|
نن ديکشنبې ورځ دمى دمياشتي پنځمه نېټه دلندن ښارکي دعمل نړيوالي کميټې په نوښت
[ په افغانستان کي (جبهه ملي افغانستان) دجوړېدواوددې جبهې په هکله
دافغانانوغبرګون] دلندن په ښارکي دميشتو افغانانوله خوا يوه لويه غونډه جوړه
شوې وه. غونډه دمېرمنې امنه زيرک په وياندى پيل شوه اوقاري جاويد عنايت د قران
کريم څواياتونه ولوستل اوي دعمل نړيوالي کمېټې مشرسيدجان کارواني راغلو
کېلمنوته سه راغلاست ووايه او دغونډي دجورېدو موخه يې څرګنده کړه.
ي هريوه تازه خان ويال،سيد سرور،طاهرناصري،غلام محمد کامه وال، حاجي محب الله،
انجنير حسين عنايت،حبيب الله جانبدار،داکترعبدالوهاب زهير،يوسف ماليار،قاضي
صادق الوعد اونورو په وار سره ددې جبهې لوړېدل دافغانستان داوسنيو شرايطوسره
ناسم وبلل اودداسي جبهې جوړېدل يي وغندل.
په پاى کي دسليم تايب له خوادغونډ پرېکړه ليک ولوستل شو چي پوره متن يې په
لاندي ډول دى:
بسم الله الرحمن الرحيم
د«جبهه
ملې افغانستان»
دجوړيدو په
باب
په لندن کي د افغانا نو دنني غونډې پريکړه ليک :
څوورځې وړاندي
چي په کابل کي د «جبهه
ملي
افغانستان»
په نامه يو سياسي جوړښت رامنځ ته شو د هغې مخکښې څيرې استاد برهان الدين
رباني،مارشال محمد قسيم فهيم ، سيد محمد ګلابزوي، احمد ضياء مسعود، جنرال
عبدالرشيد دوستم، محمد يونس قانوني، جنرال نورالحق علومي، سيد منصور نادري،
محمد اسمعيل خان، مصطفي کاظمي ،محمد اکبري او داسي نور دي.
ددې جبهې ځنې
مهمي موخې په پارلماني نظام باندي درياستي نظام بدلون، دواليانوانتخابي کول،
او د ګاونډيانو سره د پولو د ټاکلو په هکله ځني ناپاکي انګيرينې ګڼل شويدي.
د
«جبهې»
مشران وايي چې دوي دسياست کولو حق لري او د نوموړي جوړښت را منځ ته کول ئې د
خپل همدې روا حق استعمال دي.
پدې کي هيڅ شک
نشته چي دوي ته دسياست کولو حق ورکړل شوي خو نه دافغانستان د تجزيه کولو او
ورانولو. زمونږ بې نصيبه ملت ته هغه حالت يو خوب بريښي چي کاشکي دنورو مهذبو
ټولنو او نظامونوپه څير دا ډول څېري دسياست لپاره په دواړو قانوني او اخلاقي
لحاظونو نااهل وبلل شي. خو ملت دا څرګند حق لري چې وپوښتي چې هغه ښاغلي څنګه
کولاي شي چې ناڅاپه د خوشحالي او نيکمرغي په پرښتو واوړي چې په تيرو نږدې
دريولسيزوکي ئې سوچ و کړو اوهيواد ته ويرونه راوړي، دريځونه يې دجګړې، کرکې او
ظلم پيغامونه وو. واک او صلاحيت يې د اختلاس، چپاول، زور ، توطيې او مرګ نوم و.
له څه شي سره چي ډير نااشناوو هغه د هيواد د سالميت درناوي اودملت له ځوراو بد
ورځي نه حياوه هغه چي تل ئې دهغو بهرنيانو دګټو، اهدافو او لښکرودسپاهيانو په
دود عمل کړي چې طمع ئې ورکړې ده. هغه چې د سياست قبلې ئې هيڅکله ضميرونو نه،
بلکي دوخت شمالونو ټاکلې دي. دهغو ښاغلو له خولونه د انتخابي واليانو غږ، زمونږ
ملت ته له څرګندې سپين سترګي پرته بل څه ګڼلاي شي، چې په خپلو تنظيمونو،
ګوندونو، او واکمينو کې دزامنو، وروڼو او زومانو مغلي واک دي ،امتيازات
اوشتمنې ئي ولجې او پلرني ميراث ګڼي. ايا د يوه منتخب والي تر غوښتنې د يوه
منتخب ګوندي ليډر موضوع کم اهميته ده؟
زمونږ ملت د
هغوى دخولې نه د ټولنيز خدمتونو او رفاه دتامين خبره، په خپل شعور پورې له خندا
پرته بل څه بللاي شي چې په کابل، پنجشير، شبرغان، هرات،قندهار، دوبي، پاريس او
داسي نورو ځايونو کي د خپل يوه، يوه بلډينګ دزرمې برخې د بيي حلال حساب نشې
ورکولاي.
د
«جبهې»
د ښاغليو پر خلاف ملت پدې ښه پوهيږي چې دهيواد اساسي ستونزه يې نه د نظام
رياستي توب دي او نه دواليانو نا منتخبتوت. اصلي تراژيدي يا ستونزه د يوه
باکفايته، خوږ من او بيدار زعامت نشتوالي، د فساد، رشوت او بې مسوليتي راج،
دپرديو د جفاوو، بي رحميواو بې عدالتيو سيوري، او د ژغورنې ديوه هوښيار، زړور
او باپيغامه محبوب سياسي غورځنګ د پاکې ارادې او مقدس تفکر خلا ده. چې يو د
اصلي او اساسي عواملو څخه يې ددې جبهې زاړه او نوي سياسي لوبغاړي دي. که داسې
نه واي نو داښاغلي به نن د «جبهه
ملي افغانستان»
پر ځاي د «توبه
ملي افغانستان»
پرسټيج ولاړوو اوزموږ له معصوم ولسه به يې دهرې توئې کړې وينې د څاڅکې، څاڅکې،
د هر اختلاس او لوټ کړې شتمني دپيسې، پيسې، دهر رواج کړې تعصب او کرکې دعذاب د
لحظې، لحظې، او دهرې کړې جفا اوهر ضايع کړې فرصت د شيبې، شيبې، بخښنه غوښتې
واي.
مونږ په داسې
حال کي چې د نوموړي جبهې جوړيدل د رسوا لوبغاړو له يوې بلې رسوا لوبې پرته بل
شي نه بولو. نو له همدې امله د نني غونډې ګډون کونکو په يوه اواز لاندي پريکړې
وکړې:
لومړي: د ګران
افغانستان د ټولو بد بختيو او ورانيو عاملين ددې جبهې ځني غړي او دوي ورته کسان
دي نو لدې کبله بايد د دولت د عهدو څخه عزل شي.
دوهم: افغانستان
د ټولو افغانانوشريک کور دي او هره برخه او ګوډيې د واحد افغانستان نه
بېلېدونکې برخه ده. نو لدې کبله د جبهې داطرحه چې دوالېانو انتخابېدل او په
ولايتونو او زونونو باندي د اداري او اقتصادي واکونو ويشل او ور پورې تړل دي د
يو پياوړي مرکزي افغانستان د کمزورې کولو يوه ناکامه هڅه ګڼوو او په کلکه يې
ردوو.
دريم: د
افغانستان د قومونو او ولسونو د ملي جوړښت او جغرافيوي حالت له کبله مونږ د
افغانستان د سياسي نظام د بدلولو طرحه د رياستي نظام څخه پارلماني نظام ته په
اوسنيوشرايطوکي يوه ضد ملي او خاينانه دسيسه ګڼو اوپه کلکه يې ردوو.
څلورم: مونږ د
بشر د حقوقو د ټولنو څخه جدي غوښتنه کووچې ددې جبهې غړي چې په جنګي جرمونو او
جنايتونو متهم دي د نورو جنګي جنايت کارانو سره يو ځاي د مظلوم ملت په وړاندي
محاکمه شي .
پنځم: موبږ په
دې عقيده او باور لرو او تجروبو هم دا ثابته کړې چې افغانستان د افغانانو په
وژولو نه جوړيږي . نو دا اوسني روان جنګ چې په مونږ افغانانو تپل شوي دي يوازي
او يوازې د افغانانو د خپل منځي صادقانه او مخلصانه جرګو او مذاکراتو د لارې حل
کيداي شي او لدې کبله په جګړه کي ښکيلو خواو باندي غږ کوو چي د جګړې پر ځاي د
مذاکراتو لار غوره او خپله کړي او افغانانو ته د يو ارامه او سوکاله ژوند حق
ورکړي.
په اخيرکې د
کايناتو رب ته د عاجزۍ لاسونه پورته کوو چي زمونړ د ګران وطن ځوان نسل ته د هغې
ورځې د راوستو په لوري د فکر، تدبير، ارادې او عمل ځواک ورکړي چې د خپل سوځيدلې
وطن او محروم قوم تقدير د نامردو، بي رحمو او بد کفايته وګړو او کړيو له يرغل
او قبضې نه وژغوري.
آمين
په لندن کي د
افغانانو د غونډي له خوا
تاريخ:
06/05/2007
Tel:
0208 993 8168
Email:
saruk@btconnect.com |