|
دديورند دفرضي اوتحميلي کرښي په هکله سيمينار
د٢٠٠٧
کال دفبروري دمياشتي پرڅلورمه نيټه په بريتانياکي دميشتوافغانانانوپه ټولنه کي
دديورند دکرښي په هکله سيمينار رابلل شوى وو. داسيمينارچي دگډوافغاني
نهادونواوسازمانونوپه نوښت جوړشوى ووپه پيل کي سليم تايب دافغانانودټولني
مرستيال گډون کوونکوته ښه راغلاست ووايه اودديورند دتحميلي اوناپيژندل شوې کرښي
په هکله ئي په تيره اواوس کي د پاکستان ددولت ديواړخيزاقدام په هکله چى غواړي
په دي سيمه کي اغزن تاروځغلوي اوماينونه ښخ کړي معلومات ورکړاوهم ئي دافغانستان
په دولت کي دځينوچارواکو نا څرګندې اوبيلوونکي پاليسۍ ته ګوته ونيوله.
دسيمينار اصلي وينا کوونکي داکترببري ګل دديورند دتحميلي اوفسخه شوي کرښي په
هکله پوره اوتاريخي معلومات چي دمعتبرومنابعوڅخه ئي ترلاسه کړي وو ورکړل
اوڅرگنده ئي کړه چي دديورند کرښه يوه فرضي اوناپيژندل شوې کرښه ده
اوافغانانودتاريخ په اوږدوکي هيکله ديوسرحدي کرښي په توگه نه ده منلې. داکرښه
چي دبرتانوي هند سره يوازي دکرښي دواړوخواته د لاس نه وهلوپه منظور امضا شوې وه
دهغه وخت د برتانوي هند دولت ددي سيمي ماليات دافغانستان دولت ته سپارل
اودبرتاني دامپراطورى دبيرته تگ سره ئي اعتبارله لاسه ورکړى دى. ده داهم څرګنده
کړه چى دپولي تړل به په ميليونوکوچيان اوددواړو خواوته پراته پښتانه له
ډيروستونزوسره مخامخ کړي.
په
سيمينارکي
نوروګډون کوونکو هم په خپل وارویناوی وکړی اوپه
خپل واريی ددې ستونزي په هکله خبري وکړي. دټوپه ويناووکي څرګنده شوه چي افغانان
دپاکستان دخلکو سره دښو مناسباتوغو ښتونکى دي اود پاکستان ددولت څخه هيله کيږي
چي داغزن تار اوماينونوپه عوض خپل نيت بدل کړي اودافغانستان دامنيت په
راوستلوکي په رښتيا مرسته وکړي اوپرته له دې به دااورنوري لمني هم وسوځوي. په
ويناووکي داهم څرګنده شوه چي دواړه دولتونه دي په ځانګړي توګه افغانستان چي کله
دسولي اوثبات پښه ځمکي ته ورسوي په مناسب فرصت کي دپولي دحل دپاره دافغانستان
دخلکو په اراده اودپرتوسيمودخلکوپه خوښه اقدام وکړي. خوپه اوس کي دي دپاکستان
دولت ددي يواړخيزاقدام سره چى عملا يوکورپردووبرخوويشي ډه ډه وکړي اودافغانستان
ددولت اوخلکو دغوښتنو درناوى وکړي.
دسيمينارگډونکوونکو په پاى کي پردې سلا شول چي دالړۍ ته به دوام ورکوي اودټولو
امکاناتو څخه به گټه اخلي ترڅوددې غيرعادلانه ويش موخي اونيتونه افشاکړي.
په
درناوي |