هـدايت الله هـدايت

  که دا نړۍ  يو کلی وای !

     داکتوبر ۱۷ مه  د فقر او لوږي  د امحاء  دنړۍ والـي  ورځي  د يادوني  په  بانه     

د  ۱۹۹۳ م کال  راهيسي د اکتوبر ۱۷ مه نېټه  هر کال د فقر يا لوږي د امحاء د نړۍ والي ورځي په نامه لمانځل کيږي . د غه ورځ   د نوموړي کال د مارچ پر ۱۳ مه  نېټه د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي  غونډي   د  پريکړي پر اساس د فقر د امحاء د نړۍ والي ورځي په نامه و نومول سوه او ټوله  نړۍ ئې  و دې ته را وبلله  چې ددغه بشري غميزي په ايسته کېدو کې پراخ او عملي  ګامونه واخلي .

ما دغه ليکنه او شننه په ځانګړې توګه راشروع کړې او پوره لا نه وه  خو څرنګه چې د خوړو، فقر او لوږي  د موضوع سره  ئې نيژدې  تړاو درلود نو په متن کې مې يو څه  بدلون  را ووست او د همدې نړۍ والي ورځي د   يادوني په بانه  مې  دلته و خپرېدو ته   وړاندي کړ ه .

  هـ . هدايت

کله کله ځيني شيان ددې دپاره چې  ښه وا يسي او ژر درک سي نود  غټ ښودلو د پاره يې داسي شيوه په کار لويږي تر څو څوک ئې د سترګو په رپ کې په مطلب و پوهيږي   . خو ځيني شيان بيا دومره غټ وي چې اصلاً په سترګو کې نه ځايږي او حتي تصور يې هم مشکل وي . داسي شيان بيا  لومړۍ په عکس کې کوچني ښودل کيږي تر څود سم ليدلو دپاره يې لاره هواره   او د تصوير ټولي خواوي  و هر چاته  هماغسي چې دي،  ښکاره سي .

نن که  نړۍ په يوه کلي باندي نومول کيږي  او که د جهانې کېدو و خواته بيا د لويو قدرتو او پيسه داره هيوادو  تلاښونه او غزېدنه دامريکا په سرغنه توب سره تر سره کيږي، نو دې لوري  ته دنړۍ  په مطبوعاتو کې چې  هغه بيا د يوه سره د همدې هيوادو په ولکه کې  راغلي دي  د پام وړ ځاي ورکول سوي  او په ډله ائيزه رسنيو کې  خورا پراخ انعکاس پيدا کوي .  دغه هيواد ونه ددغي پروسې  بهير يعني و نړۍ کلي ته ننوتل دبېلابيلو لارو او په بېلابېلو نومونو په کارولو سره    ځان رامخته کوي او د خلکو په ذهنيتو کې خپل ځان  ځايوي او تأمل ته يې را بولي .  دغه پروسه  کله د ټروريزم سره د مبارزې په نامه،  کله د ډيموکراسۍ د خپرېدو په نامه، کله د ډله ايزي وژنو د وسلو د جوړېدو او ځای پر ځای کېدو په نامه او کله بيا د همدې ډله ايزو وژنو وسلو د امحأ او له مينځه تلو په نامه، کله د خپلواکۍ د ترلاسه کېدو په نامه ، او کله بيا د خپلواکۍ د ځپلو په نامه ،کله د بشر دحقوقو ددفاع او اعادې  په نامه او کله بيا دهغه تر پښو لاندي کېدو په نامه، کله داسلام څخه ددفاع په نامه او کله بيا پخپله اسلام د يوې خطرې او د ټروريسټي تهديدپه نامه ، خلاصه د هر هغه څه په نامه چې ولسونه  ورباندي خطاوزي او دنړۍ د هيوادونو  د شتمنيو  کنټرول   تر خپل لاس لاندي را وستلای سي  نو بس په همدغه مفاهيمو کې ځان را ښکېلو ي او پر هيوادو باندي ور دانګي او ناروا جګړو ته لمن وهي . کله ځان جهاني کړي او کله ئې پر کلي باندي را واړوي . دا په دې خاطر هم ده چې ددغو مفاهيمو په کارولو سره  د نړۍ په هیوادو کې لاسوهنو ته  په خلاص لاس  سره  لاره خلاصوي  او هم داشاني لاسوهنو او يرغلونو ته قانوني بڼه ورکوي او  وروسته بيا د ځان په ګټه هماغسي چې غواړي هغه  کاروي .  په دې  ډول دغه شتمن هيوادونه غواړي د جهاني کېدو پروسه  د نورو هيوادو پر هست و بود او  تر مځکي لاندي او د مځکي پر سر شتمنيو باندي  د خپلي   قبضې  د ټينګېدو په يوه عرصه باندي تبديله   او په دې هيوادو کې د ډيرو نورو شيانو سنه  هم  د ځان په ګټه ور ختمه کړي .

 ددغه جريان و فروعاتوته چې څوک  ځان ننه باسي  او هغه چې بيا  لا  نور هم  را سپړي، نو  ډېر داسي څه او زياتي نوري پوښتني هم راپورته کيږي . ودې پوښتنو ته د ښه ځواب ورکولو لپاره  نن ددغه کمپاين رياليسټ  څېړونکې هم  وهغه   ته يعني د جهاني کېدو وهمدغه روان بهير  ته د   نړۍ وال کلي نوم  ورکوي او داځکه چې دغه څېړونکي ددې کلي هغه انج او بوړۍ ټوله  را باسي ترڅو  و هر چا ته ئې وښئي چې دا جهاني کېدل به په دې کلي کې  څرنګه يوه نړۍ  وي او په دې کلي  کې به چې انسان ئې په مرکز کې قرار لري نو ددغه  انسان راتلونکې به  څه شاني وي . د خوړو، ژبو، دين او مذهب، د کلتور او ټولنيز عدالت بنيادونه به ئې څه شاني د انسان په ګټه شکل نيسي . خلاصه څېړونکې ددې مفهوم  ټولي خواووي څېړي تر څوهغه بنيادي ټکي  چې ددې پروسې اوسني حاکم سرغنه پر هغه باندي تله تيره وي او يا د هغه  دپټېدو تلاښ کوي، هغه روښانه او د هرچا ومخې ته يې کښېږدي .

بلې ! زموږ  دغه اوسنۍ ارته نړۍ چې دم درحاله ئې د شپږو ميليارډو نه زيات انسانان او  بني ادمان  په خپله غېږ کې  را  نيولي دي، د هغوي په مابين کې اوس داړيکو تناوونه داسي لنډسوي يا سره شلېدلي دي چې هر څوک د بشري هڅو او دتکنالوژۍ د پرمختياوو دبرکته د سترګو په رپ کې ځانونه يوه اوبل ته رسوي او هرڅه ديوه ځايه وبل ځای ته د نورو سره شريکوي . نو راسۍ چې موږ هم همد اسي اټکل وکړو لکه  نن سبا چې هغه په ډېرو نورو خبرو ، ليکنو او رسنيو کې  کارول کيږي ياني   نړۍ وال کلی يا Global Village  .  که موږ هم لکه ډېر نور دغه دمځکي کره د د جهانې کېدو د پروسې د تحقق په خاطر د يوه کلي په نامه  و بولو او ددې نړۍ دواقعیتونو د يوه اړخ  دښه  ترها ليدلو د پاره  هغه په رشتيا هم و يوه کلي  ته را کوچنۍ کړو نو دا به څه ډول کلی وي  او په دې کلي کې به دانسانانو ژوند  څه شاني  تيريږي؟

په دغه  انساني کلي کې که موږ    دټولو مېشته سکنه وو اټکل سل تنه انسانان  و ګڼو ، يعنی که دغه شپږ ميليارډه د ټولي مځکي نفوس  سل تنه وګڼو، نو راسي  فکر وکړو چې د دغو سلو تنو د ژوندانه عادي بهير به په دې کلي کې څه شاني وي ؟  دغه سل تنه به په څو ژبو خبري کوي ، څه به خوري او څه به کوي  او راتلونکې به ئې څرنګه وي؟

په نړۍ وال کلي کې ژبي

ويل کيږي چې په نړۍ کې د شپږو زرو نه زياتي ژبي سته چې ولسونه ورباندي خبري اتري کوي . دغه ژبي   دولسونو روح  ګڼل کيږي اودهغوي تاريخ او فرهنګي ګډ ميراث ئې بيانوي . کله چې د يوې ټولني دفرهنګي ودي د ساتني او پالني خبره رامينځته کيږي، نو دا ژبه ده چې  ديوه اساسي عامل په توګه مطرح کيږي او داځکه چې په واقعيت کې دا ژبه ده چې تېرسوي او اوسني فرهنګونه  سره پېيي  او راتلونکي نسلو ته ئې وړاندي کوي . په دغه دريو تيرو ورستيو پېړيو کې د ژبو د امحاء روند په اندېښمنه توګه مخ پر زياتېدو وو . داخبره  ان دې ځای ته را ورسېدله چې بشر د مياشتي دوې ژبي  د لاسه ورکولې . دغه جريان زياتره د امريکا اواسټراليا د هيوادو سيمي متأثره کړي  وې . ويل کيږي چې همدا نن هم څه ناڅه درې زره ژبي په جدي توګه د نابودۍ د ګواښ سره مخاخ دي .

  د ژبو د دغه تنوع  سره سره،  د ارقامو څخه معلوميږي چې  که دا نړۍ يو کلی وای نو  په دې  نړۍ وال کلي کې به د نفوسو د تناسب پر اساس يا دهمدې سل کسيزه استوګنو په حساب به  د نيمایی  نه زيات  کسان به  په اتو عمده  ژبو خبري  کوي .  خو دا اندېښنه پر خپل ځای پاتې کيږي  چې ددې  نورو په  سلهاوو پاتي ژبو  پای به په دې نړۍ وال کلي کې چې امريکا يي ميليارډران ئې د واکدارۍ او پرهغه باندي د فرعونيت خيال لري څرنګه خوندي کيږي  او  څه ډول چلند به ورسره کيږي ؟

هوکې ،که دا نړۍ  يو سل کسيزه کلی و ګڼو نو په  هغه کې به اته عمده ژبي  جاري وي او د کلي تر نيمايي زيات خلک به ورباندي ږغيږي . په لومړي کتار کې به ددې سلو تنو د جملې نه  ۲۲   تنه به ئې  په  چینیایی ژبه خبري کوي . دهغه نه را وروسته به په دې سلو تنو کې به یوازي۹ نفره  انګرېزي  ژبي  خلک وي .  په هغه کې  به بيا   اته نفره  هندي او۷  نفره به یې هم  په هسپانوي ژبه  خبري کوي . ددې سلو تنو څخه به ۴  نفره  په عربي ژبه ږغيږي او جالبه لا دا چې په همدې تعداد يعني۴  تنه به ئې په بنګالي ژبه يو دبل سره اختلاط کوي . په  همدې رديف کې به ۳ نفره په پرتګالي ژبه او۳   نفره به ئې هم په روسي ژبه ږغيږي .

کله چې  په دې کلي کې څوک د چا سره روغبړ او سلام عليک کوي نو  هرو مرو يې بايد لږ تر لږه د نيمي نړۍ يا ددې کلي  د نيمو زياتو اوسېدونکو اته ژبي ئې  بايد  زده وي تر څو  د جهاني کېدو و نيمايي ته  ځان ورسوي  کنه نو د ژبو په دې  د برترۍ او کهترۍ په بازار کې به ضرور خبره   ځيني خراپيږي  !

په نـړۍ وال کلي کې ديـن او مذهـب  

په همدې ډول که څوک خپلي سترګي وتړي او دغه ارته شپږ ميليارډي نړۍ يو ځل بيا په دغه  کوچني ګلوبل کلي کې را غونډه کړي او هماغه سل تنه اوسېدونکې ئې په نظر کې ولري ، وروسته   بيا  په خپله خوښه  هي خوا دې خوا په درو او په شېلو کې   راشوه سي اوپه لارو اواوبو کې  ځان را کښېباسي او د کلي خواته  را مخه کړي  نو  د لاري په اوږدو کې به د کلي په يوه کنج کې  دکليساوو  زنګونه واوري، وروسته به بيا په  معبدو کې   د  پټک پر مخ  د وهلو ږغونه  تر غوږو سي ، بل ځاي به د مسجدو د منارو څخه محمدي   آذانونه را پورته کيږي او هغه وخت به نو داسي فکر کوي چې اوس نو په رشتيا هم و کلي ته رارسېدلي دي .

د پورتنۍ محاسبې او  د نفوسو د اوسني کميت پر اساس   په دغه سل کسيزه کلي کې  به عملاً  درې عمده دينونه يعني مسيحيت، اسلام او هندو به د ډېرکيو مسلطو دينونو په کتار کې ځای ولري  . په بل عبارت ددې کلي ۳۲  تنه به  مسيحيان وي، ۱۹  تنه به يې مسلمانان او۱۳ تنه به يې هندواڼ وي . د پاتي کسانو د جملې نه به۶  نفره به  په بودايي مذهب  عقيده و لري ا و نور دوه نفره به يې په نورو دينو لکه شينتو*، سيکهه يا مرتاض او يو تن   به ئې  هم يهودي وي . خو په دې کلي کې د هغو کسانو شمېره چې په کوډو او جادو باندي عقيده لري هم کم نه وي . کيداي سي وويل سي چې څلورم عمده مذهب به هم همدغه د جادوګرانو او کوډګرانو مذهب  وي .  د کلي احصائيه پېژندونکي وايي چې ددې کلي ۱۲ تنه د بشري تمدن د لومړني دوران د زاړه مذهب د معتقدينو څخه چې د روح په عالم کې ګرځېدله او په کوډو او جادو يې ايمان لاره  اوس هم ورباندي عقيده لري . هغوي اوس هم کوډي د ژوند دسمبالتيا او د هر  رازي مشکلاتو او يا دخپلوروا او ناروا غوښتنوو تحقق ته  يوازني د حل  لاره بولي  .  خو پنځم مذهب بيا د لامذهبانو مذهب دي ! يعني د کلي پاتي۱۵  تنه  به اصلاً بې دينه او لا مذهبه وي  . هغوي په هيڅ  دين او مذهب   باورنلري .

په دې نړۍ کې و بخښۍ په دې سل نفري کلي کې  به د دينو او عقيدو تنوع   او  دهغوي په مابين کې  چې دغه اوسنۍ تاو تريخوالي څوک ويني نو يو دبل دزغمولو روحيه، دورورۍ او اخوت ددوام  مسئله  به دا پوښتنه بې اختياره را پورته کوي چې ددې دينو د پيروانو  د خپل مينځي  اړيکو راتلونکې او پخپلو کې د ګډ ژوند پرنسيپونه  به په داسي حال کې چې د جورج ډبليو بوش غوندي  انسانان د پيغمبرۍ دعوه هم کوي  نو هغه به څه ډول  سره شاربل کيږي   ؟!

په نړۍ وال کلي کې  فقر ،  لوږه او خواړه

په  دې نړۍ وال کلي کې د فقر اولوږي  مسئله د پورتنيو مسئلوپه مقايسه د نن او سبا ډېره جدي ستونزه  او د مرګ او ژوند يوه حياتي مسئله ده . څرګنده ده  انسانان د خپل ژوند د پايښت   او خوندي کېدو لپاره  تر هر څه دمخه و غذا ته اړتيا لري او بايد  غذا و خوري . خوپه نړۍ  يا دغه کلي کې د غذا څخه د نيمايي زياتو اوسېدونکو محروميت او د لوږي  معضله دهغوي ژوند تر سخت ګواښ او تهديد لاندي را وستي دئ  .

نن  ددريمي نړۍ په هېوادو کې د فقر او لوږي   ستونزه  هومره ريښه غزولېده  چې د ورځي دېرش زره انسانان د مرګ و کندي ته  راکشوي .

  راځي چې  وګورو دا فقر څه شي دي  او ولي د انسانانو لمن نه ايله کوي؟ آيا دلته د غذا کمي ده  اوکه بله موجبه  سته چې انسانان وږي دي ؟

په دې نړۍ يا په دغه ګلوبل کلي کې د ټولنيز ناعادلانه سيسټم  ددوام په وجه  فقر تل خپله شومه بڼه  ساتلې او په هر وخت کې ئې ځان ښکاره کړي دي   خو د سرمايه دارۍ په اوسني دغه په اصطلاح متمدن  پړاو کې و خپل اوج ته رسېدلې ده . فقر دغذا څخه محروميت  دي وهغه ته نه رسېدنه او  لوږه ده، فقر بې کوري ده، فقر په ناروغي کې د علاج بېوسي ده،  بې کاري ده، فقر دتعليم او تربيې څخه بې برخي ده،  دراتلونکې څخه بېره ده، فقر دلوږي په خاطر دخپل اولاد د مرګ ننداره ده،بې آبي ده، فقر بې چاره ګي ده، فقر د خپلواکۍ او آزادۍ نه  کامل محروميت  او واقعي غلامي ده .   پر انسانانو باندي چې لوږه  تحميل سي نو هر څه ته لاس اچوي ،  فقر نا امني ده اود ډېرو زياتو نورو ټولنيزو  پرابلمونو زېږنده ده    .

فقر ډيري څهرې لري او هر ځاي خپل رنګ بدلوي خو په زياتره حالاتو کې  هغه داسي حالت  دي چې خلګ غواړي دهغه څخه  وتښتي .اوس ډېر په دې باور دي چې فقر او لوږه داسي پديده نده چې ګني د بشر اذلي نصيب دي وي ، بلکه دا  د حريصو انسانانو په لاس جوړه سوې  غميزه او داوسني غير عادلانه ټولنيز سيسټم  يوه بد شکله پاېله ده چې دهمدې پديدې په دوام  سره  يې  پر نړۍ باندي  داسي ناوړه  سايه غوړولې ده . فقر زموږ د متمدني نړۍ پر وجدان باندي يو تور  داغ دي ، دنړۍ شتمن هيوادونه چې دفقر د غزېدو په بيه لا نور هم  شتمن کيږي نو وجداناً  هغوي وبشري ټولني  ته مسؤله او ګرم دي   نن چې داسي تلاښونه کيږي ترڅو دغه موجوده نړۍ واله سيسټم جهاني کړي او د هغه څخه ګلوبل کلي جوړ کړي نو که په هغه کې د ټولنيز عدالت د موازينو په چوکاټ کې  د انسان د ښېرازې په خاطر د لوږي، فقر، بيکارۍ او بېوزلي د پاي پاکه امحاء د پاره  بنسټيز اوعادلانه ګامونه پورته  نسي  نو دابه بې له شکه په دې نړۍ وال کلي کې دفقر او بې عدالتۍ دجهاني کېدلو مانا ولري   .

 د غربي تمدن په دغه روان  د سرمايه دارۍ په دوران کې ،  هر کال په ټوله نړۍ کې   په ميليونونو انسانان د هغه څه د کمبود په خاطر له مينځه ځې چې په نورو شتمنو هېوادونو  کې د  اضافي موادو په څير ايسته غورځول کيږي .  په همدې نړۍ کې د يو ميليارډو په شاو خوا کې  انسانان دورځي د يوه ډالر نه کم او درې ميليارډه يې په درو ډالرو خپله  ورځ سبا کوي . د يو ميليارډ نه زيات کسان دڅښاک د صحي اوبو څخه  محرومه او څه ناڅه دوه نيم ميليارډه انسانان  دصحي او طبي امکاناتو  څخه بې برخي  دي .  دغه ارقام د هر کال په تېرېدو سر زياتيږي . هرکال ۵ ميليونه ماشومان د لوږي نه مري او نور ۱۲ ميليونه  د  ژوند د لومړنيو اړتياو د لاسته راوړلو  په خاطر خپل ځانونه خرڅوي . فقر په هر کال کې  سل ميليونه ماشومان دزده کړي  و پرېښودلو ته اړباسي .  د ملګرو ملتونو د ګزارش پر اساس همدا اوس  په نړۍ کې درې لکه ماشومان  د لوږي په خاطر د سرتيرو په څير  د دېرشو نه  په زياتوجګړو کې برخه لري .  د هغوي نه د خپل ماشومتوب سپېڅلتيا  غلا سوې او دې  ته اړ سوي دي  چې د فقر او لوږي په خاطر خپله  ځلانده راتلونکې د خپل  ژوند  په بيه دداسي جګړو سره و موښلوي چې پخپله ئې په ماهيت نه پوهيږي . نن په زياتره  جګړو کې سر تيري  په دې نه پوهيږي چې د څه د پاره جنګيږي  ،هغوي بس د اجيرانو په څېر د پيسو په مقابل کې ځانونه ګماري او  و هر څه ته تن ورکوي تر څو د لوږي څخه ځان وژغوري  .دغه  بربنډه او نور ډېرو زورونکي ارقامو ته  پاملرنه  زموږ د دوران  يو تريخ واقعيت څرګندوي  او د اوسنۍ نړۍ يوه ټولنيزه غميزه او د درمندو ټولنويوه لويه تراژيدي ده.

آياپه دې نړۍ يا  کلي کې خواړه نسته چې دغه فقر اولوږه د انسان په  برخه سوې ده   او که بله موجبه هم لري ؟  کله چې څوک ددې  کلي و بازار ته د نيژدې څخه ګوري نو په هغه کې خو ډېره ګڼه ګوڼه ليدل کيږي  . دلته  خوډول ډول خواړه سته او د هر رازي موادو پريماني ده ، غله دانه او د کرهڼي نور حاصلات هم پرېمانه دي  . ددې کلي  خلکو خو په خپل ګډ کار او زيار سره چې څومره يې په وسه وه  نو هر ډول حيوانان يې روزلي دي د څړ ځايونه او کروندې لري . رنګارنګه محصولاتو ته يې وده ورکړېده،  هرڅه سته او پرېمانه پرېماني  ده . پو هېږي په دې  سل کسيزه کلي کې۳۱   دانې پسونه سته،  ۲۳دانې غوايان  ګرځي،  ۱۵خوګان تا و بالا کيږي، ۳   اوښان، ۲  آسه او۱۹۰  دانې چرګي او چرګان هې خوا دې خوا ته ګرځي را ګرځي ! غله دانه او د کرهني حاصل هرڅه پکښې پيدا کيږي . هوکی په دې کلي کې دټولي مځکي مېشته  شپږ ميليارډه انسانانو لپاره و بخښی ددې سل کسیزه  ټول کلی د اوسېدونکو لپاره  پرېماني ده او څه ناڅه د اوسېدونکو د شمېر  نه حتی يوازي دوه ځله زيات چرګان سته !

نوکله چې خبره  داسي  وي او دلته په دې کلي کې د خوړو هيڅ ډول کمي نه بلکه پرېماني  لاهم موجوده وي نو  دالوږه ولي سته ؟ دغه ټوله د خداي تعالي نعمتونه ولي تر خلکو نه رسيږي ؟ دغه نعمتونه که په عادلانه توګه ددې کلي وخلکو ته   توذيع سي  ، انساني حرص ځيني  ايسته سي   هغوي ته د کار زمينه برابره او د خپل کار او زحمت په مقابل کې په  عادلانه توګه حق و حقدار ته ور سيږي ، نو  فقر او لوږه خو بايد اصلاً وي نه ؟ نو داسي ولي  نه کيږي ؟

ښائې دلته ددې ستونزي عمده وجه په  همدغه واقعيت کې پروت وي . دلته دغه څه چې ولي لوږه سته، ولي فقر سته، ولي جګړه سته، ولي غلا او جنايت سته، ولي بې سوادي سته ،ولي بېکاري سته ولي امن له مينځه تللي دي ولي نړۍ وال مارکيټ د هيروينو او وسلو د قاچاقبرانو په ولکه کې راغلي  دي ولي په دې نړۍ کې داسي لګه درګه ده  او داسي ډير نور څه سته دا ځکه چې په دغه نړۍ واله کلي کې    ټولنيز عدالت نسته،  عادلانه د کار او تقسيم شېوه نسته . په  خپله عدل نسته . د ګټي او د پيسو دلاسته راوړلو لپاره يوڅوک هر روا او نارواڅه کولاي سي  . په نتيجه کې ددې کلي د سلو تنو څخه  پنځوس تنه سم خواړه نلري، دوا نلري او هميشه وږي  ساتل کيږي ، د هستوګني ځای نلري ، د تعليم او زده کړي نه محرومه   او بېکاره دي . شل  تنه  یې دخوړو د کمبود په وجه د نس او په  نورو زياتو  ناجوړيو اخته دي . ددې کلي يا د ټولي نړۍ  یوازي۳۰  تنو  ته  پوره  غذا رسیږي او دژوند د نورو ښېګڼو نه هم برخمن دي . په واقعيت کې ددې کلي د جهاني کېدو بازار يوازي ددېرشو تنو په خدمت کې راغلی دئ . همدغه دېرش تنه او دهغوی سرغنه دي چې دټول کلي پر شتمنيو او نعمتو باندي ئې خېټه  اچولې او د تکنالوجۍ  ټول  هغه  دستاوردونه چې  بشر د پېړيوپېړيو  زحمتو په نتيجه کې  و اوسني تکامل ته   را را رسولی دی نو هغه ئې هم په خپله  انحصار کې راوستي  او د ځان په ګټه ئې کارولي دي .  دانور اويا تنه     وږي دي ، اوپه نس نه دي ماړه  .  ان د خپل بشري حقونو  څخه هم ليري ساتل کيږي .  دغه دېرش تنه چې هر څه هم خوري او نور هر څه ئې هم په ولکه کې  دي ، نو هغوی  دا کار د ځان ګناه  نه ګڼي دا ځکه چې  د همدې د ټولنيز سيسټم اداري ساغری همداسي راغلی دی ، همدغه نړۍ وال سيسټم  او دهغوی نړۍ وال حاميان  هغوی ته دا حق  ورکړی دی چې  همداسي وکړي د هغوی څخه دفاع هم کوي . ان لکه زموږ د وطن جنګسالاران  چې زموږ ولس هغوی ته قاچاقبران او په جنايتونو کې ښکېل بدنامه  د عامه وژنو مجرمان  وائې ، هغه چې چې نن په ښيښه ای بنګلو کې اوسي او بانکونه ئې په ډالرو ډک کړي دي . دغه سيسټم   هغوی ساتي او ان په وسلوئې لا نور هم سمبالوي . پرون ئې هم سمبالول دا ځکه چې هغوی د همداسي مزدورو اشخاصو په وسيله په هيوادو کې د خپلو لاسوهنو  زمينه برابره وي، فقر او لوږه ډېروي او و راتلونکو کورنيو او سيمه ايزه  لانجو ته لا نوره هم لاري خلاصوي   .

 په دې توګه ددې کلي و  دېرشو تنو ته  چې ددې کلي د ټولي هستۍ د غضبولو لپاره  ټول امکانات په کار لوېدلي دي  نو د هغه دساتلو او دوام لپاره يې   خبره و جګړو، شيطنت، تيريو او ووسله واله  مسابقو ته هم را ايستلېده  پر ملتو او هيوادو باندي ئې ناروا جګړې تحميل کړي دي . په دې  ګلوبل کلي د وسلو په دې نړۍ واله مسابقه کې  یوازي د امريکا پوځي پانګه و  شپږ زرو  ميليارډه ډالرو ته رسيږي . دا په داسي حالت کې محاسبه کيږي چې   د ټولي نړۍ د پو ځي لګښت اندازه اوس اته سوه زره ميليارډه ډالرو ته ځان رسولي دي  . دغه رقم ته ښه سوچ وکړي، اته سوه زره ميليارډه ډالره ! دغه پيسې زياتره دوسلو جوړولو فابرېکو د لويوخاوندانو او سهم لرونکو و حسابو ته شوه کيږي . نو که موږ ددې نړۍ وال کلي څخه بيرته و دې ښکلي او ارتي نړۍ ته را ووزو او ددې نړۍ د شپږ ميليارډه اوسېدونکو و ژوند ته ځير سو،  يوازي ددغه پوځي لګښت د پيسو څخه   د سړي پر سر ۱۳۳زره  ډالره و هر يوه ته  رسيږي ، په دې پيسوسره  کېدای سي يو څوک   د خپل ژوند هره خوا سمباله او هره ويجاړه  ئې آباده  کړي .  البته دایوازي د پوځي لګښت  د ونډي برخه ده ها نور ملي عايد او خپل دلاس د خواريو ګټه خو ئې لا پر خپل ځای پرېږدی!

 هغه تازه ارقام چې خپاره سوي دي ښيئ  چې امريکا ته د عراق د اشغال مصرف  د هفتې درې مليارډه ډالره او د کاله څه ناڅه ۱۶۰ ميليارډه ډالره تماميږي ، ددې  سره که دافغانستان د جګړې لګښت  هم يوځای سي نو سرئې د هفتې څلورو مليارډه ډالرو ته رسيږي .