|
کږی سترګی
زه خو درته ګورم په رڼو سترګو
ولی را ته ګوری په کږو سترګو
ما ته آزادی جز د ايمان ښکا ر ې
لږ کړه ځان خبر د پښتنو سترګو
ګوره دبرلين ديوال هم ړنګ شولو
ځکه سره ګرځي په دا سرو سترګو
خط د ډ يورند د ظلم کر ښه ده
څو به را ته ګوری په سړو ستر ګو
هسی زولنی مونږ لره مه شړنګو
مونږ ئې ښکلو و په ليونو سترګو
مات به شي خمار بيا د حفيظ مليار
ﻻړ به شي خيبر ته په درنو سترګو
( حفيظ مليار ويانا ٧..٢ ) |