|
محترمووکيل صاحبانويولږڅه گريوان ته سرټيټ کړۍ
اگراين مکتب است واين ملا
حال طفلان خراب ميبينم
حبيب الله غمخور
د۲۰۰۷
م کال داکتوبر
۳۱
دروان کال داکتوبر پر ۲۲
د د ولسي جرگې استازو د شهيدانو پر قانون باندي دبحث پر مهال دشهيد دتعريف پر
سر يوځل بيا په خپلوکې سره ښکر په ښکر شول .
دبې بې سي ويب پاڼې دخپاره شوي خبر له مخې زموږ وکيل صاحبانوترمنځ پردغه خبره
توده شخړه راپورته شوه چې کوم چاته شهيد ويلاي شو.
په خبرکې راغلي چې : دولسي جرگې غړي له هغه وروسته پردووبرخووويشل شول چې
دشهيدانو
کورنيواو معيوبينو
ته دامتيازاتو پرقانون خبرې اترې روانې وې . دغه قانون چې دحکومت له خواولسي
جرگې ته سپارل شوى،تر ټولولانجمنه يې دوهمه ماده وه. د دغې مادې پر بنسټ
ځينواستازوويل چې دپخواني کمونيست پلوه رژيم پرمهال د ټولو وژل شويوکسانوکورنۍ
نه شي کولاى د هغوامتيازاتو نه برخمنې شي چې په قانون کې ورته ورکړل شوي دي .
د دغو استازو استدلال دا و چې شهيد يوازې هغه چا ته
ويل کيږي چې د خداى د رضا لپاره وژل شوى وي . د کاپيسا د ولايت استازى
حاجي فريدوايي :((بايد ښه په وضاحت سره داووايو چې
هرسړى چې په هر جنگ کې مړ شوى اوهغه ته شهيدووايونو بيا له سره په افغانستان کې
جهاد نه وو . بيا به ټول مردار يو. څوک چې د روس په طرفدارۍ کې مړه شوي دا ټول
مردار دي ، که څوک يې نه مني نو راځۍ شريعت ته کېنو ، تاسو له دې نه څه شى
جوړکړ تاسو په جهاد او شهيدانو ملنډې وهي .)) پوښتنه کېداي شي کوم شريعت
ته به سره کښېنۍ ؟. . . هغه شرعيت چې وکيل صاحب په پوهېږي اودده په گټه دي اوکه
هغه شريعت چې الهي اود ټولومسلمانانولپاره دي اوله هغه نه دسياسي سوداگريوپه
موخه گټه اخيستل خپله لويه اونه بخښونکې گناه گڼل شوېده
؟
په خبرکې دا هم راغلي چې ددغه استازي دوينا په غبرگون کې يو شمير نوراستازي
راوپاريدل اويو بل ته ئې ستغې سپورې وويلې ، ان تر دې چې پر يو بل يې د ډکو
بوتلونو گوزارونه هم وکړل .
ښه!
په بوتلوخوزموږوکيل صاحبان تل سره ولي ،اويوپربل په بوتلو وار کوي . ځکه له
نېکه مرغه امريکايانو او اروپايانو ټوپکي اوکلاشنيکوفونه ځيني واخيستل ،اوس بله
وسله نلري بېله داوبو بوتلونه . ځکه خو دوي پدې ورستيوکې دخلکو له پاکو
احساساتو څخه دناوړه گټې اخيستنې په موخه مخکي له دېنه چې هيوادني ستونزي حل
شوي وي ،په يوه اوبل ځاي کې دا خبره زمزمه کوي چي بايد بهرنيان له هيواد نه
ووزي ؛ترڅو دا ولس يوځل بيادغودقدرت تږواو له سره څخه ترپښوله تعصب نه ډکو
کسانوته پاته شي .
دلته دهشت
صبح په
ورځپاڼه کې خپور شوي طنزنه ياد ونه پر ځاي بولم ،هغه دادي :
بوتل زدايي
با استفاده ازتجارب جهاني، چند روش افغاني کاغذپيچ براي جلوگيري ازايجاد تشنج
درخانۀ ملت :
1
- هيچ وکيلي حق نداشته باشد ازبوتل هاي آب معدني استفاده کند. يک چاه عميق در
بيرون تالارکنده شود، هر وکيل با دولچۀ رابري آب بنوشد. هرگاه نماينده گان،
بدون بوتل جلسه را تحريم کنند، يک يک بوتل تيزآب روي ميز هاي شان گذاشته شود؛
2- وکيلاني که چپلک مي پوشند، عضويت شان در شورا به تعليق در آورده شود؛
3- وکيلان شکمبو، دندان هاي رابري داشته باشند، تا استخوان دشنام را نتوانند
بجوند؛
4- دو صد و پنجاه نفر بابه گک شهرداري کابل با يک يک سطل آب سرد سالنگ، در عقب
چوکي هاي نماينده گان ايستاده شوند، تا هنگام شعله ورشدن وکيلان، آتش شان را
خاموش کنند؛
- نان چاشت از برنامۀ شورا حذف شود؛ قبل از شروع جلسات هر وکيل به يک نفس، بيست
مرتبه بين قصر شورا و قلۀ زنبورک شاه بدود؛
6- اعضاي شورا قبل از آغازهر جلسه، هفت بار دهان شان را برس و مسواک بزنند؛
7- براي تصفيه حساب نهايي و از ميان بردن کتره و کنايۀ شورايي، بهتر است تمام
اعضاي شورا با سرپرستي آقاي تايسن و جناب جکي چن، با ورزش هاي مشت زني، لگد
پراني، "چُنگ فو" و "پُنگ فو" آشنا شوند. با آغاز درگيــري ها، هيچ وکيلي حق
نداشته باشد تالار جلسه را ترک کند. از آيساف خواهش شود تا مانع دخالت اردوي
ملي و پليس ملي گردد؛
و بدين گونه مي رسيم به يک شوراي عاري ازتشنج بوتلي...
محمودکوچي دبې
بي سي خبرلوڅ ليکي ((...يو شمير استازو نيوکه کوله چې په جرگه کې ځيني استازي
په هر قانون کې د شخصي سليقو په کارونې غواړي د اساسي قانون ځينې مادې له پامه
وغورځوي .)) بې بې سي
بلې !
دا
ډله وکيل صاحبان رښتيا وايي ،کله چې دقانون کومه ماده
دتنظيمواوټوپکسالارويادسوادنه محروموتنگ نظروگټې سره په ټکر کښي راشي ،هغه وخت
دوي هرومرو داسلام دمقدس دين له مبارکو احکامواودجهاد له نامه
څخه
دخپلوناوړوموخوپه خاطر گټه اخلي ،رښتيا خو لاداهم ده چې داسوال تر اوسه بې
ځوابه پاته دي چې
چاجهادکاوه؟ اوچا پرجهادسوداگري؟
ډير
څېړونکي اوشنونکي اوس دهيواددنازکوحالاتو په نظر کې نيولو سره ددغه ډول لانجمنو
مسايلو څېړل يوبل دفرصت وخت ته پرې ايښئ دي .ځکه اوس پر دا ډول مسايلوباندي
بحثونه
اوددې مسائلوڅېړنه
اختلافات نورهم ژوروي ،اوپه هره اندازه چې په ملي کچه اختلاف ژورېږي په هغه
اندازه له يوې خوازموږدملي ستونزودحل لاراوږدېږي اودبلې خواله هغونه
بهرني اوکورني دښمنان گټه پورته کوي . له دې امله اوس دټولو٬ (۶)ملي
دنده داده چې دفصل پر خلاف دوصل لپاره کاروکړو.
د افغانستان د
اساسي قانون په دري پنځوسمه ماده کې د ټولو وژل شويو د کورنيو غړو،معلولينو
اومعيوبينو ته دحکومت له خواپه امتيازاتو ټينگار شوى . هغو وکيل صاحبانو ته چې
يوشمير محتاج اوپرېشانه
انسانان دقانوني حق نه پدې نامه بې برخي کوي چې ددوي په ويناگويا شهيدان ندي .
خو دغو وکيل صاحبانو داهيره کړېده چې ديوه غريب او بېنوا لاس نيوۍ څومره دنيوي
او اخروي گټه لري ،اوپدې هکله څښتن تعالی خپلو
بندگانوته کوم ډول هدايتونه کړې دي .زه ېې
دبېلگو له راوړلو څخه ډډه کوم ،ځکه
دا وکيل صاحبان که دسوادنه
برخمن دي قران کريم او نبوي احاديثوته دې مراجعه وکړې
چې په په نوروبرخو کښې هم اړين معلومات تر لاسه کړي .
غواړم
دغه وکيل صاحب ته داورپيادکړم چې ښاغلي٬
هغه وخت چې داقانون جوړېده اويادلويي جرگې په کميسيون کښې ورباندي بحث کيده هم
تاسو غوندي متعصبينوله دې مسلې سره جنجال کاوه اوسرئې ديواله ته نيولئ و،مگر
ترکومه ځايه چې هلته هوښيار خلک وه اوپدې پوهېدل چې پر دې يوې لويي کتلي سترگي
پټول اوستاسوپه اصطلاح دملحدپه نامه هغوي له ملي او انساني حقوقونه محرومول
ناشونې خبره ده اوپردې ټينگار ملي جوړښت او يووالي
ته ضرر رسوي
هغه بېسواده سرټمبه ېې قانع اوداماده په قانون کې ځاي شول .
په جرگه کې دکابل دخلکو استازې ملالۍ شينوارې وايي چې ټول هغه کسان چې په تيرو
دريو لسيزو کې وژل شوي يو شان حقوق لري او د هغوى کورنيو ته دې يو شان حقونه
ورکړل شي .
هغې وويل: ((زما په نظر په افغانستان کې دې ته اړتيا ده چې د جنگ او د جگړې نه
د راپاتې ماشومانو ، کونډو ، معلولينو او معيوبينو ستونزه ده. که د شهيد د کلمې
پر سر ډيرې لانجې او دنگلې و نه کړو ښه به وي. دلته د شهيد تعريف ته اړتيا نشته
، يوه کونډه چې مجبوره وي نو د افغانستان حکومت د هغې سره د لاس نيوي دنده او
مسووليت لري.))bbc
دا
دوياړ خبره ده چې زموږ پتمنې اوغيرتي خوندي دځينو وکيل صاحبانو دتوهين اوبېځايه
خبرواوتهديدو سره بيا هم دپارلمان حيثيت ته نجات ورکوي اوهغوي سمي لاري ته
رابولي . سره لدې چي دادشرم پېټۍ دپارلمان په استازيتوب دټول ملت پر اوږو پروت
دي چې يو ځل ملالۍ جويادټولو پرنسيبونواو اوصولوخلاف په وچ تنظيمي زور دقانوني
حق څخه محرومه شوه ،پدې ېې قناعت ونشواو ډاډه شول چې هرڅه سرته رسولاي شي پريوې
بلې درنې اوغيرتي وکيلي اغلي شکريه بارکزۍ ئې دپارلمان تالار داسي تنگ کړ،چې
هغې دخپل عزت اوحرمت دساتلو په خاطر دپارلمان په غونډو کې دبرخې اخيستنې نه ډډه
وکړه .داسي نشي چې داځل وار درنې خوراغلي ملالۍ شينوارې ته ورسېږي .
دا موږټولوته دمنلو وړده چې دبهرنيانوپه زرودنيم بنده دموکراسي دتمثيل دپاره ئې
دپارلمان تر چت لاندي هغه سره راټول کړه
٬چې پرون ئې يوپر بل راکټونه اورول . خوپدې هم بايد سرخلاص
کړو چې هغه هم دپردو هڅونه وه اوداهم دهمدغوپردوکاردي . موږ به ديوملت په توگه
کله شااوياڅلوروخواوته سترگي رااړه و؟
کله
به خپل اودبل حداوحدودپېژنو؟اوکله دنړۍ دنورو ولسونوپه څير په ملي
گټواومسؤليتونو ځانونه
پوهوواودهغودساتلولپاره
چې په يقيني توگه په يوه سرداکارناشونئ دي سره راټولېږو، پخلا کېږو او
دهيوادجوړونې ته مټي رانغاړو؟
راسۍ چي يوه لحظه
دزړه خواله سره وکړو اورښتياهم واورو:
جهادکلمه هغه وخت راپيداسوه چې دکفرپه مقابل کښې مسلمانانوداسلام دمقدساتو څخه
دفاع کوله .
داسلامي
علماووله نظره دشهادت مقام دايوالهي پيرزوينه ده اوشهيدهغه مسلمان ته ويل کيږي
چې د جهاد په سنګرکې يي
خاص د خداي ددين دساتلو لپاره ځان قرباني کړي وي .اوپه ځينو نوروحالاتو کښي هم
خداي تعالی يوه مسلمان ته دشهادت درجه اومقام ورکوي . خو داهر څه پسله مرگه دي
دخداي تعالی له طرفه خپل يوه بنده دامقام ورکول په هغه ذات پوري اړه لري پردې
دنياژوندي انسانان پدې نشي پوهيداي چي څوک خداي وبخښۍ،چاته ئې دشهادت مقام ورکړ
اوچا(۲۴)ته
جزاورکوي .په يوه کلمه به ئې راخلاصه کړم چي خاتمه مستوره ده داهرڅه هغه ذات
پوري اړه لري چي موږته
ئې ژوندراکړي اوبيرته ئې رانه اخلي .دشهيداودهغه مقام دترلاسه کېدوپه اړوندخبري
ډيرلوي اوعلمي بحث ته اړتيالري ،پداسي لنډواوخپل سره فتواگانونشي خلاصه کېداي
،پدې هکله بحث کې ډيري لوي اولوړي پوهي ته اړتياشته ،زه پدې باورلرم چې دغه
متعصب کسان هر څوک چې وي له اسلام نه دقيق او اړين معلومات نلري .
که ددغه وکيل صاحبانوڅخه
چې پرون ېې دامريکاپه ډالرو،عربي ريالو،الماني
مارکواوډول ډول
وسلوسره ددوي په وينادروسانوپه مقابل کې جنگېده پوښتنه وشي ،که دوي روسان وژلې
نوموږبه ورته مردار ووايو ، مگر هغه افغان چي کلمه ئې ويل ،پنځه وخته لمونځ ېې
کاوه ،په خپل هيوادکښي يوه حاکميت ته که دده خوښ و يانه کارکاوه اوياپه وسله
وال پوځ کښي و،اودقدرت پر سر جگړه کښې ېې خپل خوږژوند دلاسه ورکړ،هغه ته څنگه
مردار شوي ويلاي شو؟؟؟ تاسوپه تاريخ کښې داسي
يوهيوادراښودلاي شي چې ټول دي له يوه سره غرو ته ختلي
اوددولت پرخلاف دي راپاڅېدلي وي ،ابدأ ېې نشي
راښودلاي ،نوپه افغانستان کې ولي دافغان ولس دتاريخي دښمنانوپه اشاره او آمر
ټول افغانان غروته ختلي واي ؟که دلته په افغانستان کې يو بهرنۍ هيوادو نفوذ
درلودچې داهم زموږپر خاوره تجاوزووخوهغه بلې خواته ددغه تجاوزلپاره تر ((۳۰))زياتو
هيوادو دآمريکا په رهبري اوهدايت مټي رانغښتي وې.که دلته ديوه غلامان وه نوهلته
خودمرحوم داودخان دحاکميت چې دپاکستان او امريکانه خوښېده دړنگېدولپاره
ډيرومشهوروڅيروچې همدا اوس هم مطرح دي دهمدې ((۳۰))بهرنيو
اوکافرو دغلامۍ کړۍ غاړي ته واچولې .راشئ پدې سره قانع شوچې دا سياست دي
اوسياست داسي لوبي اولوړي ژوري لري .تاسو وگورئ پرون روسان دايرانيانو دښمانان
وۀ اوزموږ افغانانوته ئې ويل دروس پر ضد جهادوکړه چې شهيد شي ،اوس هلته يوازي
څېرې تبديلي شوي اوهغه همداسي چې نورکالي ئې اغوستي دي کنه هرڅه پرخپل حال پاته
دي ،خو اوس ايراني اخوندان اومحموداحمدي نژادروسان دځان اوددوي دلاري
ترټولونږدې دوستان اوملاتړي بولي .دخداي قربان شم چې ولي زموږ خلک
پدغه يوه بام اودوهواوونه پوهېږي ؟؟؟
داډول له بې گټي تعصب نه ډک کسان بايد لاندي ټکي په نظر کي ولري چي :
۱/
تراوسه هيڅ کومي محکمې داحکم ندۍ صادرکړی چې داوژل شوی کسان مردار او ژوندی ئې
مرتددی .
۲/
ددغه مړه شوی کسانوڅخه کورودانه ،لور اوزوي،خور،مور اوياپلار
پاته
شوی دی ،ټول سپېڅلی مسلما نان دي اوداوطن ددوي ټاټوبئ دی ،په کوم جرات تاسو
ځانته داحق ورکوی چې دهغوي مړو کسانوته مرداراو دوی ته دپردوغلامان وواياست
؟دداډول متعصيبوحرکتونواو ويناوپايله داده چئ دوي غواړي يوځل بياپدغه بې
مسوليته څرگندونوسره کورنی اختلاف اوبدامنيوته لمن وهی ،دابايد هيره نشي چې
دوژل
شو
کسانوپاته ورثه افغانان دی اودوي هم مجبوردی دخپل مړه شوی اوکورنۍ دعزت اوحرمت
ساتلو لپاره لاس په کارشی.
۳/
ددغووکيل صاحبانوبه په يادوي ،کله چئ ددوي په اصطلاح کمونيستانوحکومت کاوه
،هغوي به هم خپل پلويان
پسله مرگ نه شهيدان بلل اودشهيدپه دودئې خاوروته سپارل . خپلوانوبه ېې تر فاتحې
وروسته دقران کريم ختمونه کول
.
دغوگونديانوهره يوه جومات ،کلی اوکوردرلود،اوترډيروئې ابرومندانه ژوند کاوه ،که
ېې رشوت خوړلۍ واي اوس به ئې دجهاددنامه دټیکداروپه څير بلډينگونه درلوداي .که
يوڅوک وجدان لري نوپه دالويواووړوښاروکښې ددغوبلډ نگو پوښتنه دي وکړي چې
دادچادی اودجوړېدوپيسې ئې له کومه کړي دادهمدودجهادپرنوم دسياسي سوداگرودوطنپر
ستۍبېلگه ده چې دهيواديوتاريخې سيمه(( شير پور )) په چورپور بدل شواودخپلو
گټولپاره ئې پکښی لوړمنزله داروپاپه څیر ماڼۍ جوړې کړې . ښه
به داوي چې پدې مسايلوډيري
گوتی ونه وهو.
داکوم اسلاميت او انصاف دی هغه فاميل چې خپل مړې داسلام دمقدس دین دمنل شوو
اساساتوله مخې خاوروته سپاری ،فاتحه ئې اخلي اوبياختم کوي ،خداي مني اوحضرت
محمد ((ص )) دخداي پېغمبر بولی څنگه کېداي شي دغه مړې ته مردار وويل شي؟ اوکه
داخبره ددغه فاميل يوغړې ته مخامخ وويل شي ،پدې پوهېږۍ چې هغوي به کوم ډول عکس
العمل ښکاره کړی؟ که افغان وي نوويلاي شم چې دپارلمان تر تعمير بيرون دمړو
شويوکسانودورثې په مخ کښې دانشۍ ويلاي کوم چې اوس ئې ترآمريکاتر چتر لاندي
واياست ،اوکه ئې څوک ووايي هرومرووبه ئې ورثه
خوله به وربا ندي ماته کړی .
جالبه خبره،وايي دروسيې په طرفدارۍ ولاړوه ،مگر له ځان څخه
پوښتنه نه کوی چې دوي دچاپه طرفداری اودچاپه پیسووطن وراناوه؟
اوچادپکتيا له دنگبغروله څوکوداشارې په گوته ورته ويل چې داځاي ووله اوياداځاي
. دغربی نړۍ فلمونوته چې اوس ئې نندارې ته وړاندي کړي هغوي ته مراجعه وکړۍ .
۴
/ داپوښتنه هم راپيداکېږي کله چې استاد رباني ،احمدشاه
مسعود،اونوره ډله ټپله ېې مسکوته ولاړل اوله هغونه ئې دمرستی غوښتنه وکړه
اودانورودآمريکايي
اوپاکستانی چارواکودروازي په درب ټکولې اوغوښتل ئې چې حاکميت دوي ته ورکړی
،وکيل صاحب داڅوک وه ؟؟؟دادروسانو تر مستقيمي حمايي لاندي شمالي ټلواله
اوپلويان ئې نه وه ؟چي روسیې لخواهغوي ته وسله اوپيسې ورکولې کېدې ؟؟؟
دغه دتنظيمو ترمنځ چې دقدرت پر سرجگړه کې يوازي په کابل کښې تر ((۶۰))زرو زياتو دکابل ښاريانوخپل خوږژوند
دلاسه
ورکړ ،چې همدا اوس هم ډير (تيمان
،کونډی
،معيوبين اومعلولين ) همدغه ډله ده اودهمدې قانون له مادونه غواړي
گټه
واخلي . ددغووژل شووکسانوته
تاسو کوم نوم ورکوی
؟؟؟ اوقاتلان ئې په کوم نامه يادوۍ ؟؟؟ داجرأت لرۍ چې رښتياوواياست ؟مهرباني
وکړی دا اوپه سلهاونورداسي
سوالونه چې تاسو اوستاسودپلويانونه
ئې خلک دجواب ويلو انتظار لري جواب ويلاي شي؟
۵
/ دروسانوسره په جگړه کښي دپاکستاني جنرالانو دضياالحق نه تر پرويزمشرف پوري
،دهغوي دڅارگرۍ ادارو،ايراني اخوندانو،عربي شيخانودادومره پيسې يوازي ددې لپاره
درکولې چې دروسانوپر ضدو جنگېږۍ؟ اوکه دآمريکا اواروپايي هيوادومشرتابه غوښتل
دسړې جگړې په زورازموينه کښې په افغانانو روسان گونډه کړي اودافغانانودسرپه
قيمت دروسانوسره خپله دښمني ترسره کړي .،لکه چې همدا اوس بيا ايراني اخوندان
اودهغوي بهرني ملاتړي غواړي په افغانانويوځل بيا داسلام پر نامه باندي
دسياسي
سودا گري
نه په استفادې سره بياهم امريکايان په افغانانوله سيمې نه وتلوته اړباسي
،ترڅودوي وکولاي شي دپاکستان اونوروذيعلاقه(۳۶)
هيوادوسره په تفاهم کښي په افغانستان کې بنسټپال اوخپل لاس پوڅۍ واک ته ورسوي
اوداسي رژيم پر افغانانووتپي کوم چې ددوي په گټه وي .
له دېنه سترگې پټول چې دخارجي څارگروپه لمسون او هڅونه تاسوهرڅه سرته رسول
دمنلووړخبره ند ه .
په افغانستان کې خوبه دوي(شوروي پلوه ) ديوه هيوادتر نفوذاوتاثير لاندي وه ،مگر
داښاغلي چې اوس يتيمان ،کونډي اومعيوبين دقانوني حق څخه بې برخي بولي هغوي خو
دلسگونوبهرنيانو نوکروه کوم چې غوښتل ئې پدوي دا وطن وران اوپه کنډوالوبدل کړي
. که دکفر مسله مطرح وي؟ نو له روس څخه نېولې
بيا دانورټول لکه اروپايي هيوادونه ،آمريکا يو هم مسلمانان
ندي
،اونه ېې ولسمشران مسلمامانان وهغوي (۳۷)مو
ولې منل اوپه مقابل کې ئې چوپ واست ؟
غواړم يوځل بيادغوښاغلوته درونالد رېگن داخبره ورپيادکړم کله چې ېې دتنظيمي
مشرانوسره په واشنگتن کښي لېدل په خپلو خبروکښي په ډانگ پېلې وويل
((. . . زه خپل اهداف لرم . . .
اوداامريکايي ډالردئ چې دې جگړې ته ئې دجهادنوم ورکړئ ،دازه يم چې داجگړه مي
دجهادپه نامه نومولې ده ،کنه نودفلسطين اونوروسيمو جگړو ته ولي څوک جهاد(۳۸) نه وايي؟))که
داسي نه ده همدا اوس په ډيرو اروپايي هيوادواو امريکاکښي دمسلمانانو شمير لږدي
اودژوند کچه ېې ټيټه ده کله کله له ازار او اذيت سره مخامخ کېږي ولې دغو
هيوادوته نه ځۍ اوهلته دمسلمانانوپه دفاع کې جهاد نه کوئ ؟؟؟ ولي موفلسطين
هيردي ؟او ولې مود
پخواني روسېې له يوشمير وړو خودمختاره سيموخلک چې کله ناکله دروسانوڅخه
دخپلواکۍ ږغ پورته کوي هير کړي دي ؟؟؟په نړۍ کې ډيرداسي
ځايونه شته چې تاسو اوستاسوپلويان هلته ولاړسۍ اوجهاد وکړۍ ،خو
وکيل
صاحب حقيقت دادي ترڅوچې داډالراوبې شماره نعمتونه وي داکاربه په ژوند ونکړۍ .
۶
/همدااوس چې په افغانستان کښې دابې گناه انسانان دپردودبم اوريوپه پايلوکښي
ژوند دلاسه ورکوي داښاغلي هغوي په کوم نوم يادوي ؟بل طرف ته طالبان گلبدين
حکمتيار اونورددولت مخالفين ځانونه مجاهد بولي اوهغه کسان چې له دولت سره دي
اوياپه دولت کښي کارکوي هغوي ته دکفر نوکران اومړې ېې مرتد اومردار بولې
،ددې نظر په هکله دا وکلي صاحب څه وايي ؟
دکاپيسا دولايت څخه وکيل شوئ حاجي فريداوپلويان ئې ددغه فتواپه مقابل کښي کوم
جواب لري
؟؟؟
ځانته مجاهدوايي
اوکه هغوي ته ؟
اوکه دوکيل صاحب په ډول
کسان
رښتياهم په افغانستان کې کافران نشي منلاي نوزه ورته ووايم چې : ښاغلو همدا اوس
په
افغانستان کښي دهرې مسلې په هکله پرېکړنده خبره بهرنيان کوي ،هغوي مسلمانان ندي
،اونه هم داسلام مدافعين . داهم بايد درته ووايم چي همداستاسو تنخواهم دوي
درکوي ،تاسوددولت بودجه معلومه ده حې له کومه کېږي ؟داپيسې چې تاسوپرې چړچې کوۍ
داددغو هيوادو دخلکو دوجود خوله ده ياماليه ده
چې
دسرمايداري نظام ساتونکي حاکمان يې تاسوته درکوي .ددئ جواب به په آخيرت کښې
څنگه واياست؟
پدې هکله موفکر کړي دي ؟؟؟نه هيڅکله ،ځکه پدې کښي مو تاوان دي .
ولې اوس غروته نه خېژۍ اوجهادنه کوي ؟ولې دانور رابولۍ چي
راشۍ سوله ييز ژوند پيل کړي خپل وطن مه ورانوۍ .
اياهغه وخت داوطن ،ښوونځۍ ،روغتون ،ښارونه اوکلې تادپردوپه هدايت په راکټونه
ويشتل ؟؟؟
هغه چې دغرب په لمسون ئې داوطن وران کړ،هغه چې په زرهاووبې گناه انسانان ئې له
ژوند نه محروم کړه،هغه چې دشمال په دښتوکښي ئې په زرهاوبېگناه انسانان دطالب په
نامه په کانتېنروکې له ژوندنه محروم کړه ،هغه چې دعدرت(؟) پرسر ئې دکابل ښکلي
ښارپه کنډوالو ندل کړ، دهغوي دعفوي لپاره خو همدغوتاسو دپا
رلمان له صلاحيت نه دنارواگټه واخيسته اودځان اوهغوي دعفوي فرمان مو په ښاغلي
کرزي لاسليک کړ.
دغه نارواحرکت ته مو داسلامي اخوت اوپه هيوادکښي دملي تفاهم راوستون نوم
ورکړ.اوس چې ديوه غريب اومجبورانسان سره دولت بېله دېنه چي داحتياج اومرستي
غوښتونکي داړتيا لامل څه دي بايد مرسته ورسره وکړي ،اوس دا خداي ناترسه
اودپرديوپه پيسومست ښاغلي هغوي پدې نامه ددولت له مرستونه بې برخې کوي چې
گويادوي اوياددوي مړه شوي کسان دکمونيستي رژيم پلويان وه . متاسفانه دوي دومره
دسياسي سوادنه محروم دي او پدې نه پوهېږې چې يودولت دخپل ملت په مقابل کښې بلا
استثنا مکلفيت لري ،اودهر نيازمندسره بايد مرسته وکړي
.
زه اصلاددغې ترمينالوژي داستعمال سره مخالف يم .چي دافغانستان دخلق دموکراتيک
گونددکمونست گوند په نامه څوک يادوي اوله دې نوم څخه په استفادې سره ددې
گوندپرغړوداټاپه لگوي چې گويادوي خداي مکړه له اسلام نه اوښتي وه .داځکه ددې
گوند ټول غړي په مسلمانه کورنۍ کښي دنياته راغلي ،ټولوپه جومات کې تر يوي
اندازې اسلامي تعليمات کړي ،دوي ټولوکلمه ويل،او وايي ،په کلي اوښارو کښې په
ټولومذهبي اودوديزوعنعنوکښي ترهيچاشاته ندي پاته شوي . داختر،جمعې اونورو
لمونځونو کښې لېدل کېدل ،مړۍ ئي سپوته نه دۍ غورځولي تر هرچائې په زياتو
درنومذهبي مراسيمو خاوروته سپارل ،په ختم اوجنازه کښې ئې برخه اخيسته .ديوې
سي |