له  ټلوالې اودکمونستا نوله پاتې شونوسره دکرزي دريځ

دحاجي حبيب الرحمن ابراهيمي لکنه کابل دلړم ١٥مه

Ibrahimi_w@yahoo.com

وروسته له هغې چې په هيواد کې امنيتي وضعه مخ په خرابيدو ښکاري له دې سره  سم  دحامد کرزي حکومت په دولتي پوستوباندې د هغه شمير  پخوانيوجهادي قوماندانانو ته دچارو واکې  ورسپارلې   کومو ته چې په تيرو شپږو کلونو کې پرې دملګرتيا  چندان اعتبار نه لاره    .

 کرزي،  خو په دې تيرو شپږو کلونو کې   خپل داعتمادا وړ کسان يا د کمونسانوپاتې شونې  ټاکل او ياهم دهماغه ټلوالې کسان کومو چې دطالبانو له ويرې نيږدې شپږکاله دهندوکش دغرونوپه لمنه اوياهم په تاجکستان اويا نورو هيودونو کې اوسيدل   .

حامدکرزي اوس پوه  شو چې له کمونستانو،پرچميانو اويادټلوالې له  پلويانو څه نه  جوړيږي نو دپخوانيو جهادي قوماندانانو ته دچارو  واکې په لاس کې ورکوي .

که څه هم  اوبه اوس له ورخه تيرې ښکاري خو بياهم   ماهي چې هروخت له اوبو څخه راوباسي تازه دي.

 . دادى ايله اوس (شپږ کاله و روسته ) دحامد کرزي حکومت دې نتجه ته ورسيد چې هغه پخواني جهادي قوماندانانو بايد دواک پرګدۍ کې ورکډ شي کوم چې تراوسه يا په کور اوياهم دحکومت ترڅنګ په کوردننه (افغانستان )کې   عادي ژوند کاوه .

که څه هم دغه شمير قوماندا نانو دحامد کرزي حکومت ته ځا نونه    ډير ورنيږدې کړي وو اوځانونه يې روته دفاداراودښو ملګرو په شان ګڼل  خو بياهم هغه کسن چې دکرزي  ترڅنګ يې دکاږه مار په شان خپله ليچه تاو کړې وه   پرهغوي(کوم کسان چې په شمالي ټلواله کې نه وو شامل اوياهم دزړوکمونستانو پاتې شوې وو،  وخت ناوخت ټاپې لګولې اويو اوبل نوم به يې يادول .

 هغه قوماندانان چې اوس ورته دندې ورکړل شوې دي هغه دغزني والي اودوردګو ولايت ا منيه قوماندان دي . دغزني دوالي فيضان اودوردګو ولايت دامنيه قوماندان مظفرالدين  چې  دواړو  دمجاهدينو په دوره کې دډير ښه شهرت لرونکي او وطن ته وفادارو څيرو په توګه پاتې شوي   وو  خو تراوسه پورې نه ورته دکرزي فکر وو اونه يې هم دهغه د بې شميره سلاکارانو په ياد وو .

  په افغانستان کې دامريکاپه مشرۍ دغربي ټلو الې لخوا په افغانستان کې دطالبانو دحکومت څخه دګوښه کولو په خاطرد B52  بريدونه پيل شول اوددهمدوي  په واسطه درامنځ ته شوې لنډ مهاله ادراې څخه نيولې بيا انتقالي ادارې  او ترنن پورې  چې شپږ کاله پوره کوي دحامد کرزي حکومت يادپخوانيو رژيمونو پاتې شوني کمونستان ( خلقيان اوپرچميان)  اوياهم شمالي ټلوالې ته وفادار کسان په دندو ګمارل  او له دندو ګوښه کول خو به يې نه کله به يې يو اوکله بل ولايت ته تبديل کړ ل اويابه يې هم دسلاکار وزير په توګه ترخپل څنګ کښيناوه .

داخو له پريږده  هنوز به يې ورته دجنرالۍ بيل بيل لقبونه ورکول اوکم شمير کسان که پاتې وي پاتي ټول لوي لوي جنرالان ؟؟ کړل . هغه مهال به چې  کوم داسې   جهاد ي قومندان  چې په ټلوواله کې به نه وو شامل دحامد کرزي لخوا  په دنده وګمارل شو نو ډير ژر به   پرهغه ټاپه ولګيده چې دغه قومندان يا طالب يا القاعده دي اوياهم  دحزب اسلامي(کلبدالدين حکمتيار  سړى دي .

خو دوخت په تيريدو سره ټولو ته ښکاره شوه چې نه دکمونستان پاتې شونو کومه مثبته نتجه ورکړه اونه هم دشمالي ټلوالې کسانو .دوي په تيرو شپږو کلونو کې ډول ډول فعاليتونه ترسره کړل چې دنړيوالې ټولنې دنيوکو او دبشري سازمانونو دمخالفتونو سره سخت مخ هم  شول .

زه وايم کاشکي دکرزي ، دهغه په لسګونو مشاورينو دې ټکي ته څوکاله وړاندې فکر شوي واي چې مجاهدين يې دواک پرګدۍ کې شريک کړي واي .نوم به يې نه يادوم خو له يوه کال نه په کمه موده کې دوردګو په ولايت کې دپخواني رژيم يوجنرال دامنيه قومندان په توګه  راغئ  چې دعمر ترپايه به  مې دده دناوړه کړنو يادښتونه له ياده ونه وځي .هغه ورځ به مې هم له ياده ونه وځي چې يوه ورځ خبر شوم چې  دنرخ ،جلريز او دميدان ښار دمرکزي سيمو مشران يې راغوښتي وو .

دغه جناب (دوخت امنيه قومندان ) ټولو مشرانو اومخورو ته ويلي وو چې تاسو القاعده ياست اوتاسو له دې مخالفينو سره لاس لرى اوستاسو په کورونو القاعده اوطالبان اوسيږي ؟؟.

 خودهغه قومندان دتبديليدو نه وروسته ددې ولايت په مرکز ميدان ښار کې دداسې يوې وسله والې ډلې دنيول کيدو خبر امنيتي سرچينو ورکړ چې هغه خپله په دې دلالت کوي چې بي امني په دې سيمو کې چارو استې وه ښوونځي   چاسوځول ؟؟ .

 که څه هم دمجاهدينو قوماندانانو ته په واک کې دورګډيدو هدف   دامنيتي وضعيت دښه کيدو په موخه شوي خودادي امنيتي وضعيت په دې ورستيو کې داسې خراب شو چې په تيرو ورځو يې خلک شکر ګزار شول .

 ښه ده چې او س يې  ورته پام شو که يې نه واي ورته پام شوي نو  داسې معنى به يې درلوداى  لکه چې په خپله  خپل لاس څو ک غوڅ کړي .

په هيواد کې ددايمي سولې او داسې اسلامي نظام  درامنځ ته کيدو په اميد چې دټولو هيوادوالو اميدونه پوره کړي . په پاي کې ديوې  خبرې   يادول غواړم هغه داچې بايد دحامد کرزي ترڅنګ راټول کسان په دې پوه شي چې آزمويل شوي ازمويښت نه دي په کار .

دهيواد دسوکالۍ او پرمختيا په هيله حاجي  حبيب الرحمن ابراهيمي دلړم ١٥مه    

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM