دريمه برخه

دامريكي نو ی زاړه پال ,دنړي دويجاړيونظر وركوونكي دي  !

              دانټرنيټ دفارسی منابعوڅخه

               ژباړونکی : عزيزاحمد خوارمل

     دنوی زاړه پالويووالی اوملګري !

              نوی زاړه پال دامريکی دښی اړخوډلواودمسيحی سخت دريځو ډلوديووالی درامنځته کيدو په هکله يې ډېرزيارايستلی دي اوپه نتيجه کښې دواک  دترلاسه کولوپه خاطردجمهوريت پلوی ګونډ دښی اړخه ډلو اودمسيحي اصول  غوښتوونکوډلوسره چې ديهودی لابي سره ډېرنږدی  دي  له دوي سره يوځای سول .

       جيمي کارتر دامريکی پخوانی جمهور رئيس په خپل کتاب کې ليکی : هغه څه چې کارمشکل وي،هغه  دنوی زاړه پالوژمنی اوموافقی دنوروسخت دريځواوافراطی ډلوسره دی ،لکه  دامريکی دسخت دريځه مسحيانوسره ،دغه ډول ژمنی اوموافقی  خطرناکه دی  .او نوی زاړه پاله په اصل کې يوفکری اوسياسي جريان دی چې  په  ريښتنی توګه په خلکو اوپه ټولنه کې دټول  ټاکنۍ دپاره پلويان  نلري ،له دی کبله پرجمهوريت پلووښـــی اړخوډلو اودسويلــی امريکی دشتمنوسيموپرخلکواودامريکی پرپخــــوانی زاړه پالو باندی چې په سويلی اوپه  لويديزوايلاتوکښې ژوندکوی  پردغوخلکوباندی  ډاډمن دی چې ددوي نه پلوی کوي  . دښی اړخواودنوی زاړه پالودمرستی په نتيجه کښې  دنوی زاړه پالودفکری فعاليتونودډېرپراخه شبکيو په جوړيدوسره دامريکی  په پوهنتونواو دڅيړنوپه مرکزونوکښې پرمختګ رامنځته کړيدی  .

        نوی زاړه پال بيله دښی اړخوډلو داشاری اوموفقی څخه نه سوای کولای چې دامريکی دپريکړو ومرکزونه ته ورننه وځی،خصوصأ يوشمير يې چې دخپلولړليدونواو کړنلاری له کبله ترنوروزاړه پالوډېرسخت دريځی هم وو. ددوي په هاندچې وايې ،متدين اومذهب پلوی مسيحيان دامريکی د بهرني  سياستونوپه هکله  دمنځنی ختيځ اودنړی  په اړه ډېرخطرناکه دريځ او لړليدونه لري ،ځکه چې دوي په دی باور دی چې دامريکی هيوادديواوربلوونکی او ويجاړه ونکی جګړی په رامنځته کولوسره دهغه ځای  سره ټکر کوی چې هغه دنړی دمنځه وړلوسبب ګڼل کيږی اوهمدا اوس دامريکی هيواد پرهغه لوری په حرکت کې دی اوددی جګړی مرکز به هم منځنی ختيځ وي چې نړی به دامريکی اودهغه دملګروهيوادونوسره دهغه جملی نه داسرائيلو سره به مخا مخ وي. اما په امريکا کې د آنگلوساکسونانوپه هکله بايد وويل ســی چـــې هغوي  پرنړيوالـــوسازمانونوباندی باورنلــري اوهمدارنګه دوي ويوشميرنوروموضوعاتوته لکه دنظامی وسايلواوسامان ألاتودډېريدلوپه مخ نيوی کې اودامريکی دنظامی بودجي پرټيټيدواولږيدوباندی عقيده من اوډاډمن نه دي  او ورته معتقد ندي ځکه ددوي دلړليدپربنسټ دامريکا هيوادويوی ويجاړه ونکی اونه منونکی اولاس نه اخيستونکی جګړی ته ځان جوړه وي . دامريکی هوښيار خلک (سنتی زاړه پالو) چې ديس کريډيته ،ځانله اوګوښه سوی دی اوونړيوال سازمانونواوبهرنۍ نړی ته باوراوعقيده نلري ،يوازی دامريکی د نظامی وا ک پرزياتوالی اوځواکمن کيدو باندی ايمان لری اوبس چې اساسی مسائيل هم له همدی ځای څخه پيليږی.

        (( ادريان ولدريدج )) او ((جان مايکل ثويت )) په  هغه کتاب چې دوي په ګډه سره دغه کتاب يې وليکل اود((ښی اړخه ملت ،په امريکی کې نوی زاړه پاله ډله)) تردی سر ليک لاندی يې ليکلی دی ،دنوی زاړه پالوپه هکله ليکی : دايوهغه جريان دی چې په امريکی کې  دهغومختلفوښی اړخوډلو دراضی کيدودپاره جوړسوی دی چې دامريکا  د ملت سياسي  جوړښت يې جوړکړی دی په دی ډول رامنځته سوی دی .  

په دی کتاب کې ليکل سو يدی، چې دامريکا ښی اړخوډلوخورامهم مرکزونه يې خپل دکړنواوفعاليتونودتر

سره کولودپاره رامنځته کړی  ،اوهغه پردووبرخو باندی ويشل کيږی :

           لمړی - دښی اړخودڅيړونومرکزونه چې اصولأ د مطالعي کولواوڅيړنو،دکړنلارواوکړنليکونواودنوی فکرونوپه ترسره کولواوراجوړه ولو،وړاندی کولو،اودهيواد دتوليزوسياسي طرحو،وړانديزونواوکړنلاروپه جوړه ولوکې چاري ترسره کوي اوزيارباسی تر څودولت اوکنګره وخپلوغوښتنو ته وداره کړی اوپردوي باندی خپلۍ غوښتنی اودغه ډول سياستونه ومنی،په داسی حال کې چې دوي دمطالعاتواودڅيړونو دمرکزونو،لکه د((امريکی داينترپرايز)) ،د ((هريتدج )) دموسسی اود((کاتو)) دڅيړنودمرکزونو لارښووني په غاړه لري .

          دوهم -  ښی اړخی  ډلي په هغه خلکوکې چاری ترسره کوی اوهغه موخی لری چې دټولنی خلک خپل پلويانو وګرځوی اودښی اړخه سياست پوهانو سياستونه په ټولنه کې تبليغ وي،اودغه سياست پوهان وخلکوته ورييژنۍ ،اوټينګارپرکوي اوتبليغوی چې دوي دامريکا دګټوڅخه  دفاع کوي ،دغه سازمانونه او ډلي لکه دامريکايي  دنوی زاړه پالواودمسيحيانوداتحادي استازي ددغه ډول خلکوڅخه شميرل کيږی .

   رسني ،دنوی زاړه پالو دپاره ښه اوزاراو وسيله !

      نوی زاړه پال  دامريکی په ټولنه کې خپل لړليدونه اوموخي دښی اړخواودپروتستانانودواک اودنفوذ څخه په کاراوګټه اخيستلو سره دتلويزيونی شبکيوڅخه لکه دفاکس نيوزدشبکی څخه دخبرواترو اودکړنلاروپه خپريدلوسره چې  دا دود ،دشلمی (۲۰می) پيړی د(-۳۰می ) دديرشمی لسيزی  دتبليغاتی وسائيلو مهم اصل ګڼل کيږی ،اودااوس مهال هم دامريکی دمهمو سياستونوڅخه شميرل کيږی چې همدااوس وهغه ته پراختيا ورکوي .

د(۷۰می)اوياومی  لسيزی په ترڅ کې راډيويي پروګرامونه  ډېراوريدونکی يې  خپل وخواته راوبلل اوددغه برياوو پربنسټ تلويزيونونه  دنوی زاړه پالو دفکرونو،کړنلارواوموخو  دبيانولو،تشريح کولواودپراختيا دپاره پيل وکړ چې دوخت په تيريدو سره ديواوزاراووسيلی په توګه ،تلويزيونه اوورځپاڼۍ په کار واچول سول ،اودخپل منځی جګړودله منځه وړلواودبرابروالی اويوشان کيدو د رامنځته کولوپه خاطرپه لويو ښارونواوپه راډيويي دستګاو اوشبکيو کې ددوي تبليغاتی پروګرامونه په ډېرپراختيا سره رامنځته سوبياوروسته  ددغو ډلوپلويان په منځ لاروباندی واوښتل  .   

        همــدارنګه نوی زاړه پال  اوس په ډېر ځــيرسره  دخپل کـړنلاری اوموخي دپراختيا په خاطر دمهمو مطبوعاتواوخپرونوڅخه  کار اخلی لکه د((کومنتاري ))  مجلی نه ،چې  دنوی زاړه پالو په لمړی نسل پوری اړه لري  اوپه (۱۹۴۵) نهولس سوه پنځه څلويښتم ميلادی کال کې ديهوديانودکميټی لخوا دامريکی دنيوريارک په ايالت کې ددی ښار وروښان اندوډلوته په پيغام ورکولوسره خپوراونشر سو .   

        اوونيز ليک مجلی ((ويکلي اسټاندارد)) هم دامريکا دزاړه پالوصهيونسټانودخپريدونکی ارګان په توګه ګڼل کيږی ، دغه مجله دزاړه پالوپه دوهم نسل پوری اړه لري  چې ددی مجلی دخپرولوټوله پانګه د(( رابرت مردوخ )) لخوا ورکول کيږی اوخلک نوموړی درسنيودلوی امپراطورپه توګه هم  پيژنی اوديوښی اړخه پياوړي افراطی شخص په نوم مشهوردی  . دهغه بنسټ ايښدونکی )) ويليام کريستول )) د ((ايروينگ کريستول )) زوی دی  دهغه مقالي اوطرحي دخلکوڅخه په دفاع او پلوی  خپريږی ،اودفتريې دسپينه ماڼی څخه ليری ندی اوډېرلنډواټن ورسره لری  .

         نوی زاړه پال په دوامداره توګه د(( فارين افرز)) په مجلی کې مقالي ليکي او دامريکی په (۳)دری نورومهمو ورځپاڼوکې هم دغه رازخپل  اړوندمضمونونه اوليکنۍخپره وي .    
دبيلګی په توګه ((ديويد بروکس )) دنيويارک تايمز دورځپاڼی دپاره مضمونونه اومقالي ليکي ،((رابرت کاجن )) او((چارلز کروتهمز)) هم دواشينګتن پست او وال استريت ژورنال وورځپاڼو ته مضمونونه اومقالي ليکي اوخپل لړليدونه اوموخي په دی ورځپاڼوکښې خپره وي .      
نورمطبوعات اوورځپاڼی چې دامريکی ديهودانوکړنلاری اودفکرونوموخی خپره وی يوبل هم د(( نيو رپپليک )) مجله ده،اودغه مجله دهغوپنځومهمو مجليوڅخه ګڼل کيږی چې دافراطی يهودانوکړنلاری اودفکرونوموخی خپره وي ،اوڅلورنوري مجلي د(( مومنت))، (( ناسيونال ريويو)) ، (( کومنتري )) او (( ويکلي اسټناندارد)) څخه عبارت دی .
دغه پنځه مجلــــي دډېروخطـرناکو اومهموخپريدونکی نشراتی ارګانونوله جملی  څخه شميرل کيږی چې دنوی زاړه پالونظري،کړنلاري اوموخې ،دعربانواومسلماناوپرضدخپره وي   .      
        د امريکی داوسنی  جمهوررئيس جورج ډبيلوبوش دجمهوری رياست په وخت کې نوی زاړه پال دمطبوعاتواودخپرونوپرډېرومهمومرکزونوباندی واک موندلی  دي اودغه مرکزونه يې ترخپل لاس لاندی راوستی          دي ،په داسی حـال کې چې ترمخـه تردی،چې واک   ته ورسيږی ددوي لـــړليدونه ،دريځونه،کړني اوموخي په ټوليزه توګه دامريکا پر سياستونوباندی اغيزه يې درلودل اوهمدارنګه ددولت اودکنګری وداره کيدل اوپه خپله ګټه باندی پردوی باندی دمسائيلومنل يې ښه بيلګه دی چې نوی زاړه پال دمطالعاتواودڅيړنودمرکزونوپه وسيله خپلۍ موخي په ښه توګه ترسره کولای سي،اوهمدارنګه نوی زاړه پال ډېرزيار باسی او هڅی کوی ترڅوخپل  ټول   پروګرامونه ددی لاری نه په هراړخيزه ډول په دی ميتود سره ترسره کړی .

      دنوی زاړه پالويوشمير دڅيړنومرکزونه عبارت دی د ((هدسون)) ،((د امريکايانود اينترپرايزدمطالعاتو مرکز)) ،((دامريکا دڅيړنومرکز))،دامريکا دنوی لسيزی دطرحومرکز)) اوهمدارنګه د ((ميمري مرکز )) چې دتبليغاتی اوزار اووسيلی ښکارندوی کوي اودغه ډېرمهم مرکزونه د((ميراف ))اود((ورمسر)) په ملګری اودډګروال ((يجال کارمون )) داسرائيلودجاسوسی ددستګاه دپخوانی مزدورپه وسيله جوړ او رامنځته سوی دی.

       ((د امريکی دڅيړنی مرکز)) دامريکی داوسنی دولت دډېرونږديوڅيړنيزومرکزونو دجملی  څخه ګڼل کيږی اودغه مرکزددغه هيواددجمهوررئيس دمعاون ديک چينی سره ډېرنږدی اوټينګی اړيکی لری ،اودديک چينی ميرمنه هم ددی مرکز پرفعاليتونوباندی مخامخ اومستقيم کنترول لری  .

نامتواوګټورکسان لکه دپوهتونونواستادان په دغه مرکز کې غړي دي ،اودهغه مديره هئيت (۳۵) پنځه ديرش تنه دي اودهغوي د جملی نه دامريکی ډېرمهم اقتصاد پوهان،شتمن اواقتصادی کسان دبيلګی په توګه د ((چيس منهتن )) دبانک مدير ،د((تکساس انسترومنتس)) دشرکت عمومی مدير، د((کوکس )) دتيلواودګازودشرکت رئيس  اوديوشميردسياسي علوموداستادانود غړيتوب څخه،دغه مرکز جوړسوی  دي . سربيره پردی چې دغه مرکزديوه ټولنه په توګه دنوی زاړه پالودپوهانودپاره ،دبوش ودولت ته نږدی کسان ګڼل کيږی،نوهمدارنګه ويلی سو چې ددی مرکز مطالعي اوڅيړني دامريکی ددولت کړنلاره په ځانګړی ډول سره راڅرګنده کوي اوهمدارنګه دامريکی ددولت سياست ددی مرکزدڅيړنوڅخه ډيراغيزمن دی .

     نوی زاړه پال دجورج ډبليو بوش ترڅنګ

         دجورج ډبليوبوش په رامنځته کيدوسره ،دنوی زاړه پالوهغه ليدل سوی خوب  اوخيال نتيجه،په ښه توګه رامنځته سو،هغوي چې داسی يــو واکـــدار يې وموندل اووکــولای سول چې دهغه څخــه  دخپلوموخـواو

کړنلارو په ترسره کولوکې کارځينی واخلی اوغواړي چې دغه ډول نوری چاری هم ترسره کړی  .

        نوی زاړه پال کلونه،کلونه ددولتی ګټوروڅوکيواومقامونودلاس ته راوستلوپه تمه سترګي پرلاره وه ،مګروی نشوای کولای چې څوک ومومی ترڅودهيواددپريکړوواک  ددوي  ولاس ته ورولويږی ،مګردغه ستری هيلی دلوی بوش دزوې جورج بوش په  وخت کې رامنځته سو،((بوش))-ده ددی زاړه پالوڅخه يې ګټورکسان وخپل  کاری تيم ته ورګډاوودولتی چاروته يې وګمارل،اومهم وزارتونونه يې لکه ددفاع ،عدلي وزارتونه اوسپينه ماڼی  يې  ودوي  ته وروسپارل اوسربيره پر هغه هم، هغه ارګانونه اواداري چې پر دفاعی ،بهرنۍ اوټولنيزوسياسي چاروباندی اغيزمن وو ددوي په اختياراو واک کې يې کيښښودل.

      دامريکی جمهوررئيس په لس ګونه تنه دنوی زاړه پالوڅخه يې دهيوادودولتی اداری يې ته ورننه ايستل ددی کاردترسره کولو په  خاطريې وځان  ته مبارکی وويل ،اوددي زاړه پالوڅخه يولږ شميريې دولتی څوکي اومقامونه  يې ونه غوښتل اونه منل ،اودبوش ودولتي اداري ته ورداخل نسول اوددولت دمشاوراومشوره ورکونکواويا د نړيوالو څانګوپه مقامونواوڅوکيوکې اوداطلاعاتواودمخ تللی اقتصادی څانګودمسؤولينوپه توګه  دبوش ترڅنګ په کاربوخت سول ،که څه هم بوش دنوی زاړه پالو،غړی ندی  اوپه دوي تړلی ندی ،اما په  ډېربربنډه اوزغرده توګه ددوي دسياستونوتراغيزه لاندی  راغلی دی اوددوي تاثيرور باندی  سته دي .نونـــوی زاړه پالــــوپه دی وتـوانيـــدل تر څودخپلولړليدونواوکــــړنلاری سره دنړی داطلاعاتی اوسياسي چارودارګانونوتوجووځان ته  راواړه وی  اوپردولت اوکنګری باندی  ديواغيزمن واک په څير راواوړی .

 پربوش باندی ځينی ګوتنيونکی اوهمدا ډول دهغه دمحافظه کاره  کابينی ځينی غړي هم وايي چې خپله جمهور رئيس  پريکړي نشی کولای،ځکه هغه دولتی چاری چې دی يې په ښکاره ډول ترسره کوي ،هغه داسی دي ،چې جمهور رئيس په حقيقت کې دولت اداره کوي اوکنتروله ويي .  دغه مسئلی ددی سبب ګرځيدلی دی چې دنوی زاړه پالو کړني په سياسي چارواونوروبرخوکې  په بربنډه ډول سره څرګنده سی ،اوددوي فکری لړليدونه اوفلسفه لږلږدغه موجوده کلاسيکی  چاری  يې ،دامريکی په سياسی ټولنه کښې دګواښ سره مخامخ کړی دی،اوکرارکرار کار ودی ځای ته رسيدلی دی چې دغه ګواښ په يوډول سره دامريکی را استول سوی  بهرنی سياست  ددغوډلوولاس ته ورولويږی  .

          (( بات بيوکانن )) په خپل کتاب کې د ((ښی اړخی چيري تيروتنی وکړل ؟)) دسرليک په نوم سره،نوی زاړه پال يې په دی تورن کړ چې دبوش ددولت بهرنی سياست  دوي په خپل لاس اوکنترول کې لری اودبوش وافکاروته يې بدلون ورکړی دی، په دی هکله يې داسی وليکل : نوی زاړه پالودبوش کړنی يې ترنيوکولاندی راوستل،دامريکی دلوي مفکوری اوکړنلاری نړيوال کيدل،دمخته نيونکوجګړودسياست پيل اورامنځته کيدل،داسرائيل نه  ملاتړاودامريکايي فکری ايډی جوړه ونه، په اسلامی نړی اوپه عربی نړی کښې ستراوښتون  اوبدلونونه ،اوددی هيوادونوبيا روغاونی ته بدلون ورکول بنسټيز مسائيل جوړه وي  .

دجورج بوش ددولت په لمړی دولتی جوړښت کې ديک چينی دبازدمرغه په شان چې هغه دنوی زاړه پالودبازپه نوم مشهور دی ،دجمهوری رياست دمرستيال پرڅوکې،او((رامسفيلدپخوا نی ددفاع وزير )) ،دواړه په  څرګنډه توګه دنوی زاړه پالوملاتړکوونکی دي اودغه دوکسه چيني او رامسفيلدپه دی سره مشهوردي،چې دغه دوه کسه دنوی زاړه پالودهغومهموکسانوڅخه شميرل کيږی چې دوي دبوش ددولت پرسياسي چارواوددولت پرکړنوباندی ډېرتاثيراو اغيزه درلودل اولريي .

         (( باب ادوارد ))  په خپل کتاب کې  د ((انکار حالت )) په نوم کتاب کې وليکل : لمړی رامسفيلديې اوبيا يې ديک چيني دعراق دګډوډيومسئوول وبالل،چې امريکا په عراق کې دااوس مهال دمشکلاتواوپرابلمونو

سره مخا مخ اولاس ګريوان دی اونوی زاړه پال ودغو مسائيلوته په ټيټه سترګه ګوری اوزياته پاملرنه ورته نه لری .په دی کسانوکې يوهم پخوانی دموکرات ددفاع وزارت مرستيال(( پل ولفوويتز )) دی چې دعراق پرهيواد ديرغل اوترځواک اوښيکلاک لاندی دغه هيواددراوستلو ،دنظريې پلوی وو،هم شته دی ،پردغو کسانوسربيره(( ريچارد پرل  )) چې ((دتورتمونواودتاريکيودامير)) په نوم پيژندل کيږی اوپه دی نوم هم مشهوردی،  دی هم يودهغه نظريه ورونکوڅخه دی اوده ويلی يې دی ،چې پرعراق باندی يرغل اودامريکی دنظامی ځواک  اوواک څخه کاراخيستل داسرائيل ددښمنانوپه وړاندی اوددغو دښمنانو دله منځه وړلودپاره ،دغه يرغل سم کار دی  ،  اوهمدارنګه (( داگلاس فيث )) په سياسي چاروکې ددفاع دوزيرځای ناستی چې دټول وژني وسلی په هکله يې دغلطواوناسمواطلاعاتواوجعلی اسنادوپه راټولواووړاندی کولوکې هم پوره لاس درلوددلته شتون لری او سته دی .

     پل ولفوويتز  ، ريچارد پرل او داگلاس فيث يودوزخی مثلث شميرل کيږی چې په درواغ ويلو سره دامريکا دهيواداودامريکادخلکوټوليز ذهنونه اوتوجويې دعراق دهيواددټول وژني وسلی پرخوا راوګرځول  .

دوي ټوله دامريکا دولت يې وداسی جګړی ته ورګد کړچې دغه جګړه دمادي،سياسي اوانسانی  له پلوه ډېردخرڅه اومصرفه  ډکه يوه جګړه ده ،اودغه دوزخی مثلث دی چې دپردی ترشا اوپه پټه دپردی دشاڅخه غواړي چې همدارنګه دامريکی هيواد دی دايران دهيوادپه وړاندی جګړه پيل کړی . 

                  اوهمداسی په ملګروملتونوکې دامريکی پخوانی استازی جان بولتون وويل ،دملګروملتونو سازمان يې دامريکی  په لاس کې ديواوزاراووسيلی په څير ،يوسازمان وبلل ،دی وايي که دغه نړيوال سازمان دامريکا په لاس کې نه وی نو دغه نړيوال سازمان هيڅ  شتون نلري اوويې ويل که په نيوريارک ددی سازمان دتعميردجوړښت څخه لس پوړی  راپريوزی اورانسکوره سي،کوم مشکل اوکوم بل پرابلم نه رامنځته کيږی  .

       ديادولو وړدی چې جان بولتون دنوی زاړه پالوپه لوبوکې تړلی کس دی ، په امنيتی چاروکې ديهودانودمشورتی مجلس غړی هم دی ، اويوشمير دده دکورنی غړي،خصوصأ دهغه خورهمدا اوس په اسرائيلوکښې ژوندکوي  .

         جان بولتون دنړيوالوحقونواودنړيوالو قوانينوپه نقضولواوترپښولاندی کولوکې مشهورسړی دی .دوال استريت ژورنال ورځپاڼی په (۱۹۹۷) ميلادی کال کې،په خپل يوی ګڼی کې دده يوه مقاله يې خپوراونشرکړچې په هغه ليکل سوی وو : هغه نړيوالی معاهدی اوتړونونه چې دامريکا لخوا لاس ليک کيږی هغه الزام راوړکوونکی  نه شميرکيږی ،بلکی هغه سياسي اړتياوی کڼل کيږی اوکيدی سی چې دوخت اوشرايطوپه تيريدوسره دهغه دقيده اوحکمه  څخه خلاص سو .    

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM