړل شي او د نورو قومونو لـه
خلكو
سره د تبعيض سلوك وشي دغه حالت د ملي ټولنې لـه جوړېدو سره مرسته نه كوي .
د
افغانستان ټول هغه اوسېدونكي چې د دولت او ټولنې افغاني هويت ومني او د هېواد
په
رسمي او ملي ژبو باندې و غږيږي كولاى شي چې لـه ولسوالۍ نه نيولې ان تر جمهوري
رياست پورې مقامونه يا د لياقت او يا د خلكو د رايو لـه لارې تر لاسه كړي،
سياسي،
اجتماعي او اقتصادي امتيازات بايد هيڅ قوم ته منحصر نه وي او د هېواد ټول افراد
د
هېواد لـه امكاناتو نه د استفادې مساوي چانس ولري. د ملي هويت د تعميم تر څنګه،
قانوني او بالفعله مساوات د ملي ټولنې د جوړولو لپاره مهم دي .
ملي وحدت يو عالي هدف دى، خو د ملي وحدت
ټينګېدل تر هر څه وړاندې د ملي هويت تعين او تعميم ته ضرورت لري . دغه ډول
ملتپالان
يـا د ملي هويت د تعين او تعميم په اهميت نه پوهيږي او يا نه غواړي چې د دې
مهمې
موضوع په هكله دريځ غوره كړي ځينې نور تش په نامه ملتپالان د وطن پالنې او ملي
دولت... تر منځه فرق نه شي كولاى. دوى ټينګار كوي چې يوازې د وطن مينه
(Patriotism)
كفايت كوي چې خلك ورباندې راټول شي او ملي وحدت تر لاسه شي. خو دوى په دې نه
پوهيږي
چې لـه سويس نه ممكن په بل هيڅ هېواد كې يوازې د وطن پالنې په احساس ملي ټولنه
نه
وي جوړه شوې، وطن پالنه د ملت پالنې يو اساسي ركن دى، اما يوازې په وطن پالنه
ملي
ټولنه نه جوړيږي .
لنډه
دا چې د ملي
ټولنې جوړېدل دوې غټـې ستنې غواړې: پر ملي هويت باندې موافقه او د هغه تعميم،
او د
هېواد د ټولو وګړو لپاره په عمل او نظر كې قانوني مساوات. د قانوني مساوات په
هكله
د
افغانانو تر منځه كوم كلك اختلاف نه شته، لـه نزاع نه ډكه موضوع د ملي هويت او
د ژبو موضوع ده .
هر كله چې د پښتو د
تعميم غوښتنه كيږي، ځينې خلك دغې غوښتنې ته فاشستي غوښتنه وايي .
دوى هغه كسان چې د ژبو د سياسي اهميت په هكلـه
غږيږي په فاشستانو تورنوي او غواړي چې د ملي هويت د تعين په مسئلـه كې د ژبې
اهميت
نفې كړي . دغه سلوك نه يوازې
دا چې د ناپوهۍ ښكارندوى دى، بلكې د هېواد د سياسي تكامل په مخ كې د يو لوى
مشكل
حلول ځنډوي . ځينې افغاني شخصيتونه په دې نظر دي چې د ملي هويت او ژبو موضوع
لـه
نفاقه ډكه موضوع ده او بايد لااقل اوس ورباندې خبرې ونه شي. مشكل كه سياسي وي،
كه
اجتماعي او كه شخصي په سكوت او موقف نه نيولو نه حل كيږي . غټـې خبرې غټ تصاميم
غواړي. هغه اشخاص او هغه ټولنې چې لـه غټو تصاميمو نه ډډه كوي پر مخ نه شي
تللاى..
په دې برخه كې بايد لـه مانا او صداقت نه ډك بحث وشي . دغه فكر چې په افغانستان
كې
دې پښتو او فارسي رسمي ژبې وي خو پښتو دي ملي ژبه هم وي هم عادلانه دى او هم
لـه
تاريخي او هم د خلكو د شمېر لـه واقعيتونو سره سم دى . پر دغه ټكي باندې موافقه
د
ملي او ډيموكراتو قواوو د اتحاد او ملي ټولنې د جوړېدو لپاره مهمه ده. هيله ده
چې
سياسي ډلې او سياسي ليكوالان په پوره مسوْليت په دې برخه كې ښكاره او علمي بحث
وكړي
او هسې د كاذب او موْقتي محبوبيت لپاره بې مانا طرحې وړاندې نه كړي .
انجنير شير ساپي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱
ـ افغان ملت خپرونکي اورګان ،
۹۶ــــ
۹۷
مه پرله پسي ګڼه ،
۱۳۷۹
لمريز کال دمرغومي د مياشتې شلمه
۲
ـ افغان ملت خپرونکي اورګان ،
۶۶
او ۶۷
مه پرله پسي ګڼه ،
۱۳۷۶ |