محمدآصف خواتی

               زموږ په هيواد کې سياسی آزادۍ شته ؟

          په يوه هيوادکې دسياسی آزاديود شتون مانا داده چې هلته  سياسی ګوندونه اوټولنيز سازمانونه آزاد فعاليت وکړای شي،دخلکو په غونډو،دينی اومذهبی مراسموبنديز نه وی ، اوسيدونکی  يې دنژاد ،رنګ ،ژبې ،جنس اومذهب پرته دقانون په وړاندې مساوی حقوق ولری او٠٠٠

     دطالبانو وروسته افغانستان په هکله ډيرڅه ويل کيږي چې ګواکې دنړيوالې ټولنې  دشتون اوپاملرنی  له برکته ددموکراتيک سيستم دجوړيدوپه لور اوچت ګامونه اخيستل شوی اولا اخيستل کيږي  ٠  رښتيا هم اوس مهال په هيواد کې  زيات شميرسياسی ګوندونه، ټولنيزسازمانونه او ډله ئيزی رسنۍ موجودې دي خو هغه په خپلواړونده  خپرونو کې داوسنيو ځواکمنو ډلو اوبهرنيو پوځيانو دفعاليت اوچلند دمنفی اړخونو په هکله دويلواوخپرولو څه نلری او که احيانا پدې اړوندڅوک څه ووايي او څه خپاره شي دليکوال  خبره څارنوالۍ ،محکمې يا زندان ته رسيږی ، نيکمرغه به هغه تورن وی چې دکوم ځواکمن اويا بهرنی مؤسسې سره ښې اړيکې ولری ترڅو دزندان څخه ووزی اويا داچې  فرصت ورته برابر کړی چې هيواد پريږدي ٠ چارواکی ددموکراسۍ دزندی کولو لپاره ښه وسيله پيداکړی  چې هغه داسلام سپيڅلی دين دۍ چې دمخالف نظر خپرونې پدې پلمه وټکوی چې داسلام داصولو سره سمون نلری اويا اسلام ته پکې سپکاوی شوی دۍ ٠ له همدې امله دهيواد په رسنيو کې داسې شی نه ليدل کيږی چې دهيواد داوسنی ناوړه وضعيت اصلی لاملونه اودواکمن حالت دبدلون لارې چارې پکښی په ګوته شوې وي او که کوم ليکوال غوښتې دي دامسئلې وڅيړی هغه يې پداسو مرموزو الفاظواوکنايوسره مطرح کړې چې پخپله ليکوال هم نه پرې پوهيږی، هغه غونډې اولاريونونه چې د بنسټيزو ستونزو دليرې کولو اويا دبهرنيو پوځيانو دناوړه چلند په اړوند ترسره شوې دی دټوپک اوکوتک له لارې ځواب ورکړل شوی دۍ چې پدې باب زيات مثالونه شته چې دهغې ديادولو اړتيا ضرور نه بريښي ٠

    خو هغه مسئله چې دهغې بازار نن خورا تود دۍ هغه دبيشماره سياسي سازمانونو دجوړيدو لړۍ ده چې  دډيرو له نظره  په نږدی راتلونکې کې  به يې شميردسلو نه هم واوړي ٠ ماپدې لنډه ليکنه کې غوښتی  پدې هکله څوکرښې وليکم :                                                                                                                                                                            که چيری په نړی کې دسياسی ګوندونو دجوړښت بهير ته وګورو وينو چې هغه دهر هيواد دواکمنو شرايطو له امله په دوو بڼوقانونی( څرګند) ، غيرقانونی( دځمکې لاندې اوپه پټه) راڅرګندشوي دي٠ زه پدې ليکنه  غواړم دهغو ګوندونو په هکله څه وليکم کوم چې نن د عدليې په وزارت کې راجستر شوی او قانونا دفعاليت حق لری اوغړی  يې دکوم قانونی تعقيب اوڅارنی پرته کولای شي په هيواد کې ژوند اوسياسي فعاليت وکړي خو وينو چې دهغو  ګوندونو زيات شميرغړی کوم چې ځانونه ددموکراسۍ ټينګښت اومدنې تولنې ته ژمن ګڼی په بهرنيو هيوادونو کې اوسيږي اودې ته زړه نه خوښوی چې خپل هيواد ته ستانه شي اودځينو سازمانونو مشران چې هم دوی اوهم يې  کورنۍ دنورو هيوادونو تابعيت لری ، کورنی يې په خارج کی اوسيږی اودا مشران د يوه دپلمات بکس سره وطن ته تللی چې کله په خپل پلرنی هيواد اوکله پخپل دوهم متبوعه هيواد کې شپی ورځې تيروی ٠ دلته دا پوښتنه راپورته کيږی چې ددې ګوندونو دمشرتابه کورنۍ اوغړی ولی خپل وطن ته نه ځی تر څو دخپلو خلکو سره ګډ ژوند اوسياسی فعاليت وکړي  چې منطقا په خپل هيوادکې به يي د سياسی  فعاليت پايلې مثبتی اواغيزمنی وي  ٠ دډيرو له نظره دا حالت لاندې لاملونه لرلای شي :                                      

الف - داشمير سياسی فعالين په هيوادکې ځان خوندې نه احساسوي  اوفکر کوي چې هلته دسياسی فعاليت اومبارزې شرايط برابر ندی اوکه چيرې په رښتينه توګه سياسي مبارزې ته ورودانګی اودواکمنو شرايطو دبدلون غږ پورته کړی رڼا ورځ به يې په توره شپه واوړي ٠

   ب - دځينو سره دا تصوردۍ چې ددې سازمانونو مشرتابه  دپرديو سره چې نن په افغانستان کې پريکنده اوټاکونکی رول لری ديولړ قراردادونو اومعاملو پر بنسټ داسازمانونه جوړکړی  تر څو نړيوالو ته وښيي چې ګواکې په افغانستان کې سياسي آزادۍ شته دي اوددې ګڼ شمير ګوندونو شتون ديوې تبليغاتی وسيلې په توګه وکارول شي ٠

ج - ددې ګوندونو مشرتابه اوفعالين پدې  تمه دی چې دواکمنو شرايطو اوروان بهير نه په ملاتړ سره په اوسنی حاکميت کې برخه اوونډه ورکړل شي اوپدې توګه خپل ژوند سمبال کړي ٠ 

د - ددې ګوندونوغړي چې ځانونه دوطن رښتينی خدمتګاران ګڼی عملا چمتو ندي چې په خپل هيوادکې چيرې چې هلته شرايط  خوراستونزمن اوناوړه دي ژوندوکړي ، دبهر اوپه تيره دلويديځ  سوکاله ژوندپريږدی اودخپلو خوارو خلکو سره يوځای موجوده بيشماره اوبيساره  ستونزې وزغمی اوداچې وطن ته  دخدمت نارې سورې وهې هغه عادتونه دی چې دپخوانه ورته په ميراث پاتې دي اودې ته ندې چمتو چې درښتينو اومتعهدو مبارزينو په شان دهيواد دموجوده ناوړه شرايطو اوناخوالو سره لاس اوپنجه نرمه کړي  ٠

دهيواددڅه دپاسه پنځه کلن  بهير کوم چې ددموکراسۍ نغارې پکې ډيری وهل کيږي وښودل چی يوشمير وطنوال چې دلويديځ څخه هيواد ته ستانه شوې ووتر څو چې ښه مقامونه يې لرل په وطن کې وو اوکله چې هغه يې له لاسه ورکړل ،يا يې  خيالونو او خوبونو عملې بڼه ونه نيوله اويا يې  ځينو دتبليغاتوخلاف  هلته ناوړه وضعيت وليد بيرته لويديځ ته راستانه شول اووطن ته دخدمت لاپې شاپې ټولې هيرې او داوبود ځګ  په شان له منځه ولاړې  اوهغوی چې د روانوتبليغاتو تر اغيزلاندې راغلې ووپه  ناهيلی  سره يې خپل خوږ هيواد پريښود ٠

   دپورتنيو څرګندونو څخه دا نتيجه اخيستلای شو چې زموږ په هيواد کې سياسی آزاديوته دهغې په اصلی مفهوم سره شرايط ندی برابراو ترهغې کچې دې آزاديوته اجازه شته چې دځواکمنوحاکمو ډلو اودهغې دخارجې پلويانو شتون ترپوښتنې لاندې رانشي اوهغوی ته دانتقاد ګوته ونه نيول شي ٠ او که داسې نده نو ولې ددې ګوندونودمشرتابه کورنۍ اوغړی چې په پرديو ملکونو کې استوګنه لری هيواد ته نه ځي ؟ ترڅو دخپلو وطنوالو سره يوځای چې ځانونه دهغوی خدمتګاران ګڼی ژوند اودخپلو ښکلو کړنلارو دپلې کولو لپاره عملی هلې ځلې وکړي او دافغان مظلوم ولس  هغه رواغوښتنی ، هيلې په ګوته اوغږيې پورته کړي کوم چې په هغې کې دپرديو پوځيانو اوزورواکانو دخپل سريو پای اود خپل برخليک دټاکلوروا حق غواړي،که چيری هغه سازمانونه چې دتګ لارو مرکزې ټکې يې په هيواد کې دولسواکۍ ،قانونيت اوعدالت ټينګول دی  ولې دا خبره نشی کولای چې هغه ډلې اوڅيرې چې دبشری حقوقو نه په سرغړونې اوجنګې جنايتونوتورنې دی اوپه لسګونو زره شريف کابليان اوزرګونو تنه طالب اسيران يې په شمال اوځانګړې توګه دليلی په دښته کې ووژل  محاکمې ته نشی را کاږلی ،دا ګوندونه ولې نشی کولای چې دکابل اوننګرهاردپوهنتونونوپرمحصلينو چې روا صنفی غوښتنې يې لرلې دټوپکوډزې کيږي دهغودعاملينوڅخه دپوښتنې اوعدالت ته راکښلوغږپورته کړي اويا داچې دکنرولايت دنرنګ دولسوالۍ دخلکوسره همغږې شي  چې دهغه  امريکايي سرتيرومحاکمه يې غوښتې چې قرآن شريف ته يې سپکاوی کړی وو٠

دهيواد زيات شمير روڼ اندی چې نن مهال په بهر کې ژوند کوي اودخپل هيواد روان بهير اوواکمن وضعيت ديوه آزاد اودموکراتيک هيواددشرايطوخلاف بريښي او په ځانګړې توګه هلته درښتينې دموکراسۍ نښې نښانی نه وينی اودهيواد اوخلکو په سرنوشت باندې هغه معلوم الحاله په پرديو پورې تړلې جګړه ماره وسله والې ډلې   چې ددموکراسۍ څخه ويره اوکرکه لري واکمنې دي هلته دسياسی آزاديوشتون ورته يوه معما بريښی چې منطقا به هلته سياسی ګوندونه سياسی مبارزه دهغې په اصلی مفهوم سره نشی پر مخ بيولای٠ دا ډله روڼ اندی دخپلو هغو وطنوالو څخه چې ددوی په شان په پرديو ملکونو کې ژوند کوي خو د ځانګړو سازمانونوغړيتوب لری کوم چې  هغه دافغانستان دعدليی په وزارت کې را جستر شوی دا پوښتنې لری: 

 ١ - دوی اوددوی دمشرتابه دهيأت کورنۍولې هيواد ته نه ستنيږی تر څو دخپلو خلکو تر څنګ چې هغوی ته يې دخدمت په خاطرګوندونه جوړکړی مبارزه وکړي ؟ 

  ٢- په بهر کې دسياسی مبارزې څخه موخه څه ده ؟ اوپه خارج کې دسياسی مبارزې اغيزمنتوب په څه کې   کې دۍ؟                                                                                                                  

٣ - دوی ولې دجنګې جنايتکارانو دمحاکمې غوښتنه نشي کولای اوکه داخبره پدې دليل سره چې اوس يې وخت نه دۍ اوحالات کړکيچن دي دا ږغ خودې را پورته کړي  هغوی چې ډول ډول جنايتونه کړی اونن مهال دواک اصلی کړۍ شميرل کيږي دوی دموکراسۍ او امنيت ته څرګند ګواښ دۍ ګوښه کړل شي٠

      دډيرو له نظره هغه ډله وطنوال چی په پرمختللو هپوادونو کې ژوند کوي که وطن ته دخدمت اوچوپړ ليوال دي دهغوی ګټور خدمت به داوي چې دمالی اوپولی مرستو له لاری دښوونيزروغتيايي سيستم دبيا جوړولو او سمبالتيا په چارو کې برخه واخلی اويا داچې دعلمی اوميتوديکې آثارو اورسالو په برابرولو کې خپله پوهه اوتجربه په کارواچوی اوهغه د هيوادتعليمی مؤسسو ته  وړاندې کړي ، دمختلفو خيريه مؤسسو له لارې دې يتيمانو ، کونډو، معلولينو اوبيځايه شوو خلکوته مالی مرستې ورسوي ٠

اوهغوی چې په هيوادکې يې ګوندونه جوړکړي  پکارده چې هغه زورواکی اوبې قانونی چې ددموکراسۍ تر پردې لاندې پر هيواد واکمنه ده بربنډه کړي اوددې لارې په نړيوالو زور واچوي چې دجګړه مارانو ،بنسټپالو ،معامله ګرو اوعوامفريبانو واکمنۍ ټغر ټول اودتلپاتې سولې دټينګښت لپاره دې پر واکمنوډلواونړيړاله ټولنه غږ وکړي چې دوسلوالومخالفينوسره بيله قيد اوشرطه خبرواترو ته چمتو شي ترڅو دافغانانوروانې غميزې ته دتل لپاره دپای ټکی کيښودل شي ٠

د٢٠٠٧ ميلادی کال داکتوبرشپاړ لسمه  

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM