د پوهاند م. ا. " زېار"  د اوېاېم زېـــږ(کال) پۀ وېاړ د مبارکي پېغام

تر هرڅۀ د مخه ګران او قدرمن ورور پوهاند زېار صېب ته لۀ پاك خداېه د روغ صحت او پۀ ژوند كې ورته د ډېرو نورو برياليتوبونو غوښتنه كوو. ستاسې د عمر د اوېاوم پسرلي د رارسېدو خبر بي بي سي خپور كړ،  مونږ هم پۀ خپل وار سره پۀ دې هيله چې ژوند مو د خوږو شيبو او د روح هڅونكو پېښو نه ډك وي خپل د پېرزوونې پېغام در استوو. د پښتو ژبې د بډاېنې او علمي پانګې د پالنې پۀ ليار كې ستاسې نۀ ستړې كېدونكو هلو ځلو د هر پښتون، بلكه د هر هېوادپال او حق پرست افغان پۀ زړونو كې ولولې راپارولي دي. په دې لار كې ستاسو د نيمې پيړي هاند ، هڅې اوبهادري ، لکه د لمر په څېر دهر روڼ اندې افغان  دسترګو په وړاندې ځـلــيـږي. ستاسې اشعار چې سړى اوري او ېا ېې لولي، تفكر ته د عادي نه پورته ويښونكى پېغام نظرانه كوي. نو زړۀ ته دا هيله پېدا شي چې خداى پاك دې د دې ليكوال او پۀ هېواد مېېن شاعر د سرلوړي ژوند موده لا پسې اوږده كړي.

د پښتو ژبې دا څيړنيز  نوي باب ، او پۀ كامپيټري عصر كې د نورو پرمختللو ژبو سره د پښتو ژبې د سېالولو هڅې او ورسره جوخت د دې  قافلې د مخکښ وياړ ستاسو په نوم په تاريخ کې په زرين ليک وکښل شول ،  دا هغه بري دي چې د لويو انسانانو په برخه کيږي، او دا لورېدنه خالق تعالىٰ پۀ تاسې كړې ده.

ېوځل بېا، زېږ پسرلى مو مبارك شه !

پۀ مينه او درناوي

پوهاند ډاکتر سرزمين کيمور

ډاکتر رشيدالدين ملکزي

انجنير شير ساپي   

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM