|
دامريکي مخ په ډوبيدواوپه ورکيدو امپرطوري !
دانټرنيټ دفارسي منابعوڅخه
ژبارونکي : عزيزاحمد خوارمل
دڅيړنو اوشننوڅخه ښکاري چې دامريکي دمتحده ي الاتوامپراطوری دډوبيدواودله
منځه تلوپه حال کې دي او په دي نږدي راتلونکي کې به دغه امر راڅرګنده شي ،ځکه
داسيا يی هيوادونوورځ ترورځه پرمختګ اوبدلونونه په بيلابيلو برخوکښې ددي
ښکارندوي دي چې داسيايی هیوادونوله ډلی نه خصوصآ دچین اوهندوستان دهيوادونومطرح
کيد ل په نړيواله کچه ديوستررقيب اوځواک په توګه ډير دپخوانه پيل شوي دي .
په ډير ځيرسره دچين اوهنددهيوادونوګړندي ترقي اوپرمختګونه په مختلفوبرخوکښي
اودهغه جملي نه په اقتصادي برخوکښي اودامريکي دهيواددپرمختګ پڅوالي ،سستوالي
اووروسته پاته کيدل يې ښه مثال دي ،له همدي کبله هيڅ دشک اوترديدته ځای نسته چې
داهيوادونه (چين اوهند) په راتلوونکي لسيزه کښې دنړيوال ځواک په توګه رامنځته
شي .
دامريکي دمتحده ايالاتو يوشميرليکوونکي ددي موضوع په هکله يې ليکني کړي دي
دمثال په توګه "جيم هوگلند" په دي اړه يې داهسي ليکلي دي .
په اوس مهال کې دنړيوال ځواک دترازوپله داسيا دځواکمن کيدوپرلوردبدلون په حال
کې دي .
له همدي کبله اسيا به په يوويشتمه (۲۱)
مه پيړي کې پرنړي باندي واکداره شي،هم هغسي چې مخکې دامريکي متحده يلات اواروپا
پرنړي باندي ځواکمنان وو.
دهوګلنددويلوپربنسټ دچين اودهنددهيوادونو پراخه اوپه لوړه کچه پرمختګونه اوپه
اقتصادي چاروکي پرمخ تلل دچين هيواديې دنړي ديوسترصنعتي هيوادپه توګه راڅرګنده
کړي دي چې همدااوس ديو تاريخی پرمختګ کوونکی ځواکمن او دنړی دلارښود په څیر
عملآ راپيل شوي دي .
ددي بل مثال څخه هم داهسي راڅرګنديږي چې دهندد"متال استيل " دشرکت خاوندچې
يوهندي مليارد ډردي او"لاکشمي" نوميږي اودغه کمپني دهالنددروتردام په ښارکي
موقعيت لري،تيرکال يې داروپاد"ارسيلور" کمپني چې
داروپادخوارستروکمپنيواوشرکتونوڅخه دي او په نړيواله کچه داوسپني
ديوسترتوليدکوونکي کمپني له جملي څخه شميرل کيږي،د
(۳۲)-دوديرشومليارډوامريکايې
دالرو په بيعه ّ ددي کمپني په سلوکښي د۳۴%څلورديرش
فيصده برخودرانيولو وړانديزي يې وکړ،ده د(متال استيل )دارسيلورپه رانيولو سره
ددي موخي دلاسته راوستلو په خاطرچې دنړي لس فيصده-
۱۰%فولادتوليدکړي
اوځان دنړي دفولادويوسترتوليدکوونکي اونامتوشخص وپيژني ،دي کارته ادامه ورکوي
.له دي کبله دمتال استيل دشرکت دغه پيل چې دارسيلورکمپني يې رانيول نوپه اروپا
اواسيا کې دهغه دواک اوځواک درامنځته کيدوسبب شو .
همدارنګه دمتال استيل کمپني زيارويست چې داروپاي وشميربي واکه اوضعيفه شرکتونه
اوکمپني او دنړي دنوروسيمو همدغسي شانته شرکتونه اوکمپني رانيسي اودهغو دنوي
جوړه وني اوبيارغاوني کارته پراختياورکړي چې دغه کړني دجرمني د"تيسن گروپ"
دفولادجوړه ولودشرکت په مرستي سره هم ترسره شو. امريکايی ليکوونکي جيم هوگلندپه
اشاري سره،داقتصادي جګړي په هکله دنړي دپخواني واکدارانواواوسني رامنځته سوي
اودرامنځته کيدوپه حال کي واکدارانوترمنځ چې غواړي په راتلوونکي کې واکمن دي
پاته شي اودځواکمن کيدودلاس ته راوړلودپاره هڅي کوي اوهمدارنګه دجګړي دپديدي
اودنظامي واکمني په هکله چې دهرهيوادپه سياست کې مهم اوپړيکړنده ګڼل کيږي
اوزيار باسي
ترڅوچې
دنړي دهيوادونوپه منځ کې ټاکلي ځای ولری،ده په دی هکله داهسی وليکل
:دامريکي متحده ايالاتوهڅه يې وکړ اووکولای شوای
چې دشمالی اتلانتيک (ناتو) اروپاي غړی په لتونی کې په
۲۰۰۶
م کال دنوامبرپه مياشتي کښې د ((ريګا)) په کنفرانس کې سره
راغونډ کړي .اوداسترليا،جاپان اوسويلي کوريا دهيوادونوڅخه يې هم ودي نظامي
پيمان ته دراګډيدواو ديوځای کیدوبلنه وشول .
دهندهيواداويوشميرنوراسيايي هيوادونه به هم په راتلوونکي کې دغسي وضعيت به
پيداکړي .دمتحده ايالاتوسره دا سوچ شته چې دنړيوال ګړندي پرمختګ په سيوري کښي
چې دامريکي دائتلاف دباندي دنويو واکدارانوپه ګته درامنځته کيدوپه حال کې دي
دواشينګتن پخواني ائتلافونه چې ديوشمير هيوادونوسره جوړشوي وه دنړي دنوي
واکدارانوپه راتګ سره بي ګټي وي اودغه پرمختګونه به پخواني ائتلافونه دګواښ سره
مخامخ کوي،دغه نوي واکداران به هڅه اوزيارباسي ترڅوداقتصادي نړيوالو فعاليتونود
پراختياله لاري خپل واکداري پرنړي باندي دخپلوګټودپاره رامنځته کړي .
داپه داهسي وخت کښي دي چې يوشميرليکوونکي په دي باور دي چې دامريکي دپرمختګ
ارقام اوشمير په مختلفواقتصادي برخوکې ددي هيواددپخوانيو کړنوسره په مقايسه کښي
اوهمدارنګ دنويواقتصادي ځواکونودلاسته راوړنوسره په مقاسيه کښي مبالغه آميزه دي
.
ددغه مبالغه آميزوارقامواوشيمرنوله جملي څخه کولای شو چې د"ديويد بروکس و
ليکنواومقالي ته چې په دي هکله يې ليکل دي اشاره وکړو،ده ددي موضوع پربنسټ
"په هرالد تريبيون " کې وليکل :
امريکائيان همدارنګه دکاردتایم اوکاری ساعتونواو وخت له کبله دنړی
دفعالوکسانوڅخه شميرل کيږي او په نړيواله کچه ډيرزيات توليدات لري اوبرسيره
پرهغه دامريکي متحده ايالات دتوليدپه برخه کي اوهمدارنګه دصنايعو په برخه کې
ترټولوهيوادونوپرمختګ
لري ،او پرمخته تللي توليدات هم دتيري پيړي په(۹۰)
نه وي يمه لسيزه کښي بي حده ډير وو.
دبروکس دليکني پربنسټ ، په مجموع کې دنړي په پانګه اچوني کې دپلټني او
پراختيا په هکله دامريکي متحده ايالات په سلوکښي څلوښت فيصده
۴۰%
په خپل لاس کې يې لرل ،په همدي ډول په
۲۰۰۶
ميلادي کال کښي ددي هيواددپلټني پانګه اچونه دنړي داوو(۷)نوروصنعتي
هيوادونوڅخه ډيرتره وو.
بروکس په دي باوري دي ،چې امريکا همدارنګه پرنړيوال اقتصادباندي لوړوالي يې
درلودلکه څرنګه چې په (۱۹۷۱)
م کال کې دامريکي ناخالص ملي توليدپه سلوکښي د(
۳۰)ديرشوڅخه
بيا په سلوکښي تر(
۵۲)دوپنځوسوپوري
ورسيدي چې دنړي اقتصاديې جوړه وه،اودغه شميرنه اوارقام دا اوس په سلوکښي د(
۳۰
)ديرشوڅخه نيولي بيا په سلوکښي تر (
۷۴
)څلوراوياووپوري
زياتوالي يې موندلي دي .
بروکس دامريکي دزده کړي پرنظام باندي باورمنداوعقيده مند دي چې دنړي د(۳۰)ديرشونامتو
اولوړترينه پوهنتونونوڅخه (۲۲)
دوه ويشت يې دا اوس په امريکي کې شته دي . دي همدارنګه دغه ډول زده کړي
دامريکايي شرکتونواودکمپنيووکارمندانو اووکارګرانوته ښه فرصت بولي .
دا په داهسي مهال کي دي چې ملګروملتونوپه دي وروستيوکښې په خپل ګزارش کې چې
ددي سازمان لخواخپور شو دامريکي هيواديې وروسته ترسنګاپوراونيوزلندنه
دکاراواوپانګي اچوني په برخه کي اوهغه ستري مرستي چې په دي اړه ضرورته ورته
شته دي اوددي هيوادلخواترسره سوي دي دريم ځي يې ورته ورکړ ،اودامريکي
اقتصادوروسته دفنلنددهيوادداقتصادنه په نړي کې دوهم ځي يې په اقتصادي سياليوکښي
ترلاسه کړي دي .
دا چې (ديويدبروکس ) نامتوليکوونکي په پريکړنده توګه دامريکي اقتصادي پرمختګ يې
په مختلفوبرخوکې څيړلي دي ،مګرهغه دامريکي دهيوادداوسني واک اصلي او رښتيني
څيره يې څيړلي نه دي اوبربنډه کړي يې نه دي ،ځکه دهيوادونو واک يوازي
دهيواددپانګي اوبانکي ذخيري ميزان هم په داخلي اوباندني برخوکښي سره يوځای
سنجول کيږي .
ډيرهيوادونه سته دي چې په مختلفوبرخوکښي پرمختګ يې کړي دي مګرزياتره يې
دخپلوتوليداتومصرف کوونکي دي اونړيوال بازارونه په خپل واک کې نه لري
اوحتي دغه هيوادونه کله،کله دهغه مازاده څخه چې دراتلوونکي لپاره يې
راغونډکړي دي له هغه څخه هم کار اخلي چي په وروستني نتيجه کښي ددي کارپايله
منفي دي .دغه مسئله دلويوهيوادونوپه هکله نسبت دنوروکوچينيوهيوادونو په پرتله
ډير تره ليدل کيږي نوله دي کبله هيڅوک له دي څخه انکارنه شي کولا ي چې دامريکي
هيواد په نړيوال اقتصادکې ډيربرخه لري اوپه اقتصادي سياليوکښي دپرمختللي
هيوادپه توګه پيژندل کيږي اودنظامي واک له کبله هم دنړي ستراولمړي هيواد دي ،په
همدي ډول ډيره مهمه مسئله دا دي چې ددغه واک دلاسته راوستلوپه بدل کې او
دورکولوپرځاي به په کوم قميت اوبيعه باندي به رامنځته شي ؟
دامريکي دغه اوسني مقام ديو زبرځواک په توګه په نري کښې ددي سبب کرځيدلي دي
چې دغه هيوادخپل د سياسي اونظامي فعاليتونولمنه پراخه کړي اودنړي مختلفي سيمي
په کښي راګډ کړي او په دي ډول ددغه مسئلي د ښه سر ته رسولو دپاره ،ولوي يې
بودجې اووډيروپيسوته اړتيا شته اودغه واک يوازي دامريکي دي اوبس ،چې په بعضي
برخوکښي داهسي کړني ددي سبب ګرځيدلي چې امريکي هيوادپه نړي کې دپراخه سياسي
اونظامي فعاليتونوله کبله ګټه ترلاسه اوترسره کوي،چې صرفآديو ه شي نه ډير
اوډيرتره وي ځکه چې هغه ترلاسه شوي لږه ګته ،اودغه ډول نابريالي اوناکامه
فعاليتونه دامريکي دزبرځواکي دپاره منفي اغزي لري .
دنوولسمي(۱۹)
مي پيړي په نيميې کې اودشلمي پيړي په لمړي پړاوکې دامريکي دپرمختګونواصلي
اوبنسټيز خبره په دغه موده کښي دا ووچې دامريکي هيواد دنړيوالومسئايلوڅخه ګوښه
وو اودغي مسئلي ددي سبب وګرځيدي چې په نړيوالومسيايلوکښي دامريکي هيواد لاسه
وهنه ونکړي او دامريکي ملي سرمايه اوپانګه مصرف نه شي ،لکه نوري امپراطوري
چې په اروپاکې يې دغه کړني ترسره کول .
همدارنګه دغه مهمه مسئله همدا اوس دچين اودهنددهيوادونودپاره رامنځته کيږي چي
زيار باسي دامکان ترپلي دنړيوالومسئايلو څخه ځان ليري وساتي اودخپلوټولوملي
شتمنوپه ساتني سره چې هرکال هغه راټول وي اوراغونډه وي اوهڅه اوهاندلري چې په
پوره توګه دپرمختګونوولوړپړاوته ورسيږي هغه کارچې دامريکي هيواد هغه يې
ډيرپخواترسره کول،دغه مسئله ددي سبب ګرځي چې راتلوونکي دچين اودهنددهيوادونوپه
ګټه اودامريکي دهيوادپه تاوان دي وي . هم هغسي چې دشملي پيړي په لمړي پړاوکې
دامريکي په ګته رامنځته سواوداروپا په تاوان صورت وموند.
"محمدحسن هيکل" دمصر دهيوادنامتوليکوونکي په خپل کتاب کې چې د"
امريکي امپراتوري اوپر عراق باندي يرغل"
نوميږي په خپل دغه کتاب کې داهسي يې ليکلي دي : " امپراطوريان کټ مټ لکه
انسانان دي :دکوچينوال پړاويې ځانګري دپرمختګ اودلوي يدو پړاودي اود نوي ځواني
اودځواني په پړاوکې زياراوهاندباسي ترڅودخپل تلاښ په راټولوکې دخپل واک
دزياتيدلودپاره په مختلفوبرخوکښي خصوصآ په اقتصادي اونظامي برخوکښي په ژوره
توګه غواړي چې خپل واک لوړکړي او مخته يې بوزي ،اووروسته دترقي اوپرمختګ
پړاورارسيږي ترڅوځان پرهغه ځواک اوواک باندي وموښلوي اوځان تکيه کړي چې هغه يې
دنوي ځواني اودځواني په پړاوکې لاسته راوړي دي او ديو زبر ځواک په ډول خپل رول
ولوبه وي .
اما بالاخره دسپين ژيرتوب اودوروستي عمرپړاورارسيږي چې په دغه پړاوکي
دامپراطوري دله منځه تللوعوامل زياتيږي اووروسته له هغه نه مرګ رارسيږي هم
هغسي چې هرانسان مري . "،نو دامريکي دامپرطوري مخ په ډوبيدواوپه ورکيدو دوران
رانږدي سويدي .
|