بسم الله الرحمن الرا حيم
د افغانستان د ملي گوند د موسسانو د غونډې پرېكړه ليك
د كابل ښار
د ۱۳۸۲هـ ش كال دكب ۲۲
د ۲۰۰۴ م كال د مارچ ۱۲
د افغانستان د روښانفكرانو، متخصصينو، فرهنگيانو، علماؤ او روحانيونو، ملي شخصيتونو، ځينو ملي سوداگرو او په بهر كې د افغاني مهاجرينو داستازو په گډون د څلور سوه څخه زياتو كسانو غونډه نن د۱۳۸۲هـ ش. كال د كب په۲۲ ( د۲۰۰۴ م كال د مارچ ۱۲) نېټه د كابل په ښار كې جوړه شوه. د غونډې گډون كوونكي د اساسي وينا په اورېدو او تائيد سره پريكړه كوي چې:
١. اساسي وينا چې دگران هېواد افغانستان او نړۍ د اوسنۍ اوضاع د دقيق تحليل څرگندويه ده، او زموږ د هېواد د خلكو برحقه غوښتنې انځوروي، تائيد او تصويب شوه.
٢. د افغاني ټولنې د بېلا بېلو قشرونو د حاضرو استازو ننۍ غونډه، چې د يو ملي سراسري سياسي نهاد د جوړښت او په هېواد كې د نافذو قوانينو په چوكاټ كې د سياسي – اجتماعي هماهنگ، منظم او مثمر فعاليت د انسجام او تنظيم په خاطر جوړه شوې ده، د افغانستان د ملي گوند د موسسانو د غونډې په نامه ونومول شوه، او د افغانستان د ملي گوند جوړېدل اعلاموي.
٣. د افغانستان د ملي گوند كړنلاره، چې د كورني، بهرني، اقتصادي،ټولنيزاو فرهنگي سياست په ډگر كې د گوند داهدافو څرگندويه ده تائيدوي.
٤. د افغانستان د ملي گوند اساسنامه، چې د گوند د داخلي ژوند د اصولو او موازينو ټاكونكې ده، په ۴ څپركو او ۲۱ مادو كې تائيد او تصويب ده.
٥. د افغانستان د ملي گوند د مركزي شورا او د نظارت هيأت چې انتخاب شول، تائيد دي.
٦. د افغانستان ملي گوند د يو مستقل او سراسري سياسي نهاد په توگه، د اسلام د سپېڅلي دين داساساتو رعايت او پيروي او د هېواد د خلكو د غوره دودونو او عنعناتو درناوي د گوند د هر غړي دنده گڼـي، د قانون د حاكميت، د سراسري تلپاتې سولې او ثبات د ټينگښت، د ملي يووالي د ټينگښت، د هېواد د بيارغولواو نوي كولواو په هېواد كې د دموكراسۍ د تحقق لپاره مبارزه كوي.
٧. د افغانستان ملي گوند د ملي او مترقي گوندونو ترمنځ د دموكراتيكو اړيكو د پراختيا تأمينول د خپلو اساسي دندو جز گڼـي، د سياسي كلتور په رعايتولو سره د هېواد د ټولو مترقي سازمانونو له برحقه مبارزو نه ملاتړ كوي، د هېواد د لوړو هدفونو د تحقق او ددموكراسۍ د لا پياوړتيا په امر كې د سياسي مشاركت د دقيق اجرا په خاطر ټول سياسي گوندونه او سازمانونه په يوه پراخه وطني جبهه كې راټولېدو ته رابولي.
٨. د افغانستان ملي گوند په فكر او عمل كې د ملگرو ملتونو د سازمان له منشور، د بشر د حقوقو د نړيوالې اعلاميې د غوښتنو او نورو نړيوالو ميثاقونو اوكنوانسيونونو پيروي كوي، د نړيوالې ټولنې د غړي په توگه د افغانستان د اوتوريتې د لوړولو لپاره هڅې خپلې اساسي دندې گڼـي.
٩. د افغانستان ملي گوند د نړيوالې سولې او ثبات، د گاونډيو او نړۍ د هېوادونو سره د متقابلو دوستانه اړيكو تأمينول، د اپېدميكو نارغيو پر ضد د نړيوالې مبارزې له بهير سره د هڅو يووالى، د ژوند د چاپيريال ساتنه، د مخدره موادو د توليد او قاچاق او لرغونو آثارو د غلا كولو مخنيوي د خپلو ځنډ نه منونكو دندو څخه بولي.
١٠. د افغانستان د ملي گوند د موسسانو د غونډې گډون كوونكي په دې باور دي چې تروريزم يو ننگين، اسلامي ضد او بشري ضد څيز دى او د هغه پر ضد دې په ملي او نړيواله كچه كلكه مبارزه وشي.
١١. د افغانستان ښځو په وطن او مهاجرت كې ډير زيات رنځونه گاللي دي، د افغانستان ملي گوند د خپلو اساسي دندو څخه شمېري چې په سياسي او اجتماعي برحقه مبارزو كې د ښځو د گډون په امر كې فعاله ونډه واخلي.
١٢. افغان ځوانان او نوي زلميان چې په ستونزمنو شرايطو او د جگړو په مصيبتونو او هم په مهاجرت او غربت كې زېږېدلي او لوى شوي دي، په دولت او ټولو سياسي-اجتماعي سازمانونو له هغې جملې د افغانستان په ملي گوند دا حق لري، چې د هغوئ په تشكل او د اگاهۍ د كچې د لوړلو لپاره بې دريغه هڅې وكړي.
١٣. د افغانستان ملي گوند د معيوبينو، معلولينو، د شهيدانو پاتې كسانو او متقاعدينو ملاتړ كوي او هغوئ ته له هر ډول تعصب پرته د بې قيد او شرطه مرستو اوامتيازاتو د تأمينولو غوښتونكى دى.
١٤. د موسسانو غونډې د افغانستان د ملي گوند مركزي شورا ته په تأكيد سره دنده وركړه چې تر يو كال پورې د گوند لومړنۍ كنگره د منتخبو استازو په گډون جوړه كړي.
١٥. د افغانستان د ملي گوند مركزي شورا ته دنده وركړل شوه چې د نوروگوندونو او سياسي سازمانونو سره د يووالي او ايتلافونو د جوړولو دپاره د هڅو د شريكولو په خاطر د تفاهم كميسيون موظف كړي.
په پاى كې د افغانستان د ملي گوند د موسسانو غونډه له ټولو روشنفكرانو، متخصصينو، فرهنگيانو، علماؤ او روحانيونو، ملي شخصيتونو او ټولو هېواد دوستو، ترقي غوښتونكو او عدالت خوښوونكو افغانانو څخه غوښتنه كوي چې د يو ملي او افغاني مرام په شا و خوا را ټول شي، ملي لوړو گټو ته په وفادارۍ او ځان تېرېدنې سره د تفاهماتود بهير په بشپړولو، د جمهوري رياست او پارالمان ازادو او دموكراتيكو انتخاباتو ته د شرايطو په مساعدت،د ملي يووالي د ټينگښت، د هېواد د بيا رغونې او نوي كېدنې او په گران هېواد كې د دموكراسۍ د تحقق د پاره هڅې وكړي.
1282 ه ش کال د کب 22 نيټه.
له خدايه وس غواړو!