|
دطب مجلې ګيله
خداي
شته زړه مې نه کيږي چې دخپلوستونزو په اړه خوله ورانه کړو٠ خو بس کله چې انسان
ديوې ستونزې سره لاس اوګرېوان شي او بيا يې څوک لاسنيوي ونکړي نو ضرور يې ګيله
کيږي٠
داچې دطب مجلې
له نومه ښکاري چې دا يوه روغتيايي مجله ده٠ دهيچا سره په هيڅ
سياسي
برخه کې اړېکې نلري٠ موخه يې يوازې روغتيا يې خپرونې دي اوبس!
چې ځان ته مو
همدغه جنجال جوړ کړي چې دکوم خان لالا په دربان کې موځان نه دي تړلي.
موږ ددوه عمده
ستونزو سره مخ يو چې يوه ستونزه مو دطبي ليکنو دکموالي ستونزه ده. په دې ماناچې
دليکنې لپاره دکوم ډاکټر صاحب دروازه وټکوو اود
طب مجلې کچکول ورته د مضمون دخيرات لپاره وړاندې کړو. نو خيرات راته (وخت راسره
نشته )
په کچکول کې واچوي. او بياچې همدغه ډاکټر صاحب سره کېنې. بس افلاطون، سقراط او
بقراط به په خپلو شاګردانوکې هم نه شميري.
هو! رښتياده چې دچاماديات
موخه شي نودخدمت اوټولنيز ژوندڅخه يې زړه وګرزي. او يوازې دمادياتودپيداکولوپه
فکر کې وي. اوپه همدې فکرکې دورېځو اوښان جوړه وي. هره ورځ دځان دمشهورتيا
لپاره لوحه بدلوي کله دځان نه متخصص جوړ کړي. کله په لوحه د ٣٦٠ ناروغيو نومونه
لکه د حکيمانو وليکي او دځان نه پروفيسور جوړ کړي٠٠٠٠٠٠
که چا ته
دمادياتولپاره کچکول وړاندې کړو بس دا خو شين کفر دي ځکه خيرات غوښتل حرام دي.
او نن سبا خو خيرات، صدقات، زکات او فطرانه ورکول هم ځانګړو خلکو (مجلو) ته
ورکول کيږي. يانې هغه مجلو ته ورکول کيږي. چې د خيرات په بدل کې څه پر ځان منلي
شي. که نور هيڅ نه وي نو دلالا ٢٠ متره په ٢٠ مترو کې رنګين عکس به ضرور په
مجله کې د هغه دتوصيف سره خپره وي.
خو په هر
حال!موږچې کله طب مجله پيل کوله. نو خداي شته داميدونو سره په څنګ کې مو پر ځان
دمادياتو ستونزه منلې وه. چې زموږ خپرونه به ټکنۍ، ټکنۍ ياپه نوې استلا
مهالنۍ به خپريږي. خودامونه وه اټکل کړې چې دمادياتو دستونزوسربېره به
دمضامينودقحط اووچکالۍ سره هم مخ شو.
خوداخبره
موږپه زغرده کوو. موږد خداي په توکل اوپه افغاني غرور او دخواږو په اميد پيل
کړي. چا ته اسره نه کوو خودچاله خيرات څخه مخ هم نه اړه وؤ .
بياوايود خپل هوډ څخه تېرېدونکي نه يو. تصميم دبري لمړي شرط دي.
موږ دغه خپرونه
درې کاله وړاندې په سويډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنګي مرکز په مرسته په ننګرهار
کې له چاپه راوويسته. ددې خپرونې څلور مهالنۍ ګڼې چاپ شوې. چې دروغتيا او د
روغتيايي ستونزوپه اړه پکې پکې بېلابېلې پوهنيزې ليکنې خپرې شوې. مګردڅه مودې
راپردېخوا دغه خپرونه
داقتصادي ستونزو له امله د چاپ جوګه نه ده.
يانې تشه لاسه
ته مې دښمن يې. که غواړئ چې د نوموړې
باارزښته خپرونې څخه افغانان دخپلې روغتيا په اړه ګټه واخلي. اودغه
خپرونه سقوط نشې کولي شئ پخپلو مرستو يې ژوندۍ وساتئ. راشئ او په دغه صدقۀ
جاريه کې کډون وکړئ . خپلې هر اړخيزه مرستې په لاندې پتو راستولي شئ٠
Plus Giro: 1060478-3
Reciver ( Mottagare) : Afghankst
Akademiskt kulturcentrum (AAKS)
Tel : +46 40 132541
Mob: +46 735827865
لوستونکي کولي
شي طب مجله پدې ويبپاڼه ولوولي.
www.tolafghan.com/mojale/theb.html
خپلي ليکنې او
مشورې موږ ته پدې برېښناليکونو راولېږئ.
teb.jbd@gmail.com
najibullahzakhilwal@yahoo.com
ستاسي دمرستو او
همکاريو په هيله
نجيب الله
زاخېلوال
|