شمس خوستي

كافرګل

دورك تصورپه هنداره كې ستادسترګوننداره كوم ،تۀ هم راته داسې نيمكښ غوندې ګورې چې دسترګوغوټۍ دې هماغه كافرګل رايادوي چې ستادلمړني ديدن پرمهال مې ليدلى ؤ .

په يادبه دې وي چې دخوب وړي غوندې دلمؤي ځل لپاره ستاسوكره تلى وم اوكله اوكله چې بېرته راتلم تاراته له شرمه دشونډوپه سردپاتې كېدايونازك غوندې ست وكړخوپه سترګوكې دې دومره دراندۀ پشتني اوله معصوميت څخه ډك ستونه كول چې وچ كاڼي به يې اوبه كړى واى ، زه نه پوهېدم كومې پښتونيولى وم چې يوځل مې دنه پاتې كېداووې بيامې هو په خولۀ نه راتله اوپه  زړۀ كې خومې خداى [ج] خبرڅه تېرېدل ،څه په درته ووايم چې زړه مې به مې څوځايه اوپه څه ډول ټپي وي  .

كله چې لتارخصتېدم ،زړه مې نه درڅخه تۀ خونه پوهېږم كومې پښتونيولى وم چې په نه زړه درڅخه روان شوم ، زړۀ مې په زوره  زوره د لب او دپ ږغونه كول ،بې له مااو

تاڅخه نورڅوك زمادزړۀ په دربانه پوهېدل .

په يادبه دې وي چې درخصتيدوپرمهال مويوبل ته په سترګوسترګوكې نېغ وكتل ،ماچې هغه مهال ستااوبلنو

سترګوته وكتل نوځان مې پكې وليد،او په سترګو كې مې  اوښكې راډنډشوې ،له شرمه مې مخ بلې خواته واړاوۀ ،دمخ له  اړولوسره سم مې نظرستاسوپه باغچه كې پرولاړكافرګل چې نوې غوټۍ يې ايستلې وۀ ولګېدۀ ،ومې ليدچې مخ يې دلمرسترګې په لوري داسې اړولى ؤ لكه څوك چې په چاپسې ارمانجن دشالخوامخ واړوي  .

له ځان سره مې ووې :عجيبه ده، ګل هم ښكلي مخ ته ګوري،خولدې ډېره عجيبه بياداده چې خلك ښكلي مخ ته په كتوګل هم كافربولي .   

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM