|
اسدالله زمري
عادت
ښادي ده ورنه هيره ، شو ،غمو سره عادت
ماتم يې عبادت ده شو ، سلګو سره عادت
کاروان يې هره ورځ له ورانو کليو نه روان دي
ژوندي و لس مې شو ، له جنازو سره عادت
د سر جګول ښکاري چې ګناهء کبيره ده
نو ځکه شوو هر چاته له
سجدو سره عادت
شيطان زمونږه لمر د تروږمۍ په نيزو وويشت
ليمه مو چيري نه شي له تيا رو سره عادت ؟
ټپوس يې د ګوربت په بڼه مخ کې ورته ايښي
عالم شو اوس ددغسې دوکو سره عادت
دوران دي د تيارو زمونږ په مېنه له دير وخته
هر يو شوو له ناکامه نوم د شپو سره عادت
اوس څوک دي چې به بيل کړي سره يو له بل په زوره
هزاره ،اوزبک .تاجيک شو پښتنو سره عادت |