پوهاند زيار دژوند ديو اويايم پسرلۍ نمانځنه

 

دپوهاند دکتور مجاور احمد زيارنوم ،ژوند اوفعاليت  دآريايی ژبو دپيژندلو، څيړنې ،دپښتو ژبې دتاريخ ،فرهنګ ،دهغې دهر اړخيزې ودې اواکادميکوليکنو سره نه شليدونکې تړاولری ٠ داستاد زيار هدفمند ژوند په زده کړه ،ليکنه ،څيړنه ،ژباړنه اودافغان ځوانانو په ښونه اوروزنه تيرشوۍ اونن مهال هم دکډوالى اودخپل پلرنۍ ټاټوبۍ څخه ليرې دکړاوونو اومحروميتونو څخه په ډک ژوند کې په څيړنو اوليکنو بوخت دى او دهغۍ په ليکنو کې دخپلو خلکو سره مينه او خواخوږی اودافغان ځوريدلې ولس ستونزې ، کړاوونه اوبيشماره هيلې او آرزوګانۍ له ورايه څرګنديږی ٠
دپوهاند زيار ژوند دهغې دتخلص يوه رښتينې بيلګه ده اوهغه دزيار ، کوښښونو اونه ستړې کيدونکو هلو ځلويوه مجموعه ده ، هغې دخپل زيار له برکته دزده کړې لوړ لاسوند( ديفيل دکتورا ) ترلاسه کړۍ دى ٠ هغه نه يوازې پخپله مورنى ژبه ليکنې، څيړنې او ژباړنې کړې ،بلکه په درۍ ، انګريزۍ او آلمانۍ هم ليکنې اوژباړنې لری ٠ استاد دهيواددهغو پوهانو په قطار کې ولاړدى چې دپښتو ژبې دغښتلتيا اودپښتو ژبې دمعيارې ليکلارې دپياوړتيا لپاره يې دسترګووړ زيار ايستلۍ او خورا زياتې برياوې لری٠ دهيواد څخه بهر افغان روڼ اندودښاغلۍ زيارهغه هڅې او هلې ځلې چې دپښتو ژبې او دپښتو دادبياتو دانکشاف ، دعلمې اوڅيړنيزوغوره آثارودليکلو او دځوانانو دپوهاوې په لاره کې کړېدی نه داچې نه هيروی ،بلکه هغې ته دقدر اودرناوې په سترګه ګوری او له همدې امله يې دروان ٢٠٠٧ کال په دريمه نيټه دلندن په ښار کې دهغې دزيږيدنې اويايم کال دپرتمينۍ غونډې په جوړولو سره نمانځی ٠ د٢٨- اسد ويب پاڼې چلونکې اودرانه مينه وال يې ددې غونډې سمبالونکو ته دکورودانې په ويلو سره ،ښاغلۍ زيارته د اوږد ه عمر اودنورو علمې او اکادميکو نوښتونو اوپدې لاره کې دلا نورو بريو هيله کوی ٠

د٢٨ - اسد ويب پاڼه   

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM