|
غاړه مي خلاصه وي
وطن
مو شو برباد ملي وحدت مو ځپل کيږي
دڅو
ډلو
ټپلو
په لاس
کور مو
ورانيږ ي
کيڼ
اړخ اورا سته اړخو نا پوهان سره جبهه کي
لمسون داجنبي دي ټول وطن اورکي سوځيږي
لاس
پوڅي دپنجاب، عرب ، قدرت په لاس نيولي
فرهنگ دافغاني زمونږ له ملکه زايل کيږي
زمونږ له ځانځاني نه گاونډيان پر مونږ تيري کا
افغان دافغان د ښمن شو زوړ اوځوان مو وژل کيږي
طالب
، ملا ،
دواړه
له بهر نه
فتوا
اخلي
دغلو
جبهه
جوړه شوي شتمني دخلکو لوټيږي
د
توري نا پوهانو لاس بري نن په وطن دي
زړه
سواند اووطنپال له خپل ملکه شړل کيږي
اي
خوارو در په درو له درانه خوبه راويښ شي
غليم
مو په کور
گرځي آزادي ځمونږ
سلبيږي
دقوم
تر مينځ دژبي دتبعيض تخمونه شيندي
ناپوه ورور دي گوره چي دهغه په ساز گډيږي
ازبکو ،
هزاره و ،
اي تاجک
پښتون افغا نه
زر
شنډ کړي دغليم ارمان چي وخت مو زر تيريږي
وطن
کي تحميلي جگړه له هرې خوا ټپل شوي
که
ټول سره يو نشي له نقشي نه به ولويږي
ځما
خورو ورو، اي غمځپلو وطنوالو
د)
مل ( غاړه مې خلاصه ، زر يوشي چي غرقيږي
پوهندوى دکتورسيدحسام مل
٢٠٠٧ کال دمى مياشت |