اختر

پروایی نه لرم برات وي که اختر تیریږي

زما ژوندون لکه دژمي ماذیګر تیریږي

پرون ناور له پیغلو ډک ؤ کوچیان ټول دلته وو

نن یی کیږدۍ په اوښو بار دي مسا پر تیریږي

خالي یادو ته یی خوشاله یم چی تل می مل وي

که نه جانان له ما نه پټ په برګودر تیریږي

ډیرئ روژئ اواخترونه دلته ځي اورا ځي

په خوار یتیم یی هر راتګ لکه محشر تیریږي

کډوال خوهسې ورځئ شماري په نامه یی خوښ وي

دلته په فون مبارکۍ وي بی خبر تیریږي

مونږ ته دجنګ دمخنیوي چل را ښوولئ نه شي

داورلمبئ زونږ دکور کلي په سر تیریږي

زموږپه کلي کئ غربیان او وهابیان جنګیږي

ټول دشخصي ګټو په لټه په هنر تیریږي

زما کابل په وینو سور دئ کاڼي بوټي ژاړي

خود په ژړا دخدمتګار غریب اختر تیریږي

محمد یوسف خدمتګار مزدورزوې

ناروې   

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM