انجنير سيدعبدالقادر         

اجمل شهيده

ستاپاک روح ته درليږم دعا د پاک سبحان شهيد ه

ته به خوښ هلته ولي ژاړي ستادوستان شهيده

ستا پاک روح ته ميلمستياوي دجنت حوري کوي

ناست بهو څنګ ته په خوښۍ دخپل جانان شهيده

ښکلي ځواني  ئې درچپهکړه دافغان دښمنو

ستا کورني ئې کښينوله په ارمان شهيده

ستا په خلا صون کي واکدارانوصداقت نه درلود

ولي ازاد سول ددښمنه خارجيا ن شهيده

ستا هم قطارو ډيري چيغي واکمنانوته کړې

ولي ټول چپ وه دادوه مخي واکداران شهيده

ستا قاتلينودرس اخستي دپردوڅخه وو

تاريخ به وائې ستا يادونه پر جهان شهيده

ستاکښتي  دارمانونيمي منز لووا هه

وړي به ومخ ته دا کښتي ستا هم مسلکان شهيده

ګنا ه دې نه وه ښکار دبل دهوسونوسولي

پا ته به نه سي په نړي کي ظالمان شهيده

سر پا ڼه

If you cannot properly view Pashto on this site please download our Pashto font

© COPYRIGHT 2005 ALL RIGHTS RESERVED 28-ASAD.COM