ذاهده 

ذاهده  ړنګه  دي  شه  دغه  خونه

چه کنج کي ناست ئي او بهر نه ويني

ته په خيالي درياب د  پيو او عسلو کې غوټي وهي

نور لمبوي  پخپلو وينو کي  وعدي ورکوي

ته په  خيالي پلنګ  کي پروت   ئي   خپلو حورو سره

نور دښکلاو په  ليدلو  ړندوي ولي ؟

ځان ته په  سل  روايتونو  د انتهورو  ميخاني جوړوي

نور ئي  په  څکلو د الهاد   په  دام  تړي  ولي  ؟

پخپله  ناست ئي  فتوا ګاني  کوي

نورو ته     هسي    دمرګونو هديري  جوړوي

تا د الله  کلام  دګوتو په خوځښت  زده  کړي

پري  نه پوهيږي او د ځان نه  افساني جوړوي

که   ته        په ږيرو او په څڼو  ښه  اسلام  جوړوي

نو ته    بيا ولي دا هندوان ټول  کافران  جوړوي ؟

ذاهده  بس  کړه نور کاذب  ذکرونه

سر را بهر کړه نوراني  ښکلي جهان وګوره

د الهي دنعمتونو لوي شکران  وکړ

ويانا  ۱۱/۱۲/۲۰۰۶

انجنير  عبالخالق  ساپي

 

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM