راجا او پاچا

          د سهار پر لس نيمو بجو په ډيلي كي د انديرا ګاندي توي هوايې ميدان ته ورسيدلو . زه په لندن كي د خپل امر شام لخوا راجا ته معرفي سوۍ وم ‎‎‎‎‎‎‎‎، چي زما سره په ډيلي كي د تجارتي حسابونو د تصفيې په اړه مرسته وكړي .د راجا سره يو بل تر ده كشر ځوان هم ملګرۍ و . زه د ټولي لاري په جريان كي داسي پوهيدلۍ وم چي راجا او پاچا ښه صميمي ملګري دي. په ډيلي كي مي غوښتل، له دوي څخه بيل او په ميدان كي د ټرانسپورټ له ټاكلي غرفي څخه كوم ټكسي واخلم او هغه هوټل ته ولاړ سم چي زما امر يې په لندن كي ادرس را كړې و. خو  په  ډيلي كي راجا را ته وويل،

  "موږ ته به موټر راغلي وي ، تاسو زموږ سره ولاړ سۍ، هر ځاي ته چي ځې موږ به دي  ورسوو."  زه خوښ ‏‏سوم، ځكه په ډيلي كي نابلده وم. ما ويل ښه دۍ دوي به مي خپل هوټل ته و رسوي. له دوي سره سپور سوم .  زه وايم څلويښت، پنځه څلويښ د قيفې به مو لاره وهلې وي چي راجا را ته وويل ،

 " نن ستړۍ يې، چي په هوټل كي ځاي پر ځاي كيږې نور هم ډير وخت تيريږي . نن شپه به زموږ سره وكړي".گ  ما په لا نا و نې كوله ، چي راجا وويل،ستا هوټل په اره كسن روډ  دي او هغه له لاري څه ګوښه و، نو موږ تر هغه تير سوي يو. دغه دۍ پهاړ ګنج ته را ورسيدلو". موټر  د يوې كوڅي مخي ته ودريدۍ . ما بيا هم وويل، چي زه به په يوه رخشه كي خپل هوټل پيدا كم . خو دوي دواړه را ته ټيتګ سول. ما زياتي نور څه ونه ويل، ځكه شپه وه . په رشتيا هم ډير ستړۍ سوۍ وم. موږ په هغه كوڅه ننوتلو چي مو ټر ورته دريدلۍ و. كوڅه نو د اوږدې او كږې، وږه درې غوندي وه.  بازار، كوڅي او نورو حالاتو زما خپله ځواني را پياد كړې وه.كله چي زه په ځواني كي د لمړي ځل لپاره كابل ته تللۍ وم نو له يارانو او اشنايانو سره مي څو،څو ځله د كابل زوړ ښار ليدلۍ  او په هتدوګزر، چندولو او نورو كوڅو كي ګرزيدلۍ وم. د كابل د زاړه ښار كوڅې هم كږې و ږې وې. د كوڅې په منځ كي به د لوشو ډك، په يوه نري لښتي كي چټلي اوبه ولاړي يا بهيدلي. د كوڅې دوه اړخونه به د خټو د لوړو، خړو او كږو، وږو ديوالونو څخه جوړ وه. د كورونو لاري له وړو او لويو دروازو څخه كوڅې ته پرانستلي كيدلې. د زياترو كورونو دباندنۍ برخه به تر لوړه سره پوري همداسي ښوى ديوالونه وه. د ځنوگ كورونو د ديوالونو په لوړه برخه كي كړكۍ معلوميدلي. دغو ديوالونو د سنجي كورونو دباندنۍ برخه جوړوله. ليكن د ډيلي پخواني كورونه بل شانته سوي وه. داسي معلوميدل چي د كورونو د خلګو مالكيتونه هماغه شان ساتل سوي وه، نو كوڅې د پخوا په شان كږي،گ وږې وې او د منځنيو پيړيو د كوڅو كلتور يې ساتلۍ و.د تاريخ له مخي پوهيږو چي د هغه وخت كوڅې ځكه تنګي او كږې، وږې وې چي د دښمن د حملې په وخت كي به يې د مخالفو لښكرو حركت، د اسونو د چټك ځغستلو او د سپاياتو د مانورونو مخنيوۍ كاوه. ليكن ددې زماني د ډيلي د زاړه ښار په كورونو او كوڅو كي زيات بدلونونه راغلي وه. ټول كورونه پاخه او سميڼي وه ، ښكلي ماڼې غوندي وه . د كوڅو مابين فير كړل سوۍ او د زياتو دو كانو مخي ته يو څه ځاي سميټ كړل سوي و. لښتي د كوڅې په ميتځ كي نه ، بلكي د دوكانونو مخي ته وه او سرونه يې پټ كړل سوي وه. داسي معلوميدل چي دوكانداران د هماغه كورونو او سيدونكي وه، چي دوكانونه پكښي جوړ سوي وه. ما وروسته داسي ډير دوكارنداران وليدل چي د دوكان د اړخ له كور سره يې اړيكي درلودلې. مثلا  د يوه دوكان له اړخه يوه ښحه ناسته وه او غوړ لوښي يې پريلول، يو ماشوم ورته ولاړ و. ښځي د كار په جريان كي د دوكاندار  سره د يوې مور په شان خبري او چلند كاوه.

  زه د راجا سره له ډيرو كوڅو څخه راتير سوم. په دغو كورونو كي له ليري څخه يو لوي او لوړ كور معلوميدۍ، چي تر كور لاندي دوكانونه يې هم جګ او پراخ وه. راجا او پاچا دغه كور ته ودريدل. زنګ يې وواهه، دروازه پرانستل سوه او موږ د سراي په منځ كي كومي كوټې ته بوتلل سوو. په دهليز كي د هتدوانو د پوجا يا عبادت د وخت اګربتي ( په خوش بويو موادو لړلي شم _ل) لګيدله. دودان او خوش بويې تري پورته كيدله او كوټه يې له خوشبويې ډكه كړې وه. د خوني په يوه كونج كي، يوې په عمر پخې ميرمني دواړه لاسونه د خپل سنګين شال په پلوونو كي د دوعا د پاره پورته كړي وه . تر لمانځه او دوعا وروسته پر هماغه مسله ناسته وه . موږ يې وليدلو په دغه وخت كي راجا او پاچا ور دمخه سوه او په نوبت پر لاسونو ورپريوتل . ميرمني هم دواړه په غيږ پوري ونيوله او پر مخونو يې مچ كړل. ښځي د دواړو سره د مور غوندي چلند كاوه او هلكانو هم ماه ، ماه ورته ويل. په هندي كي ماه مور ته وايې. كله چي دغه مراسم پاي ته ورسيدل، نو د ميرمني پام ما ته واوښتۍ او را ته ولاړه سوه. راجا زه ورته معرفي كړم او ويې ويل، چاچا جي ، كابلى دۍ . په لندن د شام محاسب دۍ". دغه يې په هتدي ورته وويل. زه په پوهيدلم . هغې سلام را واچاوه او په فارسي يې ستړي مسي را سره وكړه . په دغه وخت كي راجا موږ ته په ارام چوكيو كي د كښينستلو بلنه را كړه. ميرمن ولاړه . تر ډوډۍ خوړلو او څه مجلس وروسته يې ماته په بله كوټه كي ځاي را واچوۍ.

  د بلي ورځي سهار، پاچا په اره كشان روډ كي، چي دوي اره كسن روډ تلفظ كاوه، د چاند هوټل ته بوتلم . ماته زما امر شام په دغه هوټل كي كوټه نيولې وه. زياتي نو زه د تجارانو سر د شام د حسابونو په تصفيه اخته سوم.د چاند د هوټل مالك د شام خپل او ملګرۍ و، ځكه نو  ما ته په هوټل كي د كار او راحت ښه محيط موجود و. را جا او پاچا به هم كله، كله د هوټل مالك ته را تلل او مجلسونه به موسره كول. هغوي هم زه څو ځله خپل كور ته بللۍ وم. شيو نارايين د همدې هوټل عمومي منيجر و. شيو نارايين د مالك سره زما د نيژدې والي له كبله زما ملګري او دوست سو. ده په فارسي ښې خبري كولاې سوې، نو به ما او ده كله،كله مجلسونه سره كول . يوه ورځ پاچا راغلۍ و او د هغه تر تګ وروسته مي په مجلس كي ورته وويل،"گ زه په وارو ، ورو د پاچا كور ته تللۍ يم . زه خو  فكر وم چي راجا او پاچا دوه صميمي ملګري دي، خو د دوي په چلند تر پايه نه يم پوه سوۍ. د پاچا مور د راجا څه كيږي، بيخي حساب را څخه ورك سوۍ دۍ. د پاچا مور ډيره ښه ښځه ده ، هر وخت چي ورسم نو زما ډير عزت كوي." شيو وخندل او ويې ويل،د پاچا مور ډيره عزتداره مسلمانه ښځه ده، د ډيلي ډير خلګ هغه پيژني، په ډيرو سركاري غونډو كي د يوي ډيري ښې مور په څير ستايله كيږي. بيګم نورجهاني خپل مشر زوي راجا د يوه ښه هندو په څير روزلۍ دۍ او كشر زوي پاچا يې هم په مسلمانانو كي ښه نوم لري." د شيو خبري زما زړه ته و نه لوېدلي، په زړه كي مي وويل، " څرنګه كيدلاي سي چي يوه مسلمانه ښڅه يو هندو زوي ولري. " نو مي شيو ته وويل،" دا څنګه پيښه ده ، په نورو هيوادونو كي خو د مسلمانانو تر منځ ډير مخالفتونه او دښمنۍ موجودي وي. هر كال د شيه ګانو او سنيانو په جنجالو او جنګونو كي په زرګونو مړي كيږى. خو په هندوستان كي يو هندو د مسلمان ورور او هتدو د مسلماني ميرمني زوۍ كيدلاي سي. " شيو ته څه كار پيښ  سو او ولاړ. ما د كيسې نوري برخي د همدې شيو نارايين او نور وكسانو څخه اوريدلي دي. يو شمير پيښي يې ما په خپله ليدلى دى. نارايين بله شپه  داسي كيسه كوله :

      "د راجا او پاچا د مور نوم نورجهانه ده. د هغې انا ثريا د انګريزانو د وخت د يوه مسلمان هندي افسر لور وه. ثريا د انګريزانو لخوا په جوړ سوي سكول كي درس ويلۍ و . وروسته يې ثريا يي د يوه تجار زوي ته واده كړې وه . د لوړي سويې د هندوانو او انګريزانو د تجارانو او بډايانو د ټولني په منځ كي يې عالي ژوند درلود. ثريا ډير اولادونه پيدا كړل چي نورجهانه يې تر ټولو كشره او نازولې وه. په هغو وختونو كي د انګريزانو پر ضد د هندي روښانفكرانو په لارښوونه د بغاوت اواز خپلي لوړي څوكي ته رسيدلۍ و. نور جهاني او د هغې ځنو صنفيانو هم د پرنګي ضد مبارزينو سره مرستي كولې. د انګريز ضد مبارزې په جريان كي د نوموړو كورنيو ډير كورنه او جايدادونه مصادره او تجارتونه يې له درنو زياتونو سره مخاومخ سوي وه. " نور جهانه د عالي كلتور لرونكي مور و پلار په غيږ كي لويه سوې وه. هغې د هغه وخت د هندي رسمي عالي تعليماتو سربيره د هند تاريخ ، ادبيات، بيلا، بيلي فلسفې او نور شيان هم مطالعه كړي وه. نور جهاني همدا ډول د كلونو په بهير كي د خپل كورني محيط په شرائط كي د خپل نيكه تر سر پرستۍ لاندي ديني كتابونه هم لوستي او يو نيكو كاره ميرمن وه.

  "د نور جهاني د مور او پلار د مبارزې د وخت ملګري او همكاران مسلمانان او هندوان، دواړه وه. د نوموړو هندي روښافكرانو په كورنيو كي د هند د ازادۍ كار ډير په زور كي و. هغوي باور درلود چي د هند د ازادۍ راز د هند د ټولو خلګو په يووالي كي دۍ. بايد هندو، مسلم، سيك او نور كوچني مذهب والا خلګ ټوله د پرنګي پر ضد سره يو وي. په دغه لړ كي د نور جهاني د مور و پلار د كورنيو ناسته ولاړه د هندو او مسلم مبارزينو د كورنيو سره ډير صمييمي وه. نور جهانه د رنجيت صنفي وه، دوي به كله، كله په ګډه درس هم سره وايه. له كوچنيوالي څخه يې د خپلو، خپلو مذهبونو په ديني مراسيمو كي په ګډه برخه سره اخستله. نورجهانه به د هندوانو د هولۍ او ډيوالۍ په ميلو ، اتشبازيو، رنګ پاشلو او نورو كي د رنجيت سره يو ځاي ولاړه وه. همدا ډول به رنجيت د نورجهاني سره اخترونو، پنځلسي او نور مسلماني ديني مراسيم تجليلول. "د كلونو په بهير كي د دوي د ماشومتوب علافه، ورو، ورو په ځواني كي په مينه او حتا ليونۍ مينه اوښتې وه. " د دغه هندو او مسلماني په مينه ورځ په ورځ  زيات خپلوان او نوراشنايان خبريدل او هر چا به هر ډول خبري پركولې. دغه احوالونه د مينانو مور او پلار ته هم ورسيدل. د دواړو خواو خپلوان د خلګو د خبرو او تبليغاتو څخه په تنګ راغلي وه.  څرنګه چي په دغه وخت كي هندوستان نوۍ ازادي اخستې وه، نو د هند زياترو خلګو او ټولو ازادي غوښتونكو ته د هندو_مسلمان د يووالي مسئله ډيره د پام وړ وه. ځكه نو د رنجيت او نور جهاني پر ضد د خلګو غبرګون ډير سخت نه و. خو دواړي كورنۍ بيا هم ديوې خوا د خپلو، خپلو اديانو او كلتورونو د اغيزي او دبله پلوه د خلګو د خبرو له كبله  مجبوره سوي وه ، چي رنجيت او نور جهاني ته له خپلو كورونو څخه جواب وركړي. ځكه نو دوي له ناچاري د هندوستان د فانون سره سم په محكمه كي واده وكړ او خپل مستفيل ژوند پيل كړي د دواړو خواو خپلوانو ، دوستانو او اشنايانو بيا هم هغوي يوازي پري نه ښوول او د ځواني كورنۍ په جوړولو كي يې تر خپله وسه مادي مرستي ورسره وكړي. دوۍ هم ژر دولتي كارونه وموندل او دواړه معلمان سول. دوي په خپل نوي ژوند كي ډير خوښ وه.

  " وختونه تيريدل او نور جهاني ته خداي زوي وركړ. دوي او ټوله خپلوان يې زيات خوښ وه. د رنجيت او نور جهاني پلرګنۍ غوښتل چي لمسى يي د هفوي په دين وي او له لمړي سره ددوي د خلګو غوندي نوم ولري. خو رنجيت او نور جهاني داسي ذهنيت نه درلود. نو هغوي كوښښ وكړ چي د خپلو واليدينو او خلګو د خوښي سره سم داسي نوم پيداكړ چي دواړي خواوي په خوښي شي. په پاي كي يې د (راجا) نوم خوښ كړ. ځكه په هندوستان كي هندوان او مسلمانان راجا، پاچا او د لوي جاګير خاوند ته وايې. پر دغه يې موافقه وكړه او د نورجهاني مور هم چنداني مخالفت ونه كړ. زياتي د دوي د زوي نوم راجا سو.گ"  په دغه شپه زه او شيو زما په كوټه كي ناست و، چي دغه كيسه يې را ته كوله . كله چي يې كيسه دردغه ځايه ورسوله نو ، شيو ته تليفون راغۍ ، ځكه هوټل ته نوي ميلماته راغلي وه . كيسه پاتي سوه .

  زه وروسته د خپل امر شام د حسابونو په جريان كي د راجا او پاچا له نور خپلوانو سره هم اشنا سوۍ وم . نوره كيسه مي د هغوي څخه اوريدلې ده چي يوه برخه يې په لاندي ډول وړاندي كوم :

   رنجيت او نور جهانه هر سهار خپلو، خپلو كارونو ته تلل. هغوي راجا  يوازي نه سو پريښولاي او په هغه وخت كي لا حكومت هم د وړكتونو د جوړولو امكانات نه درلودل. څرنګه چي دوي ته د رنجيت د پلار كور نيژدي او حتا د دوي د كار پر لاري و ، نو رنجيت له خپلي مور څخه هيله وكړه، چي د كار په ورځو كي د څو ساعتو د پاره را جا ور روساتي. د رنجيت مور خو هوښياره هندواڼۍ وه، تر څه نا او نې وروسته يې د خپل زوي خبره ومنله. نو به راجا  هر سهار د رنجيت پلارني كور ته وړل كيدۍ او وروسته به، چي مور يا پلار فرصت وموند هغه به يې له ځانه سره اخستۍ    

  راجا په دې توګه د هندواڼۍ انا سره پاتي سو او په عمل كي يي ټوله ورځ يا د ژوند ډير وخت د انا، نيكه، خاله ګانو، ماما ګانو او نورو سره تيروۍ .

    انا به راجا ډير نازاوه ، لمړى لمسي يې و. انا به پر هغه د بيل سوي زوي رنجيت مينه ماتوله. انا به درسته ورځ د راجا او نورو ماشومانو سره تيروله. هغې به ماشومانو ته، خپل مذهبي كتاب را مايين لوستۍ ، د رام ، سيتا او نوري ديني كيسې به يې ورته كولې. راجا په دغه كور كي لوييدۍ او د ماشومتوب د لوبو، شوخۍ او د ژوند نور ابتدايي معلومات يې ترلاسه كول. كلونه يې د خپل نيكه د كور له غړو سره تير كړل.  د پسرلي په ګلانو ښكلې ورځي وې چي انا، راجا ته وويل،پاك كالي واغونده بازار ته دي بيايم "گ راجا به  په دغسي ورځوگ ډير خوشاله و، خو داځلي يې انا د لوبو ډير شيان ور رانيول . هغه بوټونه يې هم ورواخستل  چي د راجا ډير خوښ وه . انا همدا ډول د نويو كاليو د جوړولو دپاره داسي ټكران ور رانيول چي را جا غوښتل. انا وروسته په كور كي ښه ښايسته كالي ورجوړ كړل. كله چي د مازګگر خوانه رنجيت د هغه بيولو لپاره ورغۍ نو را جا ورته وويل، غواړي د انا سره پاتي سي. انا هم له رنجيت څخه وغوښتل چي را جا ورسره پريږدې. راجا پخوا هم كله، كله د انا په كور كي شپې كولې. را جا د شپې د نورو شپو غوندي د اناسره په ځاي چخ سو. د انا سره په ځاي كي يې د كالو د خبرو په ترڅ كي ورته وويل، چي بله ورځ هم داسي شيان ور رانيسي. انا ورته ويلي وه، چي په ديوالي كي به تر دغه ښه كالي او نور شيان ور واخلي. راجا پوښتنه ځني وكړه چي ديوالي څشي ده. انا ورته وويل،  ولي د (بګوان رام چند) كيسه مي نه وه درته كړې ، چي راوڼ.(شيطان_ل) سيتا تښتولي او لنكا ته يې بيولې وه، هلته يې ډير ظلمونه پر كول. پياد دي نه دي چي درته ويلي مي وه چي (بګوان رام) هلته ورغلۍ و. د راوڼ سره يې جنګونه كړي وه ، هغه يې وژلې و او سيتا يې راخلاصه كړې وه. سيتا يې بارت( په هند كي د يوه ځاي نوم و _ل) ته راوستله. په دغه ورځ نو ټولو خلګو خوشالۍ كولې، نوي كالي يې اغوستل، ميلې يې كولې ، ميلمستياوي يې كولې. خپلوانو ته يې شيرنۍ وركولې. اتشبازى يې كولې." بل ورځ راجا وليدل چي د خلګو له كورونو څخه د شيرينيو ډكي مجمې را رواني وې په مجمو كي ميټايې، لډو ، برفي او نوري ډول، ډول شيرينۍ. وي. راجا په هغه ورځ دونه شيريني خوړلې وې چي مازګر يې پر نس درد و. خو د شپې داسي زوروري اتشبازۍ كيدلې چي د راجا د خپل نس درد هير سوۍ و.  

 په دې ډول راجا په وړكتوب كي د انا څخه د هتدو مذهب په اړه ډير شيان زده كړي وه. هغه پوهيدۍ چي په هولي كي پر يو بل د خوشالۍ څخه رنګونه پاشي. پخوا يي پر يو بل شيدۍ او مستې پاشلي او وروسته به يې دغه رتګارنګ رنګونه سره پاشل. د رنګو پاشل ، دا مانا لري چي د ټولو رنګونو خلګ يو شانته دي او دغه رنګ پاشل د ټولو رتګ يوشان كوي. راجا همدا ډول پوهيدى چى د هولي جشن پر بدي باندي د نيكۍ د كاميابۍ جشن دۍ. راجا د ويساكي جشن هم پيژندۍ . د ويساكي د ميلو په منځ كي د نوي كال په ميله هم پوه و . راجا د انا څخه د ويساكي په ميله كي يوه دوعا هم اوريدلې وه چي ويل يي،" اي بګوانه زموږ خلګ خوشاله وساتې او زموږ ملك اباد ولري او زموږ ګدامونه د غلو څخه ډكي كي." انا په دغه ورځ هم را جا ته نوي كالي جوړ كړي وه.

 راجا د انا د ټولو ميلو سره علاقه درلوده او هغوي يې خوښي وې ، خو د " د نوراتي" د مراسيمو څخه يې ښه نه كيدل. ځكه انا يې اووه ورځي او شپي  روژه نيوله ، طبعت به يې ښه نه و او دى به يې ترټۍ. راجا به په دغو شپو ورځو كي د انا كور نه په زوره بيول كيدۍ خو شپه به يې نه كوله، ځكه انا به يې يوازي سهار او ماښام څه خوړل او نور به يې نو ټوله ورځ و شپه روژه وه. د سهار او ماښام په خوړو كي يې هم غوښي، هګۍ، پياز، هوږه او ځني نور شيان نه وه شامل.  راجا په يوه بله مسئله هغه وخت خبر سو ، چي له انا څخه يې پيسې وغوښتلۍ او هغې وركړې، خو دغه پيسې لږ وي او راجا هغه بيرته انا ته ور غورځولي وې .گ انا يې ډير په قهر سوې وه او ورته ويلي يې وه چي تا لكشمي رد كړې ده. پيسې ټولي د لكشمي بګوان دي. تا لكشمي بګوان رد كړ.  نن نوري پيسې نه دركوم. په دغه ورځ راجا په " لكشمي پوجا" يعني د لكشمي په عبادت هم خبر سو. پوه سو چي لكشمي ښځه بګوانه او د ټولي دنيا د پيسو خاونده ده.  كله چي به انا د هندوانو ديني كتاب، رامايين لوستۍ نو به راجا ورته ناست و او له رامايين څخه به يې د انا كيسې اوريدلې.

  انا د راجا سره د خپل كور تر ماشومانو ډيره علاقه درلوده ، ځكه يو خو يې د بيل سوي اولاد ،  رنجيت زوي و او د بله پلوه پوهيدله چى راجا په خپل كور كي د دين د زده كړي لپاره هيڅوك نه لري. راجا د انا لخوا د كاليو او نورو شيانو رانيول ته يوازي خوشالي نه كوله ، بلكي ورو، ورو يې دغه ټول شيان زده كيدل او په عقيده بدليدل. كله چي به يې انا پوجا (عبادت) كوله ، نو راجا به هم هغه دوعاوي ورسره ويلې چي انا به په لوړ اواز ويلې. كله چي به په كومو مراسمو كي د انا سره درم سال ته تللۍ و ، نو هلته به يې د انا په تقليد د پوچا د وخت ټوله كارونه تر سره كول. 

     د راجا مور و پلار هم مجبوره وه، د راجا ټولو پوښتنو ته د هندو مذهب پر اساس جواب ووايي ، مثلا كله چي به يې د رشتيا ويلو يا غلا نه كولو په اړه راجا ته څه ويل، نو هغه به يې درامايين د هغو كيسو پر اساس ورته بيانول چي ده به له انا څخه اوريدلي وه. كه نه نو په كور كي غم پيښيدۍ او راجا به خبره انا ته رسوله، چي مور يا پلار يي داسي يا هغسي وايې. او دغه كار ددې باعث ګرزيدلاي سو چي انا له هغوي سره خوابدې سي. يو ځل همداسي سوي وه او د رنجيت مور ، څو ورځي د ا عتراض په توګه په خپل كور كي د راجا د منلو څخه انكار كړۍ و ، تر څو چي وروسته رنجيت ورغلۍ و او مور ته يې وعده وركړې وه،  چي بيا به داسي نه كوي.

    كلونه تير سوه او نور جهاني ته خدا بل زوي وركړ. دوي ټول ډير خوښ وه. د نور جهاني مور ثريا له خپلي لور څخه هيله كړې وه چي پر دغه زوي  مسلماني نوم كښيږدې. نور جهاني دغه خبره خپل ميره ته وكړه. رنجيت ته د نور جهاني د خوښيۍ لپاره د نامه خبري هيڅ اهميت نه درلود. دواړو په ګډه د راجا د ورور نوم پاچا كښيښود.  راجا پر پاچا نيزدې شپږ كاله مشر و. د پاچا ماشومتوب د مور و پلار او راجا په غيږ كي تيريدۍ .

   اوس نو د زمان بهير ته ګوره چي څه پيښې منځ ته راوړي . څو كلونو وروسته په هندوستان كي د وبا يا كولرا مرض خپور سو او په لكونو خلګ يې ووژل. ځگكه نو د هند حكومت د وبا پر ضد ملي جګړه اعلان كړه. دې جګړې ته تر هر چا وړاندي ډيرو روښانفكرانو او په تيره بيا ازادي ګټونكو متورينو ور ودانګل. رنجيت او نور جهاني هم د كالرا پر ضد د ملي مبارزې په لښكرو كي خپل نومونه ثبت كړل. خو د كولرا پر ضد د ملي مبارزي د راجسترمحلي كميټې له يوه كور څخه د مور او پلار داوطلبي ونه ومنله. ځكه نو نور جهانه پر كور پريښوله سوه او رنجيت جايپور ته ولاړ، كوم چي د ډيلي په ګاونډ كي وافع دۍ. څه وخت وروسته د هماغه جايپور څخه د كولرا پر ضد د مجادله كونكو څو جسدونه راوړل سول. د جسدونو د معايناتو او پيژندلګلويو وروسته دكولرا پر ضد ملي كميټې، نورجهانه وروغوښتل او يو له نوموړو جسدونو څخه يې ورتسليم كړ.

   د بده مرغه دغه ددې د ژوند د ملګري او محبوب رنجيت مړۍ و. پر نورجهاني داسي حال راغۍ لكه په يوه ځل چي له پاچهۍ را لودلي او د كوڅو پكيره سوې وي. رنګ يې تر زعفرانو هم ژړ او شونډي يې وچي سوې. زړه يې ډوب، ډوب كيدۍ. په غمونو او سوچونو كي وركه سوه. د نور جهاني د درد او غمونو سم بيان ډير سخت كار او زه يې نه سم ليكلاي، ځكه د دغه شان ځوانيمرګيو تصوير يوا زي هغه څوك ښه وركولاي سي چي همداسي حال پر راغلۍ وي. خداي دي پر هيڅ چا د تيرونو غم نه ويني. خو څرنګه چي نورجهاني د پرنګي پر ضد د مبارزې د زياتو شهيدو ملګرو، ميرومنو ، ميتدو او خوندو ته د زړه صبر غوښتۍ او هغوۍ ته يې ډاډ وركړۍ و. ډيرو ته يې مشورې وركړې وې چي ونه ژاړې.  زړه وا نه چوي. په خپله كمزوري د نورو مورال خراب نه كړي. غمونه تر ګونډو لاندي كړي. نو يې د توپان لمړي څپې ته اوږه وركړه او تر پايه د غره غوندي ټينګه وردريدله. ځكه ويل يې " هره څه د خداي دي او بيرته خداي ته ورګرزي. د پيښي څخه تيښته نسته".  په زړه كي به يې ويل ،  چي اوس نو بايد له يوې خوا خپله خداي وركړې زړه ورتيا وښيې او د بله پلوه راجا او پاچا هم داسي و روزي چي د ژوند د مصيبتونو سره په مړانه مبارزه وكړلاي سي.

  هر څه چي خداي كول هغه وشوه . د رنجيت د جنازې او سوځولو په مراسمو كي د رنجيت او نور جهاني د كورنيو د غړو، ډيرو خپلوانو دوستانو او د ازادي غوښتنكو زياتو مبارزينو برخه اخستې وه. د هندوانو د دين له مخي د مړي جسد پر اوډلو شوو لرګيو، چي دوي يې "چيته" بولي ايښوول كيږي. د مشر زوي او كه هغه نه وي د بل مشر له خوا چيتې ته اور اچول كيږي. د رنجيت مشر زوي، راجا په دغه وخت كي څورلس كلن و. چي د پلار چيتې ته يې اور واچاوه  پر نور جهاني خواري هيڅكله داسي زړه بګنونكي غمونه نه وه راغلي ، هغې په پټه ډير وژړل او ډيري اوښكي يې وبهولې. خو څه يې كولاي شوه، رتجيت تللۍ او نور جهانه يوازي پاتي سوې وه. خپلوانو او دوستانو ډيره خوا خوږي ورسره وكړه، خو د نور جهاني زړه كله صبريدۍ. ليكن زمان فكرونو، د اولادونو د روزني چورتونو،  ورو، ورو د نورجهاني زخمي زړه رغاوه او د غمونو د هيرولو تمرين يې كاوه . ځكه  ژوند همدا سي دي. هغه شان وشوه لكه خلګو، ټولو خپلوانو، دوستانو او ملګرو چي يې  دوعاګاني ور ته كولې او ويل به يې،" خداي دي د زړه صبر دركي". په رشتيا هم چي زمان د غمونو تداوي كوي، نور جهاني ته هم خداي د زړه صبر وركړ.

  د رنجيت كورنۍ ته خو نور جهانه پخوا هم كومه تيرونۍ نه وه. د رنجيت د مړيني سره يې نور جهانه د هندوانو د ديني او كلتوري اوصولو پر اساس "ابشګونه" يا بدمرغه وګڼله او هغه يې د رنجيت د مرګ  سبب وبلله   كه څه هم چي د راجا انا او د هغې كورنۍ د راجا سره ډيره مينه درلوده، خو مجبوره وه خپل كلتور ، دود او رواج ته غاړه كښيږدي او د رنجيت د كورنۍ سره خپلي اړيكي وشلوي. هغوي د نورو غمونو د مخنيوي لپاره راجا بيګانه وګرزوۍ .

  د بلي خوا د نور جهاني مور ته خداي وركړې وه چي لور يې له هندو څخه خلاصه سوې وه. خو پلار او د كورنۍ نورو غړو يې ويل چي زوي خو يې هندو دۍ . ځكه نو نورجهانه نه سو لور كولاي. خو د نورجهاني د مور زړه د يوې مور زړه و، په ناز لويه سوې، په غم واده سوې او ځني تللې لور يې، يو كړۍ هم نشو هيره ولاي. ځكه به يې نو په ورځو ، ورځو خپل ميړه ته ويل، نور جهانه خو زموږ هغه نازولې لور ده، چي د هغې په غيږ كي نيولو ته به زموږ د هر يوه تلوسه وه. د هغي په غيږ كي اخستلو ته خو به د كور غړو نوبت اخستۍ. د خواركۍ واده خو هاغسي سو، زموږ له بيباكۍ څخه مو لمسى هندو سو. اوس نو بايد هغه بل لمسى په خپل لاس هندوانو ته پري نه ږدو او خپله لور پر ميدان ونه غورځوو . هغه څوك خو مړ سو او خداي پخپله جزا ورساوه چي زموږ لور يې را څخه بيګانه كړې وه. اوس خو نيك عمله مسلمانه نور جهانه مه پريږده چي غمونه يې د زړه تل ته ولويږي او دا هم له نا اميدۍ، بيكسې، او نامرادۍ څخه په ميړه پسي ولاړه سي. زه وام هغه به رانيژدي كو، لور به مو بيا خپله سي. زه وام ميړه خو به ونه كړي، چي موږ خو ولري. ته ګوره سړيه هغه خپل لمسى پاچا به هم مسلمان وروزل سي. " د ميره زړه يې نرم سوۍ و ورته ويي ويل،  "پسله دونه خبرو څنګه هغه خپل كور ته راولو. " ميرمني يې ورته وويل ، زموږ په كوڅه كي هغه كوچنى كور به دې ته وركو، هغسي زياتره وخت بيكاره ولاړ وي ، كه په كرايه هم تللۍ وي نو تر فايدې يې تاوان ډير وي، كرايه دارونو اوس هم ډير خراپ كړۍ دۍ. خپله نور جهانه به پكښي واچوو، را نيژدي به وي په مرګ  او ژوند به يې خبر يو . لمسى به مو هم خپل سي." په پاي كي دوي دواړو پر دې موافقه وكړه چي د خپلي لور او لمسيانو سره مرسته وكړي. په دغه وخت كي راجا د پنځلسو كلنو سوۍ و .پاچا د &