بسم الله الرحمن الرحيم

 

 

 

 

 

 

د افغانستان د ملي گوند كړنلاره

 

زموږگران هېواد افغانستان لرغونى تاريخ، له وياړه ډك ملي دودونه، سرشاره طبيعي منابع او كار ته چمتو بشري قوه لري چې د تېرو رژيمونو د ضعيفو پاليسيو په وجه د پرمختگ او ترقۍله بهيرڅخه تر شا پاتې ساتل شوى او تر اوسه د منځنيو پېړيو د فقر او وروسته پاتې والي په منگولو كې راگير دى.

د درېو لسيزو په اوږدو كې دې لرغونې سيمې د جيوپوليتكي گټو پر سر د زبرځواكونو د مقابلې او مخامختيا په خوځنده مسير كې د ناورينه ډك او نه جبيره كيدونكي انساني تلفات، د مادي او معنوي ارزښتونو، طبيعي شتمنيو او فرهنگي ميراثونو تالان او ضايعات وليدل.

ښكېلو بهرنيو ځواكونو بې له دې چې د خپلو آزمندانه سياستونو او ډول ډول پوځي لاسوهنو پايلو ته پام وكړي له يوې خوا يې زموږ د خلكو ديني او مذهبي احساسات، قومي او اتنيكي بيلوالى د لمسون او پارونو د وسيلو په توگه په كار واچول او له بلې خوايې په سخاوت او غزولي لاس كورني ځواكونه په پيسو او وسلو سمبال كړل تر څو چې زموږ خاوره يې  د ورانونكو وسلو د آزموېنې په زېرمه او پليگون او په پاى كې د نوي ډول بنسټ پالنې او تروريزم په ټا ټوبي او زانگو واړوله.

گاونډيو دولتونو هم د فرصت په موندلو هر يوه د برخې په تمه زموږ د كورنيو وسيلو او زمينو څخه په گټه اخيستلو زموږ د كور پر لگېدلي اور د نورو تېلو په اچولو سره د ښكېلو خواوو تر مينځ د دښمنيو لمنه لا نوره هم و غزوله او ځينو لا تر اوسه هم خپلو شومو اهدافو ته  د رسېدو په هيله زموږ پر هېواد سترگې ښخې ساتلي دي.

د شوروي زبرځواك په پاشل كېدو سره د يو قطبي نړۍ جوړېدل د اوسني دوران د عمده مشخصې په توگه را مينځ ته شوه. د سړې جگړې دوران خپل ځاى د نوو تضادونو، كړكېچونو او شخړو تودو مركزونو ته سپاري.

د پېښو په خوځنده او توفاني بهير كې د افغانانو د ټاټوبي څخه د بل شوي اور لمبودځورونكي بشري ناورين سره يو ځاى په حيرانونكې توگه  د سمندرونو دغې او هغې خوا ته د سترو ځواكونو لمنې ونيولې. په دې لړ كې د سپټمبر غمجنې او بشري ضد پېښې د افغاني ټولنې مقدرات د نړۍ د سترو هېوادو په پرېكړو پورې وتړل او په نتيجه كې زموږ په رنځېدلي هېواد كې د نړيوالې ټولنې حضور د يوه نوي بهير د پيلامې په توگه زموږ د ولس او نړيوالو د پاملرنې او اميدونو وړ وگرځېده. خو له بده مرغه پيل شوى بهير چې بنسټ ېې د ډلو ټپلو پر گټو او مصلحتونو ايښودل شوى وو، د امېد او نا امېدۍ د دوه لارې څخه يو گام هم مخ ته و نه خوځېد. د خنډ د اساسي عواملو په لړ كې يو هم د بن د پريكړو څخه په ډاگه سرغړونه ده، چې د بې وسلې كولو، د شخصي او گروهي قواوو د منحلولو، د ملي اردو او پوليسو د جوړولو سره اړه لري. همدې عواملو په خپل وار سره په نوي بهير كې د سولې او دموكراسۍ د ځواكونو د فعال گډون مخه نيولې ده. د بې ثباتۍ، ډارولو او ترينگلتيا په لورى د وروستيو  پرمختياوو بهير چې د حاكميت څخه د ولس د زياتېدونكې خوا بدۍ او بېلتون څرگندويه دى له يوې خوا د واكمنې ادارې اجتماعي او ملي اعتبار ته د كلك گوزار گواښنه كوي، او له بلې خوا يې د تعهداتو په وړاندې د نړيوالې ټولنې وفاداري تر شك او پوښتنې لاندې نيولې ده.

د ټوپك تر واكمنۍ لاندې د مخدره موادو د پراخ كار و بار تر څنگ د طبيعي زېرمو ، لرغونو آثارو، ملي شتمنيو او عوايدو د بې رحمه لوټ او تالان څخه زېږېدلى مافيايي وېرونكى تورتم په ټول هېواد خپور شوى او د سوكالۍ او دموكراسۍ د  پاره يې زموږ د رنځ ځپلي ولس هيلې تر پخوا زيات په ناهيلۍ اړولي دي.

موږ باور لرو چې په اوسنۍ وضع او شراېطو كې  د سولې تأمين، د مركزي واكمنۍ پراختيا، د ملي يووالي ټينگښت، اقتصادي بيارغونه، د اساسي قانون تطبيق، د جمهوري رياست او پارلمان ازاد او دموكراتيك انتخابات، مادي او معنوي رفاه، د مدني ټولنې جوړول او د خلكو د نورو وطندوستانه غوښتنو او ارمانونو برخليك تر ټولو د مخه د اساسي مسئلې د حل په توگه د ټوپك د واكمنۍ د خاتمې او د ملي گټو پر بنسټ د يو سالم اداري سيستم د استقرار سره تړلى دى.

په هر ډول شرايطو كې كه څه هم زيات ستونزمن وي د سولې او دموكراسۍ داعيې ته د وفاداره ځواكونو هېوادپال ملي رسالت او دنده نه ختمېږي. له دې امله په اوسنيو  پېچلو شرايطو كې د دغه ډول ځواكونو سمبالښت، په نوي بهير كې د هغوئ فعال گډون او د بري په لور د دغه بهير خوځونه  زموږ د گران هېواد د اوسنيو حساسو تاريخي شېبو انكار نه منونكې اړتيا ده.

موږ د خپلې ټولنې د واقعيتونو څخه د درك پر بنا د خپلو همفكرانو او همرزمانو سره يو ځاى په رغنده تماسونو او تفاهماتو  د يووالي، اتحادونو، اېتلافونو او بالاخره د نوي بهير د محركو  ځواكونو د تجمع د اصلي محور په توگه د سراسري پراخې ملي جبهې د تشكيل پر لور مخ ته ځو. په دې لړ كې د هغو سازمانونو، حلقو او شخصيتونو سره چې زموږ سره د سياسي او فكري گډ دريځ له نظره د باور د بحران له مسير څخه په اسانه تېرېداى شي، عام او تام تشكيلاتي  يووالي دځنډ نه منونكو دندو څخه بولو.

ددې تر څنگ د محوري دريځ او گډ هدف په توگه  د ملي لوړو گټو پر بنياد  د اتحاد، ائتلاف او ملي متحدې جبهې په لور د ټولو هېوادپالو، سوله غوښتونكو او دموكراتيكو ځواكونو د پراخو مذاكرو او مفاهمو پر اړتيا ټينگار كوو. موږ دغه ارمان ته د رسېدو په لاره كې په متقابل تعهد، باور او زغم باندې حساب كوو.

د افغانستان ملي گوند،  چې د ملي او دموكراتيكو افكارو پر بنسټ د ارادې او عمل د خپلواكۍ لرونكى دى، له كښته څخه تر لوړه پورې يې د انتخابي ارگانو پر جمعي اراده باندې په اتكا سره د خپل گوندي ژوند موازين تنظيم كړي دي، د هېواد د خلكو د لوړو گټو د تحقق په منظور د هېواد د نافذو قوانينو سره سم خپل فعاليت او هلو ځلو ته په علني او مسالمت آمېزه توگه ادامه وركوي، خپلو ټولو همفكرانو او همراهانو ته د نوي تشكل او وحدت د پروسې د پياوړتيا د پاره د دې اساسي مرامي كرښو پر شا و خوا د خپلو سياسي سازماني فعاليتونو د انسجام، هماهنگۍ او توحيد بلنه وركوي، څو په تحقق كې يې موثر رول ولوبوي.

 

 

لومړى- د كورني سياست په ډگر كې:

- د اسلام د سپېڅلي دين د اساساتو رعايت، د خلكو غوره دودونو او كلتور ته درناوى، د نورو دينو د پيروانو د ديني مناسكو د آزادۍ څخه ملاتړ.

- له ملي خپلواكۍ، ملي واكمنۍ ، ځمكنۍ بشپړتيا او په ټول هېواد كې د قانوني مركزي حاكميت له پراخوالي څخه دفاع.

د ملي واكمنۍ په اړه د افغانستان ملي گوند، پر دې بنسټيز اصل باندې معتقد او متكي دى چې ملي حاكميت د افغانستان په خلكو پورې اړه لري چې د هېواد د ادارې په بيلا بېلو سطحو كې يې د ازادو، دموكراتيكو او عادلانه انتخاباتو له لارې  منځته راوړي.  پر ملي حاكميت باندې د جنگ، توطيې او كودتا له لارې هېڅ ډول خشونت آمېزه تصرف د منلو وړ نه دى.

- د هېواد د ټولو مليتونو،  قومونو او اتنيكي اقليتونو د حقوقو د برابرۍ او  متوازنې سياسي، اقتصادي، اجتماعي او كلتوري ودې له لارې د ملي يووالي د ټينگښت د پاره پر له پسې هلې ځلې.

- د ازداو، دموكراتيكو پارلماني انتخاباتو او سياسي پلوراليزم پر بنا د دموكراتيك نظام له استقرار او د دولت د درې گونو قواوو له بېلوالي (تفكيك قواى ثلاثه) څخه ملاتړ.

- د هېواد د ټولو اتباعو ( ښځو او نرو) د سياسي او مدني حقوقو او ازاديو لكه د عقيدې او بيان ازادي، د قلم او مطبوعاتو ازادي، د گوندونو،  سياسي او ټولنيزو سازمانونو او اتحاديو د تشكيل، د سوله ييزو او قانوني مظاهرو، اعتصابونو او ټولنو د سازماندهي او په هغو كې د گډون د حق د تأمين لپاره مبارزه.

- د ټولنيز ژوند پر ټولو چارو باندې د قانون له حاكميت څخه ملاتړ چې په هغې كې د دولت او  فرد متقابل حقوق او مكلفيتونه مشخص وي او نه يوازې د ټولنې پر افرادو، بلكې پر دولت او د هغه پر ارگانونو او چارواكو باندې يو شان د تطبيق وړ وي.

- له دين، مذهب، مليت او قوميت څخه د سياسي افزارو او وسيلې په توگه سياسي او ډله ييزو مقصدونو ته د رسېدو د پاره د ناوړه گټې اخيستلو سره مخالفت.

- د بشر پر حقوقو او په تېره د ښځو پر حقوقو د تيري سره مبارزه، د تفرقه اچونكو گرايشونو او قومي، محلي، ژبني او مذهبي امتياز غوښتنو، تبعيض او انارشيزم سره مبارزه. د زور، فشار،  تهديد،  وېرونې او تعقيب د بېلا بېلو شكلونو د اعمال سره مخالفت.

- د وسلو د راټولولو،  د شخصي او گوندي وسله والو ډلو د ړنگولو،  ملي گټو ته د وفادار مسلكي او معياري ملي اردو او پوليسو د تشكيلولو او د نظامي تحصيلي موسسو د بيا جوړونې او رغونې څخه ملاتړ.

- د وزارتونو پر تعدد  باندې د نوې كتنې،  د متوازي وزارتونو د يو ځاى كولو،  د ډلو د حاكميت څخه د وزارتونو او ادارو د ايستلو د مسلكي كادرونو د جلب او جذب او د پوهې او تخصص پر اساس د چارواكو د ټاكنې له لارې  د اداري سيستم د كيفيت د لوړولو او اصلاح د پاره مبارزه. د رشوت، بيروكراسۍ او اداري فساد د مخنيوي د پاره د غوڅو او پرېكنده تدابيرو ملاتړ.

- د ټولنې د شرايطو سره سم  د داسې كادري سياست څخه ملاتړ چې له يوې خوا د ټولنې د ژوندانه د مختلفو برخو لپاره د اړتيا وړ كادرونه وروزي او له بلې خوا د هېواد د فعالترين قشر په حيث د ځوان نسل د بېكارۍ  مخنيوى وكړي.

- د ملي گټو پر خلاف د سياسي، گروپي او قومي اهدافو او اغراضو پر بنا د هېواد دمحلي اداري واحدونو د تجزيې او انقسام د هڅو او اقداماتو مخالفت.

- د معاصر عدلي او قضايي سيستم د منځته راوړلو، د قضائيه قوې د خپلواكۍ د تامينولو او د مسلكي معيارونو پر اساس د قاضيانو او عدلي چارواكو د ټاكلو د پاره مبارزه.

- د مخدره  موادو دكرنې، توليد، قاچاق او استعمال او د تروريزم  دجرړو د ايستلو د پاره مبارزه.  

دوهم- د بهرني سياست په ډگر كې:

- د ملگرو ملتونو د منشور، د بشر د حقوقو د نړيوالې اعلاميې او د نړيوالو كنوانسيونونو او ميثاقونو رعايت.

- د خارجي مثبت، فعال او بې طرفه سياست او په نظامي بلاكونو كې د نه گډون ملاتړ.

- د ټولو هېوادونو  په تېره بيا د گاونډيانو سره د ښو اړيكو د تأمينولو، د سوله يز گډ ژوند او  يو د  بل په كورنيو چارو كې د لاس نه وهلو د سياست څخه ملاتړ.

- په سيمه  او نړۍ كې  د سولې د اساساتو د ټينگښت ، بې وسلې كولو او د ذروي وسلو د خپرېدو د مخنيوي لپاره د هڅو ملاتړ.

- د نړۍ د ولسونو د خود اراديت د حق او له بهرنيو لاسوهنو  پرته د هغوئ د سرنوشت د ټاكلو د حقوقوڅخه ملاتړ.

- د نړيوالو پرابلمونو په حل كې د ملگرو ملتو د سازمان د رول د پياوړي كولو لپاره د هڅو ملاتړ.

- په سوله يزو او ديپلوماتيكو هڅود گاونډيانو سره د اختلافونو د اوارولو د سياست پلوي.

- د نړۍ د هېوادونو او بين المللي موسساتو سره د سياسي، عقيدتي ،او ايديولوژيكو تاثيراتو پرته د متقابلو گټو او بې غرضو مرستو پر بنسټ د تجارتي، اقتصادي او مالي اړيكو د ټينگولو ملاتړ.

- د سيمې د هېوادونو په اقتصادي، تجارتي، ترانزيتي او گمركي اتحاديو كې د افغانستان د فعالې ونډې اخيستنې او د نړيوال عادلانه اقتصادي نظام د جوړولو  پلوي.

- د هېواد د  بيا رغونې او د ملي ژوندانه د هر اړخيزې ودې په منظور د نړيوالو بې غرضو مرستو، پانگه اچولو او كريديتونو د جلبولو د سياست ملاتړ.

درېم-  په اقتصادي ډگر كې:

- د داسې اقتصادي سياست څخه ملاتړ چې هدف يې د ټولنې دټولو قشرونو د ژوند د سطحې لوړول او د ملي اقتصاد د ټولو برخو برابره،  باثباته او چټكه وده وي.

- د ملي گټو پر بنا د ازاد بازار د اقتصادي سياست تعقيب، د ملي پلانگذارۍ پر بنسټ  د  اقتصاد د بېلا بېلو خصوصي، مختلط، كوپراتيفي او دولتي سكټورونو وده، د هېواد د اقتصادي چټكې پرمختيا لپاره د بې قيد او شرطه كورنيو او بهرنيو خصوصي پانگه اچونو  جلبول.

- پر عمده طبيعي منابعو كانونو، ځنگلونو، څړځايونو، دښتو، شاړوځمكو، بندونو او لويو ويالو باندې د دولت د مالكيت څخه دفاع.

- د توليداتو او صادراتو د ودې، د كار د پېدا كولو او د اقتصادي  پرمختيا د تأمينولو په منظور د استخراجي، كيمياوي، خوراكي موادو، مستظرفه، سپكو او لاسي  صنايعو او توريزم وده.

- د توليدي، تعليمي، عمراني چارو او د ټولنيزې هوساېنې په گټه د دولت د مصارفو او عوايدو پر بودجې باندې د اساسي نوي نظر څخه پلوي.

- د افغانستان له لارې  پاكستان، هند او د اسيا سهيلي بندرونو ته د نفت او گاز د انتقالولو پر پروژو او د ترانزيتي لويو لارو پر جوړولو باندې تاكيد.

- د خلكو د اړتيا وړ لومړنيو موادو د گمركي محصول او ماليې د كمولو، د مستقيمو تصاعدي مالياتو د زياتولو او د غير مستقيمو مالياتو د لږولو په منظور د ملي گټو پر اساس د هېواد پر مالياتي سيستم باندې د نوې كتنې پلوي.

- د هېواد د ملي گټو پر بنا د ملي سوداگرو دپاره د ضروري اسانتياوو د برابرولو، د داخلي او خارجي تجارت د تشويق او سمت وركولو څخه ملاتړ.

- د بانكي سيستم او دهغه د خدمتي شبكې د عصري كولو څخه ملاتړ.

- د كرنې د پرمختيا او مېكانيزه كولو ملاتړ، د بزگرانو حمايت، د زراعتي او توليدي كوپراتيفونو ودې او د كليو انكشاف ته  پاملرنه، د كرنې د ماشين الاتو، اصلاح شوو تخمونو، نباتي او حيواني افتونو ضد دواگانو د تهيې، د زراعت او مالدارۍ  د خصوصي، مختلطو او دولتي فارمونو د پراختيا ملاتړ.

- د هېواد د بيا جوړونې د پروسې پر چټكولو، د موجودو لويو لارو پر ترميمولو ، د نوو لارو، د اوبو د ذخيرو او بندونو پر جوړولو، د برېښنا د انرژۍ پر پراختيا او د كانونو په تېره بيا د نفت او گاز پر استخراج باندې تاكيد.

- د مرستو د غير دولتي موسسو (انجوگانو) پر فعاليت  د دولت  د څارنې او كنترول ملاتړ.

- د ځمكو او ارزان بيه كورونو د ويشلو، د بې ځمكو او لږ ځمكو بزگرو په گټه د شاړو  ځمكو د ابادولو، د اوبو لگولو د سيستمونو د اصلاح او پراختيا او د څړځايونو د پرابلمونو د حل لپاره هڅه.

- د ځنگلونو ساتنه اوڅارنه، د ونو د پرې كولو څخه مخنيوي.

- د خلكو په گټه په لازمه او ضروري سطحه د نرخونو په تثبيت او كنترول تاكيد.

څلورم- په ټولنيز او كلتوري ډگر كې:                                                                                                                                  

- د خلكو د ژبو او كلتور د ودې، په محلاتوكې په مورنيو ژبو د زده كړې، د مطبوعاتو او جمعي اطلاعاتو د وسايلو لپاره د زمينې د برابرولو، د متوازن معارف د لرلو، له گروهي افكارو څخه د فارغ، واحد، سالم او  معاصر تعليمي نصاب د منځ ته راوړلو، د بېسوادۍ د له مينځه وړلو، د حياتي سواد د ښوونځيو د جوړولو، د وړكتونو او پالنځايونو له لارې  د ماشومانو او په تېره بيا د يتيمانو پالنې ته پاملرنه، ځوان نسل ته د سپورت، ذهني او بدني روزنې د امكاناتو د چمتو كولو او په ښوونځيو او لوړو تحصيلي موسسو كې پر ټولو پروگرامونو باندې د گټور نوي نظر لپاره مبارزه.

- د ښوونځيو، مسلكي او لوړو تحصيلي موسسو په درسي نصاب كې په لازم كميت او كيفيت سره د رسمي مضمون په توگه د بشر د حقوقو،د دموكراسۍ د اساساتو، د انتخاباتو د قانون، د افغانستان د قضايي او حقوقي نظام او د چاپېريال د ساتنې د اساساتو د تدريس  پلوي.

- د علمي او كلتوري مركزونو، كتابخانو، ملي موزيم او ملي ارشيف  پر بيا فعالولو او د ښكلو هنرونو پر تشويق باندې تاكيد.

- د فكر او بيان د ازادۍ، د قلم او مطبوعاتو د ازادۍ، د جمعي اطلاعاتو د وسايلو د پراختيا، د ټولنيز اوكلتوري  پر مختگ د ضروري وسيلو په توگه د كمپيوټر او انترنيت د اسانتياوو د برابرولو څخه ملاتړ.

- د لرغونو، تاريخي او فرهنگي آثا رو او ارزښتونو د ساتنې او ودې د شرايطو د تامينولو، د لرغون پوهنې د علمي تحقيقاتو د پراختيا لپاره د زمينو د برابرولو، د  لرغونو سيمو د خودسرانه كېندنو د مخنيوي او د معاصرو علومو او تكنالوژۍ څخه د گټې اخيستنې د امكاناتو د برابرولو هڅې.

- د جمعي اطلاعاتي پر دولتي وسيلو باندې د دولت د كنترول د تامينولو او د سياسي او وسله والو ډلو د انحصار څخه د دغو وسيلو د ايستلو پلوي.

- د اپېدېميكو ناروغيو د مخنيوي، د وقايوي او معالجوي طب د پراختيا، د محيط د سالم ساتنې او مجاني تداوۍ د اسانتياوو د تامين لپاره هڅې، د مور او ماشوم حمايت ته پاملرنه.

- د هېواد د معيوبينو او معلولينو، د شهيدانو او د جگړې د قربانيانو د كورنيو حالت ته  دايمي او بې تعصبه پاملرنه، هغوي ته د كار د امكاناتو او د مادي تأميناتو د برابرولو لپاره مبارزه.

- د متقاعدينو او پاخه عمر وگړو د تقاعد د حقوقو د تامين  د پاره هڅې.

- د كوچيانو د داوطلبانه ځايي كولو او دوى ته  دزده كړې، روغتيا، مالدارۍ او وترنرۍ  د لازمو اسانتياوو د چمتو كولو څخه ملاتړ.

- د غاصبينو له منگولو څخه د شخصي ملكيتونو د اخيستلو او اصلي مالكينو ته يې د سپارلو څخه ملاتړ.

- د چاپيريال د پاك ساتلو او د هغه مخربه عواملو د مخنېوي  لپاره د تدابيرو په نيولو  تاكيد.

- خپلو اصلي ځايونو ته د مهاجرينو او هغو كورنيو د بيرته راگرځېدو لپاره د ابرومندانه شرايطو برابرول چې د تنظيمي جگړو څخه د را پېدا شوو تعصباتو په اثر بې ځايه شوي دي،  هغه هېوادوال چې د نامساعدو شرايطو له كبله ښايي چې څه وخت لا په هجرت كې پاتې شي، دولت بايد د هېواد په دننه او بهر كې د هغوي د حيثيت څخه په پراخه پيمانه دفاع وكړي.

په پاى كې د افغانستان ملي گوند د سولې، ملي يووالي، دموكراسۍ او ټولنيز پرمختگ د ټولو لارويانو څخه په كلكه هيله لري  چې په كامل يووالي  د يوې داسې هوسا او دموكراتيكې  ټولنې د جوړولو لپاره د مبارزې لاسونه سره وركړي چې د هر ډول ملي او اجتماعي ستم څخه خلاصه وي.

ژوندي دې وي د افغانستان خلك!

مخ په وړاندې د سرتاسري سولې او امنيت د ټينگښت، د قانونيت او اجتماعي عدالت، مادي او معنوي هوساينې، د دموكراسۍ د بنسټونو د پراختيا او د مدني ټولنې د جوړيدو په لور!


                                                                  له خدايه د وس هيله كوو.


  سر پا ڼه || ا صلی پاڼې ته