|
دښځونړيوالي ورځي په
مناسبت دمبارکي پيغام
سويډن
–
مالمو
ښځه مور ده ،مور ته درناوۍ ځان اوهيواد ته درناوي دي
په سويډن کي
دافغانانوعلمي اوفرهنگي مرکزمشرتابه جرگه دټولني دغړوپه استازيتوب ددې پيغام
پوسيله دگران افغانستان اونړي ټولوښځوته ددي وياړلي ورځي په مناسبت نېکي هيلي
اومبارکي وړاندي کوي .
سږکال يوځل
بياددې درنې ورځي يادونه پداسي شرايطو کې کيږي چي زموږپه هيوادکي دپخوا پشان
ښځه له خپلوزياتو طبعي اوانساني حقونونه محرومه پاته ده .
آزادي دانسان
طبعي حق دي ،ښځه دبشري ټولني دوهمه نيمايي جوړوي هغه هم داحق لري چي دنارينه
و پشان له ټولوآزاديواورواحقونوڅخه برابره برخمنه شي .
له د بده مرغه
دنړي په بيرته پاتي ټولنودهغې جملې نه زموږ په هيوادکښې ښځه له خپلو
رواحقونواو انساني ازاديونه محرومه ساتل شوېده . زموږ ټولنوکې تراوسه ښځه په
ډير ه عادي بڼه
د انسانيت
او اخلاقي نورمونوخلاف
له توهين ، تحقير، وهلو، ټكولو،په بدي کښي ورکولو له تعليم ،حصيل ،كار په
ټولنيز ژوندکي فعالي ونډي اخيستني اودمحروميتونوله نورو ډولو نو سره لاس
اوگريوان ده .
دټولني
په
اقتصادي ،
سياسي ، اجتماعي او فرهنگي برخوکي ښځوته هغه حق
چي دوي يې وړتيا لري ندي ورکړه شوي ، زيات وختونه دمذهب څخه دناوړې استفادې
اويا منځنيو پيړيو دغيرعادلانه دودونو او د ستو رونو په نامه په ټولنيزو
چاروکښې دښځو د فعالي اورغنده ونډې اخيستني مخه نيول کيږې .
دطالبانو درژيم
دړنگيدو راپدې خوا بيا تر اوسه متاسفانه دښځو دحقوقو ددفاع او هغوي ته په
ټولنيزژوند کې دازاد او فعال گډون دامکاناتو برابرولو تبليغات يوازي شکلي بڼه
اختيارکړې ده ،په واقيعت کښې د افغاني ښځوپه ژوند کي کوم مثبت تغير ندۍ راغلۍ
.
دزور
اوزردخاوندانولخواداسلاميت اوانساني عاطفې خلاف دکورنيو داقتصادي
ستونزو نه په گټواخيستو دتنکيوانجونو سره دقانوني سن دپوره کيدونه د مخه ودونه
،يا له هغوي نه ناوړه جنسي استفا دې دهغوي ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کړي دي
،ددغو اونوروکورنيو،ټولنيزوناخوالواوتاوتريخوالي پايله داده چي په
تيروشپږوکلوکي تر((۷۰۰))
زياتو ښځو او پيغلودنجات يوه لاره غوره کړې اوهغه ځان وژني ياسوځول
دي .
زموږ په هيواد کې
دعدلي
او قضايي ا ورگانولخوا د ښځوژوند ته داسلام دمقدس دين ، نړيوالو قبول سوو اصولو
اوکنوانسيونونوله مخې اړينه
پاملر نه له نظره غورځيدلې ده ،همدا دليل دۍ چي دمور اوماشوم
پر رواحقوقو تيري په ټولنه کې يوه معمولې کړنه برېښې .
پدې
شپږوکلوکي دولت ددې پرځاي چي ښځو ته يې دهيواد
په ټولو دولتي اوغير دولتي ادارو اومؤسسو کې دنارينه وسره دگډکارامکانات ، په
مرکز او ولاياتو کې دمور او ماشوم دحمايې په منظورد
توان تر کرښي وړکتونونه
اوماشوم
ته دشيدو
ورکولو ځايونو جوړکړي واي ،اويا يې په وزگار وخت کي دښځو په منځ کې د نالوستوب
پر خلاف دمبارزي په خاطر د ليک لوست د زده کړي دکورسونو،د لاسي کارونو اونورو
مختلفو فرهنگي اوادبي فعاليتولپاره د ټولنواو انجومنوجوړېدوته پاملرنه ، دښځو
دنهضت د
پر مختيا اوهغوي
ته دهيوادپه دولتي او سياسي بهيرکښې
دپراخ گډون لاره هواره کړې واي ، متاسفانه
دنړي والو او افغانانو دانتظارخلاف يوازي شکلي اوغولونکي کارونه وشوه
.
ددولتي اړنده چارواکو لخوادافغاني ښځو او پېغلو دبسياژوند اوپه ټولنيزوچاروکي
دهغوي د فعالي ونډي اخيستنې لپاره لازم اواړين گامونه پورته نشول .
پايله داشوه چي دبهرنيانودميليارډومرستواوپدغه برخه کي دهغوي دځانگړې پاملرنې
سره افغانه ښځه اوپېغله دظلمت ،بيسوادي ،تورتم ،اومنځنيوپېړيونه راپاته
ناخوالوترفشارونه دنجات لاره ونه موندل .
ښځه مورده ،مور ته درناوۍ ځان او هيواد ته درناوۍ دۍ . تر څو دولتي چارواکي
دښځودژوندټولو اړخو ته ځانگړې پاملرنه ونه کړې او ښځو ته بيله هر ډول دليل
اوبهانې په ټولنه کي دفعال گډون ، تعليم ،تحصيل اوخپلي خوښي دکارامکانات برابر
نکړي اودهغو سره دهر ډول زور زياتي، تبعيض اوتحقيرمخه ونه نسي ، ښځه دقانون او
دولت تر ځانگړي حمايي لاندي ځان احساس نکړي ، دا حالت او ناخوښۍ به دوام ولري .
دا بې گناه انسان به له دغوغمونواوظلمونو څخه دخلاصون همدايوه لاريعني
ځان وژنه غوره بولي .
زموږميړنيو
اوغيرتي ښځو دافغاني شازلمو سره يو ځاي دپرديولوټمارويرغلگرواو تيري
کونکي
په مقابل کي دسياسي
خپلواکۍ،ځمکني بشپړتيا اوملي حاکميت دساتلو په لارکښې تاريخي حماسي جوړې کړې او
قربانۍ يې ورکړې دي . زموږ دهيواد په تاريخ کي دداسي وياړلوميندونومونه بې
شيمره ثبت دې
.
همدا پروطن مينه
افغانه ميړنۍ ده چي دهيوادپدغه مسلط ناورين کښي دماشوم روزنې اوکورپالنې څخه
سره لدي چي هره ورځ يې دکور دروازه دغم اوماتم قاصد ورټکوي نده ستړې شوې اونه
يې غلامي ته سرټيټ کړي .
افغانې ښځې په فرهنگي او ادبې ډگر کي هم له نارينه وو نه
شاته
ندې پاتې . زموږ دلرغونې هيواد ادبي او فرهنگي بهيرپياوړتيادښځو دفداکاريو،عالي
احساس اوځان تيرېدني وياړونه لري ،دقلم په ژبه يې د افغان ولس له حق نه دفاع
کړې اوټولنيزوناخوالوپرخلاف يې نه هېرېدونکي تلاښونه کړي ،افغان ولس دخپل هيواد
دغيرتي اوپتمنو ښځوپه قربانيو،ځان تېرېدنې ،هستونکوعلمي،سياسي،فرهنگي
اوټولنزوکارنامووياړي .
په
هر اندازه چې زموږ په ټولنه کې ښځې ته دقدرپه سترگه وکتل
شې
اوپه ټولنيزوچاروکښې دنارينه وسره برابر دتوان او علاقي سره سم دگډکارزمينه
برابره شي په هغه اندازه زموږد هيواد دپرمختگ کاروان
چټک مخ په وړاندي درومي .
وياړ په هغو پاک لمنواوغيرتي ميندو او پيغلوچې دخپل ژوند په قيمت يې دخپل رواحق
دترلاسه کولو لپاره دتاريخ په اوږدو کښي نه هيرېدونکي خاطرې پرې ايښي دي
.
په سويډن کي دافغانانوعلمي اوفرهنگي مرکزمشرتابه جرگه
|