|
د سنګر وروستنى نمايش
د اوړي
شپه وه. د ارغنداب په يوه باغ كي تر ونو لاندي په يوه لويه ميداني كي، د واده
ګډون كونكو د هرمونييې ، رباب او تبلې د مستي موسيقۍ سره د يوه ځوان سندرغاړي
غزلي ته غوږونه څلور كړي وه .
د ميدانۍ
په يوه او بل اړخ كي دوو بجلي يا ګيسي څراغونو د بې سپوږكۍ اسمان تكه توره شپه
د سپيني ورځي په شان روښانه كړې وه .څرنګه چي د واده ټوله خلګ په نوموړې ميداني
كي نه ځايدل، نو ډير ځوانان، زاړه او ماشومان د ونو تر منځ ولاړ يا ناست وه.
هغي خوا
ته د باغ د ديوال په بيخ كي پر غټو ديګدانو لوي، لوي ديګونه باندي سوي او خالي
كړل سوي وه . ډوډۍ يې خوړلې وه . ميلمه پالانو له دغي ساحې څخه چاي، اوبه، ميوې
او نور را چلول. څو كسه اليكين په لاس ګرزيدل او د ميلمنو خدمتونه يې كول
سندرغاړي
خپلي غزلي ويلې او خلګو سرونه ورته ښورول. سازونه د رباب په يوه شرنګ او د تبلې
په يوه ډرم ودرول سول . په دغه وخت كي يوه ميلمه پر كوربه ږغ وكړ ويې ويل،“
چيري دۍ، دغه ؟ “ كوربه ورته وويل،“ اجي ساب ، دغه څشي دي، خو سم ووايه”
“
سنګر چيري دۍ؟” كور به روته وويل ،
“ چي په
دغه، دغه خبره كوې ، نو هغه د دغو سره تللى دى ، ټوخۍ كوي، مانا چي دۍ ، دم
وهي.” حاجي ورته وويل،“ دم ته دي ولى پري ايښوي خو يوڅه ناسازه دۍ” كوربه ورته
وويل، “ سنګر چي خلګ وويني خپله ناجوړي يې هيره سي.”
هلته د
يوه كونج څخه ښه ډير كسان كاږه، كاږه ميدانۍ ته ننوتل. خلګ تيژدې ، نيژدې سر
كښينستل او هغوي ته يې ځايونه خالي كړل . كوربه وويل،
“ سنګر مو
څه كۍ.” په دغه وخت كي له يوه اړخه څخه د سپي د غرږي ږغ واوريده سو. يوه هلكي
وويل، “ دا كوټه سپى چير دۍ ، چي غرږيږي” ددي خبري سره دسپي دا سي غپا شرو سوه،
لكه د كور په دروازه كي چي يې بيګانه سړى ليدلۍ وى . خلګ اريان سره ګوري چي سپى
نسته ږغ يې سته، خو يو شمير كسانو خندل . هغه هلكي بيا وويل، “چغه، چغه داسپى
چيري دۍ “ د سپي غپا داسي په زور كي سوه لكه كور ته چي يې غل ور لويدلۍ و .
ټوله خلګ په خندا سوه. ځكه په يوه كونج كي يې سړۍ ليدى و، چي پر څلورو ولاړ دۍ
او هغه هلكي ته غاپي چي. چغه، چغه يې ويلي وه . تر غپا و او خندا و وروسته هغه
سړى چي پر څلورو و را ولاړ سو او د ميدان په منځ كي يې پلترۍ ووهلې. د نوموړي
سړي ونه ميانه، مخ يې ګردى، ورځي يې پنډي او ماشي يا شناوۍ ږيره يې په غچي
كونډۍ كړې وه. پر كور به يې ږغ وكى ويې ويل، “ دا ماد كاكو ، دا دونه خلګ دي
څنګ را غوښتي دي؟ ولي دي زيرول چي ټول به پاك، پاك كالي اغوندي او خرټي لنګوټې
به تړي او په دې نيمه شپه او توره تياره به باغ ته راځي . خو سبا سهار به دي
راغوښتي واي”
خلګو وخندل او د كور خاوند ورته وويل،“ ولي ، ته خبر نه يې چي د جانداد جان
واده دۍ . واده خو د شپې وي، دوي ته مي ويلي وه چي ته هم راځې” سړي ورته وويل،
“ ښه، ښه
ماچي ول ختاوتلۍ يې “ خلګو وخندل، سړي وويل، “ زما وخت مه را زايي كوۍ، خبره
وكي، څنګه يې كوۍ”
همداسي ټوكو او خندا و ادامه لرله
د
واده په ګډون كونكو كي دوه ښوونكي هم په يوه ګوښه كي ناست وه. يو له هغوي څخه د
بل ولايت و او په ارغنداو كي نوۍ د ښوونكي په څير مقرره سوۍ و . نوي ښوونكي بل
ته وويل، “ محمد نبي خانه ، دغه څنګه اجب سړى دۍ، ولا كه مي په اومر داسي سړى
ليدلۍ وي “نبي ورته وويل،“ دغه د كندهار مشوره ناټكي دۍ. اسلي نوم يې د چا نه
دي زده ، خو سنګر، سنګر ورته وايې . زه په داسي مجلسو كي په وارو، وارو
كښينستلۍ يم چي سنګر يې راغوښتۍ وي . وبې نه مني چي ما دده خندا نه ده ليدلې،
خو دى داسي كارونه او خبري كوي چي خلګو د خندا پر پښتورګو لاسونه تيولي. سنګر
هر وخت وايې چي د خلګو په خندا من ، من غوښه اخلم. د خلګو هم تر هر رنګه ساز او
غزلو دده كاروايي خوښه وي”
“ احمد
ورته وويل،“ دى كيسې كوي كه ناټك كوي.” نبي ورته وويل،سنګر د بل كيسې نه كوي.
او وايې زه د امان الله خان په وخت كي په شاهي لښكر كي وم او ډير ملكونه مې
ليدلي او په ډيرو جنګو كي مې برخه اخستې ده . ځني كسان بيا وايې چي دى زياتره
كيسې همدا ځاي پر ځاي جوړوي. نه په شاهي لښكر كي و، نه هيخ گ مكسد يې د خلګو
خندول دي. په زياترو كيسو كي دى پخپله سپايې يا د خان مزدور وي”
د ښوونكو
د خبرو په جريان كي سنګر د خلګو سره په ټوكو اخته و او كيسه يې لانه وه شرو كړې
. كور به ورته وويل، “ هغه دوا مي ډير اومر نه ده اوريدلې، هغه څنګه وه.” سنګر
ورته وويل، “ اجي اغه ، ستا اوم لكه چي پر بنده ډير زړه سوځي. سنګرگ تر څو نورو
ټوكو وروسته وويل،
“ غوږ
ونيسۍ يارانو” په دغه وخت كي يې پر كوربه ږغ وكۍ. ويې ويل، اجي اغا دادي څنكه
خلګ راغوښتي دي ، زه وام غوږ ونيسۍ، وګوره، هغه مامك ته وګوره ، په دواړو لاسو
يې خپل دواړه غوږونه نيولي دي” ټولو وخندل ، خو په مجلس كي نه مامك و او نه چا
خپل غوږونه نيولي وه، سنګر وويل،
“زموږ
لښكري په غزني كي ما ته خوړلې وه . موږ خپل وطن ته را تلو. پر لاري داسي واوري
پرتې وې، چي موږ اريان ورته تللي و. موږ خو په كندهار كي په شربتو كي واوره
ليدلې وه. ياره څنګه خوند يې كاوه، څه ايشكونه مو وكړه. خونكيانه مي را په ياد
سوه، واوره را په ياد سوه ، مامك څه سو، “ خلګو خندا شرو كړه ، يوه ورته وويل،“
مامك څه كوي؟” سنګر ورته وويل، ، مامك څنګه څه كوم اوس مي نو انډيوال سو.
مامكه ته خو به په هغه وخت كي لا سپينږيرۍ وي . په هغه وخت كي چي د واوري
كارخانه لانه وه، نوبه خلګو د شا اغا په غرو كي په څاګانو كي واوري اچولې ، بيا
به يې په دوبي په لاريو موټرانو كي ښار ته راوړلې ، په روژه كي به څنګه پر چور
و. نو ما دغه واوره ليدلې وه . ياره اجي اغا د واوري لاره مي ولا كه په اومر
ليدلې وه . يوه نرى لاره وه ، يو پل پر ايښول كيدۍ، كه به ختا سوي نو ولاړې. د
لاري پر شاو خوا دوه، درې ګزه واوره پرته وه ، سړى پكښي غركيدۍ. كه به څوك د
لاري ختا سو نورو به لاس وركاوه .”
په دغه
وخت كي يې د څو كسانو كيسې وكړې چي څرنګه په واورو كي بند سوي او دوي را ايستۍ
وه . ولاړ به سو او له واوري څخه به يې د هغه لويدلي سړي را ايستل تمثيلول.
سړى به يې را كشا وه ، د هغه وخت د انډيوالانو سره به يې ټوكي كولې . لويدلي
سړي ته به يې د مور و خور ښكنځل كول او خلګو به خندل .
كله چي
دغه خنداوي پر تماميدو وي ، هغه هلكى چي د مجلس په شرو كي يې چغه، چغه ويلي وه
ولاړ سو او كوم كار ور پيښ سوۍ و. سنګر په ناڅاپي توګه د لوي كوټه سپي غرږى
ورته پيل كي ، خلګ اريان سوه چي ځه كيسه وه. خو كوربه پوه سوۍ و چي سنګر خپل
مدعي ته غرږيږي كوم چي ده ته يې چغه ويلي وه. نو يې هغه ته وويل،
“ مامه
دينه كښنه، نه دي پريږدي، د هغه سپي درسره مد اّ سوې ده چي چغه دي ورته ويلي وه
. خو هلكى نه و پوه سوۍ او حركت يې وكړ. نو به سنګر څومره په شدت او په زوره
ورته غپلي وي ، چي مجلس يې د خندا پر دا بل مخ واړوۍ . خو هلكي اهميت ور نه كړ
او ولاړ. د سپي غپا تر هغه وخته ادامه ومندله چي هلكى له نظره وتۍ. كله چي غپا
كراريدله او پاي ته رسيدله، يو ځل داسي په زوره د سپي كړونچى پورته سو چي ته به
وايې يو چا پر سر په ډبره ويشتلۍ و . كړونچي ورو ، ورو ارام سو. خلګو پر كړونچي
هم ډير وخندل. سنګر وويل،“ پر چشي خاندۍ ، زه په سپينه ږيره كيسه درته كوم ،
تاسي لكه كوچنيان په خپلو منځو كي سره خاندۍ . “ خپل يوه اشناي ته يې سترګي
برګي كړي ورته ويې ويل،“ الكه خيرو ، ته ولي خاندي ، ته خو مي په څه ركمو د
پيره دارانو څخه راتير كړې، واده ته مي را وستې ، ورجي غوښي مي در باندي
وخوړلې، اخير دا زما سپيني ږيري ته هم نه ګورۍ، اره، اره ټوله خاندۍ “ خلګ پټه
خوله سوه . سنګر وويل،“ زموږ په لښكره كي نو هر ركم خلګ وه. اكثره يې لكه زه ښه
خلګ وه، نو تر ما ښه سړى وي د هغه نو بيا زه.…..”
سمندر اكا ږغ پر وكۍ،“ سنګره ايتيات كوه ، دلته هم ار ډول خلګ ناست دي. ته به
ځان ته ښكنځل كوې ، پر يو چا به بد لګيدلي وي.” سنګر پټو واخستۍ، له ميدانه د
وتلو هڅه يي وكړه ويې ويل، “ مامكه ! اّ زما موچڼي در سره را واخله . “ كوربه
ورته وويل،“ د خيره، څنګه دي پاي تاوې تاو كړېگ” سنګر ورته وويل، .“ خو
ودي بيروم، ځمه چي دلته پر يوه بلا وا نه وړم، “ ټولو وخندل. د خلګو خندا لانه
وه تمامه سوې . ستګر وويل،“ ولاكه مي د چا پلار ددي ځايه وباسي. وروره ، زه هم
ميلمه يم، په ټكيس راغلۍ يم، خلګ را پسي راغلي دي “ تر خندا ورورسته سنګر كيسه
شرو كړې وه “ كه به مي تر اوسه يخ نه كيږي، كه به درواغ وايم نو ستاسو ټوله
ګنا دي د مامك د پلار په غاړه سي.” خلګو ، خندل ، خو سنګر بيله دې چي اواز يې
واوريده سي ، په دونه زور خبرو ته ادامه وركړې وه چي د غاړي ښارګونه يې پړسيدلي
وه. كله چي د خلګو خندا پاي ته ورسيدله، ستګر پټو اخستۍ و “ كوربه ورته وويل، “
د خيره سنګره، بيا خو به چا څه نه وي درته ويلي” سنګر وويل،“ نه اجي اغا هيڅ چا
څه نه دي را ته ويلي، چي تاسي خندل ما كيسه تمامه كړه. كسم خورم. ځم زياتي كار
لرم ، تاسي خو بيكاره ياست زه څه كوم چي د ار چا سره نا هكه ناست يم “ خنداوي
بيرته شرو سوې . كله چي خندا پاي ته ورسيدل، نو سنګر له ميدانه وتلۍ و . كوربه
وويل،“ ده مازي بانې غوښتې، خماري سوۍ و، ولاړي چي يو څه وټوخيږي، خير دۍ پروا
نه لري ، دده چي سر يو څه درند وي نو ډيري ښې ټوني كوي.” سمندر اكا ورته وويل،“
اجي اغا ، سنګر دي ولي پريښوۍ چي بيا دم ووهي، ناجوړه دۍ” كوربه وويل،“ ستګر
لكه پيشي، اووه نه په سه (نفسه_
ل)لري.
چي د بامه يې را واچوي پر پښو جګ دريږي” څه وخت وروسته سنګر د څو نور كساو سره
راغۍ ، خو خړ، خړ كيدۍ . نور خلګ ولاړل پرخپلو ځايونو كښينستل ، خو ستګر پر
كوربچه په دې ډول كښينستۍ چي شا يې خلګو ته وه او مخ يې د ونو خواته. ګرزولۍ و
.د خلګو خندا شرو سوه، سمندر اكا، وپوښتۍ، ويې ويل،“
سنګره ولي دي خلګو ته شا ګرزولې ده، مخ را واړوه”. خو سنګر مخ نه را اړوي او
دهغه ځايه څخه يې جواب وركۍ، ويې ويل ، “ سمندر اكا ، چي څوك را پوه نه سي ،
ولا كه مي څكه په كړې وي، “ خلګو خندل، خو سنګر مخ نه را اړوي او له هغه ځاي
څخه يې سوال و ، جواب كاوه. خلګو ډير وخندل . دغه كار ښه ډير عمر دوام وكړ، په
پاي كي سمندر اكا ډاډ وركړ چي څوك نه دي په پوه سوي . په پاي كي يې مخ خلګو ته
را واړوۍ. خو سمندر پوښتنه ځني وكړه ، چي سترګي يې ولي سرې دي. سنګر ورته
وويل، “ سترګي مي نه دي سرې، اوۍ رشنيا وايې ، دباندي دوړي وې ، يو څه به سرې
سوي وه. تر خندا وروسته ، سنګر وويل، “ ولي نا هكه تورونه را باندي واياست، هيڅ
خبره نه ده، نه تللۍ يم، نه راغلۍ يم، نه مې ستر ګي سرې دي . خو دلې ناست وم
كيسه مې كوله، ابس ، نو ما ويل زموږ په لښكره كي نو هر ډول خلګ وه، زياتره
چرسيان وه. يو څو كسه تارياكيان هم را سره وه. په هغو كي نو بيا بابو تر بيخه
نارياكي و . د غزني او مه كور د خواو ژمي و ، نو څنګه يخ به و ، لاس مو د
بغله څه ولاكه ليري كولاي سو. تر ټولو شيانو بيا لمانځه ډير زور غوښتۍ . اوبه
يخى وي، يخي به مو ماتاوه، اودس به مو په تازه كاوه. “ خدايه، د بابو اكا به نو
څه اّل و . ژمي خو يې لمونځ ونه كۍ، اودس يې نه سو تازه كولاي . ژمي تير سو ،
پسرلى سو، بابو به ناست و . لمونځ يې نه كاوه . د پسرلي يوه مياشت تيره سوه،
بله يې تيره سوه . د پسرلي په دريمه مياشت موږ څو انډيوالانو سره وويل، “ د
خداي كهر به را باندي وسي او را باندي سوۍ هم دۍ . دغه ټوله مسيبتونه د بابو د
بابته دي . بابو لمونځ نه كوي. را ځۍ چي اودس په تازه كو . ده ته په مركه
ورغلو، بابو ته مو زارۍ وكړي چي هوا ښه سوه ، زياتي نو دوبۍ دۍ ، دغه دۍ موږ په
يوه كميس كي ګرزو را ځه توكل پر خداي كه اودس تازه كه . خو بابو د خداي رويونه
ګرزوله، دخداي پارۍ يې كولې . خو موږ ډير ورته ټينګ سو چي او دس به تازه كوي او
لمونځ ئه كوي ، پيغورونه مو وركول، ښكنځل مو ورته كول. خو بابو پر خپله خبره
ولاړ و چي نه كېږي . هله، هله زموږ زارۍ دده، نه، نه دي . خو په پاي كي پر
غيرت راغۍ. خپل ټول كالي يي واغوستل، لكړه يې را واخستل او را سره را ووتۍ . پر
لاري يې د ځانه سره په بوڼه هاري ښكنځل كول. خو موږ تر اوږو نيولۍ و او والې ته
مو بوتۍ . هلته يې پر ځان درودونه شرو كړه، دواوي يې كولې ،چي خدايه ، په خپل
پزل يې په خير رابندي تيره كي. ښه يې ځان اودس تازه كولو ته تيار كۍ د والې پر
غاړه اوبو ته ودريدۍ “
سنګر په
دغه وخت كي ولاړ سو او د تارياكي د حركتونو پيښې يې كولې. له يوه سپيږيري څخه
يې لكړه واخستله، داسي ودريدۍ لكه د ويالې څخه ليري ولاړ وي. پښې يې ارتي نيولې
وې. لكړه يې اوبو ته وروغځوله، لو ناره يې وكړه ، ويي ويل، اي كور مو خراپ سه
په وژني مي ، ميزاج يې لا سرد دۍ تا سي . د زمرين دوږخ خوارۍ پر دى دنيا گ را
باندي تيروۍ.. سنګر څو واره ويالې ته د لكړي د وروړلو پيښې وكړي او د لكړي په
واسطه يې د اوبو د يخوالي اندازه معلومه كړه، بيا به يې وويل، اله له له ،
ميزاج يې لا سرد دۍ . اله له له لا يخي دي. وروسته چي به يې لكړه وروړه نو به
يې ، ښكنځل كول ويل به يې اس ستاسي مور و خور
….
په دا اودا سه”
د سنګر پر
دغو كارونو خلګو ډير وخندل . خو سنګر پخپله يو ځل موسكۍ هم نه سو . د خلګو تر
خندا وروسته يې وويل،“ زموږ سره په دغه مركه يو ملا وزمه شى هم ملګرۍ و ، هغه
وويل، پري يې ږدۍ، لمونځ خو به ونه كي ، خو هغه خپل ال مو پر ودراوه چي په ځاي
كي پروت و ، كوپرونه خو يې نه كوله ، اوس خو موږ ته ،اوبوته، مځكي او اسمان ته
، ټولو ته ښكنځل كوي. موږ هم د ملا خبره ومنله او تارياكي مو بيرته تر كوټې
بوتۍ او هلته برابر په ځاي ننوتۍ . په ځاي كي يې كلمې وويلې ، توبې يې وكيښي او
سر يې پسي پټ كۍ “سنګر ولاړ سو، د ونو خواته يې كتل، د ميدانۍ تر څراغونو هغي
خوا ته خو تياره وه ، خو سنګر تيارې ته كتل . ويي ويل دا غوايې د چا دۍ، اجي
اغا دغه مو هم خبر كړۍ وه. ټولو وخندل، خو سمندر وويل، “ ټوكي مه كوه غوايې په
دې نيمه شپه په باغ كي څه كوي” په دغه وخت كي د غوايې لويه رمباړه پورته سوه .
ټولو سره وكتل، اريان سوي وه، بله او بله رمباړه وسوه. سنګر وويل ،هلۍ ورسۍ دغه
وشړۍ يا يې وتړۍ . ميله به مو را په چايو كي خلګ پوه سوي وه ، ټولو خندل، خو
سمندر ورغلۍ سنګر يې له هغه ځايه راليري كۍ او پر خپل ځاي يې كښينوۍ. سنګر
وويل،“ دا يې غوايي شړلي، نور څه واياست. سمندر ورته وويل،
“ خو كيسه
وكه تر نكل دي وپوييدې ډير دي” . سنګر وويل،“ كيسه خو غزله نه ده چي پرمايش را
كوې، زړه مۍ چي كوم يې كيې نه كوم .خو چي ټوله واياست نوره كيسه داسي وه چي “
سپوږمۍ د اسمان پر منځ ولاړه وه . داسي روڼايي يې كوله لكه سپينه ورځ چي وي . د
سپوږمۍ په رڼا كي مو د ليري پيل كو او د سرپوزې غر وليدۍ . ټوله خوشاله سوه.
ګامونه مو چابك، چابك اخستل . امليانو پر خپل امل زور وركۍ . هر چا خو په لاره
كي د خپل امل سره ايتيات كاوه چي تمام نه سي . نصواريانو كپې واچولي، چرسان
كيښينتل په دې خوشالي كي يې بالكې وكړې . هغه زموږ لمونځ ګوزاره تارياكي هم ماش
بالا ولاړۍ . خو هر څه چي لاره وهو ښارته نه رسيږو . نور چټك سو ، خو نه
رسيدلو. چرسيان بيرته خوماريان سوه ، لمونځ ګوزاره د پښوو لويدلۍ و ، خو لاره
مو نه يريښوله. سرونه مو كښته اچولي وه، سرونه چي مو راپورته كړه ګورو چي مخي
ته مو كلا ولاړه وه برو دروازې ته رسيدلي و . “
پر سنګر
د هغه وخت نشه ورغله ، سمندر ته ور نيژدې سو لاس يې ور اوږد كۍ او ويې ويل،“ ته
راكه يوه كپه نسوار ، زويه را ورسيدلو” ټولو وختدل خو سنګر پټو اوار كي او مخ
پر كبله داسي كښنستۍ لكه لمونځ كي چي كوې . ويې ويل،
“ د كلا
دباندي د ديواله بيخ ته خلګو يو ميراب جوړ كړۍ و . دلته به يو د مخه سو . نورو
ته به يې لمونځونه وركول. موږ هم اودسونه تازه كړه “ كيسه يې و دروله سمندر ته
يې مخ ورواړه وه ويې ويل،“ هو ، تارياكي هم اودس تازه كۍ . د لمانځه جمه تيره
سوې وه موږ چابك، چابك لمونځونه سره ورسول. د ملا دواّ ته مو ځان رسوى . ملا
دواّ هم وكړه خلګ سره ولاړ سوه .
“ په
دغه وخت كي ما خير مامد اغا وليدۍ، چي زما د مخه ناست و ، دواّوي يې كولې .
دوا يې اوږده كړه، خلګ ولاړه . خو ما چي خير مامد اغا نه واي ليدلاي چيري تلاي
سواي. د اومرو يار مي و، زه د سپره راغلۍ وم. نو ورته كښنستم چي دى، دواّ خلاسه
كي . نو ناست وم ، ناست وم . په ناسته ستړۍ سوم . ځان مي ورښكاره كي چي مانا زه
د سپره څه راغلي يم. ژوندۍ يم . خو دى په خپله دوا بوخت دي . زه يې ولا كه
ليدلۍ لا يم ، دواوي كوي . دوا يې نه تماميږي .
“ زه
چورت واخستلم چي خيرمامد اغا څه كوي. ښه ورنيژدې سوم. وامي وريده چي دى د ځانه
سره كرار كرار وايې ، خدايه ته خو لوي خداي يې ، ته خو تر مور و پلار ميربانه
يې ، بنده وبخښې ، بنده خو اجيزه دي ، نه پوييږي ، ته خو لوي خداي يې ، ټوله
واك و اختيار ستا دۍ ، خدايه بنده وبخښې ، بنده اجيزه ، او بنده چشي دۍ چى نه
نې بخښي ، وي بخښي، څې كوې ، ته خو ميربانه خداي يې …..” په دغه وخت كي سمندر
ږغ پر وكى ورته ويې ويل،
“ څه
ايتيات كوه ، بيا لت ونه خورې” سنګ شا و خوا وكتل كوربه ته يې وويل،
“ اجي
اغاڅنګه يي كم.” هغه ږغ ونه كۍ سنګر پوه سو چي خيريت دۍ ويي ويل،
“ خيرمامد
اغا خپله دوا كوي زه ورته ناست يم ، كله چي مي بيا ښه غوږ ورته ونيوۍ.، نو اغا
خداي ته د بنده په شپا ات كي ډير پر مخ تللۍ و، وايې بنده چشي دۍ چي ته ځان د
بنده سره زيروې ، الاهي بنده وبخښي ته خو ميربانه خداي يې ، بنده چشي دي، بنده
د هيچا زوي نه دي ، خدايه تې وبخښي . بنده څشي دى ، د بنده به دا خور ، په دا
مور …..الا هي نه خو ميربانه خداي يې “
دوا ډير
وخت واخست خير مامد اغا بنده ته د مور و خور ښكنځل كوي چي ، بنده هيڅ شى نه دي
، دده داسي و داسي او الاهي ته خو ميربانه يې ته يې وبخښي . خلګ د خندا پر
مځكه سره لغړي. .
په
اخير كي كوربه ږغ پر وكۍ ويې ويل،
“ بس ته
سنګره بس ده. “
سنګر
وويل،
“ اّ ښه
دۍ ، دا يې بس . زه نو زياتي څه كار لرم ، يو پلا به درته وټوخيږم”سمندر غوښتل
چي سنګر په يو شي اخته كي چي بيا چلم ته ولاړ نه سي نو يې ورته وويل،“تا خو
پخوا ښه غزله ويله، ښه خاندن به دي كاوه ، هغه د رهيم پخش خاندن به اوس نه سي
كولاي. “ كوربه او نورو خلګو هم سنګر ټيتګ كي چي غزله ووايي. سنګر ورغۍ د موسقي
ږغونكو سره كښينستۍ . ارمونيه يې واخسته او د رحيم بخش د خواندن پيښې يې كولي.،
وروسته يې وويل،
“ اوس نو
زما خپله غزله واورۍ “ شرو يې كړه
لغړی
خان په پښو نرى دۍ په دا غوږو كي څپه ټى دۍ
پښې يې د جنګ متاران
لغړی
خان ، لغړی خان، لغړی
* * *
محلي
هنرمندانود محلي مستي نغمې سره غزله ويله . خلګ خاموشه ناست وه. د ځنو بيا ډيره
تلوسه وه . يوه وويل،
“سهار
كيږي ، راځۍ چي د سنګر وروستنى نمايش ووينو، زياتي به نو ځو پر خپله تړه..” ځنو
د سندرغاړي غزله په خوند اورديدله او سرونه يې ورته ښورول. يو دوو سپينږيرو پر
ځانو پټوان پيچلي وه، خپل ځنګنونه په غيږ كي نيولي او سرونه يې پر ايښي وه.
خوندوره غزله يې په ډير شوق اوريدله. سندرغاړي په ډير زړه وړونكي اواز، د وختي
سهار د اساورۍ په مقام كي دغه غزله ويله :
زړه مي بيدار سو چي ښكاره يار سو
اوري انوار لوي سهار
پر اوار بخملي واوا ،
زړه مي بيدار سو
نوره نو
هوا مخ پر سړيدو وه ، د جوغكو ، ميناو او نور مرغانو ، د چوڼ، چوڼ او چغ، چغ
ناري اوردل كيدۍ.. ډير مرغان پور، پور د ديګدان پر شاو خوا الوتل را الوتل او د
ورجو داني يې ټولولې. نرۍ وږمې د باغونو د شينګياو او ګلانو خوشبوېي د
سيلانيانو پر مخونو پاشل. نرى شمال پر ځوانانو ښه لكيدۍ او خوند يې ځني اخستۍ،
خو د پخو عمرو خاوندانو خپلي اوږې، ليچي او ځنګنونه په پټوانو كي پيچلي وه .
غزله د تبلي په وروستني ډم پاي ته ورسول سوه.
يوه
سپينږيري وويل، “ زياتي نو سهار كيږي ، د خداي انوار اوري، بس يې كۍ “ كور به
وويل، “ د سنګر ماما وروستنۍ سيل به وكو ، زياتي به ځو خپل لمونځونه به كوو
سنګر هم ځان په پټو كي پيچلۍ او سر يې كښته اچولۍ و لاسونه يې پر ځيګر نيولي او
داسي كړوپ ناست و، لكه څوك چي په ناستي چا ته سلام كوي او د احترام د پاره يې
سر او سينه مخ په وړاندي كاږه كړي وي .
سنګر سر
را پورته كړ او اسمان ته يې وكتل. د ولاړيدلو هڅه يې وكړه . داسي يې وښوول چي
ولاړيدلاي نه سي او زورونه وهي، خو ولاړ سو . كله چي په ولاړي ودريدۍ ځنګنونه
يې وريږديدل ، لاسونه يې ځني ولاړل، پښې يې ارتي كړي او ځان يې په ولاړي تكيه
كړ. د خلګو خنداوي هغه وخت لا شرو سوي وې، چي دى په ناستي په پټو كي د احترام
كولو په شكل ناست و . خو كله چي يې د ولاړيدلو په وخت كې زورونه وهل، لاسونه
ځني تلل او ځنګنونه يې ريږديدل ، نو خلكو خپلي په كړك، كړك خنداوي نه سوې
درولاې . خلګو همدا سي خندل چي سنګر بې اختياره دواړه لاسونه پر ځيګر ونول او
په يوه چټك حركت د مځكي پر خوا را كوږ سو او اّخ يې كړه . خلګو خپلي خنداوي د
سره پيل او په زوره كړي .سنګر لاسونه پر ځيګر نيولي وه او كلوچ پريوتۍ . په دغه
وخت كي نو اّخ ، اّخ هم كوي. يو پلا كوږ پريو زي او بيا داسي حركتونه كول لكه
سړى چي له سخت درد څخه بې تابۍ كوي . مخ يې كونجي كړي و او تر خولې يې زګيروى
خيژي. په وارو، وارو خپل حالت بدلوۍ . يو پلا پوړمخي اوږ پريوتۍ او بيا
ژركښينستۍ او لاسونه يې پر ځيګر ونيول. پر ملا كړوپ سو . وروسته ولاړ سو بيرته
كښينستى، پر مځكه كړوپ ولويدۍ.دغه ډول حركات څو، څو ځله تكرورا سوه . خلګ
خاندي، خاندي او دى بيتابۍ كوي. په دغه وخت، سمند اكا ور ولاړ سو او سنګر يې په
غيږ كي ونيوۍ . ورته ويې وويل،
“ درد خو
نه يې نيولۍ ، كولنج خو نه يې نيولۍ “ سنګر په ريږديدلي اواز ورته وويل،
“ مړ يې
كړم ، بيخې ، سخت درد دۍ ، سنګر پر ځان كلمي شرو كړې. او سمندر ، ورته وايي
تيريږي ، دا خو دي اوله پلا نه ده. سنګر ، جواب ورنه كړ حمله سخته سوې وه .
وروستنۍ حملې وريږدا وه، وريږدا وه . سر يې تر شا ولاړ. كوربه او نور پر راټول
سوه.په سيلانيانو كي يو زارخوره ملا ډوله سړى هم ورته ناست و . هغه ياسين شريف
پر شرو كۍ. سنګرڅو واره نور هم متشنج او ارم سوم، خو په پاي كي يې سر ځني ولاړ
او ملا وويل انا الله و انا اليه را جعون . څلور موبينه مي پر وويل
پر
څلرم موبين يې سا وركړه ، خداي دي يې وبخښي ښه سړى و.
خلګ پر
را ټول سوه ، ټولو دوعا وي ورته كولې . كوربه سړي واستا وه چي د مسجد ملا راولې
. سمندر او نورو سنګر ستوني ستخ اوږد، اوږد پرې استۍ، سترګي يې په لاسونو
ورپوټي كړې .لاسونه او پښې يې ور سم كړل او ټوله پټه خوله ورته كښيتستل . ملا
ډوله يې سرته كښينستۍ او د ياده يې د قران شريف اياتونه پر ويل .
( پاي)
ډاكټر صالح محمد زيرۍ
۱۶ اګسټ ۲۰۰۷
۲۵
اسد ۱۳۶۸
|