محمودنظرى

 

آزادي مو مبارک شه!

 دآزادي مو مبارک شه! په ډولو سره

دشهيدانو د قبرونوشناختی وښورېدې

په زندانو کي د زولنو شرنګی شو

په ګوانتانامو کي د نعت ږغ پورته شو

اوويل يې غوښتل:

کومه آزادي ؟

د ژوند نه آزادي ؟!

ما ويل: نه ،نه

يو زوړ  په ترخو ميو مست خماري چي

دبوتل دننه يې د ميو د يوه څاڅکي پسې کتله

 راته په هېښتيا وويل:

دچا آزادي؟

ما ژيړ ی سترګې ورته کتل  نه پوهيدم څه ورته ووايم

 د هغه نه وداړشوم ترې وتښتيدم

او په منډه منډه می ور ته وويل:

دغازې امان الله خان آزادي

هغه راته وويل:

ولی له رښتيا نه تښتې ؟

هغه څوک دی زه د هغه انځور

نه په پيسو

نه په دفترو

نه په سفارتو کی

وينم

ته هغه وينی؟

 ما شاوخوا وکتله

 نه، نه

هغه راپسی ناری کړه:

ځان  مه غولوه

خلک در باندی خاندي

 امان خپله په لومه کي بند دی

لومړی هغه  آزاد که!

بيا آزادی له آزادی نه آزاده که!

تر هغه مه وايه آزادي دی مبارک شه

 که چا وپوښتل: کومه آزادي ؟؟؟؟

بيا به څه و رته وايي

-----------------------------------------------

آزادی

          دا څه تورتم دی، بې سپوږمۍ شپه ده  

         چيری اليکن چيری ډيوه ده؟

          لاس ټپوه اورلګيت لټوه

          اورلګيت لوند ماته خاشه ده

          دلته ديوال کي يو انځور ځړيږي

          د انځور له پاسه توره ښيښه ده

           ښيښه يې ماته انځور را بهر که

             نوره د آزادۍ ولوله ده
 

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM