د شاهي کلا وروستي ناميان

 " هوغه مزل باغ دي، بس زياتره، ترهغه را وروسته چنداني اباتۍ نسته، دغه مخامخ ليري چي څو كورونه او باغونه وينې دغه خوشكاوه ده. تر هغه را وروسته وينې كلا ته نيژدې د خښتو كورې او د كلالۍ د لوښو كورې دي، دوۍ دواړه په ښکاپردروازه کي د كلا سر ته له هغي لاري ختلي وه چي د يوه لنډكي كوتل غوندي كلا ته پورته كيدله . د كلا د ديوال پر سر يوه لنډ ديوال لرونکي پراخه کوڅه ډوله لار وه، چي پر دوو اړخونو ېې دوه پنډ ديوالونه وه. د ديوالو پنډ والۍ به يې ښاېي څلويښت، پنځوس سانتۍ متره و. د دغو دوو ديوالو تر منځ يوه بګۍ يا ګاډى تيريدلاي سوه.نوموړو دوو فرعي ديوالونو د احمد شاهي كلا د څلورو لويو ديوالو پر سر څو كيلومتره اوږدې كوڅې جوړولې . دغه ځاي ته به كله ، كله د ورځي لخوا ځني شوخ كوچنيان هم د سيل لپاره ختل. خو څرنګه چي دغه كوڅې به د ديبانو د كوڅو غوندي هيبتناكه ورته ښكاريدلي، نو به ژر بير ته را كښته شول . خو د ښار ځني پايلوچان به د خپل منځي جګړو او يو شمير به بيا د چلم وهلو او سيل كول لپاره د كلا سر ته ختل." لاليه دوي ولي واي چي د كلا سر دروند دۍ، ومنې چي، سړى پكښي بيريږي " لالي وخندل او ويې وويل ، دوي تر دغو خبرو وروسته د كلا د جنوب غربي كونج څخه ورو، ورو مخ پر شمال حركت وكړ او نيژدي پنځلس دقيقي وروسته، هرات    په دغه وخت كي د هرات دروازې دباندي يو ګردى د پخو خښتو ديوال پر يوه هديره راګرزيدلۍ و . په دغه هديره كي د غزا د كال شهيدان خاورو ته سپارل سوي وه. ددي ګردۍ هديرې په مابين كي د چنار يوه لويه، پنډه ونه ولاړوه، چي پر تنه يې د دوو، دېرو كسو لاسو نه په زحمت راګرزيدلاي سول، پر قبرونو شنختي ولاړې وې او د سر وخوا ته يې يو كوچنى تاخچه وه ، په هغې كي به خلګو د مراد غوښتلو لپاره شمونه لګول او د قبرونو له سرونو به يې خوردې اخستلې.لالى او قيوم هم دغي اديرې ته ورغلل اودوعاوي يې وكړې . له اديرې څخه را ووتل.  لالي تر ډوډۍ خوړلو وروسته وويل،   " قيوم ورته وخندل او ويې ويل،" بيا كار در پيښ سو، پيسې خو دي د هوټل پر ډوډۍ وركړې، زه وام يوه درې كيزه به دي په جيب كي نه وي پاته ،" لالي څه ونه ويل، د باندي ووتۍ . څه وخت وروسته چي لالى راغۍ قيوم ورته وويل، اوس د كندهار سركاري سينما اّباته ده، پخوا پاليزونه وه. دوي پر يوه پانډله سره كښېنستل . پاخه كړي وه . هغه يې په تكيه كي له نورو سره په اصطلاح وهلي وه. لالي توره لنګټه داسي تړله چي ته به وايې كپه يې پر سر ايښې ده، شمله به يې تل تر ځنګنو تيره وه. دى د بادرنګو د پاليز له اړخه سره ناست او لمن يي پر ځنګنو را كش كړې او د پښو تر ګوتو يې لاندي كړې وه. قيوم ته يې وويل،" د بابا سره دي خداي ښه وكړى، دونه يې راپري ايښي دي، كه خواري وكاږم وږي نه پاتيږو. انشاالله ، ومني چي دۍ . زه به انشالله د خيره سره ډيره خوارۍ وكاږم "  " ته وا دا باغ به ولګيږي، تا بل ځاي داسي باغ ليدلۍ دۍ" هغه ورته وويل، عبدالقيوم او لعل محمد د څو ورځو راهيسي دلته د مزدورانو په مرسته د اهاكو، رجې اچولي  يو ، يو نيم متر تر منځ   غارونه جوړول. يوه بزګر به د ميل تيره خوا پر مځكه په دوولاسو ټينګه  يوه غټ سوټك د ميل پر لوړه خوا وارونه كول. مځكه لنده وه، اوسپنيز موږى په اساني په ننوتۍ . دغه ميله به يې تر نښاني سوي ځايه پوري ټكوهله او په دې ډول به يي شل، ديرش سانتي متره غار جوړ كۍ. ميله به يې په زورونو ځني را وكښله . بل بزګر به د تاك يوه ټوټه د غار تر پايه په غار ننه ايستله او خاوري به يې پسي ورپوري وهلې، د تاك بيخ به يې پكښي ټينګ كړ او اوبه يې پسي ورتوي كړې.دغه كار څو ورځي دوام وكړ او په پاي كي يې دوه جريبه باغ كښيښود. خو خلګو پر خندل او ويل به يې، د پسرلي په پاي كي نيژدې ټولو تاكونو بلګونه راوړل .څرنګه چي په هغه كال اوبه لږ وې نو قيوم يو دوه مزدوران ونيول چي د تاكونو بيخونو ته په لوښو اوبه وركړي . بل كال او نور كلونه تاكان لوي سوه . جووې ورته وكښلي سوې ، لنډكي   يوه ورځ عبدلاقيوم او لعل  " كيوم خانه، باغ ښه پر موج راغلۍ دۍ او خلګ د هغه ليدو ته راځي . پرون و كه اّ بله ورځ، خداي مي دي غاړي نه بندوي د هغه كښته كلي دوه خانان د باغ ليدو ته راغلي وه. زما څه يې پوښتني كولې، چي څنګه مو كښيناوه. ما كيسه ورته وكړه. زه اوس په تا پسي درتلم كور ته" قيوم ورته وويل ، خيريت خو " دغه كار چا كړۍ دي ومنې چي، وام " باغوان ورته وويل،." په دغه وخت كي حيدر علي اكا ته بله پياله په لاس كي وركړه او ورته ويې ويل، " تسپې تر تولو شه كار سو، هر چا زموژ ښو تسپو ته كتله ، په دغو تسپو كالو او ژيره كي لكه معتبر پايوازان، د سپايان را تير سو او په بګۍ كي كشينستو . بګۍ هم پايوازان راوستلې و. هغوي ته يې ويلي وه، موژ هلته دير وخت تيره و او زموږ دوه تجار اكاګان به درسره سپاره سي كرايه به هغوي دركي. ولالو . زان مو د موتران ادې ته ورساوه او له هغه ځاي څخه برابر د علي د خپلوانو كره ورغلو ، تر اوسه ولاكه بيا چا پوشتنه كه لي وي"   هرات ته ولا که سترګي لا ورښکاره کړي وي . تر دغه څو مياشتي وروسته و چي موږ سره پيدا كړه

*              *              *

دوي په بنديخانه كي ښه ژوند لاره. تر كابلي اكا پرته نورو ټولو پايوازان درلودل، خو هر يوه په بنديخانه كي د پيسو پيدا كولو لاري پيدا كړي وې.اكا دوه كاره كول . ده د ايران په زندان كي د جراپو او انګياو د اوودلو كار زده كړۍ و، زياتي به يي په ژمي كي تودې چراپې اودلې او په نورو وختونو كي به يې له زړو ټوكرانو څخه داسي رخچيني جوړولې چي ځينو بنديانو به تر جوړيدو پخوا لا پيسې وركړې وې.لالي د اكا سره په كار كي برخه اخستل . حيدر علي او كريم د ډبرو كار كاوه، په بندي خانه كي يې له يوه استاد څخه د مرمرو له ډبرو څخه د كوچنيانو د بازيو شيان، لكه پيشي، سپى او نور جوړول ، وروسته يې ښه خاكستر دانۍ او د تنباكوو د څكولو پيپ او نور شيان جوړول . دغه شيان به بنديانو به د پايوازۍ په ورځ خپلوانو ته د تحفو وركولو لپاره رانيول . 

صاحب خان هم غټ غښتلۍ كليوال و، دهغه له قوله دي په هيڅ نه وو خبر، خو په درانه حبس محكوم شوۍ و. ده پايواز نه درلود او د نورو همداسي كسانو غوندي لغړى ګڼل كيدۍ. هغه به د لالي او ملګرو سره په اوبو راوړلو او ځنو كارونو كي مرسته كوله . لالي او ملګرو يې د كابلي اكا په غوښتنه له صاحب خان او نورو داسي   دواړه وخندل او اكا وويل،  لالى هم ناست و، هغه له كابلي څخه پوښتنه وكړه، چي څه كيسه ده. اكا ورته وويل،" ماشام به كيسه " دغه جابر خان يې څنګه راوستۍ دۍ ، لكه چي خوار كړۍ مو دۍ". اكا ورته وويل، " هغه بله ورځ خو اكا كيسه درته كړې وه، چي موږ غله، قاچاقبران او نور ظالمان پيدا كول او مالونه مو يې لوټول.دغه ظالم خان يو ډير ظالم سړى و. دى د خپل كلي خان و ، خو پر خلګو يې ډير ظلمونه كول. په بزګرانو يې تارياك كرل او د كلي په لوچګانو يې تر خريداره رسول ." په دغه وخت كي كابلي كريم ته اشاره وكړه او خبرو ته يې ادامه وركړه،" موژ په دغه وخت كي د كريم سره اشنايان سوو" . لالي د كريم خبره ونيوله او ويي ويل، " ولي هغه بله ورځ مي نه درته وويل چي  توله ظالم خانان بولو، فاميدي كي است." كابلي كريم ته وويل چي نوره كيسه وكړي، كريم خپله سپيشل لنګوټه له سره ليري كړه ، پر خپل خريلي سر يې لاس تير كړ او ويې وويل،

  ښكاپر دروازې ته را ورسوله موږ يې پر شاو خوا ګرزيدو .د ماښام د لمانځه وخت و. د مني اخيره وه، د خيره سره، هغه ورځ اسمان وريځ و. هوا تاريكه كيدله . د جابر خان درې غښتلو لوچګانو څو بورۍ پريابو او يوه خره بار كړې وې. مخ پر خشكاوه روان وه . په بارونو كي يوه هم د تارياكو ډكه بورۍ وه ...." كابلي اكا يې خبره ونيوله و يې ويل، او زه پر يوه خره سپور وم او د خشكاوې خوا ته مي هي كاوه. كابلي كريم ته وويل، " ووايه ته شه كيسه كوې". كريم چاي خوړلي، د دوي خبروكيسه ځني هيره كړې وه. پياله يې كښښودله او ويې ويل. ښه ګړى مو لار سره ووهله ، موږ ټولو ځانونه له دوۍ څه پټ ساتل.هوا نو زياتي تاريكه وه.تر كليو سره ووتلو او مخ پر ريګ تلو .ښه لار مو ووهله.... " . كابلى  " زه خو بيغمه وم.هغوي خو پر ما نه راتله ما به د ټكانو يوه ، يوه پټكه پر كوله او د ښار خوا ته نيژدې كيدم . دوي مي تر هغه وخته پوره بيرول چي پوه سوم چي اكا ځان ايستلۍ دي . په پاي كي مي ځان له ميدانه وايستۍ او په بيغمه زړه په ښاار ننوتم." كابلي وويل، په دغه وخت كي كابلى خندا واخستۍ او بيا يې وويل، څه وخت وروسته خبر سوو چي پوليسو قاچاقبران نيولي و ، نورو ملګرو يې زيات تارياك له ځان سره وه لي وه او درې ملګري يې نيول سوي دي او له دغوكسانو سره څلور سيره (خورده- ل) تار ياك نيول سوي وي " . كريم وويل ، دغه چي راوستلۍ يې دۍ دغه پخپله ظالم خان دۍٌٌ ٌ.

 يې نه يوازي د دغه وروستي پيښي اقرارونه كړي وه، بلكي د ډيرو تيرو كلنو د جنايتونو اقرارونه يې هم په كړي وه. څه وخت وروسته محكمې په پنځلس كاله حبس محكوم كړۍ و .

  لالي او ملګر يې په بنديخانه كي عادي ژوند درلود ، په چا يې كار نه درلود او نورو هم له هغوي سره څه نه لرل.خو ځني لوچكانو غوښتل چي پر لالي يو نوم وكي. په دې مانا ، څرنګه چي لالي ښه نوم ګټلۍ و، په يوه سر يې ښه جنګ  يو هم نه پيژني چي ده وهلي او ځغلولي وه . نو په بنديخانه كي هغو كسانو چي په يوه ښه نامه پسي ګرزيدل، غوښتل چي  لالي او انډيوالانو يې د ځنو لغړيانو او خوارانو سره په خوله ، ډوډى او پيسو مرستي كولې او په بنديخانه كي يې ښه شهرت درلود.

     *  دوي به تل په مجلسونو كي د بند څخه تر ايله كيدو وروسته خبري كولې، خيال پلوونه به يې وهل. خو يوه يا بل به ور په ياد كړه چي شپږ، اووه كاله خو لا نور هم بنديان يو، ټوله به غمجن سوه. يوه ورځ كابلي په مجلس كي وويل، وطن ولي پريږدو،كوه ټه نو د چا وطن دۍ ، هغه لكه چي خپل وطن نه بولې". لالي وويل " ګرده عمر خو به په كندهار كي نه يو ناست، يو څو شپې به بل ځاي وكو، بيرته به راسو. كابلي وويل، چي كابلى د تګ خبري كوي،" هغوي ورته وويل " اكا هغه د تګ خبره كيدلاي سي، كه لكه خلګ چي وايي زياتي په زياتري، سخت كار دۍ." د كابلي پر ځاي كريم جواب وركۍ ويې ويل، دلته خو بيخي بيكاره ناست يو، نه د ځان دپاره څه كولاي سو او د خيره سره، ظالم خانان هم را څخه پاته دي." لالي خپل بريتونه تاو كړه اوويې ويل،  ووايه ، ووايه، خبره دي وكه، زه به تر شه لا بالا فكر پكشي وكم" ټولو وخندل، لالي وويل، بله ورځ لالي كابلي ته وويل، داسي سخت پوشتنه دي كلۍ دى چى زه ګرده ورځ چورتو اخستۍ ته ، نور نو سه وايي".

  " زه په ښار كي دوه انډيوالان لرم، كه موږ بل ځاي هم يو او يو پلا راسو او د يوه جابر خان مال يوسو، بس زياتري، څنګه اسانه كار به نه وي ؟ اډه به لرو ، مالومات په لرو ، څنګه اكا؟." كابلي ورته وويل ،  لالي هم له قيوم سره په دي باره كي زياتي خبري كړي وې او د هغه مشورو ته يې هم غوږ نيولۍ و. ډير وخت تير سو، كابلي د كوټې تر شا مځكه ليدلۍ وه، چى د خلګو له كورونو څخه ليري وه . د دوي د كوټو تر شا د درو ګزو په اندازه يوه خالي لويه كوڅه وه، چي د عمومي كوڅي څخه د يوه څلور، پنځه ګزي ديوال په ذريعه بيليدله . د دوي د كوټې د ديوال پنډوالي يې يو ګز اټکل کړۍ و.

  وروسته يې د نغم د كيندلو لپاره څه سامان برابر كړ، كابلي د خټو د مزدورۍ په كار كي يو بې لاستي تيره يوم ګوښه کړۍ او د كوټې د بخارۍ په سوري كي پټ كړۍ و.د علي حيدر د ډبرو د كار په سامان كي ډير تيره شيان چي ديوال په تروږيدلاي شواې، مو جود وه.

   د نغم وهلو د كار پروګرام داسي و: دوي ډير وخت ځانونه داسي مشهوره کړۍ وه، چي د شپې تر ناوخته كښيني، د سهار لمانمه ته را پورته كيږي او وروسته تر لسو، يوولسو بجو پوري بيديږي. دغه کار ددې لپاره و، چي د تروږلوكار بايد د سهار له اوو، اتو بجو وروسته پيل شي او تر لسو بجوادامه و مومي. ځكه په دغه وخت كي ګڼه ګوڼه، ږغونه او فعاليتونه زيات وي او د ديوال او مځكي د تروږلو ږغ څوك نسي اوريدلاي او نه يې پام ورته اوښتلاي شي. تر لسو بجو وروسته کوټې ته د سپايانو او بنديانو د ورتګ امكان موجود و. نو هيڅ فعاليت بايد موجود نه واي.

  وختونه تير سوه . کار په پټه پيل سوۍ و او د ژمي په يوه اوږده شپه كي پاي ته ورسيدۍ. دوي څلورو سره څه بالا يو ګز اوږد نغم وهلۍ و. په دغه شپه يې نغم پاي ته رسولۍ واو هغه اوږده چوړګه غوندي كوڅه يې وليدله، چي کابلي ورته ويلې وه. کوڅه د دوي د كوټې تر شا و . كابلي خو دغه چوړګه هغه وخت ليدلې وه، چي بامونه يې ګلول.  ته ووزه ٌ .

 پور ته سو او د ديوال له سره يې حيدر علي ته لاس وركړ او علي د لاندي له خوا ور وغورځيدۍ او جست د ديوال سر ته پورته سو.لالي او علي حيدر د توخو كوڅه واخستل برو بازار ته ووتل او د هغه ځايه څخه د عمران په كوڅه ننوتل او ځانونه يې ، د برو بازار كلا فصيل ته ورسول. په برو دروازه كي د كلا دكوتل له لاري د كلا سر ته وختل او هلته كښينستل. كابلى او كريم د ارګ    كله چي دوي له بنديخانې څخه وتل، نو هر انډيوال خپلو نورو بندي اشنايانو ته ويلي وه چي د سهار د ازانه تر مخه د دوي كوټې ته په نوبت ورسي او هلته به هغه څه ورښكاره كي چي دوي يې د كلونو راهيسي په ارمان كي وه. په دې توګه په بنديخانه كي د دوي د اشنايانو له ديرشو كسانو څخه شل نور كسان هم له بنديخاني څخه وتښتيدلاي شول.هغوي په خپل ابتكار له بيلا بيلو لارو څخه ځانونه ګوښه ځايوته رسولۍ وه . يو شمير د مختلفو علتونو له كبله ونه كولاي سوه، چي د نورو غوندي خپله ازادي تر لاسه کړي .

 ځغستل. سپايانو ادارې ته احوال وركړ او هغوي ژر تر ژره د    البته دولت له پخوا څخه په دغه خبره پوهيدۍ چى يوه، نه يوه  خلګو دغه د سرپوزې بنديخانه بلله او حكومتيانو دغه ځاي محبس باله . كله چي بنديانو د ارګ.بنديخانه ماته او د لمړي ځل لپاره په لسګونو زندانيان و تښتيدل نو نائب الحكومه امر وكړ چي بنديان دي محبس ته انتقال سي او متباقي ساختماني كارونه دي ژر پاي ته ورسول سي. بنديخانه وليږدول سوه. د حكومت بنديان خوندي سوه خو د بنديانو له خپلوانو څخه خپل بنديان ډير ليري سول او د ښار خلك به د خپلو بنديانو د پايوازې لپاره په بګۍ كي محبس ته تلل.    ليکن فراري بنديان څه سول . لالى او نورو د سهار تر اذانو وروسته له كلا را كښته سول او ځانونه ېې پر خپلو ټاكلو لارو ښكاپر دروازې ته ورسول. څرنګه چي دوي د كلا پر سر خپل كالي بدل كړي او د ملايانو غوندي كالي يې اغوستي وه، نو د چا پام نه  كله چي خلګ پر لمانځه ولاړ وه نو  دوۍ ته قيوم دومره پيسې وركړي وې چي په پيښور كي ځان ته يو دوكان پيدا كړي او خلګ يې دوكانداران وګڼي.دوي په ارامه خپل كار شرو او د راكړي وركړي كار و بار يې زده كاوه . پر دوكان كريم ناست و، علي حيدر د مالونو د راوړلو كار تر سره كاوه . لالي او كابلي په پيښور كي وه او كابل و كندهار ته يې د تګ راتګ لاري او نوري چاري لټولې .

    *  تر څه وخت وروسته دوي وغوښتل چي د كندهار او نورو ځايونو كار و بار شرو كړي. نو يې پريكړه وكړه چي يو له دوي څخه كندهار ته ولاړ او له قيوم او محمود سره وګوري. لالى او كابلې نه سوا تلاي، ځكه هر چا ژر پيژندلاي شول، نو ېې د لمړي ځل لپاره علي حيدر واستاوه چي كشر سړى و ، چا دونه توجه نه ورته كوله او كه ګرفتاره سوۍ هم واي، ټوله كارونه، نه زيانمن كيدل.

   لمړى يې د هغو بنديانو څخه چي دوي راخلاص كړي وه، پنځه کسه په كندهار كي او څلور په  دوي غوښتل چي په تقريبا يوه وخت كي د هرات او كندهار پر جابر خانانو حمله وكړي او مالونه يې لوټ كړي، خو په هيڅ صورت ټپ او مرګ ونه كړي .

   ددي تجارانو دنيا او ظلم بې حسابه سوۍ و.، ته خو د هرات يې ته ولي په كندهار كي بندي يي؟ گ  راته وويل ، نو بس زياتري ستا كيسه هم د تجار سره پيښه سوې وه. ښه، ته نوره كيسه وكه ، ما ورته وويل، يوه تجار زما د خور سره   ډير كلونه تير سوه . يوه ورځ خبر سوم چي خور مي مړه سوې وه . ټولو خلګوگ ويل چي زما اخښې هغه د خپلو نورو ماينو غوندي وژلي وه. خلګو به كيسې كولې چي دغو دوو وروڼو ډيري نوري ښځي هم وژلي وې گ وروسته به ما د خپلي خور د مرګ  هوا بيخي تياره وه ، زما د اخښي كور ته ولاړو ، ما د كور د زير زمينيو او ګوامو ټولي لاري ورښوولي وې. زه يې په دونه چالاكي او ايتيات هلته بوتلم چي هېڅوك نه سوه را خبر، دى مي د اخښي ګدامو ته بوتۍ  يو بل ملګرۍ درولۍ و . زه د هغه سره ولاړم .موږ په خير هغه كور ته ورسيدلو چي موږ پكښي پټ و .

*          *          *

  خپله خوښي، د خندا ډكه خوله او ځوانمردانه چلند نه و هير كړي . ځوانانو  له كارونو او كيسو سره زياته مينه لرله. يوه ورځ چي نوي ځوانان خپلو كورونو ته نللي وه او يوازي څو پاخه مجلسيان سره پاتي وه. يوه ځوان معلم چي اوږده تور بيرتونه يې د خولې تر دواړو كونجونو تير وه، حيدر ته وويل،

   " نه، ځوانه ! داسي نه ده ، په هغه زمانه كي هم ټوله خلګ نه وه ناميان . ار وخت ار ركم خلګ پيدا كيږي . څوك يوازي په ښه نامه پسې ګرزي. اما دغه په اره زمانه كي يوازي لږ كسان وي . ما تاسي ته ډيري كيسې كړي دي . زموږ په وخت كي هم چا يوازي خپل ژوند كاوه او په چا يې كار نه درلود . اّ ، دخلكوك خبره چي وايې شوله يي ته بخو ، پرده يي ته بكو. خپله شوله بيې خوړله او خپله پرده بيي كوله . چا بيا پر نورو ظلمونه كول او داسي كسان هم لكه لالى ماما چي ځان يې هير واو د بل دپاره يې له هيڅ خطرې څه مخ نه اړاوه او ديارانو پر سر يې خپل سر وركاوه . هغه بل ډول سړى و . يوه كيسه بېگ درته وكم : .  " ښه كاكو بيا څنګه سو " وويل،همدغسي يې وكړه . تر پايه تر شا نه سو .ده خو په سترګو ليدله چي ډله سپايان په پسي دي. خو ده هغوي داسي په ځان پسې ځغلول ، چي بلي خوا ته يې هيڅ پام نه سو اوښتلاي. سپايانو داسي فكر كاوه چي لالي ماما د مرګ  لالي په دې هم پوهيدلۍ و چي د ويشتولو امر يي نه لري . مازي يي نيسي . ځګه زيات رازونه له ده څخه وه او دى نه بايد ويشتل سوۍ واي . لالي په دغه تيښته، كله چي نيول كيږي نو لالى د ژوند ډيره شيمه د سپايانو سره په لاس اچولو كي خرڅه وي. د سپايانو تر سوكانو او لغتو لاندي بيسده كيږي او بيايې په كشولو محبس ته وړي. په محبس كي يې په شيله كي واچوۍ او پيرې يې پر درولې ." معلم پوښتنه وكړه ، "گ د محبس د لوړ ديوال او د محبس د كوټو د ودانۍ تر مينځ د ديبانو په شان يوه لو كوڅه غوندي ځاي دۍ . بنديانو پر هغه د شيلې نوم ايښۍ و . دلته يې هغه بنديان چي قاضيانو به د مرګ " ښه كاكو جانه، لالي ماما نو بيا څنګه سو گ" كومندان ته درد ورغلۍ و او لالى يې تر لغتو لاندي كړۍ و . بيا يې امر كړۍ چي پر اور يې ودروۍ .. په پاي كي لالى د خبرو لويدلۍ و، نورو به تر اوږو نيوولۍ و . درولي او يا به يې كښينولۍ و . هره پلا چي بيې پوښتنه ځني وكړه، ده به سر را پورته كي او وبه يې ويل ، زه لالى نه يم .

ډاكتر صالح محمد زيرۍ

ډيسمبر2006  

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM