ليکونکی ډاکتر زاخيلوال!

 د اوسني اداري په هکله

۱ - ملگري ملتونه د امپرياليزم د معضلو د پلی کولو اداره.

 ٢- آزادی - شيخ فريده خوله پټه بهتريده.

 ٣ - ديموکراسي/دښځو به منې.

۴ - حکومت/ سيم زر دا ټوله زما.

۵ - وزارت / خپلوانو او حزبي ملگرو ته کار پيداکول.

۶ - رياست /عمومی اداری مدير سره لومړی وگوره.

۷  -عمومي اداري مدير/ دپيسو پيداکولو فعاله الاجي.

۸ - ولايت/ وړوکی امارت.

۹ - قوماندان/ خپل سری ټولواک.

۱۰ - باډي گارد - دچرسو او هيرويينو معتاد

۱۱ - آمنيت - هر څوک د خپل کور څوکيدار

۱۲ - صاحب منصب   - جانانه ستا يادونه مي په زړه باندي وريږي.

۱۴ - نظامي وسايط - دشر اوفساد مارکيټ

۱۵ - فوځ    -   او هو!  ډگروال صاحب.

۱۶ - ولسوال   -    نه د حکومت اونه دولس نماينده.

١٧ - ملک  -  دوه جنگوه حکومت کوه.

١٨ - ملت -  (صم،بکم،عمی» ړوند،کوڼ او شل شوټ    معبود

۱۹ -  ښاروال  - لاس دبري کار دی.

۲۰ - څارنوال  - دلته چي اوسيږی ته توروته به سپين وايی سپين ويل به گران گټی

۲۱ - قاضي - پگړۍ غوا وخوړه.

۲۲ - د ښځو چارو رياست  -  راشه که توديږي.

۲۳ - حقوق بشر  -  ۸۰فيصده د ښځو، لس فيصده دنرو۱۵ فيصده د ځوانانو دي خدای مل شي

۲۴ - هنرمند  - زما په زر روپی قدم ږدي.

۲۵ - ملا -  دوخت اواز د تکبير چيغه »

۲۶ - انجو  )(N.G.O)       لنگه غوا.

۲۷ - ټيکه دار  -  په ورځ کې ۵۰۰گرامه چاغ

۲۸ - دکاندار  -  څوک يی پوښتنه کوي.

۲۹ - خدمت   - چا ته وايی.

۳۰ - صداقت  - د بدبختی پنډ.

۳۱ - خيانت   - صاحبه سلام په دواړو سلامونه.

۳۲ - مخدره مواد -  ښه ژوند.

۳۳ - سگريټ  -   دوخت مود او فيشن.

۳۴ - القاعده   -  د ليبراليزم پيشاهنګ       

٣٥ - حزب - اسلامي ملی کنه کافر شوي.      

٣٦ -سوله  -   موږ     ړانده شو     ورپسی  

٣٧ - ملی مصالحت   -    ټوپکسالار ته وزارت.

٣٨- اطلاعات او فرهنگ وزارت - کوم فرهنگ ....!

٣٨ - راديوتلويزون  -  د ايرانی استعمار غږ.

٤٠- مطبوعات -  دچارواکو دصفت خورجين     (کڅوړه».

٤١- ټولنيز ژوند   - نني ځوانان ترينه خلاص دی

٤٢- فلم   -   هرکوڅه هر دوکان.

٤٣  -   سرک  -    موږيی نلرو  

٤٤-  سيندونه   -    بي برقه هيواد

. ٤٥ - برق   -  که سيندونه لرو له موږ نه تللی/اوس به وی په هر کور کی رڼا گانی.

 ٤٦- موبايل   -  ډالر خور .

٤٧- کمپيوټر د DVD VCD CD  ماشين

 ٤٨- بيا رغونه   -  په سرک خاوری اوشگی شيندل.

٤٩  -   سره مياشت   -. خيرات راوړی خدای مو وبخښه.

  ٥٠-  صحت عامه    -      د عامی وژنی اداره.

٥١  - پوهنتون    -  چاويل چي درياب کی گوهر نشته.

٥٢ - استاز -    دسايکل چلولو لوبغاړی.

٥٣   -   محصل  -   بیموډله اوبی موده مخلوق.

٥٤ -  پياده   -          دريس صاحب د ليدلو جوازسير.

۵٥  - ماشومان -  دژوند حق نلري.

۵٦  -جراحي  -    که خير وي گور ته به ځي.

۵٧  - نسايی ولادي   -  د بي ماډله ماشومانو فابريکه                                                               

 ٥٨ - - ډاکتر  -    د قصاب د تره زوی.  

٥٩ - نرس     -  د ډاکتر بي نکاح خپله.

۶٠  - فارميسسيت    -       ډاکتر په څه پوهيږي.

۶١ -حکيمان   -   ۸۰ کلنه تجربه، ماهر امراض جنسي امتلام سرعت دندان بواسير خوني وبادي وموي رفتگی.

۶٢ -  تعويز نويس   -      پير طريقت پيسه خور، غوثيه، قادريه جنديه   تعويز  برايی محبت خارج رفتن بی اولادی بی روزگاري مين به نشی د ملا په تعويزونو.

۶٣ -  پير   -    د ريا خرقه په غاړه راوړي پدی گمراهان د مخلوقات.

۶٤   - لويه جرگه     -       د اکثريت د پرځولوپلمه ځاي.   

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM