کانديداي اکادميسين سيستاني

د نامتو اديب اوڅيړونکي ښا غلي معصوم هوتک پرنوي کتاب

(پرمعياري ژبه د معيارپه ژبه يوه څيړنه)

يو  ځغلنده نظر

نن( ۸/ ۵/ ۲۰۰۷)، دهوتک صاحب يو نوي کتاب د"پرمعياري ژبه د معيار په ژبه يوه څيړنه" تر نامه لاندي ماته  راورسيد.کتاب  په ۱۸۴ مخونوکي سږ کال له چاپه راوتلي دي ،کله چي مي عنوانو ته نظر  ورواچاوه، هر يويې تر دا بل ډېر مهم او په زړه پوري  راته و بريښيد، نو څکه  مې دپنخو يا شپږو ساعتونو په ترڅ کي  ټول کتاب ولوست .

کتاب  پرمعياري ژبه ،يوه دقيقه او مستنده څيړنيزه کره کتنه ده، دومره دلچسپ  او په زړه پوري مطالب پکښې راټول سوي  او تر تحليل او تجزېې لاندي نيول سوي دي چي  هر لوستونکى او هرليکوال ته ضروردي چي دغه کتاب  يواري ولولي اوخپلې هغې  تيروتنې چې تر اوسه ځيني سوي وي، اصلاح کاندي . په دي کتاب کي  دسمې ليکنې او ناسمې ليکې نمونې، او په معياري  او نا معياري ژبې تر نامه لاندي تير وتنوډيرې  بيلگې راټولي سوي دي چې پوهيدل يي هر ليکوال ته دي بيخي ضروري بريښي .

  زه نه غواړم په دي ځاي کي دا مهم اوابتکاري  کتاب په مکمل ډول درمعرفي کړم،مگر د دې دپارهچې تاسي پوه سي چي داکتاب پر کومو موضوع گانو باندي بحث کوي،د کتاب مهمو عنوانونومونه دلته ليکم :

ژبه،

 مفاهمه،

 د ژبي تاريخي څيړنه،

 لهجه څه ته وائي،

معياري ژبه  څه ته وائي؟

دژبي دمعياري کولواړتيا او وړتيا،

د پښتو ژبي دمعياري کولوهڅې څه وخت پيل سوي؟،

 دمعياري ليکني پر هڅوباندي دنيولوگيزم هښمه،

 د نوو جوړو سوو لغتونو دتلفظ ستونزه،

پښتو دسوچه توب پر پيچومو،

پښتو نيولوگيزم ژبني اړتيا ده که سياسي تقليد؟،

نظر معيار، عمل گډودي،

 د(په) او (پر) گډودي،

 التباس ته نه پاملرنه،

آيا دمعياريت هڅه بري ته رسيدلي ده؟،

 دمعياري ژبي عاميانه درک او لهجو ته په سپکه  سترگه کتل،

د کره ليکني پښتو داوسني هڅې دنه تطبيق اودهغې سره دمخالفت عوامل څه دي؟،

څه بايد وسي؟

او يو لړ مهمي ضميمي.لکه :

:په" پشتو"يي وکاږم که "پر پشتو"؟

تکي په تکي ژباړي تلفظي بيخوندي،

دمتروکه او ارکاييکو لغتونو په ژوندي کولوکي دعلامه رشاد هڅي،

پرپښتوکره ليکنه باندي دنيولوجيزم سيوري.

دا يوه مي لا واوري، نور نوستاسي خوشه،

دلته زه غواړم يوازي د نيولوجيزم مفهوم، ددي مهم کتاب په حواله ،توضيح کړم . هوتک صاحب د معياري ليکني پرهڅوباندي دنيولوجيزم(يا نيولوگيزم) په ارتباط داسي ليکي : "د طب دعقلي وعصبي ناروغيو په څانگه کي( سايکياتري psychiatry) کي دنيولوگيزم اصطلاح بل راز معنا لري او دهغه وخت کارېږي چي يو ناروغ داسي کلمات ترخولي راوباسي چي له ده پرته يي بل څوک په معنا نه پوهيږي. په کوچنيانو کي دغه راز پيښه غير عادي نه ده خو په لويانوکي دغه راز کلمات ترخولي را ايستل دافکارو د بي نظمي يوه نخښه ده چي دشيزوفرينيschizophrenia په شان دعقلي او دماغي ناروغي نمايندگي کوي .

دنيولوگيزکلمات ترخولي را ايستل کله کله دماغزو دستروک strokeد انسان سرته دصدمي رسيدلو له ايسته هم پيښږي. په دغه وخت کي ناروغ ژبه گنگوړه سي او نا مفهومه کلمات ترخولي راباسي چي په سايکياتري کي ورته "نيولوگيزمونه" وايي.

په الهياتو کي هري نوي نظريي ته په نسبي توگه دنيولوگيزم په سترگه ورته کتل کيږي او نيولوگيست دعقايدو دسيستم په برخه کي نوښتگر سري وي چي دمذهبي موسساتو او دوديز  روحانيونو په نظر بيا زياتره مرتد او ورانکار گنل کيږي.(وگ: نيولوگيزم- ويکي پيديادايرة المعارف- دانترنت په حواله)

هوتک صاحب ادامه ورکوي او وائي :«که دژبو جوړښت جريان ته په ځير وکتل سي نو هرلغت په يو وخت نيولوگيزم و. هغه لغت چي دټولني له خوا منل سوي دي، نورنود نيولوگيزم له حالته وتلي او دژبي زيرمه گرزيدلې ده. دنيولوگيزمنو رواجېدل زيادتره دخبري او اطلاعاتي رسنيوMedia پرلاس سرته رسيږي... دنيولوگيزمونو په راوجولوکي له سمتي دلچسپيو، لهجوي لوړتياغوښتنو اوسياسي تمايلاتو څخه کار واخيستل سي،پخپل مقابل کي يي مخالفتونه رازېږي. مگر که ديوه سالم جريان په توگه تطبيق سي، په ژبه کي يي دپاته کيدلو او منلو چانس دير سته. خو دا حقيقت موبايد تل په پام کي نيولي وي چي له نيولوگيزمونو سره موافقت او مخالفت دواړه  له ژبي سره دخواخوږي په انگيزه کيږي . که له هغه څخه يوه سياسي  اوسمتي موضوع جوړه سوه، تر گټه يي تاوان سل واره زياتېږي.»(۵۶- ۵۸ مخونه)

هوتک صاحب په بل خايي کي د ښاغلي نجيب منلي دخولي څخه داسي مثال راوړي :« دښاغلي نجيب منلي لا، چي له خپل گړدود پرته يي له نوروسره جوړه نه ده، هم له نيولوگيزم سره ورانه ده. دي ليکي: «زه چي نژدي ټول عمر مي د کتاب سره تيرکړي، دري څلور پردي ژبي مي زده کړي اوخان دپښتو دتاريخ او ادب له پيژندني هم بي برخي نه گڼم، که دگوربت مجلي يوه گڼه راواخلم او داستاد صميم مرکه يا داستاد زيار ليکنه لولم نو په نيمايي  يي هم نه پوهيږم او حيران شم چي داخبري دچا لپاره دي؟ ښاغلي نجيب منلي د نوو لغاتو جوړول د ژبي پرمختگ بولي خو زياتوي چي "... په وچ زور د هغو پور شويوټکوپښتو کول چي ژبي  دپيړيو او لسيزو په اوږدو کي خپل کړي دي د ژبي لپاره به گټوري وي يا به نه وي، خود ژبي د ويونکوسره ظلم دي . دفرمان په زور نه چاته کور، ډوډۍ، کالي رسېږي، نه څوک جنتي کېږي او نه ژبه کره کېږي، هر تحريک چي دفرمان او وچ زور له لاري دتاريخ يون بدلوي له ناکامي سره مخ کېږي، افغان ولس ته خو تاريخ دا هم ورزده کړه چي دا ډول ماجرا گاني ډيري سختي تاواني دي . په زوردپښتوکره کول ماته دپښتني فرهنگ جرړي ايستل ښکاري ... نو ديوعادي پښتو ويونکي په حيث هغو درنو مشرانو ته چي دنيولوجيزمونو په لارکي بي شانه ستونزي گالي په ډېره عاجزي سوال کوم چي خپله انرژي او زموږ دزده کړي وخت په داسي بي ضرورته سوغاتونو،ونه لگوي . تشريحي او اتمولوژيکي قاموسونه دي راته جوړکړي چي دخپل ولس  دخبرو ژبه  په ښه  شان زده کړو.

دي ( منلي صاحب) ځوان ليکوال او فرهنگپال«دکره پښتو محتسبانو په مقابل کي » مقاومت ته رابولي او وائي چي :« خپله پوهه او قلم دپښتو خدمت  ته وقف کړي . په کره پښتو ليکل زموږ هيڅ درد نه رادواکوي خودپښتو په ژبه چي څومره دپښتولپاره ليکني ډيريږي، هغومره به پري پښتوکره کېږ ي.» (۶۹مخ)

مرحوم علامه حبيبي دکندهارد ښار په لمن کي ديوپښتون په کوراو غيږکي  پيدا او لوي سوي دي، په پښتويي ليکنه کول او ددي ژبي د انکشاف او پرمختگ دپاره خورا هڅي کړي دي.اوزيات کتابونه په دي ژبه کښلي دي. . نوموړي پوهانددپښتو اوسني نثر باندي خپل  نظر داسي څرگندوي: «دپښتونثر چي اوس په مطبوعاتوکي ليدل کيږي يا له راديواورويدل کيږي د نورو ژبو تر اثر لاندي يو کرغيړن نثر دي چي بايد تصحيح او دپوهيدلووړسي. دژبي  بنه او د ادا ډول او قواعدپکښي کوترم نسي... په هر صورت اوسني نثر چي کمي خواته روان دي دعلمي ټولنو دتوجه وړدي . زه پردي بيريږم چي سبا به دليکوالو او عامه خلکو پشتو دوني سره ليري سوي وي چي يو د بله به نه سره پوهيږي... ځيني خلک په ښه نيت دپښتو دسوچه کيدو ته اړم سوي دي له ځانه کلمات جوړوي او پښتويي ورننباسي چي نور خلک نه په پوهيږي . دژبي دغسي سوچه کول که په ښه نيت وي هم دگټي پرځاي تاوان لري. او يوه نامفهومه دپيريانانوژبه ځني جوړوي. دا کار ديوه سړي نه دي. شايي چي دپښتو ژبي يوگڼ دپوهانو انجمن داکار وکي او هغه هم په داسي وخت کي چي ژبي عمومي  څيړنه او پلټنه سوي  وي او هغه کلمي چي په ژبه کي موندلي نسي بيا وضع سي- دژبي دسوچه کولو فکرلږ څه افراطي هم ښکاري ځکه چي پرکُري مخکه داسي ژبه نسته چي دنورو ژبو له کلماتو څخه کورټ سوچه وي.

تاسو پريژدي چي دپښتونثر د گردو دخيلو کلماتو سره  ددي وړ سي چي علمي او فکري او ادبي او گران او پيچلي مفاهيم اداکي چي علمي او فکري پانگه يي ديره سوه او دا خوار بشرکي يي لژ څه غټ او ټکړه سو بيا هغه هرڅه چي وغواړي زغم به يي ولري ، مگر اوس شيدو رودونکي کوچني ته دغټ سړي خواړه مه ورکوي چي سبا به يي په چاره پوري اريان يو.»(پرمعياري ژبه ...۱۷۲ - ۱۷۳مخ ) له پورتني اقتباس څخه وروسته هوتک صحب  ديو بل ژبپوه خبره داسي رانقلوي:«دژبي يو بل ماهردوکتور،د زړو يا مړوکلماتو پښتوکونه او نوولغاتو جوړونه يوراز ساري او حياتي مبتلايي  گنلي ده. او زياتوي چي د دغي ساري ناروغي په مقابل کي «اومه ځوانان لکه متعلمين او محصلين معافيت نلري، اوژر په مبتلا کيږي.» (۱۷۳مخ)

په همدي ارتباط هوتک صاحب خپلي ليکني ته  داسي ادامه ورکوي:« اوس له بده مرغه دا ساري ناروغي عامه سوې  او افراطي سوې ده اوتردې اندازي عامه سوي ده چي پخپله پوهاندزيار صاحب هم په  مشکل ورسره اخته دي او وايي چي زه يوازي دخپلو جوړوسوو لغاتو مسئوليت اخلم، نور په ما اړه نلري . تردي پخوايي ويلي وه چي " له بدمرغه وروسته په دي برخه کي دخينو خلکو بيسروبوله جوړوني ددي سبب  شوي چي زموږ ژبني تولني  دا لړي گرد سره پر ېږ دي..."

خوزه (هوتک)  وايم  د دي بي مسئوليتي مسئوليت به دهغه چا پر غاړه وي چي له مکررو خبرداريو او سپارښتنو سره سره  يي دلغات جوړولو دکارخانو دتاسيس لارخلاصه کړه. داپنډل چي هرچا مات کړي دي، له پښتو سره يي په رښتيا جفا کړې ده او دپوښتني مستحق دي!" پښتو ژبه زمو ږ دمتخصصينو له لاسه ريشخندکيږي . دعوامو ژبه که دماهرانو په لاس ورانه نه سي، پخپل تدريجي پرمختگ سره خورا سم تکاملي سير تعقيبوي . زه دپوهاندزيارصاحب داخبره منم چي دمعيار په ټاکلو اوسمبالولوکي دپوهانو رول ډېرستر دي. خبره دپوهانوپر رول نه ده، خبره دپوهانو پر بي وخته  لاسوهنه ده. خبره پرهغه ټاکلې او مشخصه  زمينه باندي ده چي دمعيار په منخ ته راتگ کي حتمي او لازمي گنله کېږ ي . پوهاندزيار صاحب د ارواښادپوهانددکتور الهام هغه خبره يادوي چي دوي ته يي دپښتوژبي دکره ليکنې دتاريخي زمينې ( سرمايه داري نظام) په برخه کي کړي وه، خوخپل هغه دلايل نه راوړي، چي ولي يي نو دالهام مرحوم پردغه اصولي مشوره باندي غوږ نه و نيولي؟ پرمشخص تاريخي زمينې سربيره، دژبي دمعيار منخ ته راتگ دهغې دويونکو لازمه تکاملي سطحه غواړي، دليک لوست( سواد) تعميم غواړي، دتعليم رواج غواړي او په خلکوکي دمدنيت اومدني ژوند غزيده غواړي . يوقوم چي په نس موړ نه وي، په تن پت نه وي، مکتب او تعليم ورته مهيا نه وي، صحت ونه لري، څلورلسيزي يي په جنگ کي تيرې کړي وي او اوس لاهم په جگړه کي ولاړ وي، هيواد نه يې دفنا او بقا سوال مطرح وي، خو څوک ورته دژبې دمعيار جوړولو اوښ لاهم چوکوي او هغه هم د(س) او (ش) په تعريف. داکار نه څوک پرعلم برابرولاي سې اونه يي دعملي کيدو چانس سته .»(۶۹- ۷- مخونه)

استاد هوتک د پښتومعياري کول  اوسني خوځښت  د (س)پرځاي د (ش) کارول ،دملنډي وړ بولي ،گوته ورته نيسي اوليکي :«  د معياري ژبي دا اوسني خوځښت هم له څو گوتو په شمار محدود او معدودو منلو ليکوالو پرته نوردخالي ذهنو پښتومينو زلميانو پر اوږو بار سو او په پرمخ بيولو کي يي له هر راز ماکياوليستي لاروچاروڅخه کار واخستل سو او اخيستل کيږي . د دغو زلميانومعصومو مغزونه دمعيار محک داسي تلقين سوي و، چي که چا دپښتو افعال( سو، سي،...) په (شو، شي،...)" وکښل، گويا معياري پښتويي وليکله . څرنگه چي په دغه اوسني دچا خبره کره پښتو کي شين سالاري واکمنه ده، ځکه يي نو دمعيار په نامه منلې ده او نوريې په گټه او تاوان کي رئ نه دي وهلي . کنه زما يقين دي چي همدا زلمي له دغي نوي  راټوکيدونکي پښتو سره د ان دپاسه مشکلات لري خو پر خوله يي نه راوړي.» ( ۱۳۵ مخ)

مؤلف خپلي خبرې  دمعياري ژبي  په باره کې داسي رالنډوي او ليکي:«يوه ژبه چې نه د دولت په سطحه قانوني ملاتړ ولري او نه دملت  په سطحه کې دسواد پياوړې سابقه ولري او ترهمدانن ورځې پوري يې لا دالفبي دبشپړ تابه هڅې ته اړتيا په اوليتو کي راځي نو پر هغې باندي د نورو ژبو په تقليد دمعياريت جريان ازمويل او په دي ډول يي له خپلو ويونکوڅخه پردي کول به له ظلمه پرته بل څه وي. زه نه پوهيږم چي دمعياريت کي ډوب ليکوال ددغه واقعيت په ليدلواو کتلو کي ولي ړانده دي، چي دوي په دغه نوي ژبه باندي د دوي خپل پښتانه باسواده پوهنتون ليدلي او ليسانسه ورونه نه پوهيږي .»( ۱۳۷ مخ)

دهوتک صاحب  په تائيد، په دي ورستيو کي د ډاکتر زيزکيار يوکتاب (دنوي سياست الجبره) زما لاس ته راغي ،په  دغه دمحتوا څخه ډک اثرکې، داسي لغتونه کارول سوي دي چي  زه مجبورسوم خپلو پښتنو دوستانوته په هالند کي دپوهنتون يواستاد ته، او  بيا امريکي ته ديو مجلي چلونکي ته  اوپه سويدن کي  يو تکړه ليکوال ته  تليفون وکړم او ددغه لغتونود معنا پوښتنه  ځيني وکړم ، خو يوه هم ونکړاي سوه چي ددې لغاتو معنا راته ووايي . د نوموړي کتاب په يوه مقاله کي دغه  لغتونه په سترگوکيږي : پډاوې، بډېره، چورليز،  نښېر، چيچونکي توغندي، بخولې، ټول ټال، زېېز، او داسي نور.

داستاد هوتک دليکني سبک زما ډيري خوښيږي او کله چي زه د دوي کوم مطلب لولم، گومان کوم چي دمرحوم علامه رشاد يا مرحوم علامه حبيبي سره خبري کوم يا دهغوي خبرو ته مي غوږ نيولي دي .  اصلاً د کندهاريانو ژبه يوه خوږه ژبه ده اودلوستي اوزدکړي دپاره هم ډيره اسانه ژبه بلل کيږي .  ښايي علت يي  په دي کي وي چي کندهار پخپله د يوې مودې دپاره دافغانستان  پلازمين(پايتخت)  و، اودافغانستان دسياسي ، اقتصادي  او فرهنگي مرکز بلل کيده،په دې مرکز کي دافغانستان  دټولوقومونومربوط خلکوسره ليدني  کتني او را کړي ورکړي کولې .داپه داسي حالي کي وچي  دفارس  صفوي حکومت زيات وکم  سل کاله پردې مرکزخپل سياسي  تسلط ساتلي و، اوخامخا دفارسي ژبي اوکلتورسره په مستقيمه رابطه کي  ډير شيان د فارسيانوڅخه پښتواخيستي او ډير شيان  يې فارسيانو ته ورکړي دي .ځکه نو دکندهاريانو ژبه  دفارسي ژبي څخه متاثره سوې  ده .

په کلي ډول ويلاي سم چي دغه کتاب، يو څيړنيز -علمي  عکس العمل دي دهغوکره پشتو لارويانوپه مقابل کي چي د افغانستان دلويديزي سيمي  پښتانه ژبې ته په سپکه سترگه  کتلي دي  اوهغه يې ديوې بي اهميته لهجي  په نوم د کره ليکني دمحاسبي څخه ايسته غورځولي دي.  پر معياريت باندي  دمولف دڅيړنو  تمرکز او دنيولوگيزم دناروغي باندي  ډير ه توجه اړول ،هغه دوه  مرکزي مهم بحثونه  دي چي د دي کتاب دملا تير جوړوي  . ددي کتاب لوستل او درلودل ټولو پښتنوته سپارښتنه کوم.

زه مؤلف ته د دي نوي او ابتکاري څيړنيز اثر په خاطر مبارکي وايم اوددوي لخوا د داسي  نوروښوونيز و آثاروليکلوهيله مند يم .

سيستاني سويدن ، دگوتنبرگ ښار ۹/ ۵ /۲۰۰۷ 

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM