عبدالسلام  اندړ

خاطره

ګڼه ګـــــوڼه غلې ګو نګسې جوړي وې

قرارګاه کې بيامستي مېلې جوړي وې

مـــــــوږناخبره پټې معامېلې جوړي وې

خــــــولې پټي دسترګو ايشارې جوړوې

 

پـه قـــــــرارګاه کې هـــم پيـره وه پټه پټه

تېــرېـــــــــدوکې هم ګز مه وه په پټه پټه

غــــــــو ږو کــــــــــې اوآزه وه پټـــــه پټـــه

خولــــه ګـــــــو يا پــــــه کلېمه وه پټه پټه

 

وې اميران جهادي قــــــومندانان راغلي

پـــروتـوکول ته دليکلو ميرزايان راغلي

سرمشاور نـــــــور هم رو ســــــــا ن راغلي

د مقاماتــــــــو جنرالان امريکايان راغلي

 

له پيسو کڅوړي اوتوبــــــرې ډکېدې

له سلاح او مهماتوطيـــــارې ډکېدې

لـه  ميو ســرې  جګې بيالې ډکېدې

زړوکې دصبـــــر پيـــــــما نې ډکېدې

 

شـــرنګ  دپايــزېب مړه زړو نــه غږول

ښه پـــه خوند مطريب سازونــــه غږول

چـــــم پـــــه چـــم يې ډولـــــونـــــــه غږول

دې عجيبې منظرې ګونګه زړونه غږول

 

ښې نــغمې مستي ګــــډاوي بـــــــه وې

شهيــــــــدکورکې انګولاوې بـــــــه وې

ويني بهېدې جګې غوغاوي بـــه و ې

عسکراومجاهـددسرسوداوي بــه وې

 

ميخا نوکې خومونــه پيا لې ما تېدې

عبادت لمونځ روژې روژې مـــــاتېدې

دسروشونډو په لېدوګيلې مـــــاتېدې

د ميو پــــه نېشو تو بې توبې ماتېدې

 

چا پلونه مکتبونه جوما تونه ورانول

کلی هم يې فصلونه کارېزونه ورانول

د اوربــــــــــل يې نازک ولـــونه ورانول

ساقي هم دا زاړه زاړه خومونه ورانول

 

بــــــــــرېتؤکې شونډي خو لې وې پټي

تـــــر ږيرو لا نـــــــدي دسيسې وې پټي

ځټ وېښتانـــــــــوکې اوږې وې پټي

دســــــــلام د زړه ګـــــــــېـــلې وې پټي

 

نړۍ کــــــــې عجيـــبه تماشه جوړه وه

دوطن دورانېدلـــــــودسيسه جوړه وه

اسلام ووپه خطرکې هنګامه جوړه وه

دبـا سيوا دو دوژلـــو ښه پلمه جوړوه

 

هم بــــــــه يې مجبوره انسانـــان خرڅول

عسکرنـــــوريې هـــــم غازيــــان خرڅول

چا ګران وطن ټـــــــــــول افغا نان خرڅول

ســـــــودا ګري وه هم يې مرغان خرڅـول

 

اوس هم نورې نورې دسېسې جوړوي

ښکلې دجنت غوند ې بنګلې جو ړوي

خلکوتــــه دوذخ دا ور لمبې جو ړوي

لوی کورکې وړې وړې کوټې جوړوي

۱۹۸۴ مسکو

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM