|
موسکا سرباز
نړی په لاسونو کي
ښځه په ستړي ستړي ګامو ورو ورو روانه وه ٠ په مخ او په کالو يی سرو وينو خپل
داغونه پريښي وه٠ او بڼه يی ورته بدله کړي وه٠ببر ويښتان او په حيرت هکو پکو
سترګو يی په ځان تير شوی حالت انځوراوه٠ تور ټيکری يی نيم په سر وه او نيماي يی
شاته کښيدلواود پلونو چاپونه يی ورته ورانول.
د چين دارکميس په لمنه ځوړند
پووليګان يی خدائی خبر د اغزو څخه ډکي لاري کي چيرته لوليدلي وو٠ همداسي په
خيالو کي ورکه ، د لويدلو اوږو سره هغه په يوي لوي تيږي کښيناسته او واردواره
يی د پښو په ګوتو، د مځکي په ګوګل شوګاري ولګولي ٠ يو ځل بيا د مارود شپيلۍ
وغريد له، توري ورځي او لړۍ د بريښنا او تالندي سره راغلي او دا يی په منځ کي د
بړبکی په شان راګيره شوه٠ په ذهن کي يی د د رد توپانونه په شور شول٠د درد په
يادولو سره هغي ته خپل درد ور ياد شو ، چي څو شيبي مخته يی د ذهن له پردي څخه
ورک شوی وه٠
د
اوږو درد او د خپل د سينو سوځيده..........
نن دريمه ورځ کيږي چي هغي خپل نازولي ځوی ته پۍ نه دې ورکړي٠ ټولي پۍ يی په
سينو کی غوټه شوي وي اودهغي له کبله يی ټول ځان درد کوو ٠ سړي جني تبي هم خپلي
غيږي کي نيولي وه ٠ کله به د ډير درد له کبله تړمي اوښکي به يی سترګو کي وځليدي
او د شنو خالونو څخه ډکه ځنه به يی په لرزي شوه٠
دوه بهرني سرتيري د ښځي څخه لږ لري ناست وو او په مړی خوړلو بوخت وو۰
په خوړلو خوړلو کي کله چي يی پام د ميرمني خوا ته شو نو د ډوډۍ يوه ټوټه يی د
هغي خواته ورتوغه کړه ٠ او همداسي يی خپلي شني سترګي پري ودرولي ، لکه کوم
ځناورته د ميلمستيا غږ وکړي ، اوپوه اوسي چي اوس به حمله پري وکړي٠
د
ښځي زړه وغوښتل چي په خاورو لړلي د ډوډۍ دغه ټوټه واخلي او د ګيډي اور پري مړ
کړي٠ د ډوډۍ دغه ټوټه د هغي لپاره د هرڅه څخه ستره اړتياوه ځکه چي هغي د رې
ورځو څخه مړی خو لري د اوبو يو څاڅکی هم له ستوني نه وه کښته کړی٠ مګر د هغي
پښتونوالي غيرت هغه پری نښوده چي د خيرات مړی له ستوني کښته کړي٠ د ډوډۍ خوا ته
نيږدي شوي لاسونه يی بيرته راغونډکړل او په خپلي غيږي کي يی کيښودل٠بيا يی خپل
دروند سر په خپلو زنګنو کي پټ کړو٠
څو شيبې وروسته سرتيرو خپل بکسونه راټول کړل او په شا يی کړل٠ د بير بوتلونه په
لاس ودريدل او ډډه يی د لوړي وني په تني ولګوله ٠ د هغو څخه لږ لري يو عکاس هم
ولاړ وه او د جګړو په منځ کي د داسي بيروونکي شيبي په انتظاروه کوم چي هغه په
خپلي کمري کي قيدکړي او بيا ټوله نړی پري حيرانه کړي٠ نه يی ډوډۍ خوړه او نه يی
اوبه څکلي بس سترګي به يی اخواديخوا د يوي زړه سوځيدونکي انځور په لټه ګرځيدي.
څو شيبې وروسته يو سرتيري د ميرمني خوا ته راغی ، له ويښتانو يی ونيوله اوسر يی
د زنګنو څخه ورته راجګ کړو٠ په فکرونوکي ورکه ښځه ورخطا غوندي له ځايه پاڅيدله
او خپل چاپيريال کي يی سترګي وغړولي٠ بيا د سرتيري د اشاري ليدلو سره د هغه
شاته روانه شوه٠ هغه عکاس هم د بهرني سرتيرو خوا کي روان وه٠ او ګام په ګام به
يی وسوسه زياتيده٠ شيبه په شيبه به يی په وچلي لاري ډيريدي او ګام په ګام به يی
سترګي وړي کيدي٠
هغوی يو ځل بياد بمو له اثره سوځيدلي پټيو په پولو باندي مخته ته روان شول ٠ هر
ګام اخستلو سره به د ميرمني سترګو لاندي تياري خپريدي او داسي به ورته ښکاريدل
لکه اوس به ولويږي٠ د دمي اخستلو لپاره به که کله ودريده نو د سرتيرو ماشين ګڼي
به د هغي ملا ته ورنږدي شوي او ورته به داسي وبريښيدل لکه اوس به يی ملا سوری
شي
مګر نه! هغو خو دا دومره ژر او اسانه د مرګ غيږي ته نه پريښوده٠ بس يوناڅاپي به
يی د لغتو لاندي واچوله او دومره به يی وهله چي د ښځي ټول تن به په وينو رنګ
شو، سرتيري به هم ستړي شول ٠ بيا به يی بيرته ورته د جګيدلو اشاره وکړه او
ميرمنه به هم د هغو شاته همداسي ورستنه شوه٠ د هغو ګوزارونه او د وهلو درد دهغي
دې زړه درد مخته هيڅ څه هم نه وه٠ مګر بيا به يی هم سترګي د تړمو اوښکو څخه ډکي
شوي او په خيرن مخ به يی ورته لاري جوړي کړي٠
همدا څلور ورځې مخته هغي د آخري ځل لپاره خپل زوی ته پۍ ورکړي وي او په انګر کي
د دوو ونو په منځ کي تړل شوي زانګو کي يی اچولی و٠ د زانګو په خوا کي ناستي
خواښي يی په يو لاس خپل نازولی لمسی زنګولو او بل لاس سره يی د پوزي په پکي
باندي موچان تري الوځول٠ همدي سره يی يوه ډيره خوږه سندره هم زمزمه کوله
.
داسي لکه په وچو پاڼو باندي د باران د څاڅکو غږ...........................
دهغي په غږ کي خدائی خبر څه جادو وه چي وروورو د ماشوم سترګي پټي شوي او يوه
ډيره معصومه موسکا يی په شونډو خوره شوه٠ همغه وخت ښځه د خپلی خواښي اود ماشوم
له خوا جګه شوه او پخلنځي ته لاړه وريجي يی ومينځلي او د نغري په سر ايښي ديګ
ته يی ورواچولي٠ د نغري لوګي د هغي سترګي وسوځولي او هغه سترګي سولو سره د
پخلنځي څخه راووته نو داسي ورته ښکاره شول لکه يوازي د نغري لاندي نه بلکي ټوله
نړی د اور په لمبو کي راګيره اوسي٠ د بمونو غږ سره تور لوګيو په اسمان کي
ډيرعجيب انځورونه جوړول٠ هغه په ډيره وارخطائی سره د کور څخه راوته ٠ مګر د
راوتو سره يی واړه ماشومان د لمبو په غونډارو کي وليدل٠ ښځي او سړيان يی په چغو
او نارو کي لاهو وليدل٠ او همداسي حيرت اوډار سره بيرته خپل کورخواته واوښته
،مګر يوګام يی هم نه واخستی چي په کور يی د اور يوه لمبه ولګيده او د هغي کور د
شګو ديوال په شان په مځکه کښيناست٠ د هغي ټول ځان په ريږديدو شو٠ يوناڅاپي يی
خپل سرپه مځکه ووهلو او خپل تور ويښتان يی په وينو سره کړل٠ په وينو رنګ شوي
ويښتان يی په نوکانو وشکول او دومره چغي يی وکړي چي بيخي ستونی يی په درد
شو٠نور نو هيڅ زور په کي پاتي نه شو٠ بيا خدای خبر چي څه وشول د ښځي سترګي
دکاڼي په شان شوي ٠ بس همداسي ساکته ځاي په ځاي ودريدله ٠ يوازي ساه اخستل يی
دومره تيز وه چي کله به يی ګوګل پورته شو او کله به بيرته کښته ٠ کله خو به يې
د څو شيبولپاره ساه هم ودريده او داسي به بريښيدل لکه يو بت ولاړ اوسي٠ د سترګو
تور والی يی هم ورک شوی وه او دڅيري رنګ يی هم زيړاوښتی وه٠
دوه بهرني سرتيري ماشين ګڼي په لاس د ښځي خوا ته په منډو راروان وه ، غيرارادي
د ښځي تور او ډنګر لاسونه پورته جګ شول ، خپل ټول هوښ يی راغونډ کړ او د ريښتيا
قبلولو لپاره دځان تيارولو په کوښښ لګيا شوه٠ د هغي هر څه تباه شول ، هر څه ور
څخه ورک شول٠ اوس ژوند او مرګ ورته هيڅ توپير نه درلود٠
بيا نو بس د يو ژوندي مړي په شان د سرتيرو مخته روانه شوه٠ هملته چيرته هغه
عکاس هم دوی سره يوځاي شو ، ښايي هغه خپله لاره ورکه کړي وه ، شايد دوی دري
واړو خپله لاره ورکه کړي وه ٠ سرتيرو داسي ګومان کولو چي دغه کليواله ښځه به
هغو ته لاره وروښيئي او د ډلي سره به يی بيرته يو ځاي کړي٠ مګر هغه ښځه به بل
چا ته څه لاره وروښيي کومه چي خپله لاره ونه لري ، خپله کوم منزل ونه لري٠ بس
په وينو رنګ شوي ځان سره هغه روانه وه اوپه هر ځاي يی د ايرو څلي ، د وراني او
د کنډواليو ننداره کوله٠
ښځي خپلي دواړه اوږي په دواړو لاسو کلکي ونيولي او د مځکي خوا ته يی را ټيټي
کړي٠ د هغي ټول تن ډير درد کولو٠ پۍ يی هم د تيو څخه راتوييدلي ٠ د ډير درد له
لاسه ذهن يی ورو ورو بي حسه کيدو٠
څه وکړي؟ له کوم ځاي څخه خپل ماشوم بيرته پيدا کړي؟.........................
د
سهار نه تر ماښامه پوري په ښځي باندي کلونه تير شول ٠ او اوس شپي هم د خپلو
ټولو تياروسره د راتلو لپاره ګام اخيست او شيبه په شيبه به توروالي زياتيدو٠
او د ځان دا درد
...........................
د
هغي ډير ښه په ياد دى کله چي هغي خپل لمړنی زوي له پيو څخه جلا کولو نو همداسي
يی ځان درد کوو داسي لکه چا په چړو پري کړی اوسي٠ بيا هغه وخت يی مهرباني خواښي
يو ځنګلي بوټی په اوبو کي وايشولو او اوبه يې ورکړي چي ويی څکي ٠ هغه وخت هم د
خواښي په شونډو يی يوه شيرينه سندره وه٠ او ورو ورو دهغي درد هم ورکيدو٠
مګر اوس خو يی نه خواښي ژوندی وه............... نه هغه شني پاڼي وي ....او نه
هغه خوږه سندره٠
په ډير ناهيلی سره يی يوازي يوه ګيله د خپل څښتن تعالى څخه وشوه چي " خدايه ولي
په دې نړي کي هر انسان په خوشحالي ژوند نه شي کولی؟ ولي هر انسان ته په
مختلفوډولونو غمونه ورکوي؟"
زيړ لمر خپلي وړانګي راټولي کړي وي او د ښځي دا ګيله يی په اسمان کي ناست د
ټولو انسانانو څښتن ته وړاندي کوله٠
يوناڅاپي .. بيخي يو ناڅاپي د څلور واړو ګامونه ځاي په ځاي ودريدل٠ لږ ليري د
بوټو شا څخه د چا د سلګو غږ راتلو ، لکه چي د چا ستونی د ډيري چغي وهلو له کبله
کښناستلی اوسي، مګر سلګی يی د ژونديتوب اعلان کوي٠ د ميرمني زړه په ستوني کي
بند شو٠ زړه يی ډير بيقرار شو او د زړه دره با يی لکه د الارم په شان تيزه شوه٠
عکاس يو ګام شا خوا ته واخيست او سرتيرو خپلي ګوتي ماشين ګڼو په ماشه کيښودي ٠
"
څوک دي" سرتيري په پردي ژبي وغږيدل٠ مګر هيڅ ځواب رانغی٠ سرتيري ورو ورو مخته
لاړل٠ ميرمنه هم ورو د سرتيرو سره مخته کيده٠ د ماښام په خيرنو تيارو کي هغو
خپل چاپيريال کي ډير مړي وليدل ٠ ښځي خپلي پړسيدلي سترګي په خپلو لاسو پټي کړي٠
کله يی چي سترګي بيرته را پرانيستلي نو ګوري چي د يوي ښځي د مړي لاندي يو ماشوم
پروت دۍ ٠ شايد دا ښځه د ماشوم مور وه او په خپل ماشوم خوره شوي وه چي د مرميو
له باران څخه يی وساتي٠ يو سرتيري د خپلو پښو سره د مور مړي د ماشوم له پاسه
لري کړو٠ ماشوم ژوندي وه مګړ سترګي يی راوتي وي او خپله ژبه يی په خپلو وچو
شونډو وهله٠ عکاس هم نږدي راغی او د ماشوم په ننداره شو٠ ښځي د رحم څخه ډکو
سترګو باندي سرتيرو خوا ته وکتل٠
لکه چي څه يی په سترګو کي ورته ويل
..................
څه يی تري پوښتل...............
يو څو شيبي ودريده ، نوره يی د چا پرواه و نکړه او يوي مينه ناکي مور غوندي يی
ماشوم په خپلو دواړو لاسو کي راونيو٠ يو څو شيبي يی همداسي په عجيبه سترګو ورته
وکتل٠ بيا ډيره مطمئينه په مځکي کښيناسته٠ د هغي د سينو څخه د ژوند دارو لکه د
يوي فواري په شان بهيدله٠
بيا خدائی خبر چي د کوم احساس له مخي يي خپل د کميس ټولي تڼی و شلولي او د مور
مينه ، د مور مهرباني او د ژوند اوبه يی د ماشوم وچو شونډو ته ورنږدي کړي٠ وچي
شونډي لمندي شوي، مګر ماشوم دومره کمزوری وه چي شونډي يی نه شوي خوځولی٠ بيا هم
ښځه په همدي کوښښ بوخته وه چي شيدي يی وڅکي٠ دغه ماشوم هم د ژوند لپاره خپلي
شونډي لږ په حرکت کړي مګر بريالی به نشو٠
يوه شيبه تيره شوه..... مګر ميرمني ته داسي وبريښيدل لکه سل کاله
...
مګر په همدي سل کلو کي يو معجزه وشوه وروورو د ماشوم شونډي په خوځيدا شوي٠ هغه
لږ لږ ژوندی شو٠ د ښځي په وجود يی خپل واړه واړه لاسونه و وهل او د پيو په
رودلو يی پيل وکړ٠ د ښځي په مخ باندي د خوشحالي يوه رڼا خپره شوه٠ او دغه تياري
شيبي يي وځلولي٠ هغي په سلګو سلګو ژړل، دومره چي د ماشوم په وينو لړل شوی کميس
يی لوند کړو٠
عکاس او سرتيروو ډيرحيرت، تعجب او خوشحالي سره ميرمني او ماشوم خوا ته کتل٠ ته
به وايي چي داسي ننداره يی په ژوند کي ليدلي نه اوسي٠ په خاورو او وينو کي
لمبيدلي د اتلانو د هيواد شني غونډی شاته لاهو شوي لمر هم خپل سر راجګ کړاو دوی
ته په ننداره شو٠
د
مور د ميني فواره همداسي بهيده٠
ماشوم غړپ غړپ شيدي څکلي ٠
اوښکي هم څاڅکي څاڅکي توييدلي٠
يو ناڅاپي د وخت افسون مات شو او د کمري کليک ټول چاپيريال روښان کړو عکاس د
مور او د ماشوم څخه ګرد تاويدو او له هري خوا يی دا ښکلي شيبه په کمري کي
قيدوله٠ او د احساساتو څخه ډک غږ باندي يی وويل چي " په څښتن تعالئ قسم چي دې
په شان ښکلي ننداره د لمړی ځل لپاره نړی کي رامنځ ته شوي ده٠ بيايی خپله کمره
په مځکي کيښوده، خپل لاس يی سر ته نيږدي کړ اوميرمني ته يی سلام وکړ٠ سرتيرو هم
خپلي ماشين ګڼي په مځکه واچولي او سرونه يی د ښځي مخته ټيټ کړل٠
مګر ماشوم له نيم بسمل څخه تر دغه دمه دغه ننداره د زړه په سترګو تعقيبوله ٠ د
پيو هر غړپ سره يی د وطن مورته دغه پيغام ورکوو او تکل يی کوو چي " د وطن موري
ستا په پاکو پيو مي قسم، ستا په تور پوړني مي قسم چي زه به د نيکه او د بابا
توره او پټکی جګ ساتم٠ څنګه چي خړسترګي او سور سترګي مي له خپل هيواده وويستل د
شين سترګو برخليک به هم همداسي کړم٠ د وطن موري ستا هيلي به په ميړانه پوره
کوم٠"
د
ښځي د ځان درد لږ کم شوی وه او هغه ماشوم يی هم په غيږه کي ارام ويده شوی وه٠ د
ماشوم سر يی په خپله اوږه کيښود، له ځايه را جګه شوه ٠ او د غرور سره د
سرتيرومخ مخ ته روانه وه ٠ د هغي پښي زخمي وي کالي يی شليدلي او خيرن وه مګر
بيا هم ټوله نړی يی په غيږي کي مسکيدله٠ په درنښت |