پوهنمل حاجي محمدنوزادي

طالبانو او دولت ته يو وړانديز اوسل ثوابه

چي زخمي ئي سبا نه مومي    په بيعه

مفت مونده شي نن ساعت هغه مرهم

 )رحمان بابا (

              لکه څنګه چي دنيکه مرغه ټول وطنوال خبر دي دکلونو کلونوراهيسي د اوږدي غميزي په جريان کي څو ورځي وړاندي دطالبانويوه ويانددښاغلي کرزي دوړانديز په غبرګون کي تيارۍ وښوده چي دوي هم ددغي غميزي څخه دخلاصون په موخه غواړي بيله کومه شرطه ددولتي اړخ سره دسولي دميز تر څنګ کښيني   .

                دټولو کورنې او بهرنې څيړونکو له نظره دا کار هغه يوازنې لاره ده چي دافغاني بهير ګوډ کاروان په لنډ ډول تر مزله او غرق کيدونکي ماته کښتۍ ئي ترساحله رسولاي شي   . دهر ډول غير عملي مخنې شرط ايښودل اودسولې په لاره کي دبهانو تراشل   دڅيړونکو په اندددښمن پر ژرنده اوبه ايله کول او پرخپل کورسوزونکې اورباندي دغوړو تويول دي    .  داځکه چي که همداګړۍ طالبان دائتلاف او ايساف  دقواوو څخه دارګ دنيولو توان نلري  ، همدارنګه دغه قوتونه هم په خپل ټول توان سره دطالبانو دترپ وخرپ دحملو اوځانمرګوبريدونو دمخنيوې څخه عاجز دي     .
              
ددغه ناانډوله جنګ په ترڅ کي هغه ځمکه  سوزي چي اور پري بل دي   . او ددغه سوزونکې اور لمبي همدا اوس اوس دهغي ځمکې نه اسمان ته خيژي ، چيري چي پخپله طالبانو پري خاړپوڅي کړيدي    .   دهمدغو طالبانو بچيان په بمونوکي  الوزي اوهغوي چي تري ژوندي پاته شي ، دسوزولې ښونځې شاته دقلم او کتاب په سکرو او يرو کي بازۍ

 کوي   ،نا روغان  او زخميان ئي دډاکتراو روغتون په نشتوالې کي په معلق اجل مري   ، تورسري ئي بي ستره ، بوري او کونډياني کيږي   ، باغونه او حاصلات ئي تباه اود کلي کورکنډوالې ئي پدغه را منځته شوي مناسب فرصت کي دبيا رغونې  نه بي برخي پاته دي   .

                دهمدغو ناخوالو لمن دهري ورځ په تيريدوسره لانوره پراختيامومي او دهري ورځي خبرونه ئي ددښمن پر کور دجشن څراغونه لګوي    . نو اخر به دا ورور وژنه تر کومه غزيږي  ؟ ددي دري لسيزو دغم زيږونکې جنګ نه اوس کړيدلې اولس اخيرنې سلګې  وهي  . دفاني دنيا هره چاره چي پيل لري ، هغه پاي هم لري  او غر که هرڅومره لوړ هم وي پرسر ئي لاره شته   .

                 بيانو که ځانونه مسلمانان  بولو، راشي يوار خو دپاک الله )ج( دسپيځلې کلام نه دا ايت شريف راپه زړه کړو چي واي : «  مسمانان ټول سره وړونه دي  ، نو تاسي دوړونو ترمنځ سوله وکړي  »  .  داهم بايد په پام کي ولروچي موږ نه يوازي اسلامي وړونه يو بلکه ټبري او حتي بيولوژيکي وړونه هم يو   . بيا نو هيڅ دليل نشته چي زموږ ترمنځ دي دسولي لاره وتړي او هر څوک چي پدغه لاره کي ډبري اچوي دخداې په قهر اوغضب به خامخا اخته  شي      .

               دسولې اوامنيت راوستل داپخپله دخارجي قوتونو دزيات پاته کيدو بهاني او دليلونه له منځه وړي او هغوي که غواړي يانه غواړي دخپلو خلګو ترفشارلاندي و دي ته مجبوره کيږي ترڅو دافغانستان نه پښي لنډي او دهره لوري چي راغلي پرهغه لوري  به روان شي . هغه وخت نوبيا افغانان پوه شه او دخپل هيواد چاري ئي   .

څو ورځي وړاندي د ملګروملتونو استازي  ډير په زړه پوري وړانديز وکړ چي دسپتمبر ۲۱ نيټه دي په افغانستان کي دسولي ورځ وټاکل شي  . زه نپوهيږ م چي دوي به دکوم ځانګړي دليل له مخي دغه مشخصه ورځ پدغه خاطر وړاندي  کړي وي اويا يوازي تصادف دلته رول لوبولۍ دي    . خوترهغه ځايه چي زه پوهه لرم داورځ لاندي ځانګړتياوي لري    :

الف   ــ  په نجومي لحاظ دځمکي کره دخپل انتقالې حرکت په ترڅ کښي هرکال دوه ځله خپله مرکزي برخه يعي داستوا خط دلمرخواته په مستقيم ډول څيرمه کوي  چي يوارئي دمارچ په ۲۱ نيټه ) دوري لمړي ورځ ( اوبل دسپتمبر ۲۱ نيټه )دميزان لمړۍ ورځ ( ده    . 

ب  ــ  هرکال فقط په همدغو دوو نيټو پر ټوله ځمکه په دواړو نيمو کرو کښي دشپي او ورځي تر منځ سوله او کامل مساوات منځته راځي يعني ۱۲ ساعته شپه او ۱۲ ساعته ورځ اوږده و ي   .

ج  ــ  يوازي په همدغو دوو نيټو لمر دځمکي پر ټول مخ په دواړو نيمو کروباندي په مساوي اندازه خپل خوښي راوړونکۍ نور خپروي    .

اوس بايد ودي خبري ته هم پام واړوو چي که دمارچ د ۲۱