|
د پوهنمل حاجی محمد نوزادی ژباړه
نوی تکنالوژی او روغتياساتنه
دبحث وړ خبره
: په روغتيائي تکنالوژی کښی
يوه نوی اختراع ٠
د
(
Urban )
پنامه يوی دنمارکې ورځپاڼی د ٢٠٠٦ کال د ډيسمبر په ١١ نيټه خبرخپورکړ چه
Aalborg
ښارپوهنتون سره تړلو دوو تنو څيړونکو په يوه نوی اختراع لاسبری سويدی ، کوم چه
دروغتيائي تکنالوژی په پرمختګ کښی يو رښتنۍ
انقلاب ګڼل کيدلای سی
٠ نوموړی کسان چه همدا اوس دخپلی دوکتورا
d.Ph
پرتيزس باندی کارکوی او په لړکښی ئي ديادی سوی اختراع په لاسته راوړلو بريالې
سويدی، ددغی اختراع له امله به ئي برسيره پردی چه دميليونو کسانو ژوند وژغورل
سي ، همدارنګه به په ميليونو پيسی په روغتيايي بودجو کښی سپما سي ٠ پدی توګه
به داکار شونۍ شی چه دډيرو پيچلو او لګښت ناکومعايناتوپرځاي ډير ساده او بي
لګښته متودونه وکارول شی ، په ډاډمنه توګه په زړه کښی د رامنځ ته کيدونکی
ناروغې په هکله سيګنال تر لاسه اودمخنيوی پر لارو چارو ئي غور وشی ٠ دامتود لکه
څنګه چه ساده او ارزانه دی ،دتشخيص کولو نتيجه ئي هم ډيره په زړه پوری او په
پوره توګه ډاډمنه ده ٠ ددی متود له مخې دناروغ زړه ته غوږ نيول کيږی ، که چيری
په زړه کښی دوينو رسولو رګونه دبنديدو په درشل کښی وی نو په نوموړو رګونو کښی
يوځانګړۍ اواز موجود وی چه په حقيقت کی دا اواز دخطر يو زنګ دی ٠لدی نه وړاندی
دمعاينه کولو ټولو متودونو ددغه اواز د ارويدو توان نه درلودچه پر بنښټ ئي
معالج ډاکتر ته خبر ورکول سوی وای تر څوواردمخه دنوموړو رګونو دبنديدو مخنيوۍ
وکړی ٠ ددغه متود کارول دومره ساده او ارزانه دی چه هر ډاکترکولای سی په خپل
شخصی کلينيک ياکتنځۍ کښی تری نه کارواخلی او ددی په عوض چه اختصاصی روغتون ته
ئي دلګښتناکوپيچلومعاينو او ارزونې په خاطر وليږی ، کولای سی پخپله بيله ځنډه
ناروغ ته په ډاډ سره ووايي چه هغه پخپل زړه کښی دوينو درګونو دبنديدلو د خطر
سره مخامخ کيدونکی دی که څنګه ؟
دبيلګی په توګه
همدا اوس اوس چه کوم ناروغان په زړه کښی دوينی درګونو دبنديدو دمعلومولو
په موخه
تر خورا ګرانو اوپيچلو کتنو لاندی نيول کيږی ، ښاغلې
Samuel Schmidt
چه دياد
سوی متود يوله هغو دوو تنواختراع کوونکو څخه دی داحصايي له مخې ښئ چه ددغه ډول
کتنو دپاره دليږدول شووکسانو له ډلې څځه په سلو کښی
٤٠
دنوموړی خطره سره اصلا لاس او ګريوان ندی ، خوداچه دا ناروغی دژوند دپاره
بيشانه خطرناکه ناروغی ده ځکه نوضرورګڼل کيږی چه ددغو ټولو پيچلو کتنو ډير لوړ
لګښتونه ومنل شی او ترسره شی ٠
ددغې
په زړه پوری اختراع منځپانګه په ځانګړی توګه داده چه اختراع کوونکو يو داسی
کمپيوتری پروګرام جوړ اوهغه ته ئي دومره وده ورکړيده ، چه د زړه دوينو درګونو
په دننه کښی هغه مخصوض اوازونه ثبت ،او دتعبير اوتفسير په نتيجه کی ئي
داڅرګندولای سی چه ايا دغه رګونه دبنديدلو دخطر سره مخامخ کيدونکی دی کنه ٠
همدغه کار اوس دډيرو پيچلو الاتو پواسطه تر سره کوی چه ډير وخت نيسی او خورا
زيات لګښت ته اړتيا لری ٠
اړوندو
ماهرانو دا اختراع دفنتازی تر پولې يوه په زړه پوری اوګټوره اختراع بللې ده ٠
دمتود داختراع کوونکو له خولی ويل سويدی چه دوی هيله لری دراتلونکو دوو کلونو
په ترڅ کښی به ددغه متود څخه دکاراخيستلو اړوند پړاوؤنه ترسره اود
ډاکترانولاسته به ورسيږی ٠
يوه اړينه يادونه :
لوړ ټکی دنوموړی
ورځپاڼې څخه په پښتوژبه ژباړل سوی او لوستونکو ته وړاندی شول ٠ پدی اړه
ديادولو وړ بولم چه لدی نه څه موده وړاندی زما يوه څيړنيزه ليکنه د ( ناروغ
زړه تماشا مه کوه ) تر سرليک لاندی په ځينو انټرنيټی سايټونو لکه ( بينوا ) ،
( ٢٨ اسد ) اونورو کښی نشر شوه
چه هلته
می د زړه ددغه ډول ناروغيو په هکله پوره معلومات وړاندی کړيدی ٠ خو دلته غواړم
درنو لوستونکو ته بس دومره ورپيادکړم چه زړه دنده لری دبدن هر غړی ته دوينو
پواسطه دضرورت وړاکسيجن ورسوی ٠ بيله دغه عنصره دبدن دحجرو ژوندی ساتل او
دفعاليت پايښت يو ناممکنه کار دی ٠
پخپله دزړه
دعضلو حجری همدارنګه واکسيجن ته ضرورت لری چه يوازی ئي دوينې دلاری تر لاسه
کولای سی ٠ په وينه کښی دکولستيرول زياتوالې ددی سبب ګرځی چه دزړه هغه رګونه
منګ ونيسی کوم چه پخپله دزړه عضلو ته وينه رسوی ٠ دمنګ زياتوالې بيا دکلونو په
تيريدو سره نوموړې رګونه بيخی بندوی او داکسيجن نه رسيدل نو دزړه عضلې له
فعاليته غورځوی او خوځښت ئي په ټپه دروی ٠
که چيری يادسوی
رګونه پرخپل وخت دمنګ څخه پاک نشی اويا د جراحی
By Pass
عملياتوپواسطه دوينو وجريان ته کومه بله لاره ونه پرانستل سی نو ضرورده دنوموړی
ناروغ دجنازی او فاتحی غم وخوړل سی ٠
--- راشئ ډاډه واوسوچه دا نوی اختراع سوی متود به وکړای سی ددغی ناخوالی په
مخنيوې کښی د پام وړ رول ولوبوی او دغه غم ته به دپای ټکۍ کښيږدی ٠
--- دهغی ورځی په هيله چه بشر نور دناروغ زړه په بستر کی ميلمه نشی او دتل
لپاره ددغو ناخوالوڅخه
خوندی پاته وی !
په
مينه ٠
پوهنمل حاجی محمد نوزادی
Denmark , Arhus |