دافغانستان د ملي ګوند خبرتيا

۱۳۸۵/۹/۳۰

دافغانستان دملي ګوند، دافغانستان دملي يوالي دګوند  او دافغانستان دسولي غورځنګ  دگوند ترمنځ د يووالي د موافقي د تطبيق په هكله:

ددغو دروګوندونو دصفوفو دكلو كلو تلاښ او هيلو په نتيجه كي او هم زموږ دټولني دعيني واقعيتو اودهيوادد مترقي او دموكراتيك جنبش د اجتماعي ؤ سياسي ضرورتو پر بنا بالاخره ددې ګوندونو مشرانو او هم ټاكل سوي ۱۵ كسيز ګډ كميسيون " دیووالی پرلور" د وحدت موافقه پر۲۱/ ۴ / ۱۳۸۴ لاسليك كړه او په پنځمه ماده كي قيد سوه چي د يووالي پروسه بايد  دروان كال يعني د ۱۳۸۴ تر پاي پوري بشپړه سي.

      داتاريخي پيښه نه يوازي داچي ددې ګوندونو دصفوفو دهر كلي او خوښي سره مخامخ سوه بلكه دټولو نورو مترقي او ډموكراټو روشنفكرانو دملاتړ او تائيد وړوګرځيده او ډيرو كسانو او ګروپو چي هيڅ بل سياسي سازمان ته نه وه تللي په ليكلي او هم په شفاهي توګه نه يوازي ددې پروسي ملاتړ اعلان كړ بلكه چمتووالي يي وښووي چي د وحدت په ګډو تشكيلاتوكي راګډ او د واحدګوند غړي سي .

      دګډ كميسيون له خوا د تشكيلاتي يووالي دتامين دپاره ټاكلي ميكانيزم تصويب سواو کار يی پيل کړ٠ دکميسيون دکار دپيل نه څه موده وروسته د١٣٨٥ کال په اوايلو کې دملۍ يوالۍ ګوند ديوالۍ دموافقۍ دپلۍ کولو اوتطبيق څخه ډډه وکړه چې پدې کارسره دسولې دغورځنګ لورۍ هم يوالۍ ته درسيدو په خاطريولړ دلايل راوړل چې ملۍ ګوند هغه يوالۍ ته درسيدوپه لاره کې اړين نه ګڼل ، له بده مرغه يووالۍ ته درسيدو پيل شوۍ کار او هڅې ودريدې ٠ ددې ټولو خبرو سره سره ملۍ ګوندپخپلوژمنوولاړ دى او هيله من دى چې دملۍ يوالۍ ګوند اودسولې غورځنګ پخپلو اوسنيو دريځونو پيا نظرواچوۍ او ديوالې اووحدت په لور دملۍ ګوند سره سلا مشورو او ګډ کارته ادامه ورکړی او همدا راز ملۍ ګوند  دهيواددنوروملۍ ، مترقۍ او دموکراتيکو کړيو  سره ديوه   واحد سياسۍ تشکل اوياد چبهې دجوړيدوليوال دى او چمتو دى چې دهغوۍ سره سلا مشورۍ او ګډې هڅۍ پيل کړۍ اوددوۍ مثبت غبرکون ته سترګۍ په لاره دى ٠ 
يو ځل بيا غواړو چې دملۍ يوالۍ اودسولې دغورځنګ سره دوحدت د موافقي د تطبيق په باره كي دملي ګوند دريځ په ګوته کړو :

        ۱ــــملي ګوند "د یووالی پر لور "سند ته چي پر۲۱/۱۳۸۴/۴د درو ګوندونوتر منځ امضا سويدي وفادار او متعهد  پاته دي.  او بيله ځنډه او بيله قيد اوشرط څخه د يووالي د موافقي تطبيق غواړي

       ۲  ـــ ملي ګوند د يووالي د موافقي تر لاسليك دمخه هم پر وحدت باندي ټينګار كاوه حال دا چي نورو جبهي ته تر جيح وركوله.تر موافقي وروسته يي هم تل دمنل سوي ميكانيزم سره سم د عملي او پر وخت ګامو اخستلو پلوي كوله اواوس  چمتو  دي  اوکومۍ ستونزي اونوۍ وړانديزونه نه لری٠.

      ۳ــــ دا ګوند د موافقي له نورو لاسليك كونكو څخه هم دا توقع او غوښـتنه لري چي د خپلو مرامي اهدافو د پاره دموثري مبارزي په غرض دقوت د راغونډولو په منظور او ديووالي په باره كي و خپلو اعلا ميو ته د صداقت د ثبوت د پاره خپل لاسليك ته په اعتبار قايل اوسي ، پر خپل تعهد ودريږي اود يووالي پروسه  بيله ځنډ ، تعلل او بهانو څخه  مخ ته بوزي .

       ۴ــــ د وحدت دپروسي سره د نورو علا قه مندو افرادو او ګروپو په باره كي هم دملي ګوند دريځ د وحدت د موافقي د روحيي سره سم دا دي چي كوم ګوند ته د غړيتو ب د درخواست بيله وركولوراساًپه خپلو محلا تو كي د وحدت د ګډو كميسيونو له لار ي مستقيماًو ګډو تشكيلاتو ته شا مليد لاي سي او د كنفرانسو په انتخاباتو كي ګډون كولاي سي . ددوي په مخ كي بايد هيڅ پاټك او مانع وجود ونلري .

      ۵ـــ  ملي ګوند د يووالي د ګډ كميسيون د كار بيله ځنډه ادامه او دمنل سوي ميكانيزم عملي تطبيق غواړي او دوحدت دپروسي تكميل دهيواد داوسني وضعې سره د مقابلي د پاره د ډموكراسي او ترقي د قواو د را غونډيد لو  عيني ضرورت بولي .                                 

ومن الله التو فيق

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM