|
محفل
زه لکه د چاغوندې جوړ شوي ګل ستايلئ نشم
زه لکه د چاغوندې د بل غزل ويلی نشم
زه رحماني ونه په زيلۍ مې دوزخ ولړزيد
زه لکه د چاغوندې کار ګه بلبل بللی نشم
ما د توپانواو تا ړاکونو طاقت وليده
زه لکه د چاغوندې پردوته خپل ويلی نشم
ماغوښتل چې وغوړيږم سيوری په سر تورو شم
زه لکه د چاغوندې د بل په پل ورتللی نشم
ما ډير خزانونه او ساړه ژمي تير کړی دی
زه لکه د چاغوندې بدل رنګ خرڅولی نشم
اوس چې خدمتګاره بڼوال غواړې چې بڼ بيا جوړ کړې
زه لکه د چاغوندې محفل خوشي کولی نشم
زمری ١٣٧٩
هيلې يادونه او منزلونه
د محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی دشعرونو مجموعه |