دويجه ويله

                                      دمهاتما ګاندهي د مړني ٥٨ کليزه

مهاتما ګاندهي نه يوازي د هند په تاريخ کښي يو ستر او منل شوی شخصيت دی بلکه په نړۍ واله سطح دده سياست او د ده شخصيت زيات مينه وال او لېوالان لري.

موهنداس کرما چند ګاندهي چي ورسته د مهاتما ګاندهي په نوم مشهوره شو د ١٨٦٩ م مېلادي کال د اکتوبر په دويمه نېټه د هند د ګجرات په ولايت کښي ږېږېدلی.  د ګاندهي پلار کرماچند ګاندهي د ګجرات ولايت يوپانګه وال او سياستوال و. د ګاندهي کورنۍ يوه مذهبي کورنۍ وه چي د هندو مذهب د ويشنو ډلي سره يه تړاو درلودی. دګاندهي په پلرني کور کښي د لاچارانو او مسکينانو سره ډېره مرسته کېدل.  دبيلګي په توګه دګاندهي کورنۍ لا چاره ناروغان خپل کور ته بيول او هلته يه د هغوی درملنه او خدمت کوی.

د ګاندهي مور او پلار هغه وخت ګاندهي ته واده وروکړی چي د ده عمر ١٣ کاله و. د ګاندهي مېرمنه کاستوربه نکانجي هم د واده پر وخت ١٣ کلنه وه.

د ١٨٨٨ او ١٨٩١ مېلادي کلونو تر منځ ګاندهي په لندن کښي د حقوقو لوړي زدکړي وکړې او په ١٨٩١ کښی بېرته و بمبی ته راستون شو. چيري چي ده د يوه وکيل په توګه کار کاوه. د ١٨٩٣  او ١٩١٥ مېلادي کلونو په مېنځ کښي ګاندهي په سويلي افريکا کښي ژوند کاوه. په سويلي افريکاکښي ګاندهي ته لاپسي څرګنده شوه چي انګرېزان د هنديانو سره تعاصبي او ناسم چلن کوي.

همدا و چي په سويلي افريکا کښي ګاندهي د هنديانو د حقوقو لپاره مبارزه پېل کړه ګاندهي د ناټال انډين کانګرېس په نامه  ي غورځنګ جوړ کړی . دغه غورځنګ په سويلي افريکا کښي د هنديانو سره د ناوړه او تعاصبي چلن په وړاندي مبارزه کوله.

په ١٩١٥ مېلادي کال ګاندهي و هندوستان ته ستون شو چير ي چي د ده د خدماتو اود هندیانو د حقوقو د مبارزې لپاره د مهاتما ياني ستره ارواح نوم ورکړل شوی و.  پداسي حال کښي چي ګاندهي خپل ځان د دې وړ نه ګڼی نو د د ژوند تر آخره د مهاتما نوم نه خوښاوه. په ١٩٢٠ مېلادي کال ګاندهي د هند د ګانګرېس ګوند مشر شو . د ګاندهي په مشرتابه کښي دغه ګوند د هند د خپلواکۍ تر ټولو مهمه او د عامو هنديانو ګوند وګرځېده. په ١٩٣٠ م مېلادي کال کښي ګاندهي د هنديانو څخه د انګرېزانو پر ضد د صلح آمېزه  اولسي نافرمانۍ غوښتنه وکړه. پدې ترڅ کښي د مالګي مشهوره مارش هم شمېرل کيږي. د مالګي مارش د انګرېزي مالګي د بازاري انحصار نه د خلاصون يو کوښښ و

د ١٩٤٢ مېلادي کال د جون په دريمه نېټه ګاندهي په ډاګه د برطانيې نه د هند دخپلواکۍ غوښتنه وکړه.  همدا  و چي انګرېزانو ګاندهي زنداني کړی. خو د ناروغۍ له امله ګاندهي د دو کالو بند وروسته بېرته خوشي کړل شو.  په سويلي افريکا او همدا ډول په هند کښي ګاندهي د انګرېزانو له خوا په څو څو ځله زنداني کړل شو. ګاندهي خپل د ژوند مجموعا ٨ کاله په زندان کښی تېر کړل.

د ١٩٤٧ مېلادي کال د جون په ٣ يمي نېټي د برطانيې لوی وزير کلېمنټ اټلي د هند د خپلواک کولو او په دو برخو ياني هندوستان او پاکستا ن کښي د وېشلو اعلان وکړی. ګاندهي د ستر هند د ويشلو مخالف و.  خو کله چي د هند د تقسيم پر وخت  کورني جګړې ته ورته حالت را منځ ته شو نو د ګاندهي يوازي د ګاندهي هلي ځلې وې چي دغه اخ وډب يه ډېر ژر قرار کړی.

څو سخت دريځه ملتپال هنديان د مهاتما ګاندهي د صلحي دپاليسۍ نه ناخوښه وه. د دغو سخت دريځو په آند بايد د خپلواکۍ لپاره او بيا وروسته د پاکستان سره د کشمير په مسله د واک او توپک نه کار اخيستل شوی وای. په دغو سخت دريځو کښي ناتو رام ګودسه هم و. دغه کس پر مهاتما ګاندهي باندي هغه وخت  د توپنچې درې ډزي وکړي چي مهاتما ګاندهي د بيانيې ورکول لپاره د خلکو د ډلي په مېنځ کښي روان و.  درې سره مردک د ګاندهي پر سينه ولګېدل او ګاندهي خپل ژوند دلاسه ورکړی.

ګاندهي د خپلي صلحي غوښتونکي سياست په درشل کښي په ټوله نړۍ کښي مينه وال وموندل . ترننه پوري  د ګاندهي دسياست په هکله دنړۍ په زياتو ښونځيو کښي  ماشومانو ته درس ورکول کيږي..

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM