٢٨ - اسد
 
                                          دبست تاريخى کلا مه ورانوۍ هغه وساتۍ
 

 پدې ورځوکې داسې ګنګوسې دی چې ګواکې دهلمندچارواکى غواړی دبست تاريخى کلا چې دافغانستان دتاريخ اولرغونپوهنې دميراثونوڅخه يوميراث دۍ ورانه اوهلته کومه پوځى قشله جوړه کړی ٠ ددې کلا ورانول دباميانودبتانودنړولوپه شان ددې هيواددلرغونى تاريخ سره ستره اونه بخښونکې جفا ده چې دهغې څخه بايد په کلکه ډډه وشی٠ دافغانستان خلک اوپه تيره پروطن مين روڼ اندې وينې ، له هغه وخته چې زموږ پر هيواد کې دپرديو دلاسوهنواواغيزنښې نښانې ليدل شوې اويا هغوى زموږ پربرخليک واکمن شوې دی ددې هيواد تاريخې ميراثونو ته سترګواښونه متوجه شوې دی اوددې لرغونوميراثونودتباه کيدوشاهدان يو٠ موږ وليدل چې څرنګه دافغانستان ملى موزيم ،دهډې تاريخې آثار،ملې ګالرى ،کتابتونونه غلا اوهغه څه چې دهغې وړل اوغلا( لکه دباميان بتان) ناشونى بريښيدل دتوپونوپه فيرونواودمنفلقه توکوپواسطه ونړول شول ٠نن دادى دبست دتاريخې کلاچې ددوونيموزروکلوڅخه زيات تاريخى قدامت لري دويجاړيدوواررارسيدلې دى اوهغه دهغې دولت لخوا ورانيږی چې دتمدن اوفرهنګ دغوړيدواودتاريخې ميراثونودساتلواودهغې دبيا رغونې ډنډورې وهی خوددې هيواد تاريخې ميراثونه لکه دشيرپورتاريخې سيمه دزوره ورواوددواکمنوڅيرولخوا نيول کيږی اوپرهغې کې شخصې کورونه جوړوی٠ددې پاڼې سمبالونکې دې تاريخې تراژيدۍ ته په کتلو سره دافغانستان داسلامۍ دولت څخه غواړی چې نه يوازې ددې تاريخې کلا دورانولومخنيوى وکړی بلکه هغه ديوه تاريخې ميراث په توګه وساتی هغه ورغوی اودهغې په شاه اوخواه کې دنوروودانيودجوړولواوکيندنومخنيوۍ هم وکړی ،دملګروملتواوپه ځاګړې توګه ديونسکوڅخه په کلکه غواړی چې ددې تاريخې کلا دويجاړولومخنيوى وکړی اودډله ئيزورسنيو، ژورنالستانواوليکوالو څخه هيله ده چې پخپلوخپرونواوليکنو کې دې مهمې مسالې ته ځاى ورکړی اودهغې دنړولو په مخنيوى کې خپله ونډه واخلی ٠
په درنښت
   

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM