|
شرميدلی دی
چا
که مو وطن ته په کوم بد نظر کتلی دی
سترګی يی وتلی او په تيښيته تښتيدلی دی
شاته به يی له ډاره لا په منډو کی کتلی وی
لاره ترينه ورکه په شرمو نو شر ميدلی دی
څوک چی بی حيا شول او زمونږ وطن ته يی زړه ښه کړ
چا
ويل چی دوی بيرته بيا په خپل خو ښه وتلې دی
اې
حفيظ ملياره خا طری خو يی په سر کی شته
غږ
چی د افغان شی لا په خوب کی لړز يدلی دی
د
ازادی د شهيدانو په ياد
که
خپل سر يی قربان کړی خو دوران يی دی ګټلی
ده
له هر څه نه بهتره خپل ايمان يی دی ګټلی
دافغان ژوند افغانيت دی څومره ښکلی شان صفت دی
مړ
به شې غلام به نه شی د خوشحال بابا ملت دې
امانی دورې ته ګورې څه ښه شان يی دی ګټلې
ده
له هر څه نه بهتره خپل ايمان يی دې ګټلې
چاپلوسی يی کله زده وه ابن الوخته خلک نه ول
دولس په ارزښت پوه ول بی همته خلک نه ول
د
ملت په درد او غم کې دا دوران يی دې ګټلې
ده
له هر څه نه بهتره خپل ايمان يی دې ګټلې
که
مغل يا که چنګيز وه يا که روس ياکه انګريز وه
د
غليم پر ضد قيام کې هر يو جنګ ته دې دنګلی
راځی وګوری تاريخ ته دښمن څومره شر ميدلې
ده
له هر څه نه بهتره خپل ايمان يی دې ګټلې
دا
سرو وينو د ځوانانو د وطن د شهيدانو
هغه طورې د غازيانو د با ننګو افغانانو
د
خپل سر يی وه دو کړې خو افغان يی دې ګټلې
ده
له هر څه نه بهتره خپل ايمان يی دې ګټلې
ازادې اې ازادې اې زمونږه نيکمرغې
ای
زمونږه د سر تا جه اې زمونږ سر فرازی
زه
حفيظ مليار تری جار شم خپل کاروان يی دې ګټلې
ده
له هر څه نه بهتره خپل ايمان يی دې ګټلی
څلوريزه
پيدا يښت سره لا پلان د مرګ هم جوړ وې
ژوند د مرګ او پيدايښت تر مينځ مهلت دې
دې
مهلت نه ګټه واخلې که پوهيږې
خوشبختی د انسان مينه او محبت دې
څلوريزه
د
بل زړه آزارول چاره خطا ده
خو
آزار د مور او پلار لويه ګناه ده
که
آزار د مور او پلار څوک وې وهلې
د
بخت ستورې يې تور تم وې دا رښتيا ده
څلوريزه
يو
لحظه رانه هير نه اې زما د زړه بلبله
دوه مين سره جلا يو ای زما ښکلې کابله
له
دښمنه ګيله نه کړم زه له خپلو ګيله مند يم
دا
خلی ظالمان ډير دی ګيله نه کړم له مغله
٢٠-٧-٢٠٠٧
ويانا اتريش
حفيظ مليار |