|
دخلکو دلارې وتلې متعهد مبارز

خبره دهغه چا په هکله ده کوم چې زموږدهيواد دکيڼ غورځنګ په يوازنى ستر سازمان (
ا، خ، د، ګ ) کې دمشاجرو اوبحثونو هدف ګرزيدلۍ و اولا تراوسه هم په ځينو مترقۍ
کړيوکې دهغې دشخصيت پرمختلفواړخونو او
سياسۍ دريځ خبرې کيږی ٠ ځينې په
هغې کې ديوه رښتينې ګوندى اومتعهدمبارزاوسياستوال نښانۍ اوځانګړتياووته ګوته
نيسۍ اوپه مقابل کې دنوموړۍ سازمان ځان غوښتونکې څيرۍ اوپرهغې پورې تړلې ډلې
هغه په فرکسيونۍ فعاليتونواودګوند ديوالۍ خلاف تبليغاوه اولاتراوسه خپلې پخوانۍ
بابولالۍ زمزمه کوی ، له بده مرغه دا ډلې چې دناروالاروواک ته ورسيدې اودا، خ،
د، ګ
اصولوته يې شاه کړه تل به يې هغه ګونديان چې دهغوۍ دګوندۍ ضدتګلارو سره همغږۍ
نه وو اودګوند دحياتۍ نورمونواوبرناموۍ اهدافودپلۍ کيدوغوښتنه کوله دده
دپلويانو اوهمفکرانو په نامه تجريدول، ټکول اوځپل ترڅوپه آزادلاس سره خپلې ګوندې
ضد تګلارۍ پلې کړی ٠دا شخصيت شهيد زرغون دۍ ٠ ارواښاد ډاکتر عبدالکريم
زرغون
دګلريز
خان زوی په
١٣٢٢
هـ ل
کال کې د خوست ولايت د اسماعيل خيلو په کلي کې زيږيدلی دی ٠
لومړنۍ زده کړې يې د خوست ولايت د سړبن په ښوونځي کې په لومړۍ درجه تر سره کړي
او د خپلې لوړې پوهې له امله په کابل کې د ابن سينا ښوونځي ته واستول شو، په
١٣٤٤ هـ ل
کال کې د کانکور له آزموينې وروسته
دابن سينا ښوونځي د وتلي زده کوونکي په توګه ، د کابل پوهنتون د طب
په
پوهنځي کې شامل او په
٥١
١٣
هـ
ل
کال کې د
نوموړي پوهنځي نه
په لوړو نمرو فارغ او د کابل پوهنتون په اداري برخه کې د
ډاکتر په تو ګه وګمارل شو .
په
١٣٥٢ هـ ل
کال کې د هيواد د وتلي او نامتو انځورګر غلام علي اميد د لور( سلطانه اميد) سره
چې د کابل پوهنتون د ساينس پو هنځي وتلې زده کونکې او د افغانستان د خلک
دموکراتيک ګوند خوځنده غړې وه ،واده وکړ٠او د واده ميوه يې دوه ښکلي د لوړې
پوهې خاوندان زامن دي٠ چې اوس مهال په جرمنى کې اوسيږی ٠
داکتر زرغون د افغانستان د خلک دموکراتيک ګونددجوړېدو په مهال(١٣٤٣هـ
ل کال)
د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند غړيتوب ترلاس کړ . اوبيا په کابل پوهنتون کې
د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند دګوندي سازمان د
مسؤل
په توګه وټاکل شو ٠ په دې لنډه موده کې د خپلې ګوندي ،سياسي او مسلکي لوړې پوهې
اونه
ستړی کيدونکوهلوځلو له امله د خلکو دلارې د وتلي مبارز په توګه وپيژندل شو ٠ په
١٣٥١هـ ل
کال کې د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند
د
مرکزي کميټې د علی البدل (کانديد) غړي په تو ګه انتخاب
شو٠
ځوان اود سترو هيلو او ارمانونو خاوند،ګوندي تکړه مبارز ډاکتر زرغون ته
دافغانستان د خلک دموکراتيک ګوند د مشرتابه دپريکړې سره سم
په
وسله وال پوځ کې د پوځيانو سره د ګوندي کار، پازه وسپارل شوه٠ نوموړي د خپل چټک
او اغېزمن کار له امله په لنډه موده کې
د وسله وال پوځ په ليکوکې ډېرې ګوندي کړۍ جوړې کړې . او دپوځيانو په پوهنيزه
وړتيا يې په پرله پسې توګه ټينګار کاوه او تل به د ګوندي،فلسفي،تاريخي،اقتصادي
او ټولنيزو علومو دزده
کړې لپاره، په ګوندي کړيو کې کورسونه جوړل او پرمخ به يې بيول،چې په وروسته کې
د دغو کړيويو شمېر غړي ،ګوندي او دولتی وتلۍ چارواکي شول، چې دتقوۍ ،ښه اخلاق
،کارۍ وړتيا خا
وندان وو او
دخپلو همکارانواواړونده موسسو،ادارواوپوځې قطعودکارکونکواوپرسونل دزړه له کومې
او رښتينې
درناوې څخه
برخمن وو٠
په همدې موده کې يو شمير ليکنې
لکه : مسټربل ،نوي سياسي اصطلاحات
او داسې نورې خپرې کړې٠
دډاکتر
زرغون بې
سارې
هلې ځلې،لوړه پوهه،د روانو پيښو په اړه د ژورې څېړنې له مخې رغنده اوجوړونکي
وړاند وينې او وړانديزونه، دهغه وخت د ټولنيزي مبارزې د افغاني ځانګړتياو او د
ټولنېز جوړښت د
ټولو اړخونو په پام کې نيولو سره سم، غوڅ دريځ، د ډېرو مينه والو او پلويانو
لرل، اود ګوند د مشرتابه کړې د اغيزمن او منلي
شخصيت په توګه چټک
راوتلو او د افغاني ټولنې دورسته پاتې والي ځانګړتياو ورته يولړستونځې او غميزې
جوړې
کړې ٠
دغه برياوې د وخت د زورواکوګوندونو د دود له مخې د يو شمېر ځان غوښتونکو مشرانو
او يارانو لپاره د زغم وړنه وې ٠له دې امله په کال ١٣٥٣ هـ ل کې په بيړه له
ګوند نه ويستل شو٠
ولې نوموړي
پاکزړي د ځوريدلو او کړېدلو خلکو دارمانونو او هيلو
لپاره ، د ژوند ترپايه
د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند کړنلارې ته
د باور اودرناوي په لرلو سره خپل اړيکې
وساتلې
او نه يوازې د ګوند په وړاندې
يو کوچنی خوځښت ونکړ بلکې په
١٣٥٦
هـ ل
کال کې يې بياد افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند د کانديد (ازمايشي)
غړيتوب
په ډېر وياړاو خوشالۍ ومنه٠په دي ټوله موده کې دا. خ .
د .ګ . د پياوړتيا لپاره خپلې هلې ځلې ونه سپمولې٠خو په خواشينۍ سره، مغروره او
سرکښه
يارانو، نه يوازې په ناهيليو اوزخمونو ورته پټۍ ونه لګولې، بلکې د هغو له
خونړيو منګلو بچ
هم نشو٠
په
١٣٥٧ هـ ل کال
د ثور په ٢٤
مه
د اندراګاندي دماشوم د روغتيايي مرکز د اداري چارو د مرستيال په توګه وګمارل
شو٠خو ډېر ژر دانقلابي واکمنۍ د حان غوښتونکو يارانوزغم تر سره شواو د همدې کال
د دلو په
٢٨
مه
له
دندې ګوښه او د پلټنې او څارګرې
ادارې تر جال لاندې د شاه شهيد د مور او ماشوم په روغتياېي مرکز کي د ډاکتر په
توګه وګمارل شو٠
په خواشينۍ سره د
١٣٥٨ کال د جوزاپه
مياشت کې د تورې
شپې په زړه کې سره
له دې چې نوموړی
پاکزړی د هېواد دځورېدلوخلکود ارمانونو په پام کې نيولو سره دثور د پوځي پاڅون
دملې دموکراتيکو اهدافودبريا لپاره په هلو ځلو بوخت و، دواک
دليونيويارانوله خوا دڅرخي پله
په خونړي زندان کې
زولانه شو٠
د
ډاکتر زرغون ستر ټولنيز
شخصيت ، لوړې پوهې ،په ځان باور،افغاني ځانګړتياو ې په پام کې نيول ،لوړ اخلاقي
جرأت اود پيښو په اړه غوڅ دريځ ،په تيره د ګوند دموکراتيزه کول او د ګوند ټول
لارښوونکي جوړښتونه (ارګانونه)
له ښکته تر پورته د پټو،آزادو او نيغ په نيغ
رأيو له لارې دټاکلو پر اصل ټينګار کول،د ګوند د مشرتابه په
ځان ساتونکو څيرو داسې دروند
سيوری اچولی و، آن تر دې چې د زرغون دنوم
داوريدو
سره سم يې په څيره کې بدلون راتلو٠ له دې امله
دنوموړي دنوم دويلو او ليکلو نه يې هم ډډه کوله٠
دقدرت لونيو واکمنو کړيو دواک ترنسکوريدو پورې
که به څوک
دګوند
دواکمنو شرايطوسره همغږۍ نه وو او دچارو دښه سمبالښت لپاره به يې هلې ځلې کولۍ
دزرغونيانوپه نامه يادول، هغوۍ
يې تجريدول ، له کاره ګوښه کول ،زندانۍ کول او دوژنو نه يې هم ډده نکوله٠داډول
تفکر د يوې مزمنې ناروغۍ اوعادت په توګه ترنن پورې ځينې
ياران ديوه درانه پيټى په څيرله ځانه سره لري او هرې سمې او جوړونکې نيوکې
اووړانديزته زرغونۍ طرح او هرريښتوني
نيوکګر
(منتقد) ته زرغونی ويل کيدو او وايي٠خو ډاکتر زرغون
د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند پرته،بله لار نه وه خپله کړې ٠
ځوان ډاکتر عبدالکريم زرغون دافغانستان د خلک دموکراتيک ګوند د کړنلارې دپلې
کولو او بري لپاره په پاک زړه هلې ځلې کولې ،خودمشرتابه دځان غوښتونکويارانوپه
دستور په ډېره ناځوانی اود ټولو انساني،حقوقي او اخلاقي قوانينو او
نورمونومغايرد
١٣٥٨ کال د ميزان په ٢٧مه نيټه
د پلڅرخي په خونړي زندان کې د توری شپې په زړه کې
په ګوليو وويشتل شو چې پدې توګه دهيواد دا رښتينۍ بچۍ په شهادت ورسيد ٠
(اروا دې ښاده وي)٠
يادونه : په راتلونکي نږدې کې به دارواښاد شهيد ډاکتر عبدالکريم زرغون د ښې
پيژندګلوۍ
لپاره
يوه رساله خپره شي.
په
درښت
سعادت ملوک آزاد٠
|