|
بسم الله الرحمن
الر حيم
د
ديورند منسوخې کرښې په اړه
دافغانستان
ملي دريځ ګوند دمشرتابه پلاوي څرګندونې او وړانديزونه :
پدې وروستيو څومياشتوکې دپاکستان اسلامي جمهوري حکومت لخوا دترهګرو دتګ او راتګ
دمخنيوي په پلمه دديورند منسوخې کرښې په اوږدو کي دماينونوکرلو،
اغزن سيم غځولو او دنورو موانعو
رامنځته کولو په مقصد ځينې تدابير او اقدامات تر لاس لاندې
نيول ښوي٠ دافغانستان ملي دريځ ګوند دنوموړو اقداماتو غندنه کوي اودملګرو ملتو دچارترد
دويم پروتوکول، داوتاوادکنونشن ،دبشر دحقوقو نړيوالې اعلامې او داسلامي
اخوت مخالف عمل يې ګڼي.
په داسې حال کې چې متمدن هيوادونه خپل منځي اړيکوته پراختېا ورکوي اوله استعماري
جګړو راپاتې ربړې په منصفانه او سوله ييزه توګه دنړيوالو حقوقي اصولو او قواعدو په کارولو له مينځه وړي
اوديو بل پرمخ پولې پرانيزي، خو زمږ ګاونډی ورور اسلامي هيواد پاکستان
ماينونه او اغزي کري، دېاد وړ ده چې دسيمې
دښي اوکين اړخ او منځلارو ټولو سياسي ځواکونو او
سازمانو دپاکستان دنوموړو اقداماتو مخالفت کړی له دې کبله دپاکستان چارواکو ته
لازمه ده چې له نوموړو ناروا اقداماتو لاس واخلي٠
همداشان ترکوم ځايه چې د ديورند
تپل شوې تړون پورې اړه لري بايد څرګنده
شي چې نوموړی تحميلي تړون په متمدن او معاصر حقوقي کچ دلاندي موجه دلائلو
پر بنسټ نامشروع اونا قانونه بلل کيږي؛
لومړی: دنړۍ ټول حقوق پوهان پدې
متفق الراي دي چې د ټړون (عقد،معاهده،قرارداد) خواوې
(طرفين متعاقدين) بايد ازاده اراده ولري، پداسې حال کې چې افغانستان
بهرنۍ ازادي نلرله نو تړون يي هم حقوقي بنسټ نلري.
دويم: اسلامي شريعت اودنړۍ ټول حقوقي سيستمونه په ټينګه دا حکم کوي
چې هر تړون او عقد بايد پرته له اکرا او تهديده تر سره شي، خو دپنجاب
لپاره دبريتانوي قوا دجنرال
ديورند زوي،سرهانري مارتيمور ديورند چې دبريتانوي هند لپاره ئي دخارجه چارو
مامويت په غاړه درلود او په دري ژبه ئي رواني خبري کولی
شوي په کابل کې دخپل څلويشت ورځنۍ
محيلانه هستوګنې په مهال کې اميرعبدالرحمان خان ته په کور دننه دشخړو جوړولو
دتهديد او د روپيو په کارولو وکولی شول چې (١٨٩٣)
کال د نوامبر دمیاشتې په دولسمه نيټه نوموړی تړون پر افغانانو تحميل
کړي چې داکرا، غش او غبن قرائن په کې له ورايه څرګند دي٠
دريم: په ټوله
نړۍ کې تعامل او اصل دادی چې معاهدات دهمپوړو پلاويو او هيئتونو ترمنځ
صورت نيسي، پداسې حال کې چې يوي خواته پاچا اوبل خواته يو مامور وي څرنګه
به هغه تړون ته حقوقي ارزښت ورکړشي، خو له دې څرګنديږي چې افغانستان ازاد او
برابر حقوقي حيثيت نه درلود او عقد هغه وخت قانوني ګڼل کېږي
چې طرفين مساوي حقوقي حيثيت ولري٠
څلورم:
هغه عقود او تړونونه دوام او پايښت موندلی شي چې طرفين متعاقدين موجودوي، اوس
چې برېتانوي هند وجود نلري نو تړون هم وجود نلري٠
پينځم:
دديورند تحميلي تړون د اوومې مادې په ورستيو کرښو کې ليکل شوي چې
"دکال شپږ لکه روپي" به دامير په مستمرۍ زیاتي شي، پوښتنه داده چې دا روپي
هر کال امير ته ولې ورکول کيدې؟ ځکه چې امير
ځيني سيمي ورپريښې وې، نو عام او منلی منطق
خو دا حکم کوي چې کله دکور، ځمکې او دوکان کرايه او اجاره ورنکړ شي
قرارداد لغوه اوفسخه ګټل کيږي، له هغه مهال چې غازي امان الله خان
د افغان ولس په خوښه پاچا شو، افغانستان
دا ډول روپۍ ندي ترلاسه کړي، نو ځکه دديورند معاهده او کرښه له هغه
مهال راپديخوا نورشتون نشي لرلی٠
شپږم:
هر هيواد په خپل جغرافيايي حدود کې ګورنر، رئيس تنظيمه، والي، قوماندان
او امر مقرروي اوپرديو ملکو او سيموته سفير استوي چې سياسي
استازي هم بلل کېږي،
هغو سیموته چې انګريز او را وروسته بيا پاکستان سياسي استازي ( Political
Agent )
ټاکلي او سيمې يي هم ايجنسۍ نومولي دي، دا په خپله څرګندوي چې بريتانوي هند او پاکستان
پدې باور درلود چې دديورند تپل شوي تړون دپلي کيدو نه دی او نوموړې کرښه يوازي
د سياسي نفوذ فرضي کرښه ورته ښکاریده٠
اووم:دديورند تپل شوي کرښه غير علمي، غير طبعي اوغيرعادلانه ګڼل کيږي،هغه پولې چې
دسيندونو او يا دغرونو دسترو لړونواونوروطبعي او توپوګرافيک څرګندو توپيرونو
په شتون رامنځته شي علمي بلل کيږي نوموړې تحميلي کرښه داډول ځانګړتياوي نلري٠
همدا راز
ظالمانه ځکه بلل کيږي چې يو کور او د يوه نيکه لمسي بيلوي، د يوه قوم خاوره او
غيرت ورنه اخلي او دخداي مخلوق په عذاب مبتلا کوي٠ځينې نور دلائل هم چې اقتصادي
او فرهنګي بڼه لري پردې لړ ورزياتيدی شي خو داوس لپاره په
پورته ياد شووبسنه کوو.
دافغانستان ملي دريځ ګوند چې دافغانستان دخپلواکۍ، تاريخي افغاني او
اسلامي هويت ساتنه خپل لومړي هدف ګڼې دعدم تشدد اصل ته ژمن ګوند دی.
همدا راز ددې ګوند په پروګرام کې ديموکراسي او ټولنيزعدالت په
هيواد کي دسولې او ثبات بنسټ بلل شوی او له ګاونډيو هيوادو په ځانګړي
توګه اسلامي هيوادوسره ددوستۍ او ورورولۍ پراړيکو ټينګار کوي،په دي توګه
زموږ په اند دپاکستان اسلامي جمهوري هيوادسره اړيکي او دوستي لوړ
اوهراړخيزارزښت لري ٠ددې نيت او موخې ترلاسه کولو لپاره لاندې
وړانديزونه دپاملرنې وړګڼو چې دريښتينو علمي پولو دپيژندلو تر مهاله دباور
او اسلامي ورورولۍ دټينګښت لپاره اړين دي ؛
الف- د
ديورند تپل شوې کرښې په اوږدوکې چې کومې موانع رامنځته شوي په بشپړه
توګه لرې اود خلکو دوديز تګ راتګ ته دې هر اړخيزې اسانتياوې برا برې شي،
دافغانستان داسلا مي جمهوري ولسمشرهغه څر ګندونې چې ددواړو هيوادو ترمنځ د
ويزي دشرايطو له منځه وړلو په اړه وي په رسمي توګه مطرح اوپلي شي.
ب- دسوادګرۍ دپراختيا او دجرايمو دمخنيوي لپاره دي په لوړکچ تدابير او د
دواړو هيوادو له تجارتي بنادرو ګډه قانوني،وړيا او سوله ييزه استفاده په رسمي
توګه ومنل شي.
ج-
دواړه هيوادونه دي دهيڅ وسله والي ډلي ملاتړ نه کوی او که ضرورت وي د ترهګرو
دلټون لپاره دي په قبايلي سيمو کي ګډ قومي ځواک جوړ کړي.
د پښتنو قبايلو دملاتړ ترلاسه
کولو او پر مختيا لپاره دکرښې دواړو غاړوته د کار او زده کړي
په مقصد سترې پروژي رامنځته اولږ تر لږه دهري لوې ولسوالې په معادل سيمه کې
يوپوهنتون جوړشي چې په دي توګه به د بنسټ پالو ملاتړي لږاوسو کاله ژوند
ته لارهواره شي.
په پای کي ديادوړده چې دهندوستان او پاکستان مسلمانانو ته دافغان ولس بلهاري اوسرښندنه
ترنورو ښه روښانه ده، داحمدشاه بابا له مهاله بياد سره ښکېلاک تر ماتيدو پورې يي
نوموړي مسلمانان له خطره ژغورلې اوس دوي ته په چار ده چې دمسلمان
افغان ورور دکور په ودانولوکې مرسته وکړي. ريښتيا به تل ريښتيا وي.
په درنښت
حبيب الله جانبدار
د افغانستان ملي دريځ ګوند مشر
٢٥-١- ٢٠٠٧ |