|
په
کابل کې دبهرنيو پوځيانوپرګاډو(مه رانږدې کېږي له موږنه ځان
وساتۍ )
دکابل ښاردخيرخانې په سيمه کې پريوه واټ روان وم ګڼه ګوڼه دخلکو زياته وه زه
په همدې خاطر له دې ګڼې ګوڼې دپلې لارې نه راوګرزيدلم اودسړک پرغاړه ر وان شولم
،موټرزيات تلل راتلل په دې وخت کې چې ګورم موټرو ګڼه ګوڼه ورکه شوه چې څنګ ته
مې وکتل چې دبهرنيانوپوځي ګاډي راروان دي، ددغه ګاډو پرسر جګ جګ
آنتنونه
هم
لګولي اودهغه پرسر بيرغونه
ښکاريدل.او
ګوتې په ماشه
پوځيان
چې اوسپنيزې خولۍ يې هم پرسردي يوازې شنې سترګې يې له خولۍ ښکاري او پرپوځي
ګاډو ليکلي وو (( مه رانيږدې کيږي
ځانونه
رانه وژغورئ))
په دې وخت کې ټول هغه کسان چې دسړک پرغاړه روان ول ځانونه ګوښه کول او زه هم
دځان دساتنې په خاطر بيرته پلې لارې ته ننوتلم په دې وخت کې يوکس چې سپينه ږيره
يې پرمخ وه غالباً دکراچۍ پرسر يې خټکي خرڅول وويل چې دابې
دينان چې پرپوځي ګاډو يې ليکلي چې مه رانيږدې کيږئ اوځانونه لرې وساتئ
پس
دڅه لپاره راغلي يئ .
زما پام هم دې سړي ځان ته وګرځاوه ، اوڅودقيقي ورته و دريدلم په دې وخت کې دې
سړي په لوړ آواز ويل چې
دوي خپل ځان نه شي ساتلاى نو زموږ امنيت به څنګه وساتي .
ده ته مې وويل چې
کاکا ولې په غوصه يې بهرنيانوته په غوصه يي که بله خبره ده ؟ هغه وويل چې
داخارجيان چې خپله ځا ن له موږ نه لري ساتي نودڅه لپاره راغلي که دامنيت لپاره
راغلي وي نو بياخو بايد هيڅ ويره ونه لري اوکه هسې په دې نامه راغلي وي اونورې
خپلې چړچې کوي بيانو سمه ده .ماو رته ويل چې کاکا
خپل کارکوه زما اوتاڅه په وس کې
نشته
اوس
خودادي په همدې شکل په ښا رکې له ټانګونوا وپوځي ګاډو سره په داسې حال کې ګرزې
چې دټوپکو خولې يې له پوځي ګاډو څخه بيرون را يستلې وي
اوګرزي
راګرزي .
دوي
دخپلوګاډو
په
مخ، شاه اوڅنګونوته په يوه لويه تخته په سره رنګ تصويرونه هم ښکلي اوليکنه يې
هم پرې کړي چې
عکس
مه اخلئ ، موږته مه رانږدې کيږي اوځان وساتئ .
دوي خو په دې پلمه راغلي چې امنيت نيسو کوم امنيت،
کاکا
ويل: فکر
کوم چې هغه امنيت چې شپږکاله وړاندې مودرلود هغه اوس نه لرو اوهمدې بهرنيانو
رانه و اخست .
کاکا
داهم ويل چې امنيت
خودوي خراب کړ اوداسې امنيت يې له افغانانوواخيست چې په خوب کې يې نه وو ليدلى
ددوي امنيت به فکر کوم همداوي چې له يوه ولايت نه بل ولايت ته په شپه کې نه شي
تلى . کاکانه مې وپوښتل څو کې دې خوښيږي چې په دې وطن کې حکومت وکړي هغه وويل :
زه دکومې ډلې پورې تړلى نه يم زه يوه غريب سړى يم شپږکاله وړاندې مې هم دکراچۍ
پرسر سودا خرڅوله او اوس هم زماپه ژوند کې څه تغير نه دي راغلى ،زه وايم که
خارجيان
مو
ا منيت راخرابوي نو بيا خو ښه داده چې دوى پخپله خوښه لاړ شي
دا
به تردې ډېره
ښه
وي چې دروسانو په څېر په زور او رسوايئ و ځي .
حاجى حبيب الرحمن ابراهيمى کابل دوږي شپږمه
|