|
زما ښکلی
وطنه
جنت
نشان يې
ستا هر
قدم غيرت غيرت دی
نوم دې
په ټول جهان اوچت دی
سمه او
غر دي ښايسته له هر ګلشنه
زما
ښکلی وطنه
جنت
نشان يې
ملالۍ
بيا په چغو ژاړي
ميوند
ته ستر ايوب راغواړي
چې زوړ
دوښمن دې راتير شوی له چمنه
زما
ښکلی وطنه
جنت
نشان يې
دوی
شاشجاع بيا راوستلی دی
د دين
لباس يې اغوستلی دی
سقاو د
دوی سره يو ځای دی له لندنه
زما
ښکلی وطنه
جنت
نشان يې
نازو
ولاړه ده سرتوره
ميرويسه
پاڅه ورته ګوره
په زور
يې مخ ورپټوي له تور کفنه
زما
ښکلی وطنه
جنت
نشان يې
وزير
اکبر ژر راخبر کړۍ
د
افغانانو خبر ورکړۍ
بالاحصار ته بيا پردی شول وردننه
زما
ښکلی وطنه
جنت
نشان يې
اخر
زمان که وي همدادی
د جال
شيطان که وي همدادی
په ژبه
دين بيانوي پلاس وژنه
زما
ښکلی وطنه
جنت
نشان يې
ټول سره
يو شئ افغانانو
خلاص
کړئ وطن له شيطانانو
د
خدمتګار هيله همدا له ورح او تنه
زما
ښکلی وطنه
جنت
نشان يې
هير به
مې نشې که مې ورح لاړ شې له تنه
زما
ښکلی وطنه
جنت
نشان يې
محمد
يوسف خدمتګار مزدور زوی
د زمانې
غږ د خلکو غږ
٤
له
ټولګې څخه
د ١٣٥٨
ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په
وياړ
د خيبر غږ
يو شې خورو او لروبر
ورونو
ای د پامير او هندوکش
بچيانو
د اباسند او د امو په
منځ کی
د مست هلمند او دکڼر
زمريانو
د احمد شاه او غزنوی
اولاده
د قندهار د ميرويس خان
لمسيانو
د اکبر خان وزير غيرت
را واخلی
د خوشحال خان د لوړو
غرو بازانو
د قطغن او بلخ ازبک
تاجکو
نورستانيانو هزاره
ځوانانو
ای بلوڅی ترکمن ګوجرو
ورونو
د صوات بنير وزيرستان
مشرانو
د کلی کور د ابادی
لپاره
د خوار ولس د سوکلی
لپاره
يو شي يووالی سره کور
جوړ کړی
دا خپل ازاد وطن سمسور
جوړ کړی
کمکی خيبر ننګرهار
د سنبلی ٩ ١٣٥٠
محمديوسف خدمتګار
مزدور زوی
هيلې هاندونه او
ارمانونه
١
له ټولګې څخه
١٣٧٩لمريز کال د زمری
(اسد) ٢٨ د هيواد د سياسی استقلال د بيرته اخستلو د ٨١ کليزی وياړ |