|
دوهمه برخه
دامريكي نو ی زاړه پال ,دنړي دويجاړيونظر وركوونكي دي
!
دانټرنيټ دفارسی منابعوڅخه
ژباړونکی : عزيزاحمد خوارمل
رغنده شخړی ،اخ اوډب اوګډوډي !
رغنده شخړی ،اخ
اوډب اوګډوډي په نړی کې اودنړی په شا اوخواوسيموکښې دنوی زاړه
پالودلړليدونوښکارندوی دی،دا په دی مفهوم سره چې ((په کړکيچونواوپه شخړواوپه
آخ اوډب کې دخلکواواولسونوډوبيدل اودمنځه وړل)) دنوی زاړه پالودلړليدونوبنسټيزی
موخی جوړه وی ،اوهمدارنګه په ټولنه کښې دوضع تامينيدل،سوله اوثبات
ديوشميرځانګړی ،مشخص اومعينوکسانو دپاره دی .
د" لئواشتراوس "
دلړليدپربنسټ چې کارپوهانوهم وهغی ته يې اشاره کړی دی ؟ داهسی وايې که يوڅوک
دثبات په وضعيت کې پاته سی اويا اوسنی وضعيت و ساتی نه سی کولای چې خپل رښتينی
واک وکاره وی ،بلکی معکوسأ دهر ډول جګړيزدريځ دله منځه وړلودپاره بايدزيارترسره
سی .درغنده اوموخی لرونکی کړکيچونواواخ اوډب نظری دنړی
دپراخوسيموداوسيدونکوايستل دخپلوسيموڅخه او ددغوسيموڅخه دځای اوسيدونکوکډه
کول،ددی لړليددپلويانويوبل بنسټيزه موخه جوړه وی چې ددی نظری پربنسټ هرومرودی
دنوی نظام په رامنځته کولوکې ،اوددغوپراخوسيمودزيرمواوترمځکی لاندی شتمنيوپه
خاطربايددوهلو،ټکهولو،وژنواووينی تويونی نه کار واخيستل سی . دغه لړليداونظريه
يې (( هنري
کيسينجر)) د ((
ريچارد نيکسون)) دجمهوری رياست په وخت کې چې دامريکی دملی امنيت پخوانی
مشاوروو،او دملی امنيت دسياست ترسرليک لاندی دغه طرحه يې دوخت ودولت ته ور
وړاندی کړ اورامنځته يې کړل .
کيسينجر خپل
دڅيړنواو مطالعی پربنسټ باند ی دغه طرحه يې جوړاووړاندی کړاوپه (۱۹۷۴)
ميلادی کال کې دامريکی ددولت لخوا دملی امنيت ديادداښت په توګه ومنل سو،ددی
طرحی دخورا ډېرومهموموضوعاتوڅخه يوهم دوګړودډېريدواودنفوسوزياتوالی څرګنده سوی
اوښودل سوی وو،چې ددريمی نړی د هيوادونو دغه مسئله ،((
دوګړودډېريدواودنفوسوزياتوالی ))دامريکی اودواشينګټن
دلويديزپلوملګروهيوادونودملی امنيت دپاره سترګواښ ګڼل کيږی ،ځکه دسيانس ،تخنيک
اوتکنالوژی پرمختګ اوددی هيوادونودوګړو ورځ په ورځ ډېريدل
اودنفوسودشميرزياتوالی په دی هيوادونوکښې د مځکی لاندی
شتمنيواوزريمودمصرفولوسبب به ددی وګړوپه وسيله وګرځی .
هنري کيسينجر په
خپل دغه څيړنه کې ټينګار کوی اووايې چې دامريکی دملی امنيت او د هغه د صنعتی
ملګروهيوادونه دپاره دغه دنفوسوزياتوالی اود مځکی لاندی شتمنيواوزريمومصرفول
يوسترګواښ ګڼل کيږی ،ځکه خو دامريکی هيواداودهغه ملګری هيوادونه دراتلونکی
دپاره،خپل پرمختګ اودژوندپايښت ددريمی نړی ددغوشتمنيواوزريموپه
کاراخيستلواوګټه اخيستلوکې بولی .
دکيسنجرپه څيړنه کښې د يوشميراسيايي اوافريقا ی هيوادونو څخه هم نوم اخيستل
سوی دی .چې دهغوهيوادونوله ډلی څخه يويې هم دمصر هيواد دی ،چې همدا اوس
دوګړودنفوسوکنترول دقانون له مخی په دی هيوادکې ترسره کيږی .
. په دی
طرح کښې همدارنګه ديوشميرآرامه اوباثباته هيوادونوويشل
پرڅونوروکوچنييويومليتيزه هيوادونوباندی اوددغوويشل شويوهيوادونوترمنځ
ددوامدارواوپراخوجګړورامنځته کيدل،اويوهيواددبل هيوادسره په جګړه اخته کول
،اوپه بل ساده سرليک سره ويلی سوچې ددغی طرحی اساسی اواصلی موخی دباثباته
هيوادونوويشل اوديوه ضعيفه اوکوچينی هيوادپه توګه دويشل شويونوی
هيوادونورامنځته کيدل دی اوبس ، ترڅوددی طرحی تطبيق کوونکی په ډېرساده ګی
اواسانی سره وکولای سی چې پردغه هيوادونوباندی واکداره سی اوددوي ددغه شتمني
اوترمځکی لاندی زريمی حخه ګټه ترلاسه کړی،لوټ اوتالايې کړی اوپه خوارزيات اسانه
ډول سره ددوي سرليک په خپلوګوتو کښې ونيسی او په خپلو لاسونوکې ولری.
ددی
لړليدونواوموخوددلاروښانه کولودپاره ،دامريکی دنوی زاړه پالودکړنلاری په
هکله،وی دی مطلب ته اشاره کوواوهغه دا چې د ((اکزکتف انتلجنس ريفيومجله ))په
خپل يوی ګڼی کې دهغه کاملأپټ ،سری اوخواراشدمحرم غونډی په هکله چې په واشينګټن
کې دراتلوونکی دريمی نړيوالی جګړی په خاطرجوړه شوی وه ،دغه مجلی ددغه غوڼدی
تربحث لاندی موضوعات يې رسواکړ، او وی ليکل چې په دغه غونډه کې دامريکی ددولت
اودنوی زاړه پالوډېرنامتوکارپوهانو،پړيکړه نيوونکی اونظريه ورکوونکی کسان چې
ډېرپلويان هم لری،په دی غونډه کې ګډون کړی وو،همدارنګه په دی غونډه کښې د((بوش
–
چينی ))ددولت دری تنه جګپوړی چارواکی ((وولويتر)) دامريکی ددفاع د وزارت پخوانی
مرستيال ،((جيمز وولزي)) او ((اليوت کوهينگ)) دغه دوه تنه چې ډېرجګړه غوښتونکی
کسان دی اوجګړيزدريځ هم لری او همدااوس مهال هم دامريکی دهيواد ددفاعی
سياستونودشوراغړی هم دی ،په همدی غونډه کښې يې ګډون کړی وو.
دغه امريکايي جګپوړی چارواکې چې د نوی زاړه پالوپه منځ کې ديوشميرصليبی تندلارو
سره چې د ((اوسنی ګواښ دکميتی)) په نوم هم ياديږی اودمنعقدسويواومنل
سويوآزاديو ددفاع دموسسی غړی هم دی په دی غونډه کښې ګډون کړی وو،دغه کميته هغه
سازمان دی چې دسړی جګړی په وخت کې هم فعاليت کول اوپه (۱۹۴۹)
ميلادی کال کې يې پرشمالی کورياباندی داټومی بمباريوغوښتوونکی وه،اودااس مهال
هردواړه دغه سازمانونه مخ دمخه يې اعلان کړی دی اووايی چې ((اسلام دنړی نوی
دښمن دی )) اوددريمی جګړی رامنځته کول هغه به وران اوويجاړکړی اوله منځه به يې
يوسی ،اوددوی په هانداوپه ټينګارسره چې وايی دغه جګړه همدااوس پيل شوی دی . دوي
په دغه غونډه کښې دی مسئلی ته په زغرده اوپه بربند توګه سره وويل اوټينګاريې
پری وکړ،هغه هيوادونه چې دترهګروسره ملګری دی اوددوی سره مرستی کوی هرومرودی په
جګړی سره،په کودتاواودنظاميانوپه نظامی پاڅون سره اويا دنوروچاروپه
کاراخيستلوسره بدلونونه پکښې رامنځته کړل شی،وران دی سی اوله منځه دی يوړل سی
،اوهمدارنګه ټينګارپری وسول چې امريکا به په دی تل پاتی جګړی کښې ورداخليږی
اوپه دی پړاوکې ډېره مهمه خبره اواساسی عامل هم دجګړی اداره کول به وی چې
دامريکی هيواده به دا کار ترسره کوي .
((جيمز
وولزي)) چې يووخت دامريکی دمرکزی اطلاعاتودسازمان ،دمديريت دنده يې په غاړه
درلودل اوخپل په يوشميرپخوانيوخبروکې يې ويل،او دامريکی دنوروچارواکی په شان
لکه د ((اليوت کوهن ))چې په دی باور دی اودوی ودغی جګړی ته سل (۱۰۰)
کلنه جګړه وايی ،او ټينګارکوی چې دغه جګړه به ترسلوکلنوبه دوام ومومی .
((نورمن
پودهورتز
norman podhoretz))
پخوانی
کمونيست چې دامپرياليزم مخالف اودنوی زاړه پالودډلی په بنسټ ايښودنکی باندی
واوښت اوبدل سو،او دناڅاپه اوناببره دخطر دکميټی په غونډه کښې دجمهوررئيس وياند
وو،اوهمدارنګه دده اخښی" ((اليوت ابرامز)) چې دجورج بوش په دولت کې دمنځنی ختيځ
په چاروکې دملی امنيت دمشاورپه توګه يې هم دولتی چار ی يې ترسره کړی دی،دوی او
پروفسور ((پورهورتز))د ((اشتراوسي)) دښوونځی دلمړی پلويانو،څخه دي، پروفسور
((پورهورتز))هغه سړی وو،چې د((ناڅاپه اوناببره خطردکميټی )) نوم يې دکمينتاری
په مجله کښې يې خپور کړ،اوددغوډلودپاره يې دانوم کيښښود. دغه مجله دنوی زاړه
پالودډېرومهموخپرونوله جملی څخه ګڼل کيږی او((پورهورتز))دهغه
دمسوؤل مديرپه توګه يې ددی مجلی کارمخته بيول ،د(آلماني لئو اشتراوس فلسفه،په
رښتياسره چې دهرم دقاعدی په شان دنوی زاړه پالوتيوری ده)او کتوونکی په دی باور
دی چې دناڅاپه اويا ناببره دخطردکميټی دستورالعملونه اولارښودنی د ((ليندون
لاروچ)) ددموکرات دګوند پخوانی نوماندی دجمهوری رياست دپاره وو،او د لاروچ
دکميټی درياست دنده يې هم په غاړه لرله اودهغه نه يې ملاتړهم کول، .لاورچ په
يو ه يادډاښت ډوله کړنلاری کې وليکل دبوش
–
چينی دډلواو ددولتی دستګاه موخی دټولوهغه قومی اصولو دله منځه وړل غواړی چی
په نړي کې دملی واکمنی سره اړيکی لری اوپرقوميت باندی تکيه اوولاړ دی
،اوداورپه لګولوسره به تل پاته جګړه رامنځته کړی ، ده په .دی هکله يې وليکل
:دجورج بوش اودديک چينی موخی په امريکاکښی اودامريکی نه دباندی دا نه دی چې
دسياسی چاروله مخی يوشميرنښانی سوی او دمخه ټاکل سوی سيمی ترخپل ښکيلاک
اوځواک لاندی رايې وړی ،بلکی ددوي موخي دټولوهغوخنډونه دمنځه وړلودپاره دی چې
دوي په خلاص لاس سره دمځکی پرکروه باندی خپل ښکيلا ک اوځواک رامنځته کړی
اوددوي بريالتوب يوځاي دمځکی دکروي فتحه کول ندی بلکی دملی اوقومی
دولتونودواکداری دمنځه وړل اودمځکی دکروي داوسيدونکودنفوس اوشميرلږيدل دی چې
هرومرودی يومليارډ کسان دنړی داوسنی نفوس اوشميره څخنه لږکړل سی ،دبيلګی په
توګه ددوي موخي پردی دوه هيوادونو،عراق اوافغانستان باندی واکداری اوترخپل
ښکيلاک لاندی راوستل ندی ،بلکی ددوی بنسټيزی موخی اوکړنلاره دادي چې په دی
هيوادونوکښې دکړکيچونو،دوينی تويونو اوګډوډيو له لاری قومی اوملي واکداری ختم
کړی او له منځه يې يوسی ،همدارنګه که څوک په عراق کې د نظامی عملياتوماته
دجورج بوش دموخي ماته بولی ځان يې خطا ايستلی اوتيروتنه يې کړی دی ،ځکه دجورج
بوش هيله اوموخه دقومی او ملی دولتونودوروستی واکداری دمنځه وړل دی ،چې دغه
موخي همدااوس په دغه برخه کې ډېربرياليتبونه يې رامنځته کړی اولاس ته يې راوړی
دی . يوه ډله دنوی زاړه پالوڅخه په (۱۹۹۶)
ميلادی کال کې يوه طرحه يې د((توپيرماته ولو.،نوی کړنلاره داسرائيل دهيواد په
ګټه )) جوړاوتدوين کړچې دمنځنی ختيځ دپراخه ښکيلاک منل او دکړنلاری نه ملاتړدی
. دغه طرحه ديوشميرکارپوهانوپه وسيله جوړسو،اودغه کاپوهان يې (( ريچاد پرل ))
ددی طرحی دجوړه ولو دپاره په کارواچول اوطرحه وروسته دجوړيدوڅخه و بنيامين
نتانياهو ته وسپارل سو،ددغه طرحی ټول ځای پرځای سوی مواد د(( صهيونيستي
افکارو)) ښکارندوی دی ،(( ولاديمير ژاپوتنسکي
))هغه
څوک ووچې داسلودسولی ټول پريکړه ليکونه يې له منځه يوړل اود فلسطينيانوولسمشريې
هم ووژل اوهغه يې دسياست دډګره څخه ليری کړ
اودفلسطين مځکه يې ترخپل ښکيلاک اوځواک لاندی راوستل ،د صدام حسين دولت يې ونړه
ول ،دسوری اودلبنان دهيوادونوبي ثباته کول ،دعراق ددولت دمنځه وړل ، د فلسطين
ددولت دجوړيدلوڅخه مخ نيوی اود فلسطين په خاوره کې داسرائيليانو دواک اوښکيلاک
رامنځته کول ديوی بنسټيزی اواصلی اډی په توګه د ستورودجګړی ترسرليک لاندی په
ټينګارسره دامريکاهيواد ددی هيواده څخه په هراړخيز ډول سره کلک ملاتړ
کول،اوداسرائيل ددولت څخه د فلسطينانوپه وړاندی کار اخيستل دی . |